د تاريخ او کلتور د ساتونکو لپاره څو ټکي

داکټر صالح محمد زيری

د تيري نيژدې نيمي پيړۍ په جريان کي ډيري سياسي- اجتماعي او اقتصادي پيښي را منځته سوي دي چي تاريخ ليکونکي به يې د پام وړ ټکي په خپلو ليکنو کي راتلونکو نسلونو ته وليږدوي. ليکن ايا تاريخ د دغي نيمي پيړۍ ټولي پيښي او واقعيتونه تاريخ ته ليږدولاي سي؟ فکر کوم چي دغه پيښي خو به لسګونو او سلګونو زرو ته و رسيږي. ښايي زياتره دغه پيښي د مورخينو له نظره په تاريخ کي د ثبتولو ماهيت او لياقت هم ونه لري. خو که موږ د تاريخ پر اړخ د دغو سلګونو زرو پيښو او واقعيتونو څخه يو شمير را ټول او راتلونکو نسلونو او مؤرخينو ته يې د مالوماتونو او کيسو په څير وليږدوو، ډير تاواني کار خو به مو نه وي کړۍ؟ زه خو فکر کوم چي دغه کيسې به راتلونکو خلګو ته هم ګټوري او هم  خوندوري.

   ځکه نو ما دغه موضوع  د هيواد په دننه او بهرکي له يو شمير انډيوالانو سره مطرح کړه. زياترو د هغوي څخه دغه کار خوښ کړ، خو پوښتني يې دا وي چي مثلا کومي پېښي او څرنګه را ټولي سي. نو يې زما څخه غوښتنه وکړل چي د هغو کسانو لپاره چي غواړي دغه کيسې را ټولي کړي ، يو څو ټکي وليکم.

  زه ډير خوښ سوم او تر ټولو لمړی مي د دغو پېښو او واقعيتونو د را ټولونکو د نامه په اړه فکر وکړ. “د تاريخ او کلتور ساتونکي” يا په لنډه تو که د (تاک ساتونکو) نوم مي ډير وړ په نظر راغۍ. زياتي مي نو توکلي  په ليکنه داسي پيل وکړ:

   پوهيږو چي تاريخ د پخوانيو زمانو د ټولنو اوخلګو د ژوند ، ‌پيښو او واقعيتونو بيان دۍ. زموږ د هيواد تعليم لرونکو روڼ اندو ټولو تاريخ لوستۍ دۍ او پوهيږي چي تاريخ زموږ د   پلرونو او نيکه ګانو د کارنامو، جګړو او قهرمانيو ستاينه ده . البته موږ د ژوند په بهير کي د رژيمونو له بدلون سره د ښوونځيو د تاريخ د متنونو بدلون هم ليدلي دي چي تاريخ به د حاکم دولت د مسلطو ډلو  پر تبه برابريدۍ. بايد ووايم چي زموږ يو شمير روښانفکرانو د ښونځيو تر تاريخ سربيره د علامه عبدالحي حبيبي، مشروطه غوښتني پخواني مبارز مير غلام محمد غبار او نورو مؤريخونو لخوا ليکل سوي تاريخونه هم مطالعه کړي دي، خو بيا هم زياتره روڼ اندي فکر کوي چي په تاريخ کي يې د خلګو او ټولني تر واقعيتونو او پيښو زياتره د پاچاهانو د کورنيو او سلسلو نومونه، د دربارونو برم، د لښکرو شمير او د هغوي د جګړو بيان لوستۍ دۍ . خو په ضمني توګه د خلګو د پراخو پرګنوبزګرانواو کسبکارانو د ژوند په اړه د موريخانو له ليکنو څخه دومره لوستلاي سو چي د هغوي ژوند ډير  خراب وو، ځکه د هغوي د کار او زحمت په ګټه بايد لوي لښکري جوړي سوي واي او د پاچا د حرم او د اشرافو، ياني وزيرانو، لويو مامورانو، لويو مځکو لرونکو، ديني لارښونکو او د لکونو نورو هغو کورنيو د تجملي ژوند دروند پيټي پر خپلو ستړو اوږو وړۍ واي چي تر امرونو، هدايتونو او خبرو پرته يې بل هيڅ کار نه کاوه او يوازي پر ملک او خلګو حاکمان او اميران وه. لېکن نور ټول انسانان د هغوي په چوپړ کي بزګري کوله او يا يې د تېشې، ارې او نورو ابزارو په مرسته کسب ؤ کار کاوه، د ښارونو تر منځ يې د لښکرو او کاروانو لپاره لاري جوړولې، پر ښارونو  يې کلاوي را ګرځولې، د دربارونو، حرم سرايونو لويي ماڼي او د لويانو لوي کلاوي او ماڼۍ يې اباتولې او د دغو ټولو ترميم او ساتنه هم د خلګو پر غاړه وه. خلګو همدا ډول کاريزونه کښل، ويالې يې کيندلې، د پاچهۍ د چلولو او دوام او د خلګو د ژوند د اړتيا وړ  شيان، لکه وسلې، د کار ابزار او نور يې توليدول، کسب او کار يې کاوه او کسب کاران وه .

 د پاچهي د ساتلو تر ټولو لوي لامل خو لښکر وو چی شپه او ورځ يې د هيواد پولي، د کاروانو او سوداګرانو لاري ساتلې او د پاچهۍ د کورني او بهرني دښمنانو سره يې جګړې کولې.   ځکه نو نننۍ ټولنه خلګ د تاريخ جوړونکي بولي. خلګ خو همدا بزګران، کاسبان، لښکريان او نور دي خو په تاريخ کي د هغوي يادونه ډيره ضمني ده او بايد هم وي ځکه په هغه وخت دغه باور او کلتور مسلط وو، موږ نه سو کولاي په دغه اړه د پخوانيو زمانو  مؤريخين او يا د نني ورځي نقل قول کونکي، تاريخ ليکونکي ملامت کړو چي ولي يې په تاريخ کي د بزګرانو او کاسبانو په اړه لږ څه ليکلي دي، ځکه موږ نه سو کولاي د نني ورځي د تفکر طرز، سطحه، سويه او کلتور د زرګونو او سلګونو کلونو پخوا له پاچاهانو او روڼ اندو څخه وغواړو. هغوي د هغه وخت د کلتور او باورونو سره سم خپل کار کړۍ دۍ. د هر تاريخي لوي اثر، ماڼي، لاري، او د کسب او کار ، هنر او معمارۍ، د مينځته را غلو اثارو په اړه يې ليکني کړي دي، ليکن د هغوي د هنر مندانو نوم به د کار سر باشي ته هم نه وو مالوم. هغه وخت دغه کومه د اهميت وړ خبره هم نه وه، ځکه مسلطه عقيدې ، باورونه اوکلتور همدا وو. موږ نه سو کولاي هغوي د نن ورځي د پوهني او کلتور په سطحه کي ودروو، ځکه دغه کار نه امکان لري او نه منطق، خو کيدلاي سي چي موږ د هغه وخت په سطحه او سويه کي ځان ودروو او بيا قضاوت وکړو، ښايي موږ به هم د دوي تر فکر او عمل لږڅه ښه يا حتي تر دوي هم بد فکر او چلند کړۍ واي.

   پخوانيو پاچاهانو ځان د خداي لخوا پر خلګو پاچا سوۍ ګڼۍ او پاچا رعيت ته د ګلې او رمې په سترګه کتله.  په دې اړه به د زرګونو کلونو  پخوا خبري پريږدو ان که د امير عبدالرحمن د تاج التواريخ کتاب ولولو نو، هغه ځان پخپله د خداي لخوا ټاکلۍ شخص بولي او د غه خبره په شلمه پيړۍ کي لا هم داسي وه . ځکه  ايا ان د نني ورځيو افغان روڼ اندو هم محمد ظاهر شاه پر مځکه د خداي سيوري نه ګاڼه؟

 ليکن اوس خوويل کيږي چي رئيس جمهور  د خلګو په رايه ټاکل کيږي، را ځۍ اوس خلګو ته په تاريخ کي ونډه ورکول  پيل کړو او د هغوي ورځنۍ پيښي او واقعيتونه را غونډ او تاريخ ته يې وسپارو ځکه نو دغه دي  په تاريخ کي د خلګو د ونډي او د هغوي د ژوند د پيښو د ثبتولو، ليکلو او خپرولو په اړه فکرونه پيل سوي دي. راځۍ د تاريخ واقعي جوړونکو ته په تاريخ کي ‍د هغوي حق ورکړو .

   دوهمه خبره داده:  مخکي مو وويل چي تاريخ د بشري ټولنو پيښي اوواقعيتونه بيانوي خو دغه کار هم تر ډيري اندازي په هغو کسانو پوري اړه پيدا کوي چي په ټاکلي وخت او ځاي کي د ټولني دغه پيښي راتلونوکو نسلونو ته څومره سمي او يا ناسمي ليږدوي.

     ميرغلام محمد غبار چي پخپله هم د افغانستان  د  تاريخ يوملي او مترقي سياسي وتلۍ شخصيت دۍ، د “افغانستان د تاريخ په بهير کي” د تاريخ ليکني په اړه ليکي :

” که څه هم چي د بشري ټولنود تکامل له بهير سره ، د  تاريخ ليکني طرز هم بشپړ سوۍ دۍ او نن ورځ تاريخ ليکنه د پلټني او تعليل پر بنسټ تکيه لري، نور نو تاريخ د څو کسو د اريانونکو او ناسمو کارنامو د ضبطولو او ثبتولو په کار پوري اړه نه لري.ځکه هغه وختونه تيرسوي دي چي انسان به د طبعت او ټولني په منظرو او هندارو کي متعجبونکي شيان پلټل او په پاي کي به پخپله هم د ماورايي طبعت د درياب د لايتناهي غاړو په ګودرونو کي له منځه تلۍ. همدا ډول حتمي نه وه چي دغه تکامل او بدلون دي هم تل  سالم وي. ځکه د تاريخ د منځته راوړلو عامل انسان دۍ او انسان هم تل د خپلي ټولني د شرائطو محکوم دۍ.

هغه بدلونونه چي په نويو او معاصرو پيړيو کي د اجتماعي ژوند په ټولو برخو کي را پيدا سول، له ځان سره يې بيلابيل نوي څه مينځ ته  راوړل، چي په پاي کي په جهاني لويديځي پانګولي منجر سول. هغه بيا پخپل وار د ميليټاريزم په سيوري کي په يوه پراخ امپرياليزم واوښتۍ، چي نتيجه يې د نړۍ د ډيرو پراخو برخو استثمار وو. د دغه سيسټم بري د بشر پر ژوند، هنر، تاريخ اوادب سيورۍ وغوړوۍ، تاريخ نوې څيره وموندله او د هنر غوندي په تجارتي غالب کي ځاي پر ځاي کړل سو.

کله چي د اروپايي نيشنليزم ناروغي، د پانګولۍ له اړخه ودريدله، د نړۍ سياسي تاريخ هم لاره ورکونکۍ شکل واخيستۍ او د هر هيواد مؤريخينو ټول فضيلتونه په خپل هيواد او  ټول عيبونه په نورو هيوادونو پوري وتړل.”

میر غلام محمد غبار
میر غلام محمد غبار ۱۲۷۶ کال کې د کابل (لاهورۍ دراوزه) سیمه کې وزېږېد. غبار لومړي سر کې یو شمېر حکومتي ادارو کې دنده درلوده او د امیر حبیب الله خان د پاچاهي په وروستیو کلونو کې د ځوانانو له خوځښت سره یو ځای شو. غبار تر کلونو پورې تاریخي څېړنې وکړې او د تاریخ لیکنې په برخه کې یو معتبر نوم بلل کېږي.
نوموړي له نورمحمد تره کي، میر اکبر خیبر او ځینې نورو کیڼ اړخو سیاستوالو سره تر لسیزې پورې ناسته ولاړه درلوده او افغانستان کې د کیڼ اړخه سیاسي فکر له بنسټګرو شمېرل کېږي.
غبار د کابل ادبي انجمن هم رامنځته کړی او ۱۳۱۱ کال کې د سیاسي دلیلونو له کبله تر څلورو کلونو پورې زنداني شوی دی. نوموړی ۱۳۲۸ هجري شمسي کال کې د کابل خلکو استازي په توګه ملي شورا ته لار وموندله.
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د غبار مهم اثر دی، چې څو ځله چاپ شوی دی. نوموړی د داوود خان حکومت په وروستي کال د معدې زخم له ناروغۍ رنځيده او د سلواغې پر ۱۶ مه نېټه د جرمني برلین په یوه روغتون کې ومړ او کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

   ځکه نو ويلاي سو، څومره به ښه وي که موږ هر يو د خپل ژوند په بهير کي راتلونکو تاريخ ليکونکو ته د داسي موادو  په پريښولو  کي ونډه واخلو چي له هغوي سره د رښتني تاريخ په ليکلو کي مرسته وکړو او پري نه ږدو  چي غرض لرونکو تاريخ ليکونکي پخپل هدف کي بريالی سي.

دريمه د پام وړ خبره دا ده:

    د پاچا، دربار، وزيرانو، ځني شاعرانو او پوهانو، يو شمير نورو اشرافو په اړه هم په تاريخي ليکونو کي ځني يادوني کيږي، خو د ښځي د ژوند، خواريو او ديدنيو په اړه تقريبا د  ټولو هيوادونو تاريخ پټه خوله پاتي سوۍ دۍ. په ځنو دربارونو کي خو حتي د ملکې د نامه يادول يوه د شرم خبره وه. د بيرته پاتي هيوادونو په تاريخ کي د پاچا د ميرمني او ميرمنو په اړه خبري کيږي، خو د ملکې او شازادګيو په اړه له نوم سره نه يم مخامخ سوۍ. زمو په هيواد خو د شاه امان الله د ملکې ثريا نوم د خلګو او قومونو پر نارينتوب ډيره بده لګيدلۍ وه، چي د نوروعواملو په شمول د دولت د را پرزولو لامل وګرځيدۍ.

په نتيجه کي ويلاي سو چي د نارينه سالارۍ په وجه تاريخ د ښځو حق په داسي حال کي خوړلۍ دۍ چي په هره جګړه، هر مصيبت او ان په بري کي د ښځي اولادونه، ميړه، وروڼه او نور له منځه ځي، چي د ضائع سوو کسانو د پلرونو  او وروڼو په پرتله د ميرمنو غم  او وير سل په سلو کي زيات دۍ. خو تاريخ  د خپل زمانې د کلتور له کبله پټه خوله پاتي دۍ . تاريخ لوستونکي  يوازي د ‌شازاده ګانو او شازادګيو د ودونو په وخت کي د ښځي په اړه کومي ګنګي خبري اوريدلاي سي.

  ځکه نو “تاک ساتونکي” بايد د ښځو له قوله، د هغوي د غمونو او خوښيو په سوو نو کيسې را ټولي کړي. که د هغې معرفي او د نوم يادول د کيسو د را ټولولو مخه نيسې ، له نامه او معرفۍ څخه يې تير سۍ نه له کيسې، اقلا کيسه خو يې وليکۍ، تر څو يوه يوه ميرمن خو خبره سي چي ددې غم تاريخ ته وسپارل سو.

د خلګو د پيښو او واقعيتونو په اړه څلورمه خبره :

 دغه خبره بايد ومنو چي د تاريخ او کلتو د ساتونکو کار د راتلونکو نسلونو د پاره ډير د پام وړ دۍ، ځکه که موږ يو ځل په دې اړه فکر وکړو چي دوه سوه، يا درې سوه کاله پخوا به د افغانستان د ښارونو او کليو ژوند څرنګه وو. دغه سوال ته  نو هيڅ جواب نه لرو، ځکه چي زموږ خلګو په هغه وخت کي راتلونکو نسلونو ته د خپل ژوند د ليږدولو له کاره عاجزه وه، او موږ ته يې څه نه دي را پرې ايښي، خو د نيکه مرغه په دې اړه زموږ د سيمي د هغه وخت د سيال ياني برتانيې لخوا يو ډير ارزښت لرونکي کتاب را پاتي دۍ، چي په هغه کي د خپل هيواد د نولسمي پيړۍ د ژوند په اړه پراخ مالوماتونه لوستلاي سو. دغه  کتاب د افغانستان د هغه وخت د خلګود تاريخ، کلتور او نورو په اړه  يوازنی ګټور کتاب دۍ چي په هغه کي د پاچاهانو د جګړو او  نظامي  فعاليتونو د را پور پر ځاي د خلګو د ژوند، اقتصاد، کلتور، فولکلور ، تاريخ  او هر څه په اړه مالومات را غونډ سوي ، دغه کارد يوه برطانوي سکاټلنډی سټوارټ ميل الفنسټن لخوا تر  سره سوۍ دۍ. چي په ۱۸۰۱  ز. کال کي د يوه ډير معتبره هيئت په راس کي د افغانستتان ژمني مرکز پيښور ته را استول سوۍ وو.  په دغه  هيئت کي د پوهانو، افسرانو، سپايانو سربيره نور داسي کسان هم وه  چي د افغانستان د جغرافيې، تاريخ، کلتور او قومونو په اړه يې پوره معلومات را ټولولاي سول. موږ په دغه کتاب کي د هغه وخت د يوه بهرني دښمن هيواد په مرسته د خپل هيواد احوال لولو. دغه خارجي سفير، چي نيژدې دوه سوه دوولس کاله پخوا يې وظيفه لرله، چي د خپل وطن د اغراضو لپاره پرنګي ته افغانان ور وپيژني او د هغوي په ژوند، کلتور، سياست او هر څه يې په ريښتنې توګه خبر کي او د برطانيې حاکمي طبقې ته پوره مالوماتونه را ټول کړي. څه ښه يې ويلي دي چي خداي خپل دوست د هغه د دښمن په لاس ساتي. ځکه واقعيت خو داد ۍ چي موږ د افغانستان د نولسمي پيړۍ د خلګو د ژوند په اړه تر دغه معتبره سند نه لرو.

  الفنسټن ليکي د سند د رود د ليدلو په وخت کي متوجي سوم هغه نوم او اهميت چي سند يې د هند سره د ‌سرحدي کرښي له کبله لري پخپله هم د شاوؤ خوا غرونو سره يوه زړه وړونکې منظره جوړوي. هغه وايي، له سيند څخه د تيريدلو په وخت کي مود اوښانو پښې وتړلې او په کښتيو کي مو واچول، اوښان په کښتيو کي ليږدول کيدل او پيلان د کښتيو له اړخه ور سره روان وه. بل ځاي  ليکي: تر سيند چي راتير سوو لمړني دوه دراني سپاره مو وليدل چي د محل د حاکم لخوا  زموږ د لار ښوني لپاره را استول سوي وه. وروسته له غرونو څخه هم زموږ د سيل لپاره سواره را کوز سول. هغوي ډير صميمي چلند لاره . زموږ د ملت او دين په اړه يې پوښتنه هم نه وکوله. خو ازادانه يې د خپلو کورنيو جګړو په اړه خبري را سره کولي. د دوي دغه کار زموږ لپاره ډير ګټور وو چي، زيات معلوماتونه يې را کول. ځنو له هغوي څخه موږ سيدان او نورو افغانان، خو اکثرو هندوان ګڼلو. بل ځاي د افغاستان په ژمني پايتخت   پيښور کي د  خپل استقبال په اړه ليکي:

   موږ د ۱۸۰۱  د فبريوري پر پنځويشتمه پيښور ته ورسيدلو، ډير خلګ را ټول سوي وه او د سړک پر دواړو خواوو ولاړ وه، ځني کسان د دې لپاره چي زموږ تيريدل ښه وويني، ونو ته ختلي وه، د  سيلانيانو شمير هم نور زيات سو. د دوي په منځ کي يو سړی د تماشې وړ وو. لوړ ډنګر سړی  چي ډيري اوږدې پښې يې لرلې پر خړ اس سپور وو. مخروتي شکله خولۍ يې پر سر وه، چي يو ټکر پر پيچل سوۍ او سپيني بڼکي هم پکښي ټنبل سوي وې، قمچينه يې په لاس کي وه او په بيباکي يې خلګ په وهل او د لاري يې ليري  کول.

 دغه ټول دوه سوه دوو لس کاله پخوا  په پيښور کي د يوه سړي د سترګو ليدلۍ حال وو چي تر هر ډول تاريخ معتبره او خوندوردۍ. ځکه دغه سړی همالته ورته ولاړ وو او دغه يې ژوندۍ مشاهده ده.

   څکه نو که موږ د ۱۳۹۲ز هجري شمسي کال د قوس لمړۍ تاريخ په لويه جرګه کي د غزني د ولايت د استازي له خولې لويي جرګې ته د ده د انتخابيدلو او نورو په اړه دده د سترګو ليدلۍ حال بيان کړو دغه به دوه سوه کاله وروسته خلګو ته تر حده زيات اهميت ونه لري؟

ځکه نو ويلاي سو چي څومره به ښه وي که موږ هر يو د خپل ژوند په بهير کي راتلونکو تاريخ ليکونکو ته د داسي موادو  په پريښولو  کي ونډه واخلو چي موږ په سترګو ليدلي وي. دغه به وروسته له يوې خوا د مؤريخينو سره د رښتني تاريخ په ليکلو کي مرسته وکړي او د غرض لرونکو تاريخ ليکنونو مخه به ونيسي او د بله پلوه به په تاريخ جوړولو کي خلګو ته لويه ونډه ورکړي.

   ايا د افغانستان د تاريخ او کلتور په چاره کي “تاک ساتونکو” دغه برخه د لږ اهميت وړ ده؟ ايا تاريخ او کلتور ساتونکو ته دغه وياړ بس نه دۍ؟

سر بيره پر هغه زه داسي فکر کوم چي ايا دغه به د پيښو او واقعيتونو تر ساتلوسربيره د راتلونکو زمانو د افغانانو لپاره د يوه هنري اثر  غوندي نقش هم ونه لوبوي؟ فکر کوم چي دغه ليکني به ستاسو له نامه او صوانح سره په راتلونکو زمانو کي افغانانو ته د يوه هنري کار غوندي  رول هم ولوبوي او خلګ به خوند ځني واخلي  . ځکه هغه به د سل دوه سوه کاله پخوا يوه  افغان له خولې خبري او د سترګو ليدلۍ حال لولي.

     پنځمه د پام وړ خبره داده: چي  پيښي او واقعيتونه څرنګه را ټولولاي سو؟

د دغه کار لپاره به تر ټولو ښه لار دا وي چي   مثلا، که نن ورځ يو شميرهغه روڼ اندي چي په همدې سنه ۱۳۹۲ هجري کي له ديرشو څخه تر اتيا کلنو پوري عمر لري ځني هغه پيښي او واقعيتونه را ټول او وليکي چي د داؤد خان د جمهورۍ، د ډموکراتيک خلق د حاکميت، د  شوروي د وخت د حکومت ، د مجاهدينو په دوران کي، د طالبانو په لنډه دوره او د امريکا د اوږدې جګړې په زمانه کي پيښي سوي دي. د دغو واقعيتونو خپرول او تاريخ ته سپارل به  د راتلونوکو پيړيو د افغان او جهان له تاريخ ليکونکو سره د افغانستان د خلکو د څلويښتو کلونو رښتني تاريخ ليکلو په چاره کي څومره ډيره مرسته وکړي. د افغانستان او جهان خلګ خو به زموږ د هيواد د دغو څلويښتو کلونو، ياني د څورلسمي هجري پيړۍ د پنځمي لسيزي له پيل څخه د نهمي لسيزي تر شرو پوري له تاريخ سره زياته علاقه ځکه ولري  چي دغه غملړلي خلګ   څلويښت کاله له امريکا څخه نيولې د شوروي پاکستان او د سيمي د نورو هيوادونو د مداخلې مرکز ګرځيدلۍ وو او د استعمار چيانو له لاسه يې نيژدې نيمه پيړۍ مرګ ژوبله او ځوروني ګاللې دي.

 البته زه نه وايم چي موږ هر يو د ګوندونو او دولتونو  د بهيرونوتاريخ وليکو . ځکه تاريخ ليکل د تاريخ پوهني يوه پيچلې او پر مخ تللۍ څانګه ده. تاريخ ليکل د مؤريخينو کار دي. د تاريخ ليکني خبره  هيڅ مطرح هم نه ده، نو څه بايد وکړو چي د راتلونکو متعهدو مؤريخينو د سم تاريخ ليکلو لپاره ګټور وګرځي؟

موږ يواز د دغي تقريبا نيمي پيړۍ په بهير کي د بيلو حاکميتو او جريانونو په زمانه کي د ژونديو پاتي انسانانو له خولو څخه واقعيتونه، پيښي او کيسې اوريدلاي او را ټولولاي سو، تاريخ ته د ليږدولو لپاره يې په کتابونو کي خپرولاې او د هيواد او نړۍ خلګو ته يې سپارلاي شو، چي هغوي يې نسل په نسل  را تلونکو زمانو ته وليږدوي. دغه کار هغه وخت نور هم زيات ګټور ګرځيدلاي سي چي  د بيلو ځايونود مختلفو خلګو څخه زيات شمير کسان برخه پکښي واخلي. زه هيله لرم چي د نورو “تاک ساتونکو” سره په دغه کار کي ونډه واخلم . زه د دغه کار لپاره خپلو ملګرواو دوستانو ته بلنه ورکوم چي د دغو کيسو په را ټولولو کي زما سره مرسته وکړي.

  ما خپل دغه فکر له زياتو کسانو سره شرک کړۍ دۍ او زياترو له هغوي څخه مشوره راکړه چي په دې اړه ، د يو لارښود غوندي څو ټکي وليکم چي د دوستانو سره د موادو په راټولو کي

 مرسته وکړي.

په دغه مساله کي بايد دوې خبري په نظر کي ونيسو. لمړی دا چي موږ د تاريخ او کلتور  د ساتلو لپاره کيسې ټولوو، ددغه کار لپاره هرډول کيسه ګټوره ده کومي چي د همدغه اوسنی زمانې تاريخ او کلتور پکښي ځاي کړل سوۍ وي.

    دوهمه خبره داده چي موږ بايد د اوسنيو مطالعه کونکو علاقه هم په نظر کي ونيسو ، ياني کيسه مو بايد د ننني ورځي د لوستونکو لپاره هم په زړه پوري وي او داسي مواد ولري چي د هغوي معلومات زيات کړي او يا عجبي خبري پکښې وي.

   موږ څرنګه کيسې را ټلوو. د لته د کيسو څو مثالونه وړاندي کوم:

اول) د ۱۳۷۲ز. د قوس د مياشتي په لويه جرګې دوو زرو پنځو سوو کسانو برخه اخيستې وه. تاسو هر يو د خپل ولايت او ولسوالۍ استازي پيژنۍ، که د هغه څخه پوښتنه وکړۍ چي څرنګه او چا انتخاب يا غوره کړ. دی پخپله معرفي کي. کيداي سي نوم يې واخلۍ يا نه، ځکه خلګ يې له نامه سره علاقه نه لري ، څه کار کوي، پخوا يې څه کول او نور. بيانو هغه کابل ته په څشي کي ولاړۍ، څوک ور سره وه،  پر لاري څنګه وه او نور. په کابل کي څرنګه استقبال سو ، چيري يې ژوند کاوه او په جلسه کي يې څه ليدلي دي او ده څه ويلي دي او نور.

  يوه بله خبره هم ډيره مهمه ده: موږ ځان د تاريخ او کلتور ساتونکۍ بللۍ دۍ:

  په پورتنۍ کيسه کي خو به څو تاريخي ټکي ويلي سوي وي، خو کلتور ته څرنګه ځاي پکښي ورکړو. دغه کار ډير ساده تر سره کولاي سي. ځکه کله چي مو د لويي جرګې استازۍ ليدۍ، نو به يا د هغه حجرې ته ورغلي ياست او يا به مو د لاري پر سر ليدلۍ وي. مثلا د نورو کسانو سره په مسجد کي ناست وو، توره لنګوټه يې تړلې وه د نورو په شان يې موچڼي  او چوټي د مسجد تر ماجر دباندي کښلي او وړوکي لمسی  يې داسي کول يا هغسي … مقصد هر څه چي دي ليدلي دي ويې وايه، څه وخت وو، د کلا د ديوال سيوري ته ناست واست. نور کسان چي له کاره راغلي وه ، يوم ورته پروت وو، يا يې لور په لاس کي اړاوه را اړاوه اونازوۍ يې چي ياني نن يې اوسپنيز لور هم ډير ستړۍ سوۍ وو او نور په دغو لنډو خبرو کي د پوره ژوند دودونه او کلتور بيانولاي سۍ.

دوهم )  کله چي د ثور انقلاب وسو ته چيري وي، خبر دي له چا څخه واوريدۍ،  چيري ناست وي، خلګو څه ويل، مامورين، خان او ملک پر څه خيال وو او نور. بله ورځ څنګه ، نوري ورځي څنګه تيريدلۍ. تر ټولو لمړی ښه يا بد کار کوم وو چا وکړ. که تاته د کيسې ويونکۍ ونه غواړي چي نو يې واخيستل سي، نوم يې مه ليکه، ويلاي سې چي مثلا يوه حزبي وويل، يوه مخاف وويل او نور، د ګونديانو وضعه څرنګه وه؟ منشي څه کول، حاکم يا والي څه سو، مړي وسوه که هر څه په خير تير سوه. په دغو کي غملړلي او خوښونکي، لويي او وړې  موندلاي سۍ.

   يا مثلا که د امريکايانو په دوران کي کوم کس پيژنۍ چي د کجکي، مرجې او يا بل کوم ځاي په جګړه کي يې برخه اخيستې وي، کيسه به يې د پام وړ وي. البته د هغه د خولې. بهتره به وي چي د هر کيسه کونکي اجتماعي حالات وليکل سي .

   د کيسو د راټولولو ښه لار : دا بولم چي لمړی د خپلو ولايتونو، ولسواليو ، ان د ګاونډيو ولايتونو يا د درست هيواد د لويو پيښو ليست وليکل سي،چي تاسو يې د پيښو په اړه څه اوريدلي وي، وروسته هغه کسان ولټول سي چي په پيښه او واقعيت کي يې برخه اخيستې وي. مقصد کيسه رشتيا وي. البته لوي پيښي د علاقې وړ ګرځي . مثلا په پلاني ځاي کي پر واده بمباري وسوه ، که د پيښي کوم څوک پاتي وي، د هغه له خولې به کيسه ډير ګټوره خودوره او  د پام وړ وي.

   په هلمند کي د مځکي د اصلاحاتو په فراه کي د والي کيسې او نوري .

  يعني که يو لوي ليست جوړ سي په لسګونو او سلګونو کيسې را ټوليدلاي سي.

د داؤدخان د جمهورۍ بدلون په وخت کي. ته يا بل هر څوک چيري ولاړ وو چي دغه خبر يې واوردۍ، خلګو څه ويله او نوري لوي او کوچنۍ کيسې ، مقصد چي رشتيا وي.

هره کيسه د پام وړ ده مثلا د جمهوري يا ولايتي شورا د انتخاباتو په وخت کي د ټاکنو بهير يا د انتخاباتو په وخت کي د کانديانو په اړه خبري، د هغوي پيژندګلوي، سوابق او وروسته د هغه د کارونو په اړه مالوماتونه او نور . هره پيښه د پام وړ ده که وړه يې يا لويه، خو که تاسيو او يا بل چا ليدلې وي او يا مو د بله اوريدلې وي. خو چي اجتماعي او سياسي او کلتوري مواد ولري د بيلګې په توګه  د پنجوايي او سنځري د جګړو پيښي د کندهار د ارغنداب په سردې کي باغونه له بيخه وکښل يوه چي څوک پکښي پټ نه سي.

  يا مثلا هغه سهار در پياد کۍ چي خلګ د خوبه را پاڅيدله، پاچاهي ړنګه سوې وه. دغه خو خلګو ته يو کاملا ارماني بدلون  وو. د پنځو زرو کلونو را هيسي په افغانستان کي د پاچهۍ نظامونه ټينګ وه، په دغه ورځ مځکه او اسمان بل شان ښکاريدله، پوښتنه وکړۍ چي ستاسو د محل خلګو هغه وخت څه ويل، د چا زوي کوم خپل ، دوست اشنا ته په دغه بدلون کي کومه ګټه يا تاوان رسيدلۍ وو، د هغو خلګو کيسې پيدا کۍ چي په ژ وند کي يې بدلود راغلۍ وو، مياشت او کال وروسته مدرپياد کۍ او د کلونو په جريان کومي کيسې پيښي سوي دي چي د خلګو د علاقي وړ وې، ايا ځنو ډير ژر حس نه کړه چي بدلو، مدلو نسته هغه بام او هواده او يا نوري کيسې.د ثور انقلاب خو د اجتماعي اقتصاعي بدلون امکانات را مځته کړي وه، خو کيسه وکه حال ووايه. کيسې په کلتوري پيښو خوندوري کيدلاي سي.

  کيسې کيدلاي سي د خلګو د ژوند د بدلون او يا د حکومت د کارونو په باب وي، مثلا د مځکي د اصلاحاتو په وخت کي کومي عجبي يا دپام وړ کيسې را منځته سوې، د ښځو د سواد يا د ولور په اړه مواد پيدا کي. کله چي ولور لږ کړل سو، ډيرو خلکو مفت، مفت ودونه وکړل.  د يوه، دوو کيسې در پيدا کړلي او يا نور وهڅوۍ چي کيسې يې پياد سي. کيسې کيداسي  ډيري تراژدۍ او يا د خوښۍ او عادي وي. ټولي مهمي دي.

همدا سي د مجاهدينو د حاکميت کيسې د هلګانو په اړه ، له موسيقۍ او را ډيو سره د طالبانو چلند. وايي د طالبانو په حاکيت کي داسي امنيت وو چي يو سړی له کندهاره کابل ته په پښو تلاي سوه چا پوښتنه هم نه ځني کوله، وايي د زرو غوټه چي دي په لاري کي غورځولې واي  چا نه اخيستله. د تارياکو د کښت کسې . د ملګرو ملتو د احصائيې له مخي طالبانو د تارياکو کښت ۸۴ ټنو ته را کښته کړۍ وو. اوس تارياک پر څه خيال دي، اصلا تارياک څرنګه کري، ټولوي او په هيروينو بدلوي، په افغانستان کي دغه کار څرنګه جريان لري، تاوانونه او ګټي يې څه دي او نور. معلومات په درد نه خوري د نورو له خولې کيسې وليکۍدغه کيسې په ځنو سيمو کي ډيري ساده راټوليدلاي سي.

   په لنډه توګه ويلاي سو د تيرو شپږو رژيمونو په بهير کي په هيواد کي په مليونو داسي پيښي او کيسې را منځته سوي دي.، چي هم اوس د اوريدلو وړ دي، هم د تاريخ او کلتور له ساتلو سره مرسته کولاي شي او هم د خلګو له کيسو سره کارګر، کسبکار، روروڼ اندي او ټول خلګ د هغوي له نومونو سره تاريخ ته سپارل کيږي. د کرزي او امريکايانو د دورې کارونه به په راتلونکي زمانو کي ډيري د  پام وړ وي. همدا ډول د ثور د انقلاب پيښي خو ډيري تاريخي، خوښونکي او غمجنونکي وې.

    مثلا د خلقيانو په وخت کي په هلمند کي منشي، والي او د مځکي د اصلاحاتو ګروپونو خلګو ته په ميټينګ کي خبري وکړ، زنده باد او مرده باد وويل سوه، منشي او والې خلګو ته د مځکي سندونه ورکړه.عالي رتبه ماورينو غوښتل، د اصلاحاتو له ګروپونو سره مځکو ته ورسي  بزګرانو ته د هغوي مځکي ور معلومي کړي. عالي رتبه مامورين دمخه بزګران په پسې وه . البته چي والي او منشي خو په ورو ګامونو ټاکي ځاي ته روان وه. خو د بزګرانو له توانه ووتلې وه او تر دوي وړاندي سول، خپلو مځکو ته يې وځغستل، هلته پر نښاني سوو مځکو اريان، اريان ودريدل، ويې خندل، ځکه خپلي مځکي نه وې ورمالوي.

     په کندهار طالبانو د امريکايي حاکيت په سخت امنيت کي په کيلو مترونو نغم وواهه او دومره طالبان وتښتيدل. که يو څوک پيداسي او دغه کيسه يې ليدلې وي.

  په لنډه توګه د خلګو د سترګو ليدلۍ د خوښۍ خوشالۍ او يا غم او بد بختۍ حال وي، واړه وي يا ستر ټول واقعيتونه دي، که يې ونه ليکۍ څو کاله وروسته يې مشاهده کونکي دغه ټولي کيسې  له ځان سره خاورو ته وړي. بايد وليکلي سي او بايد ژر را ټولي سي. خو شرط يې دادي چي رشتيا وي

 د ښځي په اړه ځانګړې علاقه واخلۍ: ځکه يو شی چي تر ټولو د پام وړ دۍ هغه په افغاني ټولنه کي دميرمنو حال دۍ:

    پر وطن چي هر ډول غم راځي ريښتني غمونه او تاوانونه ښځو ته رسيږي، چي مري ، ټولي يې لوڼي او زامن دي، يا يې ميړه، ورور او پلار وي چي دا تر هر بل چا په ځوريږي او خواريږي. ځکه نو په هيواد کي بايد د لمړي ځل لپاره د ښځو ديدنيو ته زياته پام لرنه وسي.

  تر ټولو لويه د پام وړ خبره داده :

 د کيسې، نکل او شعر ليکنه د پيښو او واقعيتونو له مسالې سره  زر په سلو کي توپير لري

ځکه کيسه او شعر تخيلي کلام دۍ ، پوهانو مثلا اپلاتون وايي : شعر بايد دوه واره له حقيقت څخه  ليري وي، ياني تخيلي کلام بايد دوه واره له حقيقت څخه ليري وي. مثلا جامي وايي :

درشعر پيچ و درفن او

که اکذب است احسن او

ياني د شعر په پيچومو او هنر کي تر ټولو اکذب يعني ډير درواغجن شعر، احسن ياني ډير ښه وي. خو د واقعيت په مساله کي خبره بر عکس ده، ځکه يو ډير ووړ درواغ به زموږ ټولي خوارۍ، وخت تيرول او لګښتونه پوه فنا کړي، ياني هغه د خلګو خبره هر څه به په صفر کي ضرب کي. دغه خبره ځکه د پام وړ بولم چي تاسي کيسه نه ليکي ريښتنۍ واقعيت او پيښه بيانوۍ،هغه هم په ډيره امانت ساتلو سره، ځکه په هغوي کي بايد يوه خبره هم درواغ ونه ويل سي، ځکه درواغجن د خداي دښمن دۍ، خو په تخيلي کيسه کي هم بايد يو رشتيا نه وي نه وي.

نظريات (0)
نظر اضافه کول