ارواښاد استاد پوهاند ډاکټر عبدالغفار کاکړد تاج محمد خان کاکړ زوی په ۱۲۹۳ لمریز کال کې د کندهار ولایت شاه بازار د بامي زیو په کوڅه کې دې نړۍ ته سترګې غړولي. ښوونځي یې د کندهار ښار د ګنج په لیسه کې لوستی، په ترکیه کي یې د لیسانس په سویه او په انګلستان کي یې د ماسټر او ډاکټر په سویه د ریاضي او فزیک په برخه کې زدکړې. پوهاند کاکړ په ۱۳۲۲ لمریز کال د کابل دار المعلمین کې د استاد په حیث په دنده وګومارل شو چې په ۱۳۲۵ لمریز کال د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د ساینس پوهنځی په رامینځ ته کیدو سره پوهاند کاکړ له دارالمعلیمن څخه د کابل پوهنتون ته را تبدیل او د ساینس پوهنځي کي یې د استاد او د پوهنځي د رئیس په بڼه دندې ته ملا وتړله. استاد کاکړ د ډیرې مودې لپاره د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی د مشر او د پوهنتون عملي شورا د غړي په توګه دنده ترسره کوله چې په همدې ترڅ کي د نړۍ ډیری هیوادونو پوهنتونونو ته د میلمه استاد په حیث یا هم د افغانستان اکاډمیکې کورنۍ په استازیتوب سفرونه وکړل. کله چې استاد کاکړ د پوهنځي مشر وؤ، د کابل پوهنتون ساینس پوهنځي ته به له ایران، برتانوي هند (اوسنی پاکستان)،فلسطین او ډیری نورو هیوادونو محصلین په بورسونو راتلل. د پوهنځي د مشرتوب تر څنګ ارواښاد د کابل پوهنتون کې د اټومي انرژي یوه وړه اداره هم را مینځ ته کړه چې دغې ادارې تر ۱۳۹۰ لمریز کال پورې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې کار کاوه.
پوهاند کاکړ په ۱۳۵۷ لمریز کال کې تقاعد ته سوق شو چې د وخت اشد ضرورت له مخې تر ۱۳۶۴ لمریز کال پورې یې تقاعد رفع او د کابل پوهنتون کې استادي ته ادامه ورکړه. استاد د افغانستان تر ټولو لوړه د پوهاندي اکاډمیکه رتبه، تر ټولو لوړه لمړی دولتي رتبه او څو څو ځلې تقدیرنامې او تحسین نامې تر لاسه کړې دي.
پوهاند کاکړ په ۱۳۶۴ لمریز کال کې په یوه ترافیکي پیښه کې سخت ټپي شو چې د درملنې لپاره هند ته واستول شو خو د ټپونو د ژورتیا له امله په هند کې ومړ.د استاد جنازه له هند څخه کابل ته راوړل شوه او د کابل خوشحال خان مینې سپین کلي په سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.
د استاد د شخصیت په اړه ویل کیږي چې: د ډیرو ښو اخلاقو خاوند، ځیرک، بې پرې او له تعصب څخه لرې، د ښه قضاوت خاوند، حق پیژندونکی او ویونکی، بې تکلفه، حاضر ځوابه، ټوکي،په ساینس مین او د لایقو شاګردانو ښه ملګری وؤ.همدارنګه استاد هیڅ تکبر نه درلود، د ټولنې له هرې ډلې سره په یو ډول نه یوډول ملګری او همکار وؤ. استاد له بې وزلو سره ډیر زړه سواند وؤ چې له نانوای، دوکاندار، درځی، ترکاڼ، خټګر، برقي،موچي او داسې نورو سره یې عجیبه ملګرتوب او صمیمیت درلود. د استاد شاګردان رئیس، وزیر، صدراعظم او آن ولسمشرهم وؤ خو چې کله به استاد ورسره مخ شو نو بیا به یې ورته په خطاب کې ویل: مدیره زویه ! رئیسه زویه !معینه زویه ! وزیره زویه ! او داسې نورې جملې.
استاد پوهاند ډاکټر عبدالغفار کاکړ د افغانستان په ساینسي او اکاډمیکه کورنۍ کې نه هیریدونکې او د قدر وړ کارونه ترسره کړي، پوهاند کاکړ د کابل دارالمعلمین او کابل پوهنتون کې د استادي تر څنګ د کابل پوهنتون او د ساینس پوهنځي له بنسټ ایښوودونکو څخه شمیرل کیده او د افغانستان اټومي انرژی افتخاري رئیس وؤ چې له هغه څخه ډیرې علمي مقالې، کتابونه او رسالې د افغانستان اکاډمیکې کورنې ته په میراث پاتې دي.