د حکومت سياسي مؤسسه اساسا د اولسونو د ادارې او ټولنيز ژوند د سمون له پاره رامنځ ته شوې چې په لومړيو وختونو کې دا اداره د مطلقيت په بڼه چلېده، په نړۍ کې وړې او لويې پاچايۍ جوړې شوې چې پاچا به د اولس ټولواکمن و او د خلکو د ژوند او مرګ ټول واک به يې په لاس کې و.
تر تاريخ وړاندې د دې پاچاييو کړه وړه د فولکلوري کيسو په غېږو کې خوندي وو، په دې کېسو کې پاچا معمولا يو عياش سړی وي، ښکار کوي، د بزم مجلسونه لري او کله-کله بيا دربار کوي، د خلکو مسايل فيصله کوي، د ووهه! ووژنه! حکمونه وي او په دې ډول په خپل هېود کې خپله اداره چلوي خو دا پاچا معمولا يو هوښيار وزير لري چې په پوهه او تدبير د سياست او ادارې پېچلي مسايل حل کوي او پاچا ته په هر کار او چار کې مشوره ورکوي او په دې ترتيب په ښه ډول د ادارې چارې پر مخ ځي.
په تاريخي دوره کې ورو-ورو د ملتونو د ويښتابه بهير پيلېږي اولسونه فشارونه راوړي، پاڅونونه کوي او د اولس په زور د ادارې استبداد بدلوي چې ورو-ورو ملي حکومتونه، مشروطه حکومتونه او جمهوري حکومتونه رامنځ ته کېږي او نړيوال سياست د اولسونو په ګټه وده کوي او په اداره کې ورو-ورو د اولس غوښتنو ته ځای ورکول کېږي چې حتی اوس هم د نړۍ په ځينو پرمختلليو هېوادونو، لکه انګلستان او جاپان کې پاچايي واکمني ټينګه ده، خو تر ډېره ځايه تشريفاتي بڼه لري او واک يې انتخابي حکومتونو ته ورکړی دی.
د درې ګونو قواوو تفکيک د واک په اولسي کېدلو کې ښه رول لري، په دې ډول نظام کې د دولت په نامه يوه مؤسسه په سر کې وي چې د پاچا يا جمهور رييس له خوا اداره کېږي او ترې لاندې قضاييه قوه، مقننه قوه او اجراييه قوه په ځانګړي واک کار کوي، مقننه قوه يا شوری او اولسي جرګه د ژوند په چارو کې قانونونه وضع کوي، مجريه قوه يا حکومت يې عملي کوي او قضاييه قوه پر چارو او جريانونو باندې عادلانه قضاوت کوي چې ورپسې په ځينې هېوادونو کې مطبوعات هم د څلورمې قوې بڼه لري او په دې ترتيب د دې درې ګونو قوو په ترکيب کې د اولس حق خوندي کېږي او اولسواکي يا ديموکراسي عملا پلې کېږي.
په افغانستان او سيمه، لکه ايران، ترکيه او ځينې نورو هېوادونو کې د مشروطيت :غورځنګ د اولس د سرونو د قربانيو په ورکولو سره درې ګونې قوې رامنځ ته کړې او د ديموکراسۍ په لوري يې ګام اېښی دی.
د سيمې او شرق سياسي مخکښ، علامه سيد جمال الدين افغان و چې د کورني استبداد او بهرني استعمار او ښکېلاک په وړاندې يې مبارزه پيل کړه، دا پيل يې له خپل هېواد افغانستان څخه وکړ او له هېواد نه د وتلو پر وخت يې خپل د سياسي او اجتماعي اصلاحاتو پروګرام د وخت پاچا امير شير علي خان ته وسپاره، په دې پروګرام کې د کابينې جوړېدل هم وو چې نوموړي امير د همدې پروګرام له مخې له نن نه تقريبا يوه نيمه پېړۍ مخکې تر پاچاهي مقام رالاندې يو حکومت جوړ کړ، صدر اعظم يې ورته وټاکه او وزيران يې ورته مقرر کړل او دا په افغانستان کې لومړنۍ کابينه وه چې دلته پرې غږېږو.
صدراعظم يې سيد نور محمد شاه و چې د لوی ټول مختار نوم يې پرې ايښی و، د حسابي چارو مشر يا په اوسنۍ اصطلاح د ماليې وزير او مستوقي الممالک يې ميرزا حبيب الله خان وردګ و چې «لوی ملک» يې باله، د باندنيو چارو وزير يې ارسلا خان جبارخېل و چې «لوی مين د باندې» يې باله، د غرونو وزير يا په اوسنۍ اصطلاح د کورنيو چارو وزير يې عصمت الله خان غلجی و چې «لوی مين د غرونو» يې باله، دبير الملک يا په اوسنۍ اصطلاح سرمنشي يې محمد حسن خان و چې «لوی کښل» يې باله، معير الدوله يا په اوسنۍ اصطلاح د کابل والي يې احمد عليخان چغتايي و چې لوی ټولولی يې باله.
په دې ترتيب په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره يوه کوچنۍ کابينه جوړه شوه، خو په ۱۸۷۸ کال پر هېواد د انګرېزانو دوهم تېري هر څه ګډوډ کړل او په ۱۸۸۰ کال په هېواد کې د امير عبد الرحمن خان يو کسيزه ديکتاتوري ټينګه شوه او بيا د مشروطيت د غورځنګ د سر تر قربانيو وروسته په ۱۹۱۹ کال د افغانستان بشپړه خپواکي تر لاسه شوه چې ورسره د نورو پرمختګونو تر څنګ کابينه او حکومت بيا جوړ شول چې صدراعظم يې سردار عبد القدوس خان و، عدليه وزير محمد ابراهيم خان، حربيه وزير صالح محمد خان، خارجه وزير محمد طرزي، د پوهنې وزير عبد الحبيب خان، د ماليې وزير ميرزا محمد خان، د تجارت وزير غلام محمد خان، د نقلياتو وزير ميرزا عبد القادر خان او د کرنې وزير علي خان خان وټاکل شول چې بيا وروسته بدلونونه پکې راغلل. د امير حبيب الله کلکاني په وخت کې کابينه ډېره وړه شوه او زيات وزارتونه ترې حذف شول چې بيا د محمد نادر شاه په وخت کې بېرته راژوندۍ شوه او تر ننه يې ډېر بدلونونه وليدل او شکلونه او بڼې يې په راز-راز واوښتلې.