د افغانستان لومړنی مسجد

بسم الله الرحمن الرحیم ـ افغانستان ته د اسلام سپېڅلی دین لومړی د دوهم خلیفه حضرت عمر (رض) د امارت پر مهال رارسېدلی دی . خو د افغانستان بېلابیلی سیمی په بیلابیلو مودو کی د اسلام په نور منوري سوي دي .

مثلأ : د احنف بن قیس (رض) په قومانده د افغانستان لویدیځی سیمی لکه هرات ، غور ، بادغیس ، فاریاب فتح سوې . هغه همدا راز بلخ ، تخار ، جوزجان ، تالقان او د شمال نوری برخی هم فتح کړې ؛

د عبدالله بن بدیل خزاعی (رض) په قومانده ګرمسیر او هلمند فتح سول ؛

د عبدالله بن عامر (رض) په قومانده د سیستان ډیره برخه لکه زرنج او فراه او بیا وروسته رخد ( نننی کندهار ) فتح سو او د ارغنداب په وادي کی یې د یو سخت جنګ پر مهال د رتبیل غټ پوځ مات کړ .

د تکړه صحابي عبدالرحمن بن سمُره په قومانده زابل ، کابل او ختیځ فتح سو .

په هر صورت ، هغوی ټوله اصحابان وو ، خو حسن بصري (رحمه الله) لومړنی تابعي او اسلامي عالم دی چی افغانستان ته راغلی دی . دا هغه وخت و چی په سر تر پایه ټول افغانستان کی حتی یو مسلمان هم نه و ، بلکی افغانان ګرده بت پرستان یا اور لمانځونکي وو .

حسن بصري (رح) د نن څخه ۱۴۰۰ کاله مخکی زموږ نیکه ګانو ته اسلام ورښووئ . هغه دلته لومړنی بلندوی ، لومړنی مدرس او لومړنی محدث دی چی تشریف یې راوړی دی .

هغه په افغانستان کی درې کاله تیر کړي دي او په دې موده کی یې د اسلام د تبلیغ له پاره نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي دي . حسن بصري (رح) په زرنج ، بُست ، کندهار ، زابل ، غزنی ، کابل او نورو ښارونو کی د خورا زیاتو افغانانو زړونه د اسلام د سپېڅلي دین په نور منور کړي دي .

خلیفه حضرت عثمان (رض) د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ډیر تکړه ملګری عبدالرحمن بن سمُره (رض) د اته زره کسیز پوځ سره افغانستان ته راولیږی . هغه سیستان ، بُست او رخد ( کندهار ) تر زابل پوری ونیول او بغاوت یې ارام کړ .

وروسته معاویه په ۴۳ هجري ( یا ۶۶۳ میلادي ) کی عبدالرحمن بن سمُره د یو پیاوړي پوځ سره یو ځل بیا افغانستان ته راولیږئ ( افغانستان بعد از اسلام : ۱۶۰ مخ ) . ابن سمُره په یو کال کی د دې ټولی سیمی ناآرامۍ آرامي کړې . بیا یې بُست ، کش ( کشکی نخود ) ، داور ( زمین داور ) ، رخج ( اراخوزیا ، د ارغنداو ناوه یا کندهار ) ونیول . وروسته زابلستان او کابلستان ته پسی ورغی او په ۴۴ هجري کی یې دا وطنونه هم ټوله ونیول ( د افغانستان لنډ تاریخ : ۲۰۸ مخ ) .

د مسجد پاته شوني په بلخ کي

عبدالرحمن بن سمره (رض) درې کاله همدلته پاته سو . ده د ځان سره یوه ډله اسلامي علما هم راوستل چی مشهور یې حسن بصري و . ده د تبلیغ له لاری اسلامي احکام په خلکو کی ټینګ کړل ( د افغانستان تاریخ : ۶۱ مخ ؛ افغانستان بعد از اسلام : ۱۵۷ ، ۱۵۸ او ۱۶۳ مخونه ) .

اسلامي فقهاوو په خراسان او سیستان کی پر ټولو دیني چارو ، تعلیم ، اسلامي اوامرو او د مسجدونو پر جوړولو کنټرول درلود او قضا هم دوی ته سپارل سوې وه . مثلأ کله چی عبدالرحمن بن سمُره (رض) او حسن بصري (رح) دلته راغلل نو د سیستان « آدینه مسجد » هغوی دواړو په ګډه جوړ کړ ، داسی چی مسجد عبدالرحمن او محراب یې حسن بصری جوړ کړ . دا په افغانستان کی لومړنی مسجد دی چی زموږ نیکه ګانو عبادت پکښی پیل کړ ( تاریخ سیستان ۸۹ مخ ؛ افغانستان بعد از اسلام ۵۳۸ مخ ) .

هغوی دواړو د دې مسجد تر څنګ یوه لویه دینی مدرسه هم جوړه کړه چی نوو مسلمان سوو افغانانو خپل اولادونه پکښی شامل کړل . حسن بصري (رح) څه باندی درې کاله د سیستان په آدینه مسجد کی کښېناست او د سیستان خلکو پر هغه باندی علم وایه ( هماغه دوه مأخدونه ) .

تر آدینه مسجد لږ موده وروسته دوهم مسجد د بلخ « نه ګنبد مسجد » دی چی په ۵۱ هجري کی د قیس بن السلمي او بیا د ربیع بن زیاد له خوا د بودایانو د « نوبهار » معبد تر ورانولو وروسته د هغه پر ځای ودان سو ( تاریخ کامل ، لومړی جلد ، ۴۹۸ مخ ) .

مسجد نه گنبد بلخ

د عباسیانو د خلافت پر مهال د بلخ اوسیدونکو ( د نهمي میلادي پېړۍ په نیمايي کي ) د نوبهار د وران کړای سوي معبد پر ځای دغه د نهو ګنبدو درلوونکی مسجد ودان کړ. ځیني وايي چي د نوبهار معبد فضل برمکي په جامع مسجد سره واړاوه او یعقوب لیث صفاري هم په دې کار کي ونډه اخیستې ده ، چي وروسته يې د « نه ګنبد » نوم خپل کړ . خو ځیني بیا وايي چي د دغه مسجد ودانۍ د بلخ د سامانیانو د وخت میراث دی او د ودانولو نېټه يې د نهمي میلادي پېړۍ د نیمايي سره سمون خوري .

دغه مسجد د « حج پیاده » یا حاجي پیاده په نوم سره هم بلل کیږی ، دا ځکه چي د « حج پیاده » د زیارت تر څنګ پروت دی . دغه مسجد د مزار شریف د ښار څخه شل کیلومتره لیري د بلخ ولسوالۍ په « ده رازي » کلي کي د ولسوالۍ د جنوب په درې کیلو مترۍ کی واقع دی .

د پورته وضاحت څخه ښکاری چی د افغانستان تر ټولو دوه لرغوني مسجدونه « ادینه » او « نه ګنبد » دي . لومړنی مسجد هیڅ شتون نلری خو دوهم موجود دی ، یعنی لومړنی یوازی په نوم او دوهم په فزیکي ډول هم موجود دی . پس د افغانستان په اوسنیو مسجدونو کی تر ټولو پخوانی یې په بلخ کی همدا « نه ګنبد » مسجد دی خو لومړنی ودان سوی مسجد په زرنج کی « ادینه مسجد » و چی کلونه کلونه فعال و ، خو نن هیڅ وجود نلری ، والسلام .

اړونده مأخذونه :

۱ – د افغانستان تاریخ ؛ احمد علی کهزاد ، ژباړن : اورنګزېب ارشاد ، دانش خپرندویه ټولنه ، کابل ، ۲۰۱۰ .

۲ ـ تاریخ افغانستان بعد از اسلام ؛ عبدالحی حبیبی ، بنګاه انتشارات میوند ، کابل ، ۱۳۸۶ شمسی .

۳ ـ د افغانستان لنډ تاریخ ؛ عبدالحی حبیبی ، مترجم : عبدالرؤف بېنوا ، ( اووم چاپ ) ، صدیقی خپرندویه ټولنه ، کوټه ، ۱۳۹۲ لمریز .

۴ ـ تاریخ سیستان ، نویسنده : نامعلوم ؛ مصحح : ملک الشعرأ بهار ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۶۶ شمسی .

۵ ـ تاریخ کامل ؛ عزالدین ابن اثیر ؛ برګردان : حمید رضا آژیر ، جلد سیزدهم ، چاپ اول ( انتشارات اساطیر ) ، تهران ، ۱۳۸۵ شمسی .

بلخمسجد نه ګمبد
نظريات (0)
نظر اضافه کول