ژباړونکی: پوهنمل حاجی محمد نوزادی
د اتلسمې زېږدېزې پـﯦــړۍ څلورمه او پـﯦـنځمه لسـﯦـزه د نادر شاه افشار د سلطنت له پړاو سره سمون خوري. دغه پړاو د ځمکوالۍ له وحشي زبـﯦـښاک، د پرگنو له نـﯦـغ لوټ او تالان، د مالیاتي سیستم له ځور او زور زیاتي، د زور واکۍ له بوږنوړي تاوترېخوالي او وحشتناکو وژنو، د کوپړۍ منارونو له جوړولو او نورو هر اړخـﯦـزو ورانـﯦـو سره بدرگه وو.
د ۱۷۴۰ ز کال له پـﯦـله نـﯦـولې د نادر تر مرگه (۱۷۴۷ ز کال پورې) د افغانستان د کابل د سیند د غاړو په اوږدو کې پرتو پښـتـنو، تاجیکو، هزاره وو، چارایماقو، وزبکو او تورکمنو قباﺌـیلو او ټبرونو، په بلخ، کندوز، اندخوی، سرپل، شبرغان، هرات ، بادغیس او سیستان کې ډېره پرگنو د نادر پر وړاندې د پاڅون بـیرغ پورته کړ؛ سره له دې چې د نادر ځپونکو ځواکونو دغه پاڅونونه په وېـنو کې لیت پیت کړل، مگر نادر هـﯦڅکله په دې بریالی نه سو چې زموږ د وگړو د خپلواکۍ غوښتنې پیاوړې روح ځانته را ایل کړي، که په یوه ځای کې یو پاڅون د شلگرو، تورو او توپونو په زور د لڼد مهال لپاره غلی کـﯦـده نو په بل گوټ کې به بل پاڅون سر راپورته کړ او تر ېوه مهاله به ېې خپلسرو زورواکو واکمنو ته اوبه تر ورخه ورتـﯦـرې کړې . [1]
په دغسې په اړدوړ ډکۍ، کړکـﯦـچنې او بې ثباتې اوضاع کې په میلیونونو پرگنو د ځمکوالي ( فیوډالي) استبداد په واکمنۍ کې د زړه له کومې بدلون غوښت ، په پای کې نادر شاه افشار د خپل دربار د سردارنو په لاس ووژل سو؛ د نادر افشار له وژل کـﯦـدو سره جوخت د هغه دولت هم و پرځـﯦـد او په سـﯦـمې کې د افغانستان وگړي لومړنۍ پرگنې وې چې د استقلال او خپلواکۍ بـﯦـرغ ېې پورته او د احمد شاه ابدالي تر مشرۍ لاندې ېې د خراسان پر کنډوالو چې له شپږو پـﯦـړېو راهـیسې ېې خپل حدود و ثغور له لاسه ورکړي ول د افغانستان په نامه د نوي هـﯦـواد بنسټ کښـﯦـښود؛ له همدې نـﯦـټې وروسته زموږ ولس د خپل برخلـﯦـک څښتن شو، له بې هویتۍ وژغورل سو او بـﯦـرته د له لاسه تللي نوم ونښان او عزت څښتن سو. دا دې له هغې نـﯦـټې ۲۶۰ کاله تـﯦـرېږي چې افغانستان د نړۍ د خپلواکو هـﯦـوادونو په کتار کې په لوړه غاړه ولاړ دی او د نړۍ په نقشې کې ېې ځای د یوه پولادي موټي په شان څرگند او روښانه دی.
احمد شاه ابدالي په ۱۱۳۵ هجري کال کې چې له ۱۷۲۲ زېږدېز کال سره سمون خوري، په هرات کې زېږېدلی دی، یو کلنۍ ته لا نه وو رسـﯦـدلی چې پلار ېې محمد زمانخان له نړۍ سترگې پټې کړې؛ ۸ یا ۹ کلن وو چې له خپل ورور ذوالفقار خان سره له هراته، کندهار ته راغی، کندهار ته له رسـﯦدا سره سم له خپل ورور سره ېو ځای د شاه حسین هوتکي زندان ته ولوېد چې له ۱۷۳۱ ز کاله نـﯦـولې تر ۱۷۳۸ ز کال پورې په کندهار کې زنداني وو. کله چې په ۱۷۳۸ ز کال کې نادر افشار کندهار ونـﯦـو نوموړی له خپل ورور ذوالفقار خان سره یو ځای له زندانه خلاص او مازندران ته تبعید سو. پر دغه مهال هغه ۱۶ یا ۱۷ کلن وو، سوبمن نادر له هندوستانه بـﯦـرته راستون سو او په مشهد کې ېې خپلې سوبې په جشنونو ولمانځلې، (۱۱۵۳ قمري = ۱۷۴۰ ز کال ) وو چې احمدشاه د نادر په لښکر کې گډون وکړ،او د ارمنستان، داغستان، ایروان او آذرباﺌـیجان په ایالاتونو کې ېې د نادر د سوبو په جگړو کې فعاله گډون وکړ، د همدغه فعاله گډون له کبله ول چې د نادر دومره پاملرنه ېې ځانته راواړوله چې نادر د خپل ساتونکي گارډ د افسر او د افغان ځواکونو د مرستیال په توگې و گوماره.
ابدالي احمد شاه د نادر تر مړېـنې « ۱۷۴۷ ز کال پورې» د سترواکۍ رموزونه زده کړل او د هرې ورځې په تـﯦـرېدلو د افغان ځواکونو په منځ کې ېې خپل گرانښت او منښت تر لاسه کاوه. وروسته له دې چې نادر د خپل دربار د سردارانو له خوا ( چې محمد خان قاجار او ملگرو ېې هم په کې گډون درلود) په خبوشان کې ووژل سو، دا احمد خان ابدالي او د افغان ځواکونو سران ول چې د نادر حرم ېې د نورو لښکریانو له زور زیاتي او تـﯦـري څخه وژغوره، د همدغه غیرتي خدمت په بدل کې ول چې د نادر د حرم مـﯦـرمنې د « کوه نور الماس» سره له یوه بل گران بیه فخراج سره احمدخان ته ډالۍ کړ ، له دې پـﯦـښې
وروسته احمد خان د کندهار پر لور راوخوځـﯦـد. [2]
د حاجي جمالخان بارکزي، محبت خان پوپلزي، موسی خان اسحاقزي، نور محمد خان علیزي، نصرالله خان نورزي[3] په گډون افغان مشرانو په کندهار کې د شیر سرخ په مزار کې له خپل منځه د ېوه ملي مشر د ټاکلو په موخې ېوه جرگه جوړه کړه؛ له دې چې د خانانو په منځ کې هر خان د واک د راخپلو په لټې کې وو نو ېو بل به ېې رداوه، دې جرگې تر اتو ورځو پورې دوام وکړ، خو جرگه د اتو ورځ شننو او وراشو په ترڅ کې کومې پایلې ونه رسـﯦـده، جرگې په خپلې نهمې ورځ پرېکړه وکړه چې د شیر سرخ د مزار مجاور صابر شاه چې ېو روحاني سړی وو په خپلو منځو کې د حــَـکــَـم په توگې وټاکې، جرگې پتـﯦـیلې وه که صابر شاه هر څوک ټاکي نو ټول به هغه ته بیعت کوي. دا صوفي مشربه درویش هم له خپله ځایه راپورته سو، په ورڅیرمې سـﯦـمې کې ېې د غنمو یو وَږی را واخـﯦـست او بـﯦـرته د جرگې منځ ته راغی، په جرگې کې د ټولو ناستو کسانو سترگو دغه درویش ته رغړېدلې او دې ته ېې کتل چې چا ته به ورنـﯦـږدې کـﯦـږي. صابر شاه چې لـﯦـدلي ول په دې جرگې کې یوازﯦـنی ناست سړی چې ډېرې خبرې نه کوي، احمد خان دی، نو درویش هغه ته ورنـﯦـږدې سو او د غنمو وَږی ېې د احمد خان پر دستار باندې کښـﯦـښود او وېې ویل « دا ستا جیغه ده او ته دُرّانی پاچا ېې!». په جرگې کې تولو ناستو کسانو د احمد شاه ټاکنه ، په خپلو مبارکیو لا پرتمینه کړله. ( د ۱۱۶۰ هجري کال د رجب مـﯦـاشت، = چې د ۱۷۴۷ ز کال د اکتوبر له مـﯦـاشتې سره سمون خوري.). هغه پر دغه مهال ۲۵ کلن وو[4] . د ابدالي سدو زو د قبیلې احمد شاه د زمانخان زوی په ۱۷۲۲ ز کال کې په هرات کې زېږېدلی دی ، مور ېې زرغونه نومـﯦـدله چې د عبدالغني خان الکوزي خور وه.
احمد شاه خپل کار د قومونو د مشرانو د ېوې سلاکارې شورا په جوړولو پـﯦـل کړ. د احمد شاه د دولت د ادارو په مشرتابه کې ېو شمـﯦر سرانو او خانانو ځانته القاب درلودل چې دېر مهم القاب ېې دا ول : اشرف الوزراء، مختارالدوله، وکیل الدوله، نظام الدوله، معتمدالدوله، مخلص الدوله، شاه دوست، شاه پسند، شاه ولي، عرض بیگي، ضبط بیگي، ایشیک اقاسي، قوللراقاسي، د خانانو خان، خان علوم او قاضي القضات، امین المک او نور . [5]
احمد شاه دُراني تر وسې وسې هڅه کوله چې ځمکوال یا فیوډالان د هغوی په قبیلوي سـﯦـمې کې په حکومتي چارو کې ونه گوماري، پر ځای به ېې د دولت تنخواه خواره حاکمان چې له منځنۍ پاړکې « طبقې» څخه ول په قباﺌـیلي سـﯦمو کې په کار گومارل . [6]
کله چې نامتو انگرېز څـﯦـړونکي الفنستن د افغانانو په اړوند خپل تر ټولو جامع کتاب لـﯦـکه، نو د سوېل لوېدېځو افغانانو د وراشې په لړ کې احمد شاه بابا د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکي په نامه یادوي او واېې : « احمد شاه په خپلې لوړې پوهې د ېوې سترواکۍ بنسټ کښـﯦـښود. کله چې له دې نړۍ څخه ېې سترگې پټولې د متصرفاتو لمنه ېې د خراسان له لوېدېځه نـﯦـولې تر سرهند او له آمو نـﯦـولې تر هند پورې پراخه وه، هغه دا ټول متصرفات یا د تړونونو او یا ېې عملا ً ( د تورې په زور) تصرف کړي ول. [7] »
جنرال « فریه» واېي
: « افغانانو د احمد شاه د سلطنت تر دَورې پورې هـﯧـڅـکله د استقلال خوند نه وو لـﯧـدلی، له دې کبله گومان کـﯧـږي چې قومي لـﯧـوالتیاوې او کښښونه دې په همدې دَورې کې غوړېدلې وي. د بیان او عمل هغه آزادي چې افغانان ېې په دغه مهال لاسته راوړي قویاً ددوی د خپلواکې د روحیې د وَدې او د کلـﯧـوالي غرور لامل گرځي چې لا تر اوسه د هغوی د ځانگړتیا یوه برخه ده – یو قوم چې د نسلونو نسلونو په اوږدو کې محکوم وو، یو ناڅاپه په یوه حاکم قوم بدلـﯧـږي. دا سمه ده چې دغه یو ناڅاپه اوښتون او بدلون د میرمحمود پر مهال رامنځته کـﯧـږي، مگر د سدوزي احمد شاه پر مهال پراختیا مومي؛ دغه اوضاع ددې لامل گرځي چې پر خپل ځان د ډاډ او اعتماد روحیه رامنځته او داسې یو ډول تفوق غوښتنې او لوړتیاپالنې ته لاره پرانـﯧزي چې پخوا تردې ېې شتون نه درلود؛که په لنډېز ېې ووایو، دقومي تفکر شکل او بڼه رامنځته کـﯧـږي.» [8]
د احمد شاه دراني د دولت لومړيتوبونه :
د افغانستان د پاچا له ټاکل کـﯦـدو وروسته احمد شاه ابدالي د خپل دولت د ټـﯦـنگـښت لپاره دوه مهمې مسألې تر مخ درلودلې : لومړی د قباﺌـیلو سمبالول او د هغوی خوښ ساتل او دوېم د ملي یووالي او د افغان واکمنۍ د لمنې د پراختیا لپاره د ېوه ځواکمن او سمبال اردو رامنځته کول.
دا سمه ده چې دراني احمد شاه د نادر شاه افشار د دولت په څـﯦر د ختـﯦـځ ډوله زورواک « مستبد» دولت مډل عملا ً لـﯦدلی وو خو هغو شرایطو چې د نادر د تاج په سر کولو پر مهال په فارس –ژ/ ایران کې شتون درلود دلته په افغانستان او د افغانستان د هغه مهال په پلازمـﯦـنې کندهار کې ېې شتون نه درلود.
په بلې وینا په فارس – ژ / ایران کې خلک له پـﯦـړېو پـﯦـړېو را په دېخوا په دې روږدي شوي ول چې ېوه زور واکه ځمکوال نظام ته غاړه کښـﯦـږدي او نادر افشار هم د ېوه ټینگ او منظم دولت پر گډۍ پرته له کومې ستونزې او مخالفت ډډه ولگوله او همدغو شرایطو د نادر پر مخ د راتلونکو بریاوو لپاره اړین امکانات پرانـﯦـستل. خو درانی احمد شاه دې ته اړ وو چې د خپل سلطنت بنسټ دداسې په آزادۍ مینو جنگیالیو پرگنو په منځ کې ټـﯦـنگ کړي چې بـﯦـلابـﯦـلې قومي – قبیلوي ځانگړتیاوې او تقریبا ً دسپلین نه منونکي خصوصیتونه ېې درلودل او که د نادر شاه دولت ته د فارس د وگړو اطاعت پرتله کړو نو دوی د لږې تجربې خاوندان ول.
احمد شاه درانی پوهـﯦـد چې مرکزي ځواک ته په جبري اطاعت، د همداسې پرگنو اړ اېستل ددې پر ځای چې ښې او د خوښۍ وړ پایلې ولري، کـﯦدای شي دده د دولت پر وړاندې د قباﺌـیلو او قومونو د سرانو کرکه، انزجار او کینه راوپاروي او دا هغه څه ول چې احمد شاه ورڅخه په کلکه بـﯦـزاره وو. ځکه هغه پوهـﯦـده چې د افغانانو په منځ کې د ېوه هـﯦـوادوال کینه او برلاسي د بل هـﯦـوادوال پر وړاندې په ځلونو ځلونو له هغې کرکې او کینې څخه خطرناکه ده چې د ېوه بل پرَدي زورواکي حاکم پر وړاندې ېې په زړه کې نیسي. له دې کبله احمد شاه له هماغې لومړۍ شـﯦـبې اړ وو چې خپله لاره غوره او وټاکي.
له دې چې احمد شاه افغان وو، او د افغان ټولنې په قبیلوي ځانگړتیاوو او قومي غوښتنو ښه خبر وو نو په لنډې مودې کې د لومړۍ ستونزې په هوارۍ بریالی شو. په دې مانا چې احمد شاه پوهـﯦـده چې قباﺌیل له خپلو اړوندو ارزښتونو څخه په کلکه دفاع کوي نو ده هم د قومونو او قباﺌـیلو د سرانو میراثي څښتونلي چې په ډله کې ېې ددوی تیول او جاگیرونه هم راتلل مجاز وبلل، د هغوی مستمري معاشونه ېې ورزیات کړ، اعزازي القاب ، ملکي او پوځي منصبونه ېې د هغوی په کورنـﯦـو کې ور ډېر کړل او په دې توگې ېې د هغوی ملاتړ او مینه ترلاسه کړه. د هغوی د لا خوشحالولو او راضي کـﯦـدلو لپاره ېې د قومونو د مشرانو له منځه یوه نهه کسـﯦـزه شوری جوړه کړه چې د هغوی له سلا او مشورې پرته به هـﯦـڅ سیاسي او مهم پوځي گام اوچت نه کړي.[9]
جنرال فریه واېې : احمد شاه له هغو نهو تنو سردارانو څخه یوه شوری جوړه کړې وه چې له ده سره ېې یو ځای د نادر په لښکر کې خدمت کاوه او ددولتي سکالو په اړوند ېې تل ور سره سلا مشوره کوله. احمد شاه هـﯧـڅ مهمه سکالو د هغوی له تصویب پرته نه پلي کوله او هغوی ته هـﯧـڅ ورکړل شوې ژمنه ېې تر پښو لاندې نه کوله. لنډه دا چې د هغه د حکومت بڼه له ډېرېو اړخونو د مطلقه سلطنت په پرتله فدرالي جمهورۍ ته ورته وه. له هرې سوبې او بریا وروسته به ېې د تر لاسه شویو ولجو او غنایمو ډېرې او لویه برخه د خپلو سرتـﯧـرو په منځ کې وېشله؛ هغه هـﯧـڅکله له خپلو رﺌـیسانو سره په متکبرانه ژبې او یا پر هغوی د لوړ او برلاسي لاس په ښولو چلند نه کاوه او نه ېې غوښتل د هغو کسانو د احساس د ټپې کـﯧـدلو لامل شي چې یو وخت ېې ورسره برابر دریځ درلود او دی ېې د شاهي ځواک – دریځ ته لوړ کړی وو. [10]
د سلاکارې شوری له رامنځته کولو وروسته احمد شاه دراني د ېوه منظم او پیاوړي اردو د جوړولو تکل وکړ، اردو ېې په دوه وو برخو ووېشله، لومړۍ برخه ېې دایمي او منظمه برخه وه چې له دولت څخه ېې معاش اخـﯦـست او بله برخه ېې غیر دایمي او غیر منظمه برخه په بلې وینا قومي ملیشاېې ځواکونه ول، د قومونو او قباﺌیلو سرانو به دولت ته د خپلو اړوندو جاگیرونو او تیولونو په بدل کې په ټاکلې شمـﯦـرې جنگیالي د خدمت لپاره چمتو کول.
د دراني احمدشاه د اردو دایمي څانگه د « غلامخانۍ» په نامه ېادېدله او له دولت څخه به ېې وسله او تنخواه تر لاسه کوله ، دا څانگه به تل پوځي خدمت ته چمتو وه. احمد شاه د خپلې تگلارې دوېم عنصر د نادر شاه افشار له چلند او د هغه په اردو کې د خپلې شخصي تجربې پر بنسټ تر لاس لاندې نـﯦـولی وو. افشاري پاچا په خپل ساتندوی گارد کې غیر فارسي – ژ/ ایراني قباﺌـیل لکه افغانان، بلوڅان او وزبکان ځای پر ځای کړې ول. احمد شاه بابا هم د غلامخانې ډلې له غیر پښتنو ډلو څخه جوړې کړې ، د نادر افشار د مهال په پوځي ښوونې او روزنې سمبال او د جگړې د ډگر هغه متجرب قزلباش سپاهیان ېې د غلامخانۍ په ډلې کې ځای پر ځال کړل چې نادر افشار په کابل او پنجاب کې پرېښودلي ول[11] . له دغه گام څخه د احمد شاه موخه د خانانو د اغـﯦـز له کړۍ دباندې د سرغاړو قبیلوي رﺌـیسانو پر وړاندې د دباو دداسې ېوې همیشنۍ وسیلې درلودل ول چې په آسانۍ ېې غاړه مرکزي دولت ته نه ټـﯦـټوله.
تل په وسلو سمبال قباﺌیل، مرکز او شاه ته د تبعیت په منلو سره سره، بیا هم د مرکزي سیاسي ځواک د تجزېې بنسټـﯦـز لامل گڼل کـﯦدل. له همدې کبله ول چې احمد شاه دراني د افغان قباﺌـیلو او ټبرونو سران او مشران په دربار او پلازمـﯦنې کې راټول کړل، هغوی ته ېې د جاگیر، تیول، اعزازي القابو، مستمري معاشونو، د دسترخوان د لگښتونو او د نورو منصبونو د ورکړې او هم د هندوستان په گټورو جگړو کې د هغوی د سمبالولو له لارې له خپل قوم، طایفې او قبیلې څخه لـﯦـرې دومره په ځان پورې راټول او تاوده وساتل چې په لنډ وخت کې ېې په لوېدېځ کې له نیشاپور او سیستانه نـﯦولې په ختـﯦـځ کې تر پنجاب او کشمیر پورې او په شمال کې د آمو له سینده نـﯦولې بیا په سویل کې د عمان تر سمندرگي پورې سیمې د ېوې لوېې سترواکۍ په کړۍ کې د خپل قلمرو برخې وگرځولې.
خو کله چې د قباﺌـیلو سران او مشران د دولتي مقاماتو په بنسټـﯦـزو درېځونو کې ځای پر ځای شول، د وخت په تـﯦـرېدلو کرار کرار هغه پخواني مشران نه ول چې نور دې د خپلې قومي او ټبرنۍ اغـﯦـزې تر سـﯦـوري لاندې واکمني وکړي؛ بلکه په ډېر لنډ وخت کې پر ځمکنیو تیولونو د منگولو په ښخولو او د قباﺌـیلو د نا وېشل شوېو ځمکو په غصبولو او نورو لوټماریو په خپله په لویو ځمکوالو او ملاکانو بدل شول، درباري امتیازات او اعزازي القاب ېې په یوه بڼه نه په بله بڼه په خپلو کورنـﯦـو کې په ارثي ډول وساتل؛ په دې توگې د سلطنتي کورنۍ تر څنگ ېو شمـﯦـر اشرافي کورنـﯦـو سر راپورته کړ چې د فتوحاتو له پړاو وروسته ېې پر مرکزي دولت ودانگل، شاهان او شهزادگان ېې د خپلو غوښتنو او هـﯦـلو د لاس او لوبې وسایل وگرځول او د دولت ځمکواله او قبیلوي خټه او تومنه ېې په دې بڼې واړوله چې په پایله کې ېې د سدوزیو د سترواکۍ ډېرې د پام وړ برخې له لاسه ورکړې. غبار واېې : احمد شاه بابا د قباﺌـیلو سران او ځمکوال په دې ډول راضي وساتل چې هغوی ته ېې په ملکي او پوځي چارو کې گډون ورکړ، په غیر مؤقتو جرگو کې به ېې د هغوی نظر ته ډېره پاملرنه کوله او په دې توگې ېې د اغـﯦزمنو کسانو، خانانو او د قومونو د سرانو پښه په مهمو پوځي – سیاسي گامونو کې ښکـﯦـلوله او هغوی به ېې په جنگي سفرونو کې بوخت ساتل. همدا لامل وو چې له ېوې یا دوه وو پـﯦـښو پرته د هغوی له سرغاړۍ سره مخامخ نه سو. په ۱۷۴۹ ز کال کې ېې د خپل ماما عبدالغني خان او څو تنو نورو اغـﯦـزمنو توطـﺌـه گرو په اعدامولو د خپل دولت راتلونکې له لوېو ځمکوالو سره روښانه کړله.
د احمد شاه بابا سیاسي پوهه ، لیاقت او شخصیت :
پوهاند حبیبي د احمد شاه د شخصیت او سیاست په تړاو لـﯦـکي : « احمد شاه، متشرع، دیني احکامو ته پالیال، حنفي مذهبی او عالم شخصیت وو. هغه د خپل مهال دوه وو تنو عرفاوو ته ارادت درلود : شاه فقیر الله حصارکي جلال آبادي چې په شکارپور کې خاورو ته سپارل شوی او میا محمد پـﯦـښوری ( چې سترگې ېې په ۱۱۹۰ قمري کال کې له نړۍ پټې کړي دي). احمد شاه تل په سیاست کې د اسلامي اخوت، نرموالي او دوستۍ پلوی وو. د خپل عسکري ځواک او اقتدار او د شهنشاهۍ له ځواکمن پرتم سره سره ېې په ډهلي، بخارا، خراسان، بلوڅستان او سندهـ کې د حکامو متکرره سرغاړی چلند او سرغاړي کړه وړه بخښلي او تاجونه ېې ورکړي دي، ان دا چې د بصیرت څښتانو د احمد شاه دغه پراخ لـﯦد لوري او تاج بخښوونکي چلند ته هک پک پاتې شوې دي. شاه ولي الله ډهلوي واېې : د ابدالي شاه دغه چلند « ددې مادي دنیا د چارو په حساب نه وو.» سره له دې چې احمد شاه جهانگیر وو خو د مسلمانانو د وېنو له تویولو څخه ېې ډډه کوله. د سترواکۍ په چارو کې ېې چلند د عدالت او انصاف په تـَلې ولاړ وو، وگړي ېې د خپلو بچیانو په توگې گڼل، له همدې کبله ده چې افغانان ورته « بابا» واېي او دا هغه لقب دی چې له میرویس او رحمن پرته بل چا ته نه دی په نصیب شوی. البته چې احمد شاه یو جنگیالی او فاتح وو مگر د احمد شاه د ټولو فتوحاتو او عسکري چلند له مخې ښکاري چې ورانکاره، لوټمار، زورواکی « مستبد» او مظلوم وژونکی نه وو؛ هر هغه کار که د سولې او مصلحت پر بنسټ تر سره کـﯦـده نو له مسلمانانو سره ېې جگړه نه کوله او نه ېې د خپل ورور پر وړاندې توره له تـﯦـکه را اېستله. علامه اقبال د احمد شاه بابا د ځلانده شخصیت په اړوند واېي :
ازدل ودست گهر ريزى که داشت
سلطنت ها برد و بى پروا گذاشت
له همدې کبله ېو شمـﯦـر لـﯦکوالان پر هغه گوتنـﯦونه کوي چې ولې ېې د ډهلي د سلطنت واگې نالایقو واکمنو ته پرېښودلې؟ مگر که د ( امام الهند) شاه ولي الله ډهلوي او د هند د نورو مسلمانو واکمنو او پیاوړ شخصیتونو د لـﯦـکونو لړۍ ته له نـﯦـږدې کتنه وشي، څرگندېږي چې احمد شاه هـﯦـڅ وخت او هـﯦـڅکله هندوستان ته د جهانگیرۍ، نـﯦـواک، لوټ او تالا لپاره نه وو تللی، هند ته د احمد شاه بابا د تگ ېوازېنۍ موخه د هند د هغو مسلمانانو ژغورنه وه چې ورڅخه ېې غوښتنه کړې وه، له بلې خوا هغه نه غوښتل د خپل ملي ځواک مرکز یعنی افغانستان شا ته پرېږدي او د نورو افغان شاهي کورنـﯦـو ( خلجیو، سوریانو، لودیانو او نورو) په شان په هند کې مستهلک او له منځه لاړ شي. او یا دغه خالص دیني خدمت او في سبیل الله جهاد په دنیوي ناپاکـﯦو او د ډهلي د شاهۍ په ضبط او د جهانگیرۍ په سولندتوب ککړ کړي، هغه لا مخکې کټ مټ همدغه چلند د افغانستان د نورو گاوڼدېو له حکامو سره په تکرار په بخارا، سندهـ، او بلوڅستان کې تر سره کړی وو.
احمد شاه تل د افغانستان طبیعي حدود په پام کې درلودل، که په لوېدېځ کې ېې پنجاب او کشمیر تر خپلې ادارې لاندې راوستي لامل ېې د خپل هـﯦـواد د ساتنې لپاره وو. هغه پوهـﯦـده چې د هغه د سلطنت او ځواک سرچـﯦـنه د افغانستان خاوره او ددغه ټاټوبي پرگنې دي. له همدې کبله ده چې که د « پاني پت» د سوبې او د ډهلي د نـﯦـولو لپاره ېې د خپل قدرت مرکز او سلطنت شا ته غورځولای وای او د هند په پراخ هـﯦـواد کې ېې خپل انساني، فکري او ادارې ځواک استهلاک کړای وای، ښايي د هغه خپل ټاټوبی، افغانستان، د سلطنت له مرکزیت څخه بې برخې شوی وای او خپلې کورنۍ ته به ېې هماغه برخلـﯦک ور په برخې کړی وای چې نورو هندي شویو افغان کورنـﯦـو ته مخکې ور په برخې شوی وو او په بشپړې توگې به له منځه تللې وای. نو ځکه د هغه سیاست دا وو چې گاونډي حکام تر خپل شهنشاهي بیرغ او د پلرنۍ وضعې تر سیوري لاندي وساتي او خپل ځان په یوه غاصب مقام کې ښکـﯦل نه کړي او نه د ېوه سولند او قهار جهانگیر په څـﯦرې کې راڅرگند شي.» [12]
باید ووایو چې احمد شاه بابا له خپل هـﯦـواد او پلرني ټاټوبي سره دومره مـﯦـنه درلودله چې د هـﯦـواد وچ غرونه او شاړې ځمکې ېې د نورو هـﯦـوادونو له جنت سره نه برابرول. د همدې ادعا شاهد د دراني احمد شاه یو غزل دی چې واېي:
د ډيلي تخت هـﯦــرَومه چې را ياد کړم
زما د ښکلي پښتونــخـوا د غرو سرونه
که تمامه دنيا يــوخوا، ته بــل خوا ېي
زما خوښ دي ستــا خالي تش ډگـرونه
احمدشاه به دغـه ستا قــدر هـﯦـرنه کا
کــه ونـﯦــسي د تمــام جــهـان ملکــونه
عبدالحمید محتاط لـﯧـکي چې « احمد شاه به افغانانـو ته د معاصر افغانـستان د بنسټ اېـښودونکي او یوه افسانوي اتـل په توگې پاتې شي، مگر احمد شاه د خپلو اهدافـو په پـرمخ بـیـولو کې له هر ډول ظلم او شکنجې څخه استـفاده وکړه. د هغه د سلطنت دوران – د یرغلونو او وینـو بهـولو تأریخ دی. پر هر ټاټوبي ېې چې گام کښـﯧـښود هلته ېې د بومي وگړو کوپـړۍ منارونه / کله منارونه ( کله او چـﯧـرې؟) جوړ کړل. ښارونه ېې وران کړي او د نورو هـﯧـوادونو تمدنونه ېې ړنگ کړي او ثروتونه ېې لوټلي دي[13]. محتاط زیاتوي : “ له دې چې احمدشاه د افغاني قـبـیـلوي ټولـنې محصول وو، څرگنده ده چې د معاصر افغانستان په تأریخ کې ېې ښکاره ونډه ولوبوله. له همدې کبله ده چې د بابا په نامه ېې یادوي. له غیر افغاني اوسـﯧـدونکو سره چار چلند ېې ډېـر بې رحمه وو او د غیر افغاني اوسـﯧـدونکو له نظره هغه بې اندازې مستبد او بې رحمه وو[14]. ”
په خواشـینۍ باید ووایم چې په لوېدېځ او ختـﯦـځ کې ځمکوال یا فـیوډالي رژیمونه یو شان خصلتونه لري. د ستر پـیتر او ناپیلیون په شان لویو فاتحانو، په امریکا، افریقا او آسیا کې انگلیس ښکـﯦـلاکگرو ټولو د خپلو پراختیا غوښتنو او فتوحاتو په لړ کې او د خپل قلمرو د پراخولو لپاره وحشتناکو جنایاتو ته لاس اچولی دی. له همدې کبله ده چې د نړۍ د اوسنۍ جغرافیې په شکل بندۍ کې زور، تاوترېخوالي او وژنو ټاکونکې ونډه لوبولې ده. د نړۍ هـﯦـڅ لوی او وُوړ هـﯦـواد د عامه راﺌـیو پر بنسټ نه دی رامنځته شوی چې موږ دې هم پر احمدشاه بابا دا نـﯦـوکه وکړو چې ولې د خپلې واکمنۍ قلمرو ته ېې په زور او لښکري یونونو شکل ورکړی دی.
ارواښاد غبار له نادر شاه افشار سره په پرتلې د احمد شاه بابا سیاسي لیاقت ستايي او واېې : « احمد شاه د سیاسي او پوځي لیاقت په ازمـﯦـښت کې د خراساني نادر افشار په شان له ېوه ځانگړې تأریخي پړاو څخه بریالی ووت. خو د نادر افشار او احمد شاه تر منځ یو زغرد او روښانه توپير دا وو چې د احمد شاه د دولت بنسټ د نادر ددولت له بنسټ څخه زښت ډېر پوخ او خلک ورڅخه ډېر خوښ ول. حال دا چې د نادر شاه افشار ددولت بنسټ د هغه له مړېنې سره جوخت ونړېد او اتباع د هغه له ظلم او ناتاره ترهـﯦـدلې او خوابدي ول.» [15]
ډاکټر گندا سینگهـ د احمد شاه بابا په هکله واېي : « د احمد شاه تر ټولو ستر کار دا وو چې افغانان ېې د ېوه ملت تر کچې سره راټول او سمبال کړل او ېو خپلواک هـﯦـواد ېې ورته په میراث پرېښود.» نوموړی زیاتوي : « احمد شاه هغه پاچا وو چې د افغان قدرت لمنه ېي پراخه کړه، له هغوی څخه یې یو موټی ملت جوړ کړ، افغاني دودونو او عنعناتو ته ېې وده او پراختیا ورکړه او د همدغه احساس په لرلو ېې پر آزادو او خپلواکو قباﺌـیلو له ېرغل کولو څخه ډډه وکړه… احمد شاه په څـﯦـرې ښکلی، د عظمت او پرتم خاوند او جذاب شخصیت درلود، خوښ اروا او د ورین تندي خاوند وو، په ناسته ولاړه کې ساده مگر له درنښت او وقاره ډک وو، مذهب ته لـﯦـواله، په ټولنو، غونډو، زدوکړو او پوهنې مین او روحاني وو… هڅه ېې کوله چې په خپلې ژمنې پالیالي« وفا» وکړي، او د پالیالۍ روحیه وساتي، ښکار کولو ته لـﯦـواله وو. خوراک ېې هم ساده وو. هغه په زباد ورسوله چې پرگنې ورباندې ډاډ لري. هغه له اړتیا پرته خپله توره له تـﯦـکه نه را اېـستله، اکثره شورشیان به ېې بخښل….د نورو مذهبونو او دینونو پر وړاندې ېې نرمښت درلود، هندوانو او سیکهانو خپلې ټولې مذهبي آزادۍ درلودلې، مسیحي ارمنیانو ته ېې په خپل گارډ کې ځای ورکړ… سره له دې چې له مړېنې ېې څو سوه کاله تـﯦـرېږي مگر د ستر فاتح او لیډر یادونه لا تر اوسه د خپلواک او یو موټي افغانستان د ځوانو او زړو افغانانو او د شریفو او ویاړلو پر گنو په زړونو کې هماغسې ژوندۍ پاتې ده. [16] »
احمد شاه بابا د افغانستان د خلکو له سوکالۍ، سر لوړۍ او استقلال پرته بله هـﯦـله نه درلودله، د ډېرو اوږدو ستونزمنو سفرونو او د ژوند او پت د بـﯦـلا بـﯦـلو خطرونو په گاللو د یوه سرښندویه او زړور افغان مشر او بومیا « پیشوا» او د برخـلـﯦـک ټاکونکو جگړو د ډگر د برمیال فاتح په توگې ېې افغانانو ته ویاړونه وپنځول. هـﯦـڅکله ېې خپل هـﯦـواد ته خیانت ونه کړ او هـﯦـڅکله ېې خپل هـﯦـوادوال خوار او سپک ونه گڼل. هـﯦـڅکله ېې ځان له خپلو هـﯦـوادوالو لوړ او ډېر ونه شمـﯦـره. هـﯦـڅکله ېې وخت په هوساینې او چړچو نه دی تـﯦـر کړی. هـﯦـڅکله ېې له کوم باندیني ځواک څخه دستور نه دی تر لاسه نه کړی او هـﯦـڅکله ېې پرَدی دستور د ملت پر تندي ېې نه دی ټکوهلی. سره له دې چې احمد شاه له شاهانو تاج اخـﯦـست او تاج به ېې ورکاوه خو هـﯦـڅکله ېې په خپل سر تاج کښـﯦـنـښود، برعکس د خپلو نورو هـﯦـوادوالو په شان به ېې پگړۍ تړله او له هغوی سره په گډه پر فرش شوې ځمکې کښـﯦـناسته او د هغوی د زړونو بړاس او خوږ ته به ېې غوږ نـﯦـوه او د مظلومانو د کړېکو غږ ته به ېې ځان رساوه. له خپلو هـﯦـوادوالو سره به ېې د یوه زړه سواندي پلار په شان چلند کاوه او له همدې کبله ول چې خلکو د « بابا» په نامه یاداوه.
د همدغه درنښت له کبله دی چې الفنستن لـﯦکي : « په رښتیا هم که په آسیا کې هر هغه شاه چې د خپل ملت لپاره د درناوي وړتیا ولري نو له احمد شاه پرته به شاه نه وي. [17]»
هـﯦـڅ انصاف لرونکی لـﯦـکوال او تأریخپوه به نه وي چې افغانستان دې د احمد شاه بابا گرانبیه میراث ونه شمـﯦـري او د هغه استقلال او ملي واکمنۍ ته دې درناوی ونه لري. له دې کبله ده چې احمد شاه بابا ته باید درنښت وشي او د هغه له مهمو سیاسي خدمتونو څخه باید منندوی اوسو، دا زموږ دنده ده چې د هـﯦـواد هر بچي ته د خپلو ملي او سترو مـﯦـړنیو شخصیتونو په اړوند د منښت او درنښت درسونه وښـیو.
د احمد شاه بابا مړېـنه :
د دراني احمد شاه پر پوزې باندې له ۱۷۶۴ ز کال وروسته د سرطان دانه څرگنده شوې وه، بابا، د د سرطان د دانې د وخامت له کبله په ۱۷۷۳ ز کال کې د اڅکزیو په سـﯦـمې کې د توبې غرونو ته چې دوبی ېې تر کندهاره سوړ دی، لاړ. ټپونه ېې د هر ورځې په تـﯦـرېدلو بد ترېدل، او د ۱۷۷۳ ز کال د جون د مـﯦـاشتې په لومړېو کې ېې د یو پـﯦـنځوس کالو په عمر له دې نړۍ څخه سترگې پټې کړې. جسد ېې کندهار ته راوړل شو او د ځانگړي درنښت او منښت او د ناورین په څپو کې خاورو ته وسپارل شو.
د کندهار د پرگنو د وگړو په منځ کې د دراني احمد شاه آرامځای له زښت ډېر درنښته برخمن دی. تر دې چې که څوک د دښمن د غچ د وېرې له کبله هلته پناه یوسي او کښـﯦـنې نو ان دولت هم دغسې مجرم ته لاس نه وروړي. که کوم بوډا او زوړ سړی له ورځنیو چارو راضي نه وي هغه ته ېوه ځانگړې دعا ده چې واېي : غواړم پاتې ژوند د احمد شاه په آرامځي کې په دعا او عبادت تـﯦـر کړم.
[1] – سيستاني،” قيام های مردم افغانستان بر ضد نادرافشار”، د ۱۳۶۸ ل کال چاپ . ۷ پ
[2] – ډاکټر محمود افشار يزدي ، افغاننامه ، ۱ ټوک ، ۱۸ پاڼه
[3] – تأريخ سلطاني ، ١٢٢ پ
[4] – فیض محمد کاتب، سراج التواریخ، ۱ ټوک، ۱۲ پاڼه، گنداسنگهـ، درانی احمد شاه، پښتو ژباړه ، نصرالله سوبمن ۱۳۶۶ لمرېز، ۲۵ پاڼه؛ پښتانه د تأریخ په روڼا کې : د کتاب لـﯦـکوال ظفر کاکا خیل ، نوموړی د کتاب په ۸۵۷ پاڼې کې چې ۱۹۶۵ ز کې چاپ شوی وايي : « د احمد شاه د ټاکنې پرمهال پرېکړه وشوه چې پادشاهي دې د سدوزیو او وزارت « صدارت» دې د بارکزیو وي، ددې خبرې په منلو سره احمد شاه پاچا سو او ټولو مشرانو ورته مبارکي ووېله.» مگر د دراني احمد شاه د دولت پر مخ بـﯦـولو لړۍ پر دغسې ېوې پرېکړه د تاﺌـید گوته نه ږدي، که داسې ېوه پرېکړه ریښتیا وای نو احمد شاه نه شوای کولای د جرگې د پرېکړې برخلاف هم سلطنت او صدارت دواړه د خپلې قبیلې په منگولو کې متمرکزه کړي.
[5] – پوپلزايي، عزيزالدين وکيلي، تيمورشاه دراني،چاپ ۱۳۴۶، له ۱۳۳، ۱۲۷ پاڼو وروسته
[6] – غبار، افغانستان در مسير تأريخ، ۳۵۴-۳۵۸ پاڼې
[7] – الفنستن، افغانان، ژباړه : آصف فکرت، چاپ مشهد ایران، ٤٩٦ پ
[8] – فریه، تأریخ افغانها،۷ څپرکی ،ژباړه : سهی
ل سبزواري، سایت آریائي
[9] – گندا سینگهـ ،درانی احمدشاه ،ژباړه : نصرالله سوبمن،۱۳۶۶، ۴۵-۴۶ پ
[10] – فریه، تأریخ افغانها،۷ څپرکی ،ژباړه : سهیل سبزواري، سایت آریائي
[11] – فرهنگ، مير محمدصديق، افغانستان در پنج قرن اخير، ۱۳۶۷، د امريکا چاپ ، ۳۸ پ
[12] – حبیبي ، تأريخ مختصرافغانستان ، ٢٦٩-۲۷۱ پاڼې
[13] -عبدالحمید محتاط ، تأریخ تحلیلی افغانستان پ . ۵۲۵
[14] -عبدالحمید محتاط ، تأریخ تحلیلی افغانستان پ . ۵۲6
[15] – غبار، افغانستان درمسیرتأریخ، ۳۵۹ پ
[16] – گنداسنگه ، هماغه اثر ، ۲۴، ۴۶،۳۴۶،۴۶۴ پاڼې
[17] – الفنستون،هماغه اثر، ٣٨١ پ