د افغانستان لومړی ماډرن موټر

د افغانستان لومړی ماډرن موټر:
په ۱۹۰۶ع[۱۲۸۶ل] کال کي د افغانستان امير [حبيب الله خان] ته د هند د نائب السلطنه لخوا ډالۍ سوی لومړنی موټر چي کابل ته د غوايانو په وسيله لېږل کېږي.
ويل کيږي دغو موټرانو کي به د ډيزلو پر ځای لرګي او ډبرو سکاره سوځېدل او هغو به بيا د اوبو بخار توليداوه او د موټر ماشين به ئې څرخاوه.
دغسي موټرونه د شلمي پېړۍ تر اوايلو پوري د کار وړ وه چي وروسته نننی ( Internal Combustion Engine) ماشين عام سو چي ډيزل او پټرول پکښي کارېږي.
جالبه داده چي اوس بيرته د پټرولو لوړ قېمت، د هوا د خرابوالي او نورو ستونزو نړۍ اړه کړه چي پر دې فکر ووهي چي څنګه وکولای سي د ابو د بخار څخه ماشين کار واخلي.
ددې موټر سيټان او پای دامونه مالوم وه چي بايد څوک-څوک پر کښېني، مثلا شهزاده ګان بايد پر پايدان کښېني، کابينه او نور بايد د شاه په سيټ کي او همداسي نور بايد تر شاه پسي روان وي.
دغه موټر به امير په ښکار، خسرانو کي په ورتګ او ولايتي دورو کي کاراوه.
ياد موټر هغه وخت چي ارګ ته سقاويان ننوتل، وه ايستل سو او له څو ورځو ځغلولو او خرابولو وروسته د شاه دوشمشېره مسجد مخ ته ولاړ وو چي واورو او بارانونو له کار وه ايست، وروسته دغه موټر د دارلامان ماڼۍ څنګ ته ولاړ وو چي د حفيظ الله امين او کورنۍ د بې رحمه وژلو په ورځ د روسانو د لوري د مېلمنو د موټرونو سره يو ځای وسوځل سو.


دغه عکس په سراج الاخبار کي چاپ سوی دئ او په موټر کي ولاړ کس پخپله حبيب الله او شاه امان الله ښکاري.
۱۹۱۵

ددغه موټر اوسنی بيه $45,500 او د هغه وخت بيه ئې ۶مليونه هندۍ کالداري وه.

د امير موټر په کابل ښار کي…
امير حبيب الله
نظريات (0)
نظر اضافه کول