د بُست کلا دروازه

د بست کلا د افغانستان د هلمند د بست په سيمه کي؛ د لښکرگا ښار ته څيرمه يوه لرغونې کلا ده چي د افغانستان او آن د نړي په تاريخ کي ځانگړی اومشهور نوم لري.
تاريخ راته وايي چي ددې ښار دبدبه [۳۰۰۰] کاله وړاندي د ورېښمو د لاري يو ستر کاروان سرای وو، د بده مرغه له  سکندر څخه پېل بيا علاوالدین غوري، چنګېزخان، ګوډ تېمور،  نادرافشار، او بېلابيلو پادشاهانو پر دې کلا تېری کړی، خو لا هم ددې کلا ځيني برخي د منځه تلو له ګواښ سره-سره ولاړي دي/وې.
د غزنوي سلطنت درباري او  تاریخ بیهقی ليکوال [ابوالفضل بیهقی] دې ښار ته راغلی او ليکي:
“… له ډېرو هيلو سره مو په چټکی قدم اخيست او په ډيري بې خبرۍ سره په کومو موقعو کي چي به نوی ځايونه تر سترګو کېدل هغه مو ليدل او په دې ترځ کي د زړو دېوالو نو تر يو اوږدې لړۍ پوري ورسېدو، د دېوالونو په منځنۍ برخه کي له يوه لوي صوف څخه تير سو، چي دواړو خوا و ته يې برجونه، خوني د لويو او پنډو دېوالو جوړي سوي ودانۍ تر سترګو کېدې چي سمدستي يوې مستطلي احاطې ته ننوتو چي د څلورو خواوو دېوالونه يې روغ او په منځ کي يې يوه صوفه تر اوسه هم پرځای پاته وه، د لوی شان او شوکت سره هغه احاطې د لويو اونړېدلو ديوالو سره چي د خرابۍ نخښې پکښي له ورايه څرګنديدې؛ زموږ ذهنونه يو دم د ځان په لور را واړول…”
ددې کلا ششک په نړۍ کي تر ټولو برداره ششک دئ، د  فتح خان بړېڅ په نکل کي مشهوره ناره همدغه دروازه يادوي چي:
که دوې دي کلا بيس دروازې دي
پر يوه فتح خان وزي پر دا بله ئې د مور سوي نارې دي…

په نړۍ کي تر ټولو برداره ششک په لاندي البوم کي؛

 

 

د بست کلا دروازه، ۱۹۱۸ع
که افغانستان خاوند لرلای، اوس به دا ځای د نړۍ د سيلانيانو غوره ځای وای.
د بُست دروازه اوسنی حالت؛ ۲۰۱۹ع؛
د بُست دروازه اوسنی حالت؛ ۲۰۱۹ع؛ عکاس: مير عبدالله
د بُست دروازه اوسنی حالت؛ ۲۰۱۹ع؛ عکاس: مير عبدالله
د بُست دروازه اوسنی حالت؛ ۲۰۱۹ع؛ عکاس: مير عبدالله
د بست دروازه، ۱۹۷۰ع
امريکايي انجنيران، ۱۹۵۸ع د ورځې پر سفر چې د موريسن کنوډسن ليمار يې انځور اخيستی دی.
د بست کلا دروازه، ۱۹۷۸ع
د بست کلا دروازه، ۱۹۴۸ع

 

 

بست کلاعلاوالدین غوري
نظريات (0)
نظر اضافه کول