د تيمور شاه ابدالي په دوره کي د افغانستان مخکښ قومي مشران

سر محقق علي محمد منګل

د تېمورشاه شخصيت:
تېمورشاه په طبيعي توګه يو سوله غوښتونكى او د جنګ نه ويزار انسان و، همدا وجه وه چې د حكومت د ښه انتظام سره سره د هغه نه د سلطنت او خاورې د سرحدونو او صوبو د اّزادۍ كوښښونه شروع شول د تېمورشاه په پوهه كې څه شك نشته.
فرېر وايي چې د تېمورشاه حكومت په افغانستان كې په عدل او انصاف مشهور دى، مګر له دې سره دى د پښتنو د ژوند په خلاف د نورو د فكر او معاشرت خوښووكى وو.
نور موْرخين وايي، چې تيمورشاه د پښتني كلچر په پرېښودو سره دومره افراط وكړ، چې ده او دده درباريانو پښتو ژبه هم هېره كړه او پر ځاى يې فارسي ژبه او كلچر د كابل په دربار كې لوړ ځاى ته ورسوله دا وجه وه چې د تيمورشاه له دورې څخه د پښتو ژبې زوال پيل شو په دې وخت كې د دوتر ژبه فارسي وه له دې عيبونو پرته تيمورشاه ډېر پوه او لايق پادشاه و.

څه وخت چې تيمور شاه د افغانستان په پادشاهۍ وټاكل شو ، ده د قام مشري د حاجي جمال خان زوى سردار پاينده خان ته وسپارله ، نوموړي سردار د تيمور شاه په ګټه او لنګه ( خوا، طرفداري ) د درانيو بلوا، چې د شاولي خان په لمسون رامنځ ته شوې وه شنډه كړه په دې لنډ او حساس وخت كې د احمدشاه بابا تره عبدالخالق خان هم غوښته چې د افغانستان پادشاه شي، خو هغه ډېره زر ماتې وخوړه او د ماتې له خوړلو سره يې سمدلاسه ونيو او په دواړو سترګو ړوند كړاى شو ظفر كاكا خيل په دې هكله په خپل كتاب “پښتانه د تاريخ په رڼا كې” ليكي او وايي چې : د تيمور شاه د پادشاهۍ د بې نظمۍ يو علت د مشرانو مناسبات او بل هغه قيامونه او بغاوتونه وو ، چې د هېواد په منځ كې را پيدا شول ددغو پېښو په نتيجه كې دده د سلطنت شېرازې كمزورې او د اومړي تار په څېر سستې شولې مونږ د مخه دې ټكې ته اشاره وكړه، چې د احمد شاه بابا له مرګ نه وروسته تيمور شاه د هېواد په كورنيو چارو كې له ډېرو خنډونو او ربړونو سره مخامخ شو د تاريخ له پاڼو نه داپه ډاګه جوتيږي ، چې په دغه وخت كې درانيان په اقتصادي او سياسي لحاظ د احمد شاه په پوره پاملرنه ډېر غښتلي او قوي شوى وو (1)

د تيمور شاه په وخت كې د افغانستان حال دلته

تيمور شاه د مشرانو د خوارولو او كمزوري كولو له پاره له ډول ډول چالونو او لارو نه كار واخيست همدا وجه وه ، چې د تيمور شاه د سلطنت په لومړيو وختو كې داسې پېښې را پيدا شوې ، چې دده او قام د مشرانو تر منځ اړيكې يې لنډې او پرې كړلې ددې له پاره ، چې دغې موضوع ته په ښه شان ورننوزو دابه ښه وي ، چې همدا پېښې تر پوره څېړنې لاندې ونيسو.

تېمورشاه

تيمور شاه او وزير شاولي خان:
څه وخت ، چې د لوى احمدشاه بابا رنځورتيا او ناروغي سخته شوه او په دې پوه شو، چې دې اځل (مرګ) له غشي نه شي روغيداى ؛ نو خپل وزيران او لوى مخور يې ځانته راوغوښتل او هغوى ته يې وويل : چې زه خپل زوى شهزاده تيمور د سلطنت په تخت او تاج باندې كينوم او خپل وليعهد يې ګنم (1)
د احمد شاه بابا له دې نظر سره ډېرو وزيرانو او اميرانو خپله خوښه او رضا څرګنده كړه، خو ځينو ته په دې ټكي شك پيدا شو او پلمه (بهانه) يې جوړه كړه ، چې ولې اعليحضرت احمد شاه بابا له موږ نه په دې برخه كې مسلات او سلا ونه غوښتله ؟ بل ټكى دا، چې ولې احمد شاه بابا شهزاده سليمان وليعهد نه كړ ؟
لوى احمد شاه بابا، چې ډېر ناروغ و ددوى د قناعت دپاره يې داسې وويل :

” زما مطلب او هدف له دې كار نه يوازې او يوازې د ولس او خلكو خير دى دا، ځكه ، چې تيمور زما په ژوندانه كې ډېره پوهه ، لياقت او كفايت له ځانه څرګند كړى او د ښې ارادې خاوند دى شهزاده سليمان يو سست طبيعته او بې رحمه كراړ زړه لري ، چې د بلوا او پتنو د كرارولو په چل او تدبير باندې نه پوهيږي دده د ظلم او ستم نمونه د سردار ذال بيګ خان افغان مرګ دى ، چې دا زما د پاره ښه په زړه پورې مثال دى نو ځكه دى د وليعهدۍ وړ نه دى (1)
د احمد شاه بابا له وينا وروسته د قام مشران پرته له وزير شاوليخان او دده له ملګرو نه په دې اهم كار خوښ او راضي شول د وزير شاه ولي خان ملا تړ د سليمان له پاره د هغه د خپلوۍ له كبله وه ځكه شاه ولي خان خپله لور شهزاده سليمان ته وركړې وه په دې وخت كې دده دا ډېر ټينګار د خپل زوم د پاره د قام په مشرانو ، لويانو او سردارانو باندې بد ولګېد او له ده څخه يې طبيعت او مخ وګرزېد د دغو مشرانو له ډلې نه مدد اسحق زى له ده څخه بېل او شهزاده تيمور ته ورغى او له دې سترګو ليدلى حال او پېښې نه يې زور په زور پوره خبر كړ.
د مدد اسحق زي له خولې څخه څه وخت ، چې تيمور شاه د وزير شاولي خان او خپل ورور شهزاده سليمان په دغه كار او عمل باندې خبر شو، نو بې له درنګ نه يې په هرات كې د عالمانو ، شيخانو، رئيسانو او نورو لويانو يوه درنده جرګه را غونډه كړه او هغو ته يې وويل چې :

” زه خپل پلار په خپل ژوند كې وليعهد وټاكلم، اوس ، چې هغه جنت پناه مړ شوى او دا بد له پاره يې سترګې له موږ پټې كړي دي وزير شاه ولي خان زه له سلطنت نه وشړلم او زما پر ځاى يې شهزاده سليمان ، چې له مانه كشر او وړوكى دى د سلطنت په څوكۍ او شاهي تخت باندې كېنولى دى همدا اوس يې په كندهار كې زما د پلار په خزانو (خورځونو) خېټه اچولې او په خو شال زړه يې ډډه پرې وهلې ده؛ نو اې زما وطنوالو ! تاسې سلا راكړئ ، چې زه ددې غاصب څخه د سلطنت د نيولو حق لرم كه نه ؟ ” (1)

د تيمور ددغې ونيا نه وروسته د هرات خلك له ده سره ودرېدل او د كندهار په لور را روان شول د تيمور له راتګ نه، چې د قام مشران خبر شول د هغه د ملاتړ د پاره ودرېدل ، چې دغه حال به پرلپسې په وروسته كرښو كې څرګند كړاى شي.
له تيمور سره د عبدالله خان دېوان بيګي مرسته:
د شهزاده سليمان او شهزاده تيمور شاه د تخت كيناستو په خبرو كې شاه ولي خان د قام د نورو مشرانو د خوښې ، رضا او موافقې نه پرته د خپل قدرت او قوت په لاس سليمان پر تخت كيناوه ، دده تر ټولو تر بګنو او مخالفو كسانو نه مخكې د پوپلزيو مشر او رئيس عبدالله خان دېوان بيګي په ډېره ميړانه ددغه اقدام د شنډولو د مخنيوي د پاره ودرېد څه وخت ، چې سليمان د تيمور له راتګ نه خبر شو نو يې له وزير شاه ولي خان ( خپل خسر ) سره سلا او مشوره وكړه دواړو په ګډه سره دا غوره وګڼله ، چې څو يا بوګان په اشرپيو (پيسو) بار د دوست محمد خان تر مشرۍ لاندې كلات ، ته، چې د غلزيو استوګنځى و، وليږل څو ، چې په دغه ډول له هغه ځاى څخه د پيسو په زور ورسره مرسته وشي د دوست محمد خان بل ورور ، چې شېر محمد خان نومېده هغه يې د بلوچستان و خواته وليږه ، چې د هغه ځاى نه هم كومك وغواړي كله، چې سردار عبدالله خان دېوان بيګى د وزير شاه ولي خان په فكر او شوم نيت پوه شو ؛ نو ورو ورو يې خپل ملاتړي (ملګري) له كندهار څخه وايستل او خپلو كورونو ته يې وليږل ديوان بيګي د شهزاده تيمور په ملاتړ او لنګه كولو په ډېره ټينګه سره د وزير شاولي خان نه مرور شو او ددې كار د شنډولو په فكر كې شو د وزير شاه ولي خان زوى دوست محمد خان كله ، چې د تيمور شاه له راتګ نه كندهار ته خبر شو سمدلاسه د عبدالله خان ديوان بيګى كور ته دننواتې او عذركولو په نيت ورغى ديوان بيګي په ظاهره له هغه سره ډېر ښه وضعيت وكړ، خو په پټه او باطن كې يې څوتنه په دې وګومارل ، چې هغه د خپل قام نه د باندې پرې نږدي او نظر بند يې وساتي ، د دوست محمد خان مور، چې د خپل زوى له نظربند كېدو څخه خبره شوله مدستي او بې له درنګ نه يې خپل ميړه ( شاولي خان) په دې مجبور كړ چې دى له خپلو دوو نورو زامنو شكورالله خان او اّزاد خان سره د عبدالله خان ديوان بيګي كور ته دروغې او سلا دپاره ورشي.

د تېمور د وخت سيکه


وزير شاولي خان څه وخت چې د خپلو دوو زامنو او دوو خوريونو سره د ديوان بيګي كره ورسېد ، سمدلاسه د ديوان بيګي له خوانه بې له دې ، چې خبرې ورسره وكړي بنديان شول د بندي كېدلو نه يې وروسته ټول شهزاده تيمور ته په ډېره مينه او خوشالۍ ور واستول تيمور، چې د وزير شاولي خان نه ډېر كلك خپه ، خواشينى او اندېښمن و؛ نو انګو خان نامى يې په پټه سره چې د وزير شاولي خان ډېر سخت او سر تيرى تربور و دده او د هغه د زامنو د وژولو د پاره وګوماره انګو خان ، چې په خپل ژوند كې دا ورځ له خدايه غوښته د اختر د ورځې په شان ورته خوشاله شو او دا كار يې په ډېر مينه او خوښۍ سره تر سره كړ؛ نو يې د وزير شاولي خان او د هغه په زامنو خپله خوا يخه او درې واړه يې يو ځاى ووژل (1) انګو خان بې له شكه د دوى وژلو ته دومره تږى و، چې د هغو خوارو په سرو وينو يې خپل لاسونه په ډېرې خوښۍ سره د نكريزو په څېر رنګ او سره كړل د وزير شاه ولي خان د وژلو سره سم د هغه دوه خوريونه د اسلام خان په لاس په هماغه ګړۍ كې يو ځاى ووژل شول (2) كه لږ ځير شو وينو ، چې د خپلوۍ د پيوند له امله وچ او لامده دواړه يو ځاى سره وښول او له بلې خوا د وزير شاه ولي خان وژلو د قام د مشرانو تر منځ د خپګان او مخالفت اور لا پسې تازه كړ.
تيمور شاه او حافظ شېر محمد خان (د وزير شاولي خان زوى):
د تيمور او سليمان د تخت كېناستو په موضوع باندې كله ، چې وزير شاولي خان د نورو مشرانو څخه خوا بدى شو؛ نو د تيمور د نه پادشاه كېدو د پاره يې خپل كوښښونه پيل كړل، لكه ، چې د مخه مو وويل شېر محمد خان د خپل پلار له خوا څخه د مرستې او كومك د پاره نصير خان بلوڅ ته ولېږل شو دى د څه مودې د پاره هلته پاتې و او هڅه يې كوله ، چې د پلار د ملاتړ د پاره خلك پيدا كړي ، مګر لكه ، چې ولېدل شول تيمور شاه د رارسېدو سره د ديوان بيګى په مرسته دده پلار ، وروڼه او د پلار خوريونه مړه كړل ؛ نو هغه له وېرې هلته پاتې شو تيمور شاه ، چې د شېر محمد خان له وېرې او اړودوړ د پېښېدو نه بېغمه نه و؛ نو ددې بلوا د پاى ته رسولو په غرض يې نصير خان بلوڅ ته يو پيغام ور واستاوه او له هغه څخه يې د شېر محمد خان د بېرته ستنېدو غوښتنه كړې وه نصير خان بلوڅ، چې غيرتمن سړى و د شيرمحمد خان د لېږلو او استولو نه بيخي ډډه وكړه ، دده دا كار ددې د پاره و او پوهېده ، چې كه چېرې سمدلاسه شېر محمد خان د تيمور شاه لاس ته ورشي ؛ نو دا به هم خامخا د هغه پلار او وروڼو په څېر مړ كړي (1)

د تېمور شاه په وخت كې لښكر كښۍ دلته

د وخت په تېرېدو سره كله ، چې شېر محمد خان ته دا جوته شوه ، چې تيمور شاه په كابل كې دى ؛ نو يې دا وخت د ځان د پاره غنيمت وګاڼه د خپلو ملګرو او لښكر سره له بلو چستان څخه راووت او كندهار ته راستون شو، شېرمحمد خان، چې هوښيار او ځيرك سړى و په كندهار كې يې د تيمور شاه په ګټه د عبدالخالق خان ورور ته ، چې د تيمور شاه پر ضد درېدلى و كلكه ماتې وركړه حافظ شېر محمد خان يوه عريضه د خپلو جرمونو د عفوې او بښنې په غرض جوړه او ترتيب كړه، د شهزاده همايون په شاهدۍ او كلك ملاتړ يې تيمور شاه ته ور واستوله (1)
شهزاده همايون د حافظ شېرمحمدخان صداقت ، مېړانه، مرسته او ملاتړ د عبدالخالق د ورور په پېښه كې خپل پلار ته په يو په پوره ډاډ څرګند كړ كله ، چې شېر محمد خان ته موقع په لاس ورغله او د تيمور شاه سره يې په كابل كې ليدنه او كتنه وكړه ، د هغه عريضه يې په ډېر غور سره وكتله ، تيمور شاه ، چې د نرم زړه څښتن و ، سمدستي يې هغه وبښلو او ټول هغه مال او جايداد، چې د خپل پلار (وزير شاولى خان) د مخالفت په اثر ورځنې ضبط شوى وو بېر ته ده ته په واك كې وركړل په دې ډول سره شېر محمد خان د تيمور شاه د ډېرو كلكو ملاتړو (ملګرو) څخه وګڼل شو (2)
تېمور شاه او سردار پاينده خان باركزى:
اعليحضرت تيمور شاه د تخت له كيناستنې وروسته سردار رحيم داد خان د حاجى جمال خان مشر زوى باركزيو په سردارۍ او مشرۍ وټاكه دغه نوي مشر ته يې د خپل پلار مقام، عزت او منزلت ور وسپاره څرنګه ، چې دى يو خودخواه، خود غرضه او بې واكه سړى و؛ نو د خپلې بې كفايتى او بدې رويې له امله ديوې لنډې مودې د تېرېدو نه وروسته د خپل مقام (سردارۍ او مشرۍ) څخه لرې كړاى شو او پر ځاى يې د هغه ورور سردار پانيده خان په مشرۍ وټاكل شو ، دا ډېر پوه او هوښياره سړى و او د تيمور شاه سره يې ښې مرستې وكړې او كولى يې ، دا چې دده ورور سردار رحيم داد خان يې ولې لرې كړ؟ د هغه د بې اعتمادۍ او بې اعتبارۍ علتونه ډېر دي، چې موږ د مثال د پاره دې لاندې پېښې ته اشاره كوو.


” سردار رحيم داد خان په خپله د پادشاه په مخ كې له شوخۍ او سپكوالي څخه كار اخيست ، بل دا، چې د دې داسې يو بې كفايته شوخ او سپين سترګي سړي په رتبه او منصب باندې د نورو درباريانو سره رخه او كينه پيدا شوه ، كه څه هم دارنګه خبرې د هغه وخت د درباريانو تر منځ يوه كوچنۍ خبره وه دا، ځكه ، چې د يوه لوړوالى د بل د پاره تكليف و، هر يوه غوښته چې خپل ځان ، ځاى او ثروت د مقام د نفوذ او زور په وجه لوړ كړي ، په هر صورت دا سردار د خپلې بې كفايتۍ له امله ګوښه كړى شو (1) “


د پورته ټكي د اثبات د پاره د قاضي فيض الله خان پټ تحريك او بلوا د سردار رحيم داد خان په مقابل كې زمونږ له پاره پوره باوري دليل دى قاضي غوښتل ، چې د بېلو بيلو قامونو مشران په خپل منځ كې سره واچوي ده په دې پټ تحريك سره دا هيله درلودله ، چې د درانيو سردارانو په لرې كېدو سره به زما مقام لوړ او اوچت شي(2) قاضي ، چې په خټه او اصل پښتون نه و غوښته يې ، چې پښتانه په خپلو منځو كې سره بې اتفاقه واچوي ، څو، چې په دې ډول سره كمزوري او خوارشي ، د قاضي دغه پټ تحريك و ، چې د سردار رحيم داد خان غوندې هوښيار سړى هم تيمور شاه له مشرۍ نه لري كړى او پر ځاى يې د هغه ورور سردار پاينده خان په مشرۍ وګوماره ، ددغې دورې تاريخ ليكونكي او تاريخ پوهان وايي ، چې د سردار پاينده خان منځ ته راتګ هم يوازې او يوازې دده په شخصې لياقت، پوهه اوكړو وړو پورې تړلى و دى نه يوازې دا، چې تيمور شاه ته ګران و بلكې په قام او خپله ټولنه كې يې ډېر ملګري او پلويان پيدا كړي وو ، له ټولو نه يې غوره دا، چې ده د عبدالخالق خان په پېښه كې د خپل ځان څخه ډېر پوخ تدبير د هغه د شنډولو د پاره څرګند كړى و (1) دا دده تدبير او پوخ كار و، چې د عبدالخالق بلوا ( وروسته به په خپل ځاى كې راوړل شي ) ختمه شوه ، په دې ډول ددې نامي سردار سره د تيمور شاه ډيره مينه پيدا شوې وه ؛ نو تيمور شاه هم لوړ مقام هغه ته وركړى و.

سردار جان خان پوپلزى:
تيمور شاه د خپل سلطنت په وخت او زمانه كې د كورني سياست د ټينګولو له پاره د سليمان په څېر د غټو او لويو قامي سردارانو څخه په وېره او ډاركې و له همدى كبله يې هغه يويو له كندهار څخه د خپل حكومت مركز ته راوبلل ، څو، چې وكولاى شي د هغوى له وېرې پرته د سلطنت واګې ټينګې كړي د قام له منځ نه د مشرانو رابلل او ويستل ددې مقصد د پاره وو، چې په مشرانو قام راټول نه شي ، په دې ډول ده غټ مشران له ځان سره نږدې په مركز او پايتخت كې ساتل اوله خپل كور ، كلي او قام نه يې ګوښې او څنګ ته كړل، ده مشرانو ته د خپل پلار په شان ډېره تنخوا وركوله ددې سره سره له بله پلوه تيمور شاه د خپل وخت ډېر لوى او غټ مشران او سرداران د فيض الله خان په تحريك ، چې د تيمور شاه په دربار كې د غټ اعتبار او منصب څښتن و په ډول ډول پلمو خوار او كمزوري كړل ، د ساري په ډول د دوى له جملې او ډلې نه يو سردار جانخان پوپلزى د حليم خان زوى و، چې د مشهد د معاملو د ختمولو او د احمد شاه بابا مرګ نه وروسته له سكندر خان سره پېښور ته لېږل شوى و كله ، چې تيمور شاه د تخت كيناستو نه لږه موده وروسته څه اّرام او ځاى په ځاى شو سردار جان خان سپه سالار او دده زوى سكندر خان يې د دوو بېلو بيلو فرمانونو په واسطه مركز ته را وغوښتل ، دوى دواړه د فرمانونو د رسېدلو نه وروسته په ډېره بيړه سره كابل ته راغلل د دوى د راتګ علت د وزير شاولي خان د مرګ له امله خپګان او ملاتړ ګڼل شوى دى كله ، چې را ورسېدل، له دې ځاى نه زر تر زره كندهار ته ولېږل شول په لومړي سر كې دواړه ښه و نازول شول ، خو د څو ورځوله تم كېدو او تېرېدو نه وروسته سردار جانخان او د هغه ورور زمانخان د قاضي فيض الله خان په سلطنت ، چې يو غير پښتون درباري و دواړه د تيمور شاه له خوا څخه بنديان شول ، قاضي فيض الله خان په ډېره ځيركتيا سره تيمور شاه په دې پوه كړى و چې دوى په قام كې غټ نوم لري او بل دا، چې د وزير شاولي خان په مرګ هم خپه او خواشيني دى ؛ نو يې بندي كول ضروري كار دى د فيض الله خان خبره تيمور شاه په ډاګ نه غورځوله څه به يې ، چې ورته ويل ، هغه منل كېدل د دوى دواړو د بندي كيدلو علت همدا وو خو په تيره د قاضي فيض الله خان او دده د ملګرو تحريك ، چې په دربار كې يې د مشرانو د ځپلو د پاره پيل كړى و مړه اور ته يې ببوزى واهه ددوى په دې كار سره يې دا ځل بېر ته هغه پخوانۍ بلوا، چې د وزير شاولى خان د مرګ له امله د قام د مشرانو تر منځ پيدا شوې وه ، د تيمور شاه غوږو ته ورسوله ، كه څه هم سردار جان خان هيڅ ګناه نه درلودله او د تيمور شاه سره يې زيات اخلاص او مينه درلودله (1)
فيض الله خان نه غوښتل ، چې پښتانه دې اّرام وي ؛ نو دده په تحريك سره په 1191 قمري كال كې سردار جانخان د پښتنو ميړنى اتل په دل اّرام كې د مخالفينو له خوا مسموم شو او ددې مسموميت په اثر يې د فاني نړۍ نه د ابد د پاره سترګې پټې كړې ، دا په ډاګه جوته شوه ، چې د فيض الله خان په پټو تحريكونو سره تيمور شاه ډېر زړور او توريالي پښتانه مشران له لاسه وركړل او هم يې دده د تحريك له مخې په خپل منځ كې سره واچول ، چې په دوى كې يې لوى درز او بېلتون را پيدا كړ
برخوردار خان:
دا ميړنى افغان پښتون د هغو خانانو په ډله كې و كوم چې ، د تيمور شاه د سلطنت او په تخت باندې د كيناستونه د مخه د شهزاده سليمان په ملاتړ د وزير شاولي خان سره ولاړ وو برخوردار خان د لوى احمد شاه بابا په زمانه كې د لښكر په تنظيم او ترتيب ګومارل شوى و او دده له غوره ملګرو څخه ګڼل كېده، كله ، چې د احمد شاه بابا له مرګ نه څه موده وروسته تيمور شاه په تخت باندې كيناست ؛ نو د هغه مخالفين په تېره شاولي خان او دده ملاتړ ملګري ، چي په خپل هدف او مقصد كې بريالي نه شول ، ډېر خواشيني شول ، بر خوردار خان له هغه وخت څخه له تيمور شاه نه ډارېده او تل وېره ورسره مله وه دى پوهېده ، چې تيمور شاه په هر رنګ او وجه سره ، چې كيږي ماله منځه وړي او دى د تيمور شاه كړوته متوجه وو او غوښته يې ، چې په مناسب وخت كې هغه ته د ځان د عفوې په برخه كې څه عرض وړاندې كړي دا، ځكه دى په دې هم پوه و، چې تيمور شاه د نرم زړه څښتن دى كله يې ، چې چاته د زړه سوي او ترحم كولو مخ ور واوړي ؛ نو بې له درنګ څخه يې پخوانۍ رخې له زړه څخه ووزي او سړى بخښي برخوردار خان يوه ورځ د ځان د خلاصون د پاره داسې چاره او تدبير وسنجولو (1) ، چې تيمور شاه له حده زيات ورباندې مهربانه شو او د هغه تېر كړه يې هېر او خورا لورېينه يې پرې وكړه ، په دې كار او تدبير سره د تيمور شاه په نږدې ملاتړ ملګرو كې حساب شو.
تېمور شاه او د عبدالخالق خان را پورته كېدل:
د تيمور شاه د پادشاه كېدو د بيان په وخت كې مو د مخه دا ټكى ياد شو، چې درانيو د عبدالخالق د ملاتړ او د هغه د پادشاه كېدو دپاره ليچې پورته كړې ، خو دا پېښه زر تر زره د حاجي جمال خان زوى سردار پاينده خان له خوا د تيمور شاه په ګټه شنډه شوه:
د 1774 او 1775 كالو ترمنځ يو كلك اړودوړ د تيمور شاه د پادشاهۍ د ړنګېدو د پاره پېښ شو، چې مشر يې عبدالخالق و (1) دې نامي سردار او مشر په دې لنډ وخت كې د ښكار پور د مځكو د ماليې اجاره په شپږو لكو روپيو په غاړه اخيستې وه د ماليې د راټولولو د پاره تيمور شاه شيخ عبدالطيف خان د ماليې وزير هغه ته ور وليږه ، چې د مځكو ماليه ور څخه واخلي او د دولت خزانې ته يې واچوي كله، چې د ماليې وزير ور ورسېد له هغه يې د ماليې د ټولېدو غوښتنه وكړه، خو عبدالخالق خان د ماليې وزير ته په ځواب كې وويل : ” خوارې مه كوه تر اوسه پورې زر نه دي راټول شوي ” د ماليې وزير بيا بيا د ماليې د غوښتنې تاكيد او ټينګار وكړ او څو تنه يې هغه ته ورولېږل او ورته ويلي يې و ، چې عبدالخالق خان ته وواياست ، چې د ماليې وركړه ضرور ده ورلېږل شويو كسانو
د عبدالخالق خان په حضور كې د ماليې د وزېر خبرې هغه ته واورولې، خو عبدالخالق خان هغو ته وويل: ” ماليه نشته ، زما ځواب په دې برخه كې منفې او نه دى “
عبدالخالق خان پوهېده ، چې د ماليې وزير به زما په دې كار زما له خوا څخه پادشاه ته شكايت وكړي؛ نو يې د ځان د ساتنې د پاره د ښكارپور مځكه د پادشاه د ډار او وېرې له كبله پرېښود له او كندهار ته ، چې د درانيو مركزو راغى، تيمور شاه هم ددې ياغي او سركښ سړي د ټكولو له پاره څو تنه و ګومارل چې هغه پيدا كړي ، څنګه ، چې ده خپل ځان ډېر ساته؛ نو هغو پيدا نه كړاى شو، عبدالخالق خان په ډېره بيړه او تلوار سره پر لاره تېر شوى او د كندهار مركز ته رسېدلى و ؛ نو ځكه د تيمور شاه ګومارل شويو كسانو پيدا نه كړ (1)
عبدالخالق خان ، چې د احمدشاه بابا تره او مشر سړى و كله ، چې كندهار ته را ورسېد؛ نو په كندهار كې يې د درانيو په يوه لويه جرګه او غونډه كې مشرانو ته د تيمور شاه له خوا زيات شكايت وكړ او داسې يې وويل : ” تيمور شاه درانيو په ښه او درانده نظر نه ګوري ، په دربار كې يې پښتانه لږدي ډېر او د هغوى پر ځاى يې دربار د نورو پستو (نرمو) ژبيو څخه ډك دى او هغه نازوي ، دا نازولي، چې په خټه پښتانه نه ديپه هغو باندې پښتانه په خپل منځ كې سره وهي” په دې شېبه كې هغه مشران ، چې د وزير شاولي خان په مرګ د تيمور شاه څخه زيات خواشيني او مرور وو، د عبدالخالق خان شكايت او خبرو ته يې په ټينګه غوږ ونيو(1) او د هغه سره يې ګډه پرېكړه د تيمور شاه د غورځولو او ټكولو د پاره وكړه
د عبدالخالق خان د خبرو نه وروسته د هغه د ملاتړ ملګرو او مشرانو له خوا څخه دى د تيمور شاه پر ځاى د سلطنت اود پادشاهۍ د مقام او تخت كيناستو د پاره په ګوته او وګومارل شو، چې موږ ټول به ددې ګډ هدف د لاس ته راوړو د پاره درسره يو ځاى ولاړوو تردې پريكړې وروسته مشرانو هغه ته پنځه ويشت زره (25000) عسكري لښكر، چې د قومي او ولسي خلكو نه جوړ شوى و په واك كې وركړ او د كابل د نيولو په نيت او د تيمور شاه د پادشاهۍ د ړنګولو په خيال په ډېر غورځنګ سره له كندهار څخه مخ په كابل را روان شو او د جنګ
د پاره يې لازم او منظم ترتيب ونيو دراني تيمورشاه ، چې د عبدالخالق خان او د هغه د ملاتړ مشرانو له دې كلك اقدام نه د كابل په لور خبر اواګاه شوى و، خوراخوا بدى، پرېشان او خپه و؛ نو ده د ځان د ساتنې او سلطنت د دوام او پايښت دكابل، جلااّباد او پېښور شاو خوا اميرانو او مشرانو ته دمرستې او كومك پيغامونه ور وليږل ، چې ددې بلوا د ختمېدو د پاره ورسره ملګري شي، خو د دوى له خوا كوم مثبت ځواب هغه ته ورنه كړ شو دى ، چې د خپلو پيغامونو د استول شويو سيمو نه نا اميد شو؛ نو يې بله چاره پرته له دې څخه ونه ليدله او سمدلاسه يې دلاورخان د بلخ له ولايت نه كابل ته راوغوښت او دا ددې له پاره ، چې په تنګ او لنډ وخت كې له هغه سره مرسته وكړي.
په دې حساس، لنډاو تنګ وخت كې، چې عبدالخالق خان د كندهار له خوانه د كابل لوري ته د كابل د نيولو د پاره راروان و، د كابل د سيمې مشران او منصبداران هم د تيمورشاه د امر نه تقريباً په ډډه او واوښتل او په جلا جلا ډول يې د دفاع او مخ نيوي پيشنهادونه وړاندې كړل د تيمورشاه مور، چې په دې لنډ وخت كې دا بد حال وليد(1) اود هغه ماتې خامخا ورته ضرور اېسېدله؛ نو بې له درنګ نه عبدالله خان ديوان بيګي ته ورغله او په خپل لاس يې د تيمور شاه او دده لاسونه سره وركړل او ورته وى ويل : ” ښاغليه ديوان بيګي صاحبه ! ما نن ورځ د شاه دراني زوى په تا سپارلى دى” په دې شېبه كې كه څه هم ديوان بيګي د هغې خبرې ته سم پام ونه كړ دا ځكه د هغه زوى د عبدالخالق په ډله كې شامل او د هغه د ملاتړ ملګرو څخه و، خو دغه دليل تر ډېرې پورې سم نه دى كوم علت ، چې موْرخين غوره ګڼي هغه دادى: له يوې خوا تيمورشاه د وزير شاولي خان د وژلو له امله هغه ته خپل اهميت بايللى و، دا ځكه ده داسې فكر نه كاوه، چې زما په ملاتړ سره ، چې وزير شاولي خان هغه ته وسپارل شو؛ نو به يې سمدلاسه مړ كړي، دې كوچني كار تيمورشاه ديوان بيګى ته ووړاو كوچنى كړى و، له بلې خوا د مركز (پايتخت) بدلولو او د پارس دود او دستور خوښولو بڼې او ځينو نورو نيمګړتياوو ديوان بيګى له تيمورشاه څخه اړولى و ؛ نو ځكه يې د هغه د مور خبرو ته څه توجه ونه كړه
كله، چې تيمور شاه ټولې لارې پر مخ تړلې وليدلې؛ نو خو را نااميد او خپه شو دى د خپل تدبير په سنجولو كې و او ناببره ، چې ډېرې غصې او قهر نيولى ، و په تر يو تندي يې سمدلاسه خپل زر تنه تنخوا خواره سپاهيان ، چې ده په خپل وخت كې نيولي وو د جعفر خان چندولي تر مشرۍ لاندې د غزني په لور د عبدالخالق د ماتې د پاره ولېږل، ددغو عسكرو له لېږلو وروسته دى د شپږو زرو تنو سره روان شو او د شش ګاو په برخه كې يې د عبدالخالق د مخ نيوي او مقابلې لارو نيوله كله ، چې د دواړو دښمنو او مخالفو ډلو د مخامخ كېدو په وخت كې د عبدالخالق خان د لښكر نه دوه تنه مشران محراب خان او دلاور خان له هغه نه جلا او بې له كومې ګټې او د دوستۍ په خاطر د تيمور شاه سره ودرېدل او هغو له ځان سره يوه ډله ملګري هم بېل كړل (1) په دې كار سره د تيمو شاه مټ كلك او د عبدالخالق مټ كمزورى شو، تيمورشاه ، چې عبدالخالق او د هغه نورو نږدې مشرانو ته ډير قهر نيولى و د عبدالخالق د لارې د بندولو په غرض يې، چې د كابل په لور مخ په وړاندې رانه شي، څلور سوه قلماقي غلامان په لار كې ګومارلى وو او هغوى ته يې د دښمنې ډلې د ځپلو لازم هدايتونه وركړي و، د دښمنو ډلو ترمنځ په شش ګاو كې د مخامخ كېدوله امله جنګ په ډېر قوت سره پيل شو څنګه ، چې د تيمور شاه لښكر په درنده او قوي شاهي باجې خانې او درندو توپونو باندې سنبال و(1) د جنګ او نښتې په وخت كې برى او فتحه په برخه شوه د كندهار لښكر ، چې ډېره وسله نه درلودله او په منظم ډول سره يې جنګ نه شو كولاى د جنګ په وخت كې دوه زره تنه مړه او عبدالخالق هم د تيمور شاه د لښكر لاس ته ورغى (2) په دې جنګ كې مدد خان او سردار پاينده خان د تيمور شاه په ګټه او ملاتړ ډېره كلكه ميړانه وكړه دا د دوى ميړانه وه ، چې تيمور شاه برى وموند او پاينده خان په خپله ځيركتيا سره د عبدالخالق خان ډېر زيات پاخه ملګري د جنګ په وخت كې د تيمور شاه په خوا راواړول همدارنګه مدد خان ، چې يو پوه او زړور جګړن و په جنګ كې يې كلكه توره وكړه.
د تيمورشاه په وخت كې دا بې سارى اړودوړ ، چې د عبدالخالق په مشرۍ پيل شوى و، دده په نيولو او ماتې سره ختم شو څنګه ، چې عبدالخالق خان مشر او سپين ږيرى سړى و؛ نو د نيولو په وخت كې يې د مرګ نه د خلاصون له پاره فكر كړى و، ده د هوښيارۍ نه كار واخيست كله ، چې تيمورشاه ته راوستل شو؛ نو بې له درنګ نه يې د هغه د وژلو امر صادر كړ ، خو هغه داسې ورته وويل :” اّيا ته شرم نه لرې، چې ما ستا پلار سره په يوه ګډ لوښي كې هميشه ډوډۍ خوړله او هغه به زما احترام كاوه دا ځكه زه د هغه تره وم (1) تيمورشاه، چې د نرم خوى او تنكي زړه څښتن و د هغه وژلو نه تېر شو او د ځان سره يې وساته، خو ددې سره سره يې هغه په سترګو ړوندكړ، په دې ډول د عبدالخالق دا سخته بلوا د تيمورشاه په مقابل كې ختمه شوه
تېمور شاه او د فيض الله خان خليل بغاوت:
په 1779 كال كې د خليلو مشر فيض الله خان ، د څكمنيو صاحب زاده او د برو مومندو مشر ارسلاخان د تيمور شاه د وژلو او د شهزاده سكندر شاه د پادشاه كېدو د پاره، چې د احمدشاه بابا شپږم زوى و ، په ګډه دا پرېكړه وكړه ، چې په هره وجه كيږي(1) دوى به دا عمل او خپل جوړ شوى پلان تر سره كوي ، ولو كه د دوى په وژلو هم تمام شي.
په دغه وخت كې تيمورشاه د پېښور په بالاحصار كې په خپله شاهي كلا كې استوګنه درلودله او د پنجاب د حملې او بريد په باره كې يې د خپلو مشرانو او مخورو سره سلا مشوره او فكر كاوه (2)
فيض الله خان ، چې د پېښور د مځكوالو ، مشرانو او غټانو رئيس وْ، د تيمور شاه د وژلو پرېكړه او پلان يې بيا د تيمورشاه له يوه نږدې دوست خواجه سرى ياقوت خان سره نوى كړ(3) خواجه ياقوت ، چې د تيمورشاه د حرم او دده د سراى د ساتلو مشر و او په دې پرېكړه يې خوله پټه كړه او چاته يې څه ونه ويل
فيض الله خان د خپل پلان د عملي كولو د پاره له خپل ملاتړ ملګرو سره په اول كې د مكر او حيلې څخه كار واخيست او د دوستۍ په جامه كې يې له چل نه كار واخيست د تيمورشاه حضور ته راغى او كله ، چې دى هلته د خپلو ملاتړو كسانو سره ورسيد؛ نو داسې يې وويل : ” مونږ د پادشاه حضور ته دا ډول عرض لرو، د پنجاب سېكانو د مسلمانانو په ضد او د هغوىد ماتولو د پاره بلوا او اړودوړ را پورته كړى دى اما ستاسو اميران او منصبداران ډېر ورڅخه تنګ شوي دي، كه د پادشاه اجازه او امر وي زه به د خليلو، مومندو او ځينو نورو خلكو په راټولولو د هغوى كرارولو او ځپلو ته ورودانګم تيمورشاه دده عرض منظور او هغه يې ومانه (1) “
فيض الله خان خليل ، چې مخكې له مخكې د تيمور شاه د وژلو اوله سلطنت نه د غورځولو نيت او قصد كړى و د خپل مرام او مطلب د ترسره كېدو نه وروسته د پنځه ويشت زره لښكر سره د فرصت او وخت په انتظار كېناست ، او دې ته سترګې په لار و چې كله به خپل هوډ ترسره كړي فيض الله خان يوه ورځ د غرمې د ډوډۍ له خوړلو څخه وروسته د غرمې د خوب په نيت چې ويده شي د پېښور بالاحصار ته ولاړ ، ددې په ځاى چې ويده شي د سلطاني تاريخ په قول (1) دا وخت يې له بل هر وخت نه ښه غنيمت وګاڼه او ملاتړ ملګري او خانان يې
د خپل ټول را غونډ شوي لښكر سره ، چې شلو زرو تنو ته رسېده او د مخه يې مشوره او پرېكړه كړې وه د تيمورشاه د كتنې او ليدنې په پلمه د هغه پر حصار او ماڼۍ وردننه شول د كلا پيره دارانو او ساتونكو زيات مقاومت وكړ او ورته وى ويل :” بې له مشرانو بايد ټول ولاړ نه شئ ” د پيره دارانو مقاومت او ټينګار په بهانه ، چې فيض الله خان خپل لښكر پوه كړى و ، په پوره بېرحمۍ او بې له زړه سوي څخه د هغوى په وژلو بريد او لاس پورې كړ، په دې شيبه كى يوشمېر پيره داران او ساتونكى ووژل شول څه وخت ، چې تيمورشاه د خپلو پيره دارانو سوې نارې ، چغې او بدحال وليد نو د حصار لوړ برځ (برج) ته و خوت او خپل خاص او مخصوص ګارډ ته ( ددهد مخصوص ګارد يادونه د مخه راغلې ده ، هغه خپل ساتونكى ګارډ اسحق زيو نه جوړ وه، ده په هغو باور درلود ، چې په ډېر مشكل او سخت وخت كې به مې په كار شي ؛ نو يې د قام بې قاعدې لښكر، چې د درانيو او نورو پښتنو قومونو نه جوړ شوى و له منځه لرې كړ او پر ځاى يې تنخوا خواره عسكر ، د تاجكو او اسحق زيونه د عسكرو په بڼه سنبال كړ) اشاره وكړه او هغوى ته يې وويل ، چې ارګ ته د مقابلې او تورې د پاره ورننوزئ شاهي عسكرو، چې د مقابل لوري حيله ګر لښكر وليد د خپلې وسلې او ځان د ساتنې په غرض يې داسې سخت بريد پرې وكړ ، چې په يوه درنګ يې د خپلې درندې شاهي وسلې په قوت له كلا نه ورشنې (بېديا) ته وويستل، دوى هغوى ته موقع ورنه كړه او په خورا مېړانه، توره او وژلو سره يې دفيض الله خان اود هغه د ملاتړ ملګرو ولسې لښكر په ماتولو باندې يې له ډېره قهره خپله خوا يخه كړه، ددوى په پرلپسې وړاندې تګ سره په ولسي لښكر كې ماتې ګډه شوه په دې سخت اړودوړ او چپاوكې فيض الله خان او د هغه زوى ونيول شول دوى دواړه له ډېر كړاو او عذاب تېرولو نه وروسته ووژل شول ارسلاخان ، چې د فيض الله خان سره ملګرى و او په دې پېښه كې يې لوى لاس درلود له دغه ځاى څخه وتښتېد، د څكمنيو صاحب زاده ، چې يو روحاني او مذهبي سړى و د قام د نفوذ او په هغه باندې د زړه د بدېدو له امله د مرګ نه بچ كړاى شو په دې ډول سره د دغو دريو تنو پټه پرېكړه ، چې د تيمورشاه د مرګ او وژلو د پاره شوې وه ناكامه شوه دغه درنه پېښه دده د عسكرو په ميړانه او سر ښندنه ، چې دده په اشاره سره د دښمن په مقابل كې ودرېدل بيخي شنډه كړاى شو
د ارسلاخان تېښته:
ارسلاخان ، چې سلطاني تاريخ د اسدالله په نوم ياد كړى دى ، د لوى احمد شاه بابا په وخت كې د سرهند په صوبه دارۍ (1) مقرر او احمدشاه بابا ته ډېر ګران و له بده مرغه په دې وخت كې يې د خليل (فيض الله خان) سره د ډېرى ګټې په خاطر
د تيمورشاه مرګ ته ملا وتړله ، كله ، چې ده او فيض الله خان په خپل جوړ شوي پلان كې د تيمورشاه له خوا ماتې وخوړه ؛ نو فيض الله خان د مرګ په ليدلو سره دى وتښتېد او ځان يې اتمانخېلو ته ورساوه (2) كله، چې ارسلاخان د اتمانخېلو لومړي كلي ته نږدې ورسېد، د كلي مشران د خبرو د پاره د هغه سره
د كلي نه بېديا ته ووتل او هغه ته يې وويل :” تا موږ په خپل كلى كې پرېښودلى اوساتلى نه شو دا، ځكه، چې موږ د پادشاه سره د مقابلې او جګړې توان نه لرو، هغه زمونږ پادشاه دى. څه وخت، چې ته زمونږ كلي او سېمې ته ننوزې او شپه تېره كړې ؛ نو مونږ خامخا ستا د ساتنې په باب پښتني دود او پښتونواله تر سره كوو او په ننګه دې دريږو ارسلاخان د دوى سره د يو لړ خبرو كولو نه وروسته په يو چل خپله كډه د خپلو ملګرو په لاس كلي ته وردننه كړه او د هغه چل داو : ده په ډېر مهارت سره د كلي مشران په خبرو كړل او ملګرو ته يې لا پخوا ويلي وو چې زه به د دوى سره خبرې كوم او په دې وخت كې به سمدستي تاسې كلي ته زما د كډې سره ننوزئ كله ، چې د كلي مشران د كډې په ننوتلو باندې كلي ته خبر شول ؛ نو يې ورته وويل اوس د خبرو ضرورت پاتې نه شو هرڅه سم شول، دى يې په تود هركلي سره خپل كلي او جومات ته بوتلو او داسې يې ورته وويل : “ته اوس زمونږ ميلمه يې او مونږ د تاپه ساتنه مجبور يو” (1)
په دې ډول تيمورشاه د ارسلاخان د پيدا كېدو او نيولو نه نااميد شو؛ نو ديوه چل نه يې د هغه د لاس ته راوړلو دپاره كار واخيست ، دده چل داو ده په خپلو مجلسو كې ويل :” ما اوس ارسلاخان بښلى دى” دده داخبره ورو ورو په ولس او خلكو كې تيت او خوره شوه ، هغو يقين وكړ، چې په رښتيا سره تيمورشاه د نرم زړه څښتن دى ، مګر څه موده لا تيره نه وه ، چې قاضي فيض الله خان تيمورشاه پوه كړ او هغه ته يې وويل : په هره وجه سره ، چې كيږي ارسلاخان زه ستا حضور ته حاضروم قاضي فيض الله خان، چې پښتانه يې په كراره نه پرېښودل ارسلا خان ته يې په چل او ذمه وارۍ يو قراّن ور واستاوه ، د بښنى او خلاصون ليك يې د دې قراّن پر مخ ، چې د شاهي مهر په واسطه سره ليكل شوى وكېښود، په دې توګه سره قاضي فيض الله خان ارسلاخان پېښور ته را حاضر كړ، تيمورشاه په اول كې د قاضي فيض الله خان په شفاعت سره د ارسلاخان د وژلونه ډده وكړه،(1) مګر د خلكو او قاضي صاحب په چلونو سره د نږدې درباريانو د زيات اسرار او شكايت له امله د هغه خوراكي د وژلو امر صادر كړ، او په حق ورسېد
تېمور شاه او د اّزاد خان بغاوت:
اّزاد خان د حاجي كريمداد خان زوى و، دده پلار د عليحضرت احمد شاه بابا له خوا د كشمير حكمران مقرر شو ، او ددغې وظيفې نه د مخه يې د عرض بيګي وظيفه ترسره كوله كله ، چې حاجي كريمداد خان مړ شو ، دده زوى اّزادخان تيمور شاه له خوا خپل د پلار پر ځاى په كشمير كې حاكم وټاكل شو(2)
اّزادخان په خپل وخت او زمانه كې په سخاوت او مېړانه كې سارى نه درلود، د خپلې حكمرانۍ په وخت كې يې ډېر خلك د خپل نيك خوى او ښه سلوك په اثر د ځان ملګري او پلويان كړي وو دا شان په خپل مټ او توان لس زره كلك سواره په خپل ځان پسې هم ملاتړ درولي وو د وخت په تېريدو سره ده د دووكالونو حكمرانۍ كولو څخه وروسته د استقلال اعلان وكړ په دې شيبه كې دده وروڼه د تيمورشاه ملګري او ملاتړ وو دى يې د پادشاه د ياغي كېدو نه منع كاوه، خو ده د هغو خبره ونه منله سره له دې ، چې د هغوى سلا يې خوښه نه كړه په دې وجه ، چې د تيمورشاه پلويان وو ، له كشمير څخه يې هم وشړل (1)
څه وخت چې تيمور شاه د اّزادخان له ياغي كېدو نه خبر شو ډېر خوابدى، پرېشان او خپه شو، خو د هغه د بلواد شنډولو د پاره يې په اقدام لاس پورې كړ په لومړي سر كې يې هغه ته محمد علي خان ، چې په كفايت خان سره مشهور و ، دده د هدايت او نصيحت كولو دپاره وروليږه(2) تيمور شاه په دى وجه سره غوښته ، چې د ازړور او د ښه خوى پښتون بې له كوم زيان او تكليف د رسېدلو څخه دې ته اړ كړي ، چې په خپله خوښه له دې كار او عزم نه لاس واخلي څو ، چې خبره تورې او مرګ ته ونه رسيږي كله، چې كفايت خان دپادشاه په امر كشميرته ورسېد، په ډېره خوږه ژبه اونرمه لهجه يې د تيمورشاه پيغام هغه ته ورساوه او په خندا يي ورته ولوست د كشمير د ماليې د غوښتنې په برخه كې، چې اّزادخان را ټولوله او مصرف كړې وه د هغې په عوض كې يې له ده څخه دوه درې لكه روپۍ د سفر خرڅ په پلمه وغوښتې دا شان يې د هغه د حال او استقلال غوښتنې په باره كې تيمورشاه ته يو ليك واستاوه ددې خط په رسېدو سره تيمورشاه د هغه په حال او كړو ، چې دده په مقابل كې پورته شوى و ښه خبر شو او د چارې په لټه كې يې شو(1)، په همدې وخت كې كفايت خان هم كابل ته را ګرزېدلى و، كله چې كابل ته را ورسېد تيمور شاه يې د اّزادخان له حال او كيفيت څخه خبر كړ.
له دې وروسته تيمور شاه مرتضى خان او زمان خان د اّزاد خان وروڼه د هغه د ټكولو له پاره د دېرش زرو (30000) لښكرو سره ورواستول څه وخت ، چې دوى كشمير ته ورسېدل اّزادخان هلته نه و او د خپل خسر په كور كې دېره و په دې وخت كې دى د وروڼو له راتګ نه ، چې دده په ضد د لښكر سره راغلى وو خبر شو؛ نو په ډېره ميړانه د هغو د جنګ او مقابلې دپاره مخې ته ور ووت په لومړۍ نښته كې اّزاد خان ماتې وموندله، خو دده د اكا زوى په دې نښته كې په پوره تورې سره د تيمورشاه د لښكر په مقابل كې كلك مقاومت وكړ دده د مېړانې او بريالۍ حملې له امله په پاى كې د تيمورشاه لښكر مات او تيښتې ته اړ شو، خو د ماتې له امله د اّزاد خان سره يو ځاى د كشمير لورته په ګډه دننه شول د تيمورشاه په لښكرو كې يوازې يو تن ، چې د سيدانو څخه و تر اّخره پورې كلك په ميړانه ودرېد ، تردې اندازې پورې ميړانه يې وكړه ، چې دده توره او قوت په خپله د اّزاد خان هم خوښ شو او د ماتې نه وروسته يې هغه ته د ميړانې له امله ډېر عزت وركړ اّزاد خان د تيمورشاه د لښكرو نه درې زره تنه بنديان ونيول او هغوى ته يې وويل : ” تاسې ته خپله په دې ټكي واك او اختيار دى ، چې كشمير كې زما ملازمت كوئ او يا بېرته كابل ته ځئ “ د دوى له ډلې نه يونيم زر تنه په دې راضي شول چې بېرته كابل ته ولاړ شي، اّزداخان د دوى له دې نظر يې او رايې نه ناراضه او خوابدى شو او په پټه يې د مظفراّباد بېړۍ چلونكو ته د هغوى د ډوبولو امر صادر كړ.
څه وخت ، چې ددې ماتې خبر تيمورشاه ته ورسيد سمدستى له كابل نه د پېښور په لور وخوځېد او پېښور ته د رسېدو سره سم يې سردار مددخان اسحق زى او ځينې نور سرداران د كشمير خواته ولېږل ، څو ، چې اّزداخان له پښو وغورځوي او له دې سختې پيښې نه په امن شي څه وخت ، چې د تيمورشاه په امر سردار مدد خان د اّزادخان د ماتولو دپاره كشمير ته ورسېد، د رسېدلو سره يې سم او بې له درنګ نه په جنګ لاس پورې كړ ، د دواړو دښمنو او مخالفو ډلو ترمنځ څو ورځې پرله پسې سخته نښته وشوه ډير ځوانان په كې خاورې شول ، خو يوې خوا ته هم فتحه او برى په نصيب نه شو سردار مددخان ، چې د تيمور شاه يو پوه نظامي سردار و په ډېره هوښيارۍ او ځيركتيا سره يې(1) د اّزاد خان ځينې سرداران او د لښكر مشران په ځان پسې واړول ، كله ، چې اّزادخان له دې كار نه خبر شو او په دې هم پوه شو ، چې قوت او قدرت يې په خپل منځ كې كمزورى او ټوټې ټوټې شي ؛ نو بله لار يې ونه ليدله ، د وېرى او ډار له كبله يې په تېښته او فرار لاس پورې كړ، د جنګ په حال كې يې د راجه رستم كور ته ، چې دده خسر و ځان ور ورساوه ، دده د خسر كور او ځاى ، چې په وچ بيابان ، سولين او شګلين ډاګ كې اّباد شوى و د تيمورشاه د لښكرو په مقابل كې يې د دېوال او سد مثال درلود ، دې وچ او سولين ډاګ ته ، چې اوبه يې نه درلودلې د ورتلو امكان ډېر كم او يا هيڅ نه و سردار مددخان ، چې د هغه د تيښتى لار و ليدله او پوه شو ، چې جنګ نه ورسره كيږي ؛ نو د اّزادخان خسر ته يې په كلكه وليكل : كه ته ، چيرې خپل زوم يعنې اّزادخان موږ ته ونه سپارې او په لاس كې يې را نه كړې ، دده په ګناه به تا له تيغه تير كړو ، دا ستا د خبرېدو د پاره پيغام و ، خوښه او رضا ستا هره لاره ، چې ته غوره ګڼې هغه به د ځان د پاره خوښه كړې راجه رسم د مددخان له وېرې او د ځان او كورنۍ د ساتنې د پاره اّزاد خان د خوب په حال كې ، چې ويده و ، د مددخان سختو او خونخوارو پنجو ته وسپاره دې نامي او توريالي سردار (اّزاد خان ) ، چې د خپل خسر حال وليد د مددخان د ور رسېدو سره سم يې په خپله ځان مړ كړ(1) په دې توګه تيمورشاه د كشمير له دې كلك قيام نه په امن كې پاتې شو
د فتح خان يوسفزي ياغي لېدل :
فتح خان يوسفزي د مظفراّباد د رياست د نيولو وروسته ، كله ، چې شاهي ماليه ټولوونكو د كشمير د سيمې ماليه راټولوله د هغې د نه وركولو مخه يې په كلكه سره ونيوله په دې ډول سره دغه خان هم تيمورشاه ته ياغي شو څه وخت ، چې تيمورشاه دده له ياغي كېدو او سر غړونې نه خبر شو، ډير په قار شو او د هغه د ټكولو دپاره يې يو تكړه لښكر وليږه كله ، چې د تيمورشاه لښكر د فتح خان سره د مقابلې په وخت كې مخامخ شو؛ نو د مخامخ كېدو او جنګ په وخت كې يې ته هغه كلكه ماتې وركړه ، دا ياغي خان يې بندي د اعلحضرت تيمورشاه حضور ته لاس تړلى راوست تيمورشاه ، چې وليد سمدستى يې د هغه د غرغرې حكم صادر كړ ، په دغه ډول سره تيمورشاه دده له پورته كېدو خلاص او هغه خواركى ووژل شو او دده د رياست او څوكۍ پر ځاى يې هغه زوى ، چې د تيمورشاه ملاتړ او طرفدارو په كورسۍ باندې كېناوه.

 د دې ليكنې د ماخذونو پېژندنه :

له كومو ماخذونو څخه ، چې په دغه رساله كې استفاده شوې ده د مطلب په بيان كې يو له بله سره توپير لري ، هر ماخذ موْلف د خپل وس په توان د افغانستان د تاريخي پيړۍ

د پېښو په لړ كې خپله ليكنه غوره بللې ده له دې سره سره د دوى تر منځ دموادو اقتباس او يو شان والى ډېر ځله ليدلى شو

سره له دې هم داسې اړيكې شته، چې هغه له يو بل څخه بيلولاى شي مونږ دلته د كتاب د چاپ ځاى ، كال د پېښو او مطلب لنډه څېړنه څرګند ول غواړو

الف : فارسي ماخذونه :

1- – سلطاني تاريخ

دا كتاب د سلطان محمد خان دراني پواسطه ليكل شوى او د افغانستان د تاريخ په تيره د درانيانو په باب يې ډېر خوندور معلومات په خوږه قلمى ژبه ټول كړي دي ، دا كتاب

د بمبي دمعموره بندر په محمدي نومي چاپخانه كې په كال 1298 طبع شوى دى ددې تاريخى كتاب متن ، چې سړى ګوري داسې غوره مطالب لر ي، چې لوستل يې سړي ته خوند وركوي

دا كتاب په دوه سوه يونوي مخونو كې ليكل شوى دى او ليكوال زيات زحمت پرى ګاللى دى د سلطاني تاريخ غوره او درانده مطالب د يوې سريزې په ګډون دادي :

د افغانستان وضع د اسلام د منځ ته راتلو سره ،

د افغانانو نسب، د لوديانو بيان، سوريان (شيرشاه سوري )،

د سورد افغانانو د حكومت پاى په هند كې ، د ابداليانو بيان

د غلزيو شرح او پاى، نادرشاه افشار، احمدشاه بابا ، تيمورشاه، شاه محمود، شاه زمان، شاشجاع الملك او شاهزاده كامران ، ختم

دغه اثر، چې په پخوانۍ انشاء ليكل شوى دى عبارات يې ډېر په عربى دي او د هغوى معنى كول ضروري كار دى ، سره له دې هم ددې كتاب د بيان لار ډېره خوږه ده او كټ مټ

د يوه داستان بڼه غوره كوي ، تشبيهات او ادبي رنګ په كې ډېر دى ، د متن په منځ كې يې په موضوع پورې تړلي شعرونه راوړي دي

ددې كتاب يو زيان دادى، چې پراګرافونه يې په يو بل كې ګډ دي او په موضوع باندې سړى ښه نه پوهېږي ، سر بيره پردې دغه قيمتى اثر د ډېرې استفادې وړ او د درانيو د سلطنت ياد يې په لومړي ټوك كې په ښه شان سره راوړى دى، داسې معلوميږي، چې له دې وروسته موْرخينو د خپلو تصنيفونو په ليكلو كې ور څخه ډېر مطالب اخيستى او اقتباس كړي دي

2- – سراج التوارخ :

دا كتاب د سراج الاخبار ليكوني ملا فيض محمد هزاره ليكلى او د كابل د دارالسلطنه په حروفي مطبعه كې په كال 1331ق طبع شوى

ددغه كتاب چاپ شوي ټوكونه دريو ته رسېږي او تر ډېرې پلټنې او تحقيق نه وروسته مې بيا موند د كتاب اصل په پنځو ټوكونو كې ليكل شوى ، چې د هغو له لړ نه درې لومړي ټوكونه يې چاپ او دوه نور يې ، چې قلمى دي د پوهنې وزارت په كتابخانه كې قيد (خوندى) دي

د سراج التواريخ د پاتى دوو ټوكونو نه چاپېدل يو تاريخي كيفيت لري، چې لاندې په لنډ ډول اشاره ورته كول غواړم

ملا فيض محمد خان څه وخت ، چې د سقاو ( حبيب الله خان ) له خوا د هزاره جات سيمې ته د هزاره ګانو د پلوي كېدو په غرض ولږه ، دغه وخت و، چې ملا فيض محمد د خپلې وظيفې په خلاف د هزاره جات د سيمې اوسيدونكي هزاره يې د غازي امان الله خان په پلوۍ او خوا را پاڅول دده له دې نيك حركت نه كله ، چې حبيب الله خان (سقاو) خبر شو، هغه يې ونيوو او ددې جرم په خاطر يې هغه وواژه او دده تصنيفونه يې وسوزول

له دې امله د سراج التواريخ ټولې كاپۍ په كابل كې له لسو او پنځلسو نه زياتيى نه پيدا كيږي ، نو ځكه دا كتاب ډېر لږ او نادر بلل كيږي

ددې كتاب دريم ټوك بيخى نه پيدا كيږي ، كه پيدا شي قيمت يې لوړ او تر 1500 پورې رسيږي ، حال دا، چې د لومړي او دوهم ټوك بيه يې تر 300 پورې ده

د كابل پوهنتون كتابتون په دې وروستيو وختو كې په دې بريالى شو، چې د دغه قيمتي كتاب دريم ټوك پيدا كړى فكر كوم ، چې ددې كتاب (اكسيشن) كتلاك او نورې مرحلى تر اوسه پورې د علاقه لرونكو د مطالعې له پاره اجرا شوې نه دي

ددغه كتاب د لومړي او دوهم ټوك غوره بيان د سدوزيو پېښې او د محمدزيو تاريخ تر امير عبدالرحمن خان پورې ګڼل كيږي، چې په 377 مخونو كې په لويه قطع او صحافت ليكل شوى دى

د سراج التواريخ د لومړى ټوك ډېر ځايونه د سلطاني تاريخ او ځينو نورو پخوانيو تاريخونو څخه اخيستل شوي

سره له دې هم ددې كتاب مطالب ، چې د نورو ژبو څخه

د افغانستان په باب ليكل شوى دي ، خورا غوره او نوي ګڼل كيږي

ددې كتاب دريم ټوك د امير عبدالرحمن خان سلطنت ، څلورم ټوك د امير حبيب الله خان دوره او پنځم يې د غازى امان الله خان پېښى څيړي، خو دا دوه وروستي ټوكونه يې تراوسه چاپ شوي نه دي

3- درانى تېمورشاه :

دا كتاب د عزيزالدين پوپلزي تاليف دى د تاريخ ټولنې د270 لمبر په لړ كې د كابل په عامه مطبعه كې چاپ شوى ،

د چاپ كال يې 1333 دى

دا كتاب په دويمه درجه كاغذ كې په يوه منځنۍ قطع او صحافت ليكل شوى او د تيمورشاه دوران په 254 مخونو كې څيړي او ددې دورې په باب يې ژوره څېړنه كړې ده ددې كتاب ماخذونه سراج التواريخ ، سلطاني تاريخ د پښنو تاريخ ، منشي احمد جان تاريخ او ځينې ځانګړي اسناد دي

دا كتاب زما له دې نوې ټولونې سره دا عمومي توپيرونه لري :

دا، چې زما ټولونه په پښتو ليكل شوې ده ، ددې ټولونې او درانى تيمورشاه كتاب ترمنځ مطالب له يو بل سره لږه اړه لري ددې ټولونې توپير ددې كتاب سره د بيان او مقاسيې په وخت ښه ښكاره كيږي ، چې لوستونكې په دواړو لږ درنګ وكړي

ددې كتاب غوره اهميت دادى ، چې د هغې زمانې ډېر مكتوبونه يې د متن سره د سند په توګه درج كړي دى

او لوستونكي د هغې زمانې فرمانونو او ليكنو ته اړ كولى شي

4 – عروج باركزايي ها :

دا كتاب ادوارد الاسنيس پيرس خارجي ليكى او ښاغلو عبدالرحمن پژواك او محمد عثمان صدقى ژباړلى دى

دا كتاب په كال 1333 هجري شمسي د كابل په عمومي مطبعه كې په 180 مخونو كې چاپ شوى دى ( دا كتاب د تاريخ ټولنې له خوا طبع شوى ) د تېمورشاه د زامنو اړودوړ او د احمدزيو د دورې سر او ابتدا يې په ډېر منظم او خواږه شان څيړلې ده

ددې كتاب غوره ښيګڼه داده، چې د هر مخ په پاى كې يې، دېرى تبصرې او پايليكونه ( فوټ نوټو) نه وركړي دي او سر بيره پردې يې ګڼ شمېر ماخذونه ښودلي دي

زما ددې ټولونې په برخه كې ددې كتاب نه اخستنه او مرسته لږه ده، خو تاريخ لوستونكو ته خورا د ګټې وړ دى دا كتاب ددې له پاره ډېر اهميت لري ، چې يوه تن خارجى په ډېر زيار سره د هغه ليكنې ته اقدام كړى او په ډېره بې طرفۍ يې د ماخذونو دښودلو سره سره دافغانستان ددغو مشكلو او جنجالمنو تيارو پېښو يې په تاريخي بڼه رڼا اچولې ده

5 – رجال ورويداد هاى تاريخي :

دا كتاب د ښاغلي احمد على خان كهزاد تاليف او د تاريخ ټولنې له خوا نشر شوى دى ، دا كتاب ، چې د 46 مقالو ټولونه ده په 146 مخونوكې په منځنۍ قطع او ښه صحافت خپور شوى دى

لكه ، چې د نوم نه يې څرګنډيږي ددې كتاب مطالب د افغانستان د غوره تاريخي شخصيتونو په هكله د احمدشاه بابا نه تر امير شيرعلى خان پورې ده، چې په كې شامل او راغلي دي لوستونكي كولاى شي، چې ددغو مقالو په لوستلو سره د افغانستان د اتلسمې او نولسمې پېړۍ دمهمو پېښو نه په ښه شان خبر شي څوك، چې تاريخ لولى د هغو له پاره ګتور دى

6 – احمدشاه :

دا كتاب، چې داّريانا دويمې جايزې ګټونكى دى، ښاغلي غلام محمد غبار ليكلى دى او په كال 1322هـ ش كې په 352 مخونو كې د كابل په عمومي مطبعه كې چاپ شوى

ددې كتاب غوره موضوع ګانى دادي :

د احمد شاه لقب نامه ، د احمد شاه درانى وجه تسميه ، تحصيلات ، صورت ، خوراك او څښاك، تفريح (سيل)، دربار، په تخت كيناستل ، افغانستان پخواله احمد شاه، اداري څپركى، تشكيلات ، پاى او جنګونه په كې راغلى دي

7 – بالاحصار و پيش اّمدهاى تاريخي :

دا كتاب د ښاغلي احمدعلي خان كهزاد تاليف او په دوو ټوكو كې ليكل شوى دى دا كتاب په خوږه ژبه او پخه انشاء تاليف شوى او د افغانستان د تاريخي اثارو په لړ كې يو ښه او غوره اثر ګڼل كيږي

8 – د ژوندون مجلى كلكسيون 1348 كال ، څخه يو څه استفاده هم شوې ده

پښتو ماخذونه :

د پښتنو تاريخ :

دا كتاب د ښاغلي قاضي عطاوالله خان دى د پښتنو په باب مطالب لري او په څلورو ټوكونو كې ليكل شوى دى ،

د لومړى ځل چاپ يې د پېښور په منظور عامه مطبعه كې په كال 1947ع كې تر سره شوې ددې كتاب لومړى ټوك، چې 308 مخونو كې دى د افغانستان تاريخ له 1422- 1838 پورې څيړي

دوهم ټوك يې له 1818 نه تر1842 ميلادى پورې د سدوزيو د سلطنت پاى تر امير دوست محمد خان پورې څرګندوي

د پښتنو تاريخ د سدوزيو د دورې په هكله پوره ليكل شوى او مطالب يې ډېر بنه دي ددې كتاب غوره صفت دادى ، چې پراګرافونه يې په ښه شان مراعات شوي دى او ځاى ځاى يې د پوره كره كتنې له پاره د انګريزي موْلفينو نظر يې كټ مټ په انګريزۍ د كتاب متن ته وردننه كړې دي دا كتاب خورا دروند د ښو معلومات نه ډك دى

2 – پښتانه د تاريخ په رڼا كې :

دا كتاب د سيد بهادر شاه ظفر كاكاخيل تاليف او 1399 مخونو كې په پنډ ټوك چاپ شوى دى ، دا اثر د پښتنو پېښې له 550 قبل الملاد څخه تر 1964ع پورې په لنډه توګه بيانوي

دا كتاب په پېښور كې چاپ شوى او د مطلب بيان په لنډ ډول سره كوي دا، چې د څو پيړيو د پېښو بيان په يوه كتاب كې راغلى دى؛ نو ځكه يې لنډ څيړلي دي

انګريزى ماخذونه :(1)

1 – د كابل د سلطنت او د هغو د توابعو شرح :

دا كتاب د انګريزي مشهور تاريخ ليكونكي الفنستن تاليف دى ، چې په دو ټوكونو كې يې ليكلى دى

دا كتاب د افغانستان د معاصر تاريخ په تيره د اتلسمى او نولسمى پېړۍ په هلكه له غوره كتابو څخه شمېرل كيږي ددى كتاب ارزښت د كورنيو تاليفونه ډېر دى، خو تراوسه نه دى ژباړل شوى

ددى كتاب په لومړى ټوك كې د يوې سريزې په لرلو سره د افغانستان جغرافيايي وضع، اجتماعى ، مذهبى او تاريخې خواوى څيړل شوي دي او د پښتنو د دو دونو او كږنو په هكله ګټور معلومات وړاندې كوي

دوهم ټوك كې د درانيو غلزيو د دغو دورو د تشكيلاتو په هكله ډېر معلومات ليكلي شوي دي او په پاى كې يې د سدوزيو د سلطنت شرح شوې ده

دا كتاب ډېر لږ پيدا كيږي ، ددې كتاب يوه كاپي د كابل پوهنتون په كتابتون كې شته ددې كتاب د ليكلو لار ډېره په زړه پورې ده او هر لوستونكى په يقيني ډول ځانته راكاږي

2 – افغانستان : ددې كتاب موْلف اّرنولد فليچر دى او د متحده اضلاعو د كارنلر ديونيورسټۍ له خپرونو څخه دى

ددې كتاب موضوعات دادي:

مځكه او وګړي، پخوانى افغانستان له 1842- 1880 پورې ، عبدالرحمن خان د امپرياليزم اوج ، د نړۍ د دوو جګړو ترمنځ د افغانستان حال ، له 1945 نه تر 1953 پورې ، افغانستان او سوړ جنګ ، نوى او راتلونكى افغانستان

عبدالله خان ديوان بيګيوزير شاولي خان
نظريات (0)
نظر اضافه کول