د کارېزونو لړۍ په نړۍ کې لاهم یو ډېر پخوانی کارېدونکی هندسي سیستم دی. د اوبو رایستلو دغه سیستم نژدې ۳۰۰۰ کاله مخکې پخواني فارس ((اوسني ایران)) کې جوړ شوی و چې هغه مهال یې (کانال) باله، خو له دغه هېواده ختيځ لوري (چین) د ورېښمو د لارې پر اوږدو او د افریقا شمال، قبرس، کناري ټاپوګانو او اوسنۍ اسپانیا ته دغه سیستم وغځېد.
فلسطینیانو هم له ۲۰۰۰ کلونو راهیسې تر ۱۹۴۸ کال پورې د کانالونو له سیستم څخه په ګټې اخیستو سره د زیتون او مالټو د باغونو خړوبولو لپاره ګټه اخیسته، د شملې پېړۍ په نیمايي کې، لاهم ایران کې تر ځمکې لاندې نژدې ۲۲۰۰۰ کانالونه وو، چې اوږدوالی یې تر ۲۷۳۰۰۰ کیلومترو پورې رسېده، او د هېواد نژدې ۷۵ اوبو اړتیا یې پوره کوله.
خو له کارېز څخه لاهم په ایران، افغانستان، چین، پاکستان، عراق او د عربي هېوادونو په ځینو برخو کې ګټه اخیستل کېږي.
په افغانستان کې، چې د وګړو ډېره تکیه یې پر کروندو او د کارېزونو پر اوبو ده، په ۲۰ ولایتونو کې تر ۶۵۰۰ ډېر فعال کارېزونه دي، چې د اتیایمې لسیزې تر وروستیو پورې یې د هېواد نژدې ۱۷۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوله.
خو ۱۰ ولایتونو کې بیا د اوبو او د اوبو له اړخه د خپلو۴۰ سلنه اړتیا پوره کولو لپاره بندونه جوړ کړي وو، خو تر اوږدې شخړې او جګړو وروسته، لاهم د کارېزونو شبکې ته ډېر پام ونه شو، او که ټول نه وي، اتیا سلنه کارېزونه اصلاح او بیا رغولو ته اړتیا لري.
خو د یوې شمېرې له مخې، اوس افغانستان کې د خړوبېدونکې ځمکې کچه د ۱۹۸۰ کال د خړوبېدونکې ځمکې له نیمايي سره برابره ده، چې له کبله یې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.