د تيمور شاه په وخت كې د افغانستان حال

سر محقق علي محمد منګل

 

د تېمورشاه شخصيت:
تېمورشاه په طبيعي توګه يو سوله غوښتونكى او د جنګ نه بيزار انسان و، همدا وجه وه چې د حكومت د ښه انتظام سره سره د هغه نه د سلطنت او خاورې د سرحدونو او صوبو د اّزادۍ كوښښونه شروع شول د تېمورشاه په پوهه كې څه شك نشته.
فرېر وايي چې د تېمورشاه حكومت په افغانستان كې په عدل او انصاف مشهور دى، مګر له دې سره دى د پښتنو د ژوند په خلاف د نورو د فكر او معاشرت خوښووكى وو.
نور موْرخين وايي، چې تيمورشاه د پښتني كلچر په پرېښودو سره دومره افراط وكړ، چې ده او دده درباريانو پښتو ژبه هم هېره كړه او پر ځاى يې فارسي ژبه او كلچر د كابل په دربار كې لوړ ځاى ته ورسوله دا وجه وه چې د تيمورشاه له دورې څخه د پښتو ژبې زوال پيل شو په دې وخت كې د دوتر ژبه فارسي وه له دې عيبونو پرته تيمورشاه ډېر پوه او لايق پادشاه و.

اعليحضرت احمد شاه بابا(رح) د خپل سلطنت په (26) كلنه دوره كې نه يوازې ګران افغانستان خپلو طبيعي سرحدونو ته ورساوه، بلكې د افغانستان كورنۍ او داخلي وضع يې هم تر ډېره سمه كړه ، قومي شخړې او تربګنۍ يې پاى ته ورسولې او خپلو فتوحاتو ته متوجه شو ده د مركزي حكومت قوت په ټول هيواد او خاوره كې ټينګ كړ او هيواد يې د كارونو او چارو د اسانتيا د پاره په ولايتونو او حكومتونو ووېشه . هر ولايت به د يووالي له خوا اداره كيده منظم عسكري تشكيلات يى جوړ او برابر كړل ټولو خلكو په تيره بزګرانو د ماليې وركولو ته كلكه غاړه كېښودله او دولتي خرڅونې (خزانې) يې ترې ډكې كړې لنډه دا چې د حكومت داخلي او خارجي وضع يې په ډېرې اّرامۍ او هوسايۍ سره دده پر ځاى خپلو راتلونكو كيناستونكو او اولادې ته برابره كړه، خو دده د پادشاهۍ زمانه په جنګونو او عسكري سوقياتو كې تېره شوه مګر راتلونكوي وخت ته يې د خپلې اولادې د پاره اّرامه لار پرانستلې وه.

دتېةورشاه په وخت کي کندهار ښار

 

احمدشاه بابا مقبره چي د هغه په ژوند کي جوړه سوې ده، هدف یې دا و چي خرقه شریفه پکښي کښېښوول سي.
آرامگاه احمدشاه ابدالی در خرقه شریف، قندهار، سال۱۸۸۱میلادی.
د تيمور شاه په زمانه كې دغه ارته لويه سيمه ، چې د افغانانو ګډ كور دى په هماغه بڼه پاتې شوه او كوم ارتوالى يې ونه كړ د دراني تيمور شاه تدبير او اراده دا وه ، چې دغه نيول شوي ملكونه او افغانستان طبيعى سرحدونه تر خپلې وسې پورې وساتي د تيمور شاه د ارادې علتونه چې ولې يې د خپل پلار ( لوى احمد شاه بابا ) په شان څه پرمختګ ونه كړ په دې څيړنه كې به ، چې دده د زمانې او وخت د پاره په نظر كې نيول شوې ده ، جوت كړاى شي.
د تيمور شاه لنډه پيژندګلوي :
الف : د پادشاهۍ د ټاكل كيدونه دمخه (د وړوكوالي- ځوانۍ) وخت :
شهزاده تيمور شاه د اعليحضرت احمد شاه بابا دويم زوى او په (1100هـ ) كال كې پيدا شوى دى (1) دده د پيدا كيدو او زېږيدو ځاى د ايران ما زنداران په اتفاق ښودل شوى دى.
څه وخت چې احمد خان ( لوى احمد شاه بابا(رح) ) د نادر شاه افشار له خوا څخه د مازنداران په ماموريت وګومارل شو د خپلې كډې او خېلخانې نه پرته د ابداليو د قام څلور زره تكړه سواره هم له ده سره مله او ملګري وو په دې ځاى كې د احمد خان ماموريت اوږد شو اوپه (1100 هـ ق – 1742) كال كې يې همدلته شهزاده تيمور پيدا شو(1) احمد خان چې د مازندران د ماموريت له پاره د نادرشاه افشار له خوا ټاكل شوى و؛ نو دده دغه ماموريت په دې ځاى كې تر 1160 كال پورې دوام وموند ددې پورته يادونې او نظر په خلاف ظفر كاكا خيل په خپل كتاب ( پښتانه د تاريخ په رڼا ) كې ليكي ، چې شهزاده تيمور شاه په (1746ع ) كال كې په مشهد كې پيدا شوى دى په دې ترتيب دده د زېږېدو په باب د موْرخينو تر منځ د نظر اختلاف ليدل كيږي.
د احمد خان ددغه ماموريت په وخت كې كله چې د مشهد په فتح اّباد كې د ايران د سردارانو په سلا او مشوره نادر شاه افشار د جمادي اّلاخر د مياشتې په يوولسمهد يكشنبې د شپې په نيمه نيمايي ( پخه شپه ) كې ووژل شو احمد خان تر لنډې جګړې وروسته چې د ايران له مشرانو سره يې وكړه د مشهد له فتح اّباد نه كندهار ته د خپلې كډې ، ماشومانو او ملګرو سره را روان شو احمد خان په دې پېښه كې د نادر شاه افشار د حرم ساتنه د پښتني پت له مخې په ډيره كلكه مېړانه سره وكړه د نادر شاه ميرمنې د احمد خان ددې لوى خدمت په بدل كې هغه ته د كوه نور قيمتي الماس ، چې د محمد شاه ګورګاني له خوا ددې ميړه ( نادر شاه افشار) ته وركړ شوى و، وروبخښلو(1) شهزاده تيمور په اووه كلنۍ كې د خپل مېړني پلار او ګرانې مور سره كندهار ته راغى كله چې، د تيمور پلار (احمدخان ) او نور افغاني مشران كندهار ته راوګرزېدل سمد لاسه يې د مشر په ټاكلو لاس پورې كړ، نهه (9) جرګې د مشر او مشرۍ د ټاكلو د پاره وشوې ، له نهمې جرګې وروسته د ټولو مشرانو په خوښه او په تېره د حاجي جمال خان په پوره پاملرنه احمد خان د افغانستان په پادشاهۍ وټاكل شو او د بخت ستورى يې وځليد، صابر شاه ملنګ د غنمو وږى د احمد خان په سر كې و ټومبه ، د تيږې يو تخت يې جوړ كړ احمد شاه يې پر هغه كيناوه او ورته ويې ويل : دا تخت ستا سلطنت دى او ته پادشاه يې(2) احمد شاه بابا د تيمور د عمر په اووه كلنۍ كې د ګران افغانسان د سلطنت واګې په لاس كې واخيست.
شهزاده تيمور په پنځلس كلنۍ كې د خپل پلار ( لوى احمد شاه بابا) سره د هند د نيولو او يرغلونو په وخت كې ملګرى و، او احمد شاه بابا په 1170ق كال كې د خپلو فتوحاتو په لړ كې د جمادي الاول د مياشتې په اوومه نيټه ډهلي ته ورسيد، دلته يې ديوې مياشتې له تېرېدو وروسته ګوهر نسا بيګم د عزيزالدين مغلي لور خپل ځوان زوى شهزاده تيمور ته نكاح كړه دا د شهزاده تيمور دوهم واده و ، چې تر پنځلس كلنۍ پورې يې په نصيب شو، احمدشاه د خپلې نږور دواده
د مراسمو د تېرېدو نه وروسته ډهلى عزيزالدين محمد ته پرېښود (1)

احمدشاه بابا، د شېر سرخ جرګه

څه وخت چې احمدشاه بابا له هند نه بېرته افغانستان ته د راستنېدو خيال وكړ او د راتګ په وخت كې كله ، چې لاهور ته راورسېد؛ نو خپل ځوان زوى شهزاده تيمور يې چې ډېر حليم، نرم او د ښه سلوك څښتن و او د خپل پلار اعتماد يې حاصل كړى و؛ نو د لاهور، ملتان ، كشمير، تتې ، پنجاپ او نورو ډېرو سيمو د والى په حيث يې مقرر كړ، سردار جان خان ايوب زى پوپلزى يې د هغه د مرستيال په توګه وټاكه ، چې له زوى سره يې په كارونو كې مرسته وكړي د خورشيد جهان د كتاب ليكوال د تيمور شاه د ښوكړو وړو او نيكو خويونو په برخه كې ډېره ستاينه كړې ده او زياته وي چې : ” ده د خپل ماموريت په وخت كې له خلكو سره ډيره نرمه وضعه او ښه چال چلند درلود” شهزاده تيمور شاه هند ته د دوهم ځل تګ نه وروسته ( د خپل پلار سره د پاني پت د جګړې د تماميدونه وروسته ) د لوى شاهنشاه (احمد شاه ) سره كندهار ته راستون شو او د رسېدو سره سم د هرات د والى په حيث وټاكل شو(1) دى تر هغه وخته پورې د هرات والي و، څو، چې د پلار د مړينې نه وروسته د افغانستان د پادشاهۍ پر تخت د خپل پلار په مخكنۍ اشارې سره كيناست.
ب : پر تخت كيناستل:
اعليحضرت احمدشاه بابا د خپلې مړينې نه د مخه د هغه لياقت او ځيركۍ له مخې ، چې په شهزاده تيمور كې يې ليدله؛ نو د نورو زامنو څخه يې هغه د سلطنت د چارو د اجرا د پاره وړګاڼه ، له دې كبله يې د هغه د وليعهد كېدو اشاره په خپل ژوند كې كړې وه كله ، چې لوى احمد شاه بابا مړ شو شهزاده تيمور په هرات كې و(2) وزير شاه ولي خان د وخت نه استفاده وكړه او خپل زوم شهزاده سليمان يې په كندهار كې پر تخت كيناوه د وخت ځينو غټو مشرانو ، چې د احمد شاه بابا وصيت يې د شهزاده تيمور د پادشاه كېدو د پاره د هغه له خولې اورېدلي و؛ نو د وزير شاه ولى خان په دې كار خواشيني شول او د شهزاده سليمان پادشاه كېدو ته يې غاړه كښېنښودله دوى د كندهار نه ووتل او د هرات لور ته د شهزاده تيمور ليدلو ته ورغلل ، تيمور، چې دپلار له مرګ نه خبر شو ډېر غمجن و
د وزير شاه ولي خان دې كار او شوم پلان ، چې د خپل زوم په برخه كې يې سرته رسولى و ، تيمور شاه را جګ كړ، د هرات خلك ، چې زيات يې هزاره او ايماق وو ، ځانته راوبلل هغوى ته يې وويل : زما پلار لوى احمدشاه بابا زه په خپل ژوند كې د پادشاهۍ د پاره ټاكلى وم اوس ، چې هغه مړ دى ، وزيرشاه ولي خان زما ورور شهزاده سليمان ، چې دده زوم كيږي په تخت كينولى دى ، زما د پلار خزانې يې ټولې په خپل واك كې نيولي دي ، اّيا له دې غاصب نه زه د تخت او سلطنت د نيولو حق لرم كه نه؟
د شهزاده تيمور له دې خبرو وروسته د هرات خلكو د خپل والي د ښه چلند له مخې، چې تر اوسه يې د ولايت چارې په غاړه درلودلې په يوه خوله هغه ته وويل : ته حق لرې ، چې د سلطنت چارې په خپل لاس كې ونيسې او پر تخت كښېنې، موږ ټول ستا مله او ملګري يوْ د خلكو له منځ نه شيخ يحيى، چې لوى عالم و را پور ته شو او د هغه وخت سلطنتي توره يې د شهزاده په څنګ كې ځوړنده كړه او ټول افغاني قامونه د هغه په مرسته او ملاتړ ودرېدل له لږې مودې وروسته شهزاده تيمور په ډېره بيړه د خپل لښكر سره د كندهار لور ته حركت وكړ او د بكوا د دښتې د لارې د كندهار احمدشاهي ښار ته له خپلو لښكرو سره ننوت (1)

تیمور شاه

وزير شاه ولي خان ، چې د خلكو زياته مينه د شهزاده تيمور د پادشاه كېدو د پاره وليدله ؛ نو د هغه مخې ته د هر كلي د پاره ورغى، مګر څنګه ، چې شهزاده تيمور د قام د لويانو تر زيات تاثير لاندې راغلى و، وزير شاه ولي خان يې مړ كړ او د هغه په ټولو خدمتونو يې سترګې پټې كړې ( د قام د مشرانو تر منځ د سليمان د پادشاه كېدو په اثر زيات اختلاف پيدا شوى و ، چې د موضوع په ارتباط به جوت كړاى شي ) دى ددې لوى سړي د وژلو نه وروسته كندهار ته په ډاډه زړه ور دننه شو ، شهزاده سليمان ، چې پوه او هوښيارو او په دې پوهېده ، چې تيمور له ما څخه هوښيار دى ، لياقت لري او له بلې خوا يې هيله درلودله ، چې د وروڼو د وژلو دوره پيل كړي؛ نو د سلطنت او تخت د چارو نه يې لاس په خپله واخيست او هغه و ، چې تيمور شاه د افغانستان پادشاه شو (2)
تيمور شاه د خپل ورور شهزاده سليمان په دې نيك او شريف حركت او كار ډېر خوشاله شو ، تر څو ، چې سليمان ژوندى و تيمور شاه د هغه عزت او احترام كاوه، په دې ډول سره تيمور شاه د افغانستان په تاريخ كې د خپل پلار نه وروسته په (1773ع ) كال كې د افغانستان د سلطنت پر تخت كيناست (1)
د شهزاده سليمان د پادشاه كېدو ، د وخت او مودې په برخه كې ، چې څومره وه ، د احمد شاه بابا د مړينې او له هرات نه كندهار ته د شهزاده تيمور تر راتلو پورې صحيح او سم معلومات نشته ، چې د ده د پادشاهۍ وخت ترې جوت شي ، خو ( د شهزاده سليمان استاذ ملا پيرمحمد كاكړ، چې د پښتو ژبې يو ګرامر يې د معرفت الافغاني په نوم د خپل شاګرد شهزاده سليمان په نوم اهدا كړى دي ) د ملا پير محمد كاكړ
د دغې اهدا د نظمونو له بيتونو څخه جوتيږي ، چې د سليمان د سلطنت او پادشاهۍ په وخت كې يې ليكلى دي (2)، چې
د سلطنت موده يې له درو مياشتو نه زياتيږي

د پير محمد كاكړ هغه اشعار چې د خپل شاګرد
د پادشاهۍ په باره كې يې كښلي دي دا دي :

پس له حمده له دروده
شاه سليمان دحكم نمر دى
د شاه تخت سليماني دى
زېب زينت دى شاه د علم
په ميدان د جنګ هم شېر دى
صاعقه د ده د قهر
پښتانه ور باندې شاد شوه
شاه زاده د علم كان دى
د دولت يې زه دعا كړم
څو امكان د بقا وينه
چې عالم باندې روشن دى
شوه د شاه مدحه مقصوده
كل عالم پرې منور دى
عجب لطف يزداني دى
سيال يې نشته څوك په حلم
د اعدا په حق شمشېر دى
ورانوي د دښمن شهر
له همه غمه اّزاده شوه
نن رونق د درست جهان دى
دبخت خواست يې تل له خدا كړم
دا اّفتاب دې رب لرينه
تمام ملك په ده ګلشن دى(1)
د تيمور پادشاهى :
لكه چې د مخه اشاره وشوه اعليحضرت تيمور شاه د خپل پلار غازي اعليحضرت احمد شاه بابا په وصيت او د سردار عبدالله خان پوپلزي ديوان بيګي او نورو مشرانو په ملاتړ او پلوي په كال (1186ق او 1773ع ) كې د درانيو د قام د دوهم پادشاه په حيث پر تخت باندې كيناست او د افغانستان خپلواك پادشاه شو
د پايتخت نكلول:
اعليحضرت تيمور شاه دسلطنت د كيناستو نه څو مياشتې وروسته خپل پايتخت له كندهار نه كابل ته ځكه نقل كړ چې :
 كابل ډېره ښه او معتدله هوا درلودله
 د تجارت له كبله يې ډېر زيات اهميت درلود
 د سياست له مخې يې هند ته د نږديوالي له امله زيات اهميت درلود
 له ټولو څخه ډېره غوره دا وه ، چې اعليحضرت تيمورشاه په دې كار سره غوښتل ، چې د كندهار د خانانو ته به په هوسا او اّرامه سره حكومت وكړي او د هغو له حملو او يرغلونو څخه به بچ او په څنګ وي (1)
تيمور شاه پوهېده ، چې په كندهار كې په اّرامه سره حكومت كولاى نه شي ، دا ځكه د احمد شاه بابا د سلطنت او لويې امپراتورۍ په ځلانده دوره كې درانيان په اقتصادي ، سياسى او نظامي لحاظ د نورو قومونو نه ډېر غښتلي او ممتاز شول، ددې علت دا و، چې له يوې خوا دوى ته تر نورو قومونو زياته تنخوا ( معاش ) مقرره و او له بلې خوا د عسكري خدمت په مقابل كې د ډېرو ملكونو او كروندو مځكو خاوندان وو او هم يې د فتوحاتو په لړ كې ډېرې ولجې تر ګوتو كړې وې (1)
د دغو ټكيو له مخې درانيان دومره غښتلي او قوي شوي وو ، چې خپله حكومت ته د وېرى او خطر لوى خنډ او سرچينه وو ، تيمور شاه ، چې د دوى له راتلونكيو احتمالي يرغل او حملې نه ډاريده ، كندهار يې پرېښود او مركز (پايتخت) يې كابل وټاكه چې په دې ډول يې ځان لږ څه اّرام او ډاډه حس كړ
پر تخت له كيناستو وروسته د تيمور شاه لومړنۍ غلتي دا وه ، چې هغه خپله دارالخلافه د كندهار نه كابل ته نقل كړه ، ددې پېښې علت دا و ، چې د كندهار د خلكو نه د سليمان ميرزا په ملګرتيا خپه شوى و له همدې كبله يې كندهار پرېښود چې كندهار د درانيو مركز و د دراني تيمور شاه په زړه كې دا شك و ، چې دراني زړور ، زورور او په شمېر كې ډېر دي ، كله چې دوى يوه پادشاه ته اتفاق وكړي هغه د تخت نه كوز ولى او ايسته كولاى شي (2)
تيمور شاه د خپل پلار په خلاف د حكومت ډېرې غټې څوكۍ پرته له پښتنو نورو مشرانو ته په واك كې وركړې ، دا هغه خلك وو چې ډېر لږ يې پښتانه وو، په دې ډول سره تيمور شاه هغه تر خپل احسان لاندې را وستل په دغو مشرانو كې لومړنى سړى قاضي فيض الله خان و، چې د شاهي فرقې مشري يې په غاړه واخيسته (1)
د ظفر كاكا خيل په قول اعليحضرت تيمور شاه عبدالطيف خان د محصول د ټولولو افسر او د قاضى عطاوالله په قول د وزير په حيث وټاكه ، تيمور شاه خپل ساتندوى او محافظ فوځ د اسحاق زيو څخه جوړ كړ ، چې دا د درانيو يوه خواره او كمزورې قبيله وه تيمور شاه له دوى سره د قزلبا شو (12000) دولس زره كسيز فوځ هم ملګره كړ تيمور شاه د خپل سلطنت په لومړيو وختو كې د پښتنو ولسي او بې قاعدې لښكر ، چې اعتماد يې ورباندې نه كاوه ړنګ او لرې كړ ددې پر ځاى يې يو منظم تنخوا خور لښكر جوړ كړ په دې توګه سره تيمور شاه د پرديو په ملګرتيا د قام له سردارانو او مشرانو سره خپلې اړيكې ورو ورو پرې كړې (2) دغو كارونو په سرته رسولو سره تيمور شاه د پښتنو په فكر يو پردى او بېګانه پادشاه وګڼل شو او پښتانه بې له شكه د هغه نه ډېر زيات خواشيني او ناراضه شول.

 د دې ليكنې د ماخذونو پېژندنه :

له كومو ماخذونو څخه ، چې په دغه رساله كې استفاده شوې ده د مطلب په بيان كې يو له بله سره توپير لري ، هر ماخذ موْلف د خپل وس په توان د افغانستان د تاريخي پيړۍ

د پېښو په لړ كې خپله ليكنه غوره بللې ده له دې سره سره د دوى تر منځ دموادو اقتباس او يو شان والى ډېر ځله ليدلى شو

سره له دې هم داسې اړيكې شته، چې هغه له يو بل څخه بيلولاى شي مونږ دلته د كتاب د چاپ ځاى ، كال د پېښو او مطلب لنډه څېړنه څرګند ول غواړو

الف : فارسي ماخذونه :

1- – سلطاني تاريخ

دا كتاب د سلطان محمد خان دراني پواسطه ليكل شوى او د افغانستان د تاريخ په تيره د درانيانو په باب يې ډېر خوندور معلومات په خوږه قلمى ژبه ټول كړي دي ، دا كتاب

د بمبي دمعموره بندر په محمدي نومي چاپخانه كې په كال 1298 طبع شوى دى ددې تاريخى كتاب متن ، چې سړى ګوري داسې غوره مطالب لر ي، چې لوستل يې سړي ته خوند وركوي

دا كتاب په دوه سوه يونوي مخونو كې ليكل شوى دى او ليكوال زيات زحمت پرى ګاللى دى د سلطاني تاريخ غوره او درانده مطالب د يوې سريزې په ګډون دادي :

د افغانستان وضع د اسلام د منځ ته راتلو سره ،

د افغانانو نسب، د لوديانو بيان، سوريان (شيرشاه سوري )،

د سورد افغانانو د حكومت پاى په هند كې ، د ابداليانو بيان

د غلزيو شرح او پاى، نادرشاه افشار، احمدشاه بابا ، تيمورشاه، شاه محمود، شاه زمان، شاشجاع الملك او شاهزاده كامران ، ختم

دغه اثر، چې په پخوانۍ انشاء ليكل شوى دى عبارات يې ډېر په عربى دي او د هغوى معنى كول ضروري كار دى ، سره له دې هم ددې كتاب د بيان لار ډېره خوږه ده او كټ مټ

د يوه داستان بڼه غوره كوي ، تشبيهات او ادبي رنګ په كې ډېر دى ، د متن په منځ كې يې په موضوع پورې تړلي شعرونه راوړي دي

ددې كتاب يو زيان دادى، چې پراګرافونه يې په يو بل كې ګډ دي او په موضوع باندې سړى ښه نه پوهېږي ، سر بيره پردې دغه قيمتى اثر د ډېرې استفادې وړ او د درانيو د سلطنت ياد يې په لومړي ټوك كې په ښه شان سره راوړى دى، داسې معلوميږي، چې له دې وروسته موْرخينو د خپلو تصنيفونو په ليكلو كې ور څخه ډېر مطالب اخيستى او اقتباس كړي دي

2- – سراج التوارخ :

دا كتاب د سراج الاخبار ليكوني ملا فيض محمد هزاره ليكلى او د كابل د دارالسلطنه په حروفي مطبعه كې په كال 1331ق طبع شوى

ددغه كتاب چاپ شوي ټوكونه دريو ته رسېږي او تر ډېرې پلټنې او تحقيق نه وروسته مې بيا موند د كتاب اصل په پنځو ټوكونو كې ليكل شوى ، چې د هغو له لړ نه درې لومړي ټوكونه يې چاپ او دوه نور يې ، چې قلمى دي د پوهنې وزارت په كتابخانه كې قيد (خوندى) دي

د سراج التواريخ د پاتى دوو ټوكونو نه چاپېدل يو تاريخي كيفيت لري، چې لاندې په لنډ ډول اشاره ورته كول غواړم

ملا فيض محمد خان څه وخت ، چې د سقاو ( حبيب الله خان ) له خوا د هزاره جات سيمې ته د هزاره ګانو د پلوي كېدو په غرض ولږه ، دغه وخت و، چې ملا فيض محمد د خپلې وظيفې په خلاف د هزاره جات د سيمې اوسيدونكي هزاره يې د غازي امان الله خان په پلوۍ او خوا را پاڅول دده له دې نيك حركت نه كله ، چې حبيب الله خان (سقاو) خبر شو، هغه يې ونيوو او ددې جرم په خاطر يې هغه وواژه او دده تصنيفونه يې وسوزول

له دې امله د سراج التواريخ ټولې كاپۍ په كابل كې له لسو او پنځلسو نه زياتيى نه پيدا كيږي ، نو ځكه دا كتاب ډېر لږ او نادر بلل كيږي

ددې كتاب دريم ټوك بيخى نه پيدا كيږي ، كه پيدا شي قيمت يې لوړ او تر 1500 پورې رسيږي ، حال دا، چې د لومړي او دوهم ټوك بيه يې تر 300 پورې ده

د كابل پوهنتون كتابتون په دې وروستيو وختو كې په دې بريالى شو، چې د دغه قيمتي كتاب دريم ټوك پيدا كړى فكر كوم ، چې ددې كتاب (اكسيشن) كتلاك او نورې مرحلى تر اوسه پورې د علاقه لرونكو د مطالعې له پاره اجرا شوې نه دي

ددغه كتاب د لومړي او دوهم ټوك غوره بيان د سدوزيو پېښې او د محمدزيو تاريخ تر امير عبدالرحمن خان پورې ګڼل كيږي، چې په 377 مخونو كې په لويه قطع او صحافت ليكل شوى دى

د سراج التواريخ د لومړى ټوك ډېر ځايونه د سلطاني تاريخ او ځينو نورو پخوانيو تاريخونو څخه اخيستل شوي

سره له دې هم ددې كتاب مطالب ، چې د نورو ژبو څخه

د افغانستان په باب ليكل شوى دي ، خورا غوره او نوي ګڼل كيږي

ددې كتاب دريم ټوك د امير عبدالرحمن خان سلطنت ، څلورم ټوك د امير حبيب الله خان دوره او پنځم يې د غازى امان الله خان پېښى څيړي، خو دا دوه وروستي ټوكونه يې تراوسه چاپ شوي نه دي

3- درانى تېمورشاه :

دا كتاب د عزيزالدين پوپلزي تاليف دى د تاريخ ټولنې د270 لمبر په لړ كې د كابل په عامه مطبعه كې چاپ شوى ،

د چاپ كال يې 1333 دى

دا كتاب په دويمه درجه كاغذ كې په يوه منځنۍ قطع او صحافت ليكل شوى او د تيمورشاه دوران په 254 مخونو كې څيړي او ددې دورې په باب يې ژوره څېړنه كړې ده ددې كتاب ماخذونه سراج التواريخ ، سلطاني تاريخ د پښنو تاريخ ، منشي احمد جان تاريخ او ځينې ځانګړي اسناد دي

دا كتاب زما له دې نوې ټولونې سره دا عمومي توپيرونه لري :

دا، چې زما ټولونه په پښتو ليكل شوې ده ، ددې ټولونې او درانى تيمورشاه كتاب ترمنځ مطالب له يو بل سره لږه اړه لري ددې ټولونې توپير ددې كتاب سره د بيان او مقاسيې په وخت ښه ښكاره كيږي ، چې لوستونكې په دواړو لږ درنګ وكړي

ددې كتاب غوره اهميت دادى ، چې د هغې زمانې ډېر مكتوبونه يې د متن سره د سند په توګه درج كړي دى

او لوستونكي د هغې زمانې فرمانونو او ليكنو ته اړ كولى شي

4 – عروج باركزايي ها :

دا كتاب ادوارد الاسنيس پيرس خارجي ليكى او ښاغلو عبدالرحمن پژواك او محمد عثمان صدقى ژباړلى دى

دا كتاب په كال 1333 هجري شمسي د كابل په عمومي مطبعه كې په 180 مخونو كې چاپ شوى دى ( دا كتاب د تاريخ ټولنې له خوا طبع شوى ) د تېمورشاه د زامنو اړودوړ او د احمدزيو د دورې سر او ابتدا يې په ډېر منظم او خواږه شان څيړلې ده

ددې كتاب غوره ښيګڼه داده، چې د هر مخ په پاى كې يې، دېرى تبصرې او پايليكونه ( فوټ نوټو) نه وركړي دي او سر بيره پردې يې ګڼ شمېر ماخذونه ښودلي دي

زما ددې ټولونې په برخه كې ددې كتاب نه اخستنه او مرسته لږه ده، خو تاريخ لوستونكو ته خورا د ګټې وړ دى دا كتاب ددې له پاره ډېر اهميت لري ، چې يوه تن خارجى په ډېر زيار سره د هغه ليكنې ته اقدام كړى او په ډېره بې طرفۍ يې د ماخذونو دښودلو سره سره دافغانستان ددغو مشكلو او جنجالمنو تيارو پېښو يې په تاريخي بڼه رڼا اچولې ده

5 – رجال ورويداد هاى تاريخي :

دا كتاب د ښاغلي احمد على خان كهزاد تاليف او د تاريخ ټولنې له خوا نشر شوى دى ، دا كتاب ، چې د 46 مقالو ټولونه ده په 146 مخونوكې په منځنۍ قطع او ښه صحافت خپور شوى دى

لكه ، چې د نوم نه يې څرګنډيږي ددې كتاب مطالب د افغانستان د غوره تاريخي شخصيتونو په هكله د احمدشاه بابا نه تر امير شيرعلى خان پورې ده، چې په كې شامل او راغلي دي لوستونكي كولاى شي، چې ددغو مقالو په لوستلو سره د افغانستان د اتلسمې او نولسمې پېړۍ دمهمو پېښو نه په ښه شان خبر شي څوك، چې تاريخ لولى د هغو له پاره ګتور دى

6 – احمدشاه :

دا كتاب، چې داّريانا دويمې جايزې ګټونكى دى، ښاغلي غلام محمد غبار ليكلى دى او په كال 1322هـ ش كې په 352 مخونو كې د كابل په عمومي مطبعه كې چاپ شوى

ددې كتاب غوره موضوع ګانى دادي :

د احمد شاه لقب نامه ، د احمد شاه درانى وجه تسميه ، تحصيلات ، صورت ، خوراك او څښاك، تفريح (سيل)، دربار، په تخت كيناستل ، افغانستان پخواله احمد شاه، اداري څپركى، تشكيلات ، پاى او جنګونه په كې راغلى دي

7 – بالاحصار و پيش اّمدهاى تاريخي :

دا كتاب د ښاغلي احمدعلي خان كهزاد تاليف او په دوو ټوكو كې ليكل شوى دى دا كتاب په خوږه ژبه او پخه انشاء تاليف شوى او د افغانستان د تاريخي اثارو په لړ كې يو ښه او غوره اثر ګڼل كيږي

8 – د ژوندون مجلى كلكسيون 1348 كال ، څخه يو څه استفاده هم شوې ده

پښتو ماخذونه :

د پښتنو تاريخ :

دا كتاب د ښاغلي قاضي عطاوالله خان دى د پښتنو په باب مطالب لري او په څلورو ټوكونو كې ليكل شوى دى ،

د لومړى ځل چاپ يې د پېښور په منظور عامه مطبعه كې په كال 1947ع كې تر سره شوې ددې كتاب لومړى ټوك، چې 308 مخونو كې دى د افغانستان تاريخ له 1422- 1838 پورې څيړي

دوهم ټوك يې له 1818 نه تر1842 ميلادى پورې د سدوزيو د سلطنت پاى تر امير دوست محمد خان پورې څرګندوي

د پښتنو تاريخ د سدوزيو د دورې په هكله پوره ليكل شوى او مطالب يې ډېر بنه دي ددې كتاب غوره صفت دادى ، چې پراګرافونه يې په ښه شان مراعات شوي دى او ځاى ځاى يې د پوره كره كتنې له پاره د انګريزي موْلفينو نظر يې كټ مټ په انګريزۍ د كتاب متن ته وردننه كړې دي دا كتاب خورا دروند د ښو معلومات نه ډك دى

2 – پښتانه د تاريخ په رڼا كې :

دا كتاب د سيد بهادر شاه ظفر كاكاخيل تاليف او 1399 مخونو كې په پنډ ټوك چاپ شوى دى ، دا اثر د پښتنو پېښې له 550 قبل الملاد څخه تر 1964ع پورې په لنډه توګه بيانوي

دا كتاب په پېښور كې چاپ شوى او د مطلب بيان په لنډ ډول سره كوي دا، چې د څو پيړيو د پېښو بيان په يوه كتاب كې راغلى دى؛ نو ځكه يې لنډ څيړلي دي

انګريزى ماخذونه :(1)

1 – د كابل د سلطنت او د هغو د توابعو شرح :

دا كتاب د انګريزي مشهور تاريخ ليكونكي الفنستن تاليف دى ، چې په دو ټوكونو كې يې ليكلى دى

دا كتاب د افغانستان د معاصر تاريخ په تيره د اتلسمى او نولسمى پېړۍ په هلكه له غوره كتابو څخه شمېرل كيږي ددى كتاب ارزښت د كورنيو تاليفونه ډېر دى، خو تراوسه نه دى ژباړل شوى

ددى كتاب په لومړى ټوك كې د يوې سريزې په لرلو سره د افغانستان جغرافيايي وضع، اجتماعى ، مذهبى او تاريخې خواوى څيړل شوي دي او د پښتنو د دو دونو او كږنو په هكله ګټور معلومات وړاندې كوي

دوهم ټوك كې د درانيو غلزيو د دغو دورو د تشكيلاتو په هكله ډېر معلومات ليكلي شوي دي او په پاى كې يې د سدوزيو د سلطنت شرح شوې ده

دا كتاب ډېر لږ پيدا كيږي ، ددې كتاب يوه كاپي د كابل پوهنتون په كتابتون كې شته ددې كتاب د ليكلو لار ډېره په زړه پورې ده او هر لوستونكى په يقيني ډول ځانته راكاږي

2 – افغانستان : ددې كتاب موْلف اّرنولد فليچر دى او د متحده اضلاعو د كارنلر ديونيورسټۍ له خپرونو څخه دى

ددې كتاب موضوعات دادي:

مځكه او وګړي، پخوانى افغانستان له 1842- 1880 پورې ، عبدالرحمن خان د امپرياليزم اوج ، د نړۍ د دوو جګړو ترمنځ د افغانستان حال ، له 1945 نه تر 1953 پورې ، افغانستان او سوړ جنګ ، نوى او راتلونكى افغانستان

 

احمدشاه باباتيمور شاهشېر سرخ جرګهکابلکندهارمحمد شاه ګورګاني
نظريات (0)
نظر اضافه کول