د افغانستان اوسني سرحدات (۱)

پوهیالی زرولي (صدیقي)

اوسني سرحدات

ګران هیواد افغانستان د څلرو خواوو څخه د اوو سیاسي سرحدي کرښو په واسطه محدود سوی چي په لاندي ډول بیانیږي:

 

شمالي سرحدات: داچي ګران هېواد افغانستان د شمال له لوري د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له هیواد سره تقریباً ۲۰۰۰ کیلو متره شریکه پوله لري او دا پوله په داسي حال کي منځ ته راغلې چي له یوې خوا د تزاري روسیې زموږ د هیواد پر سیمو د خپلواکي او ازادۍ نعمت نه ؤ پیرزو  او له بلي خوا د وخت استعمارګر قدرت برتانیي هم نه غوښتل چي د روسیې سره دي په یوه پوله واقع سي نو د افغانستان شمالي سرحدي پولي د همدې سیاست پر بناء ټاکل سوي دي، له دې کبله د دې دواړو قوتونو مصلحتونه په نظر کي پکښي نیول سوي دي او تطبیق سوي دي او په نتیجه کي د سرحد ترخه او غمیزه د افغانانو د ټټر څخه تېره سوې چي دغه درې کرښي په لاندي ډول دي:

 

الف: د امیر شیر علي خان کرښه:

د اوولسمي پیړۍ را په دې خوا روسیه د وخت یوه لویه امپراطوري وه او تل ئې ارزو درلودل چي د افغانستان  له لاري د هند په نیمه وچه کي ګرمو اوبو ته ځان ورسوي خو د دوی دا نظر د برتانیی په سیاست کي هم د خطر یو لوی زنګ و او د پلي کېدو له پاره د برتانیي د سیاست خاصه برخه همدي موضوع ته ځانګړی سوې وه ترڅو روسیه په دې ونه توانیږي چي خپل هدف په لاس راوړي. د افغانستان په تاریخ کي دا هغه شپې او ورځي وې چي امیر شرعلي خان د دوهم ځل له پاره د کابل پر تخت ناست ؤ، نوموړي دې موضوع ته په پام سره انګریزانو سره رابطه  وکړه او انګریزانو هم د خپلو ګټو په خاطر خپل نماینده سینټ پترس بورګ ته واستوه ترڅو د روسانو د نمایندګانو سره په دې رابطه مذاکرات وکړي. دې خبرو اترو د ( ۱۸۶۹- ۱۸۷۳) میلادي پوري دوام وکړ بالاخره روسیه دې ته تیاره سوه چي د روس، انګلستان او افغانستان نماینده ګانو ته د دې اجازت ورکړي چي دا سرحدي کرښه وټاکي. په پای کي هیئت دا کرښه د وکتوریا د جهیل څخه تر خم اب پوري، د امو سیند د دواړو خواوو تر منځ د سرحدي کرښي په توګه وټاکل او د امیر شرعلي خان د خط په نامه ونومول سول.

امیر شېرعلیخان لومړی ځل د عسکري قوماندو او اصطلاحاتو د پښتو کولو لړۍ پیل کړه

ب: د ریجوي کرښه: (۱۸۸۴ میلادی) کال کي روسانو د پنجده په منطقه کي حمله وکړه او دا سیمه يي د افغانستان څخه ونیوله په دې رابطه انګریزانو هم څه مرسته ونه کړه په داسي حال کي چي انګریزانو د یو تړون له مخي باید دا مرسته کړې وای، خو د افغانستان تاریخ ته که وګورو نه ېې د چا دوستي پکار سوې ده او نه کوم سیاسي تړون، بلکي هر چا په هر نامه ټکولي او تهدید کړي ، خو دا خاوره هم د هر چا له پاره د هغه د قدرت د زوال زانګو ګرځیدلی، په کال ۱۸۸۵ میلادي کال کي چي د امیر عبدالرحمن خان دور ؤ، د پنجده د جګړې څخه وروسته انګریزانو منځګړیتوب وکړ او د ذولفقار د درې څخه تر خم اب پوري يي دا سرحدي کرښه وټاکله چي په نتیجه کي پنجده رسماً د روسانو په قلمرو کی حساب سوه. دا چي په دې جریان کي د انګریزانو د طرفه نماینده ګي ریجوي کوله نو دا کرښه هم د د ه په نامه مسمی سوه.

د شمال کرښي ټاکلو مراسم

ج: د پامیر کرښه: په داسي حال کي چی د روسیې سره پورتني دوه خطونه د سرحدي کرښو په توګه ټاکل سوي ؤ، خو د شمال شرق په ساحه کي پوره وضاحت د دغو لیکو څخه څرګندیده نو له دې وجهي روسانو همیش کوښښ کاوه چي دا وضعه په خپله خوښه او ګټه وڅرخوي دا کرښه هم، د انګریزانو له خوا د وکتوریا د جهیل څخه تر پولي درې پوري په کال ۱۸۹۵ کال کي وټاکل سوه او ګران هیواد په دې کرښه کی هم شغنان او روښان سیمي د لاسه ورکړې او د دې کرښي ګټه برتانوي هند ته دا وه چي تزارې روسیه یې د افغانستان په واسطه خپله د خپل ځان څخه جلا کړه او افغانستان د دې دواړو هیوادونو ترمنځ واقع سو.

 

ورپسې لیکنه: شرقي او جنوبی سرحد ( ډیورنډ)

امير امان اللهامير حبيب الله خانامير شېرعلي خانايرانبلوچستان
نظريات (0)
نظر اضافه کول