د خوشحال خان خټک مهمو جګړو ته لنډه کتنه

محمدخان احمدي

خوشحال خان خټک د ښه لیکوال، شاعر او رهبر تر څنګ په جګړه او توره هم ښه غښتلی او پهلوان و. خوشحال خان خټک د شهبازخان زوی او د یحیاخان لمسی و. نوموړي په ۱۰۲۲ هـ.ق کال د پېښور په سرای اکوړه کې چې لنډي سیند ته نېردې دی؛ دې نړۍ ته سترګې وغړولې. په ماشومتوب کې له ډېرو ناخوالو سره مخ شوی دی.

خوشحال خان خپل خلک د ملي مفکورې پر اساس د دښمن د شومو موخو پر وړاندې راټولو کړل. په لومړي سر کې یې د مغلو په پلوۍ له خپلو خلکو او بیا له خپلو دښمنانو (مغلو) سره سختې جګړې وکړې چې د دې جګړو په ترڅ کې ډېر خلک ووژل شول. په دې لیکنه کې د نوموړي مهمو جګړو ته لنډه کتنه کوم.

له یوسفزیو سره جکړه:

د خوشحال خان خټک لومړی جګړه له یوسفزیو سره وه. کله چې بهاکوخان په بلاکو خټکو برید وکړ، د جګړې په ترڅ کې ډېر خټک ووژل شول. دا جګړه په ۱۰۳۵ هـ.ق کې پېښه شوه.

له دې جګړې درې میاشتې نه وې تېرې شوې چې شهبازخان د غچ اخیستلو لپاره خپلې لښکرې راټولې کړې او د بهاکوخان په کلي (مانیري) یې برید وکړ. جګړه وشوه، په دې جګړه کې خټکو بری تر لاسه کړ او ډېر یوسفزي پکې ووژل شول.

بلړ جګړه:

د بلړ جګړه په ۱۰۵۰ هـ.ق کې د روژې په میاشتې کې شوې ده. کله چې د اکاخېلو قبلې له مالیې ور کولو څخه انکار وکړه، نو د خوشحال پلار شهبازخان یې پر وړاندې راپاڅېده او د وړوکي لښکر په راټولو سره چې خوشحال خان او د نوموړي ورور جمیل بیګ او وراره یې ساقي بیګ پکې وو؛ د جګړې ډکر ته ورغلل. په دې جګړه کې چې په بلړ نومي ځای کې د دواړو لښکرو ترمنځ ونښته؛ خټک له ماتي سره مخ شول. خوشحال خان او د ده پلار شهبازخان سخت پکې زخمیان شول چې شهبازخان بیا د همدې زخمونو له امله د ۵۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سره مخښه وکړه.

د کانګرې پری:

خوشحال خان خټک دا جګړه د مغلي پوځ په پلوۍ هغه وخت تر سره کړه چې دی د بهادرخان په پوځ کې شامل شوی و. دا جګړه د کانګرې له واکمن جګهت سینګ سره په ۱۰۵۱ هـ.ق کال کې وشوه چې په ښکاره یې د مغلو واکمني منله؛ خو په پټه یې د هغو پر وړاندې ځان پیاوړی کاوه. په دې جګړه کې بهادرخان له درې زره سپرو او درې زره پلو ځواکونو سره شهزاد مرادبخش ته ورغی. خوشحال خان هم له دوه زره لښکرو سره په دې جګړه کې برخه واخیسته. نوموړی په دې اړه وایي: «ټول ځوانان وتښتېدل، له ماسره ۵۰ ځوانان په لښکر کې پاته وو چې جګړه تورې ته ورسېده، د هندیانو لښکرې ټولې په شا شولې». په دې جګړه کې خوشحال خان خټک ښه وځلېده او د پاچا پر وړاندې یې ښه باور او ویاړ تر لاسه کړ.

خوشال خان خټک، د ناصر ريشا د هنري ګوتو کمال

د بلخ او بدخشان جګړه:

دا جګړه هم د خوشحال خان مهمه جګړه ده چې په ۱۰۵۵ هـ.ق کال کې ترسره شوه. د دې جګړې علت د مغلو د امپراطورۍ پر وړاندې د ایرانیانو دسیسې وې چې د بلخ او بدخشان په جګړو کې خوشحال خان پوره ونډه واخیسته او خپله مېړانه یې وښودله.

له بنګښو سره جګړه:

خوشحال خان خټک دا جګړه د بنګښو له مشر شېر محمدخان کوهاټي سره په ۱۰۶۳ هـ.ق کال کې تر سره کړې ده. د دې جګړې لامل د بولاقو کلا وه. شېرمحمدخان غوښتل چې دا کلا په ۳۰ زره روپیو واخلي. د همدې کلا پرسر د بنګښو او خټکو تر منځ جګړه وشوه چې څوتنه بنګښ پکې ووژل شول. له دې وروسته شېر محمدخان د خوشحال خان پر وړاندې یو بل لښکر راجوړ کړ؛ کله چې خوشحال خان له دې پېښې خبر شو، نو ده هم د اشرف خان او بهادر خان په مشرۍ د دوی پر وړاندې لښکر چمتو کړ. جګړه ونښته چې په دې جګړه کې د شېر محمدخان یو تره هم ووژل شو او بنګښو ته سخت مالیي او ځاني زیانونه ور واښتل.

د تیرا مهم

دا د خوشحال خان بله داسې جګړه ده چې له یوسفزیو سره یې کړې ده. د خوشحال او یوسفزیو ترمنځ مخالفت روان و چې په ۱۰۷۰ هـ.ق کال د تیرا له مهم څخه خوشحال خان خټک یوسفزیو ته ماتې وکړه چې په دغه جګړه کې له نوموړي سره اشرف خان، سعادت خان او بهرام خان هم ملګري وو. خوشحال خان له باکوخان څخه د غچ اخیستلو په موخه له اکوزیو او مندړو څخه غټ پوځ جوړ کړ او یوه میاشتې یې ور سره جګړه وکړه چې په پایله کې یوسفزیو ته سخته مرګ ژوبله ور واوښته او درې سوه یوسفزي پکې ووژل شول.
…..
له بند وروسته جګړې:

خوشحال خان په ۱۰۷۴ هـ.ق کال د مغلو له خوا بندي کیږي، خو کله چې دی بیرته له بند څخه راخوشی کیږي، نو په فکرونو کې یې پوره بدلون راغلی وي؛ په دې وخت کې نوموړي خپل دوست او دښمن ښه پېژندلي وي. کله چې له بند څخه راخوشی کیږي، نو داسې هوډ نیسي چې له یوسفزیو سره جګړه ونه کړي. وړاندې به دی د مغلو په طرفدارۍ له یوسفزیو سره جنګېده، خو داځل داسې نه کوي.
خوشحال خان چې له بند څخه راخوشی کیږي، نو اورنګزېب ډېر کوښښ کوي چې خوشحال خان بیرته خپل کړي، خو خوشحال اوس په هر څه پوه شوی وي او نه غواړي چې مغلو یې د خپلو ګټو لپاره وکاروي. د مغلو او پښتونو ترمنځ هم سخت جنګونه کیږي چې ځیني مهم به یې دلته راواخلو.

د تاترې جګړه:

دا جګړه د یوې کونړۍ نجلۍ پر سره د مغلو او پښتنو ترمنځ کیږي. هغه داسې چې د مغلو څو کسان دې نجلۍ ته په بده سترګه ګوري او د هغه سیمې د خلکو له خوا له تند غبرګون سره مخ کیږي. د مغلو د پوځ مشر حسن بیګ پوځ ته امر کوي چې د ساپیانو کلی دې وسوزول شي، د ساپیانو د پاڅون پر وړاندې حسن بیګ ماته خوري او محمد امین له دې پېښې خبر شي. د محمد امین لښکرې لواړکي ته رارسیږي، نو پښتانه پرې راټولیږي. لومړی له غره نه پر تیږې راغورزوي بیا لاس په لاس جګړه ور سره کوي. دا جګړه یوه ورځ دوام کوي، نو د محمد امین خان لښکر د تاتري لاره ونیسي او په همدې لاره کې له منځه ولاړ شي.
له دې وروسته پښتانه له مغلو سره نورې جګړې د خوشحال په رهبرۍ او مشرۍ تر سره کوي چې هغه هم د خیبر، نوښار، ګنډاب، خادپښ جګړې یادیږي او پښتانه مغلو ته سختې ماتې پکې ور کوي. خوشحال خان له بنګښو سره هم جنګونه کوي چې دوې مهمې جګړې یې د ګنبت او ډوډې دي.

له بنګښو سره جګړې:

خوشحال خان له بنګښو سره دوې مشهورې جګړې تر سره کړې دي چې ګنبت او ډوډې نومیږي. د خټکو او بنکښو تر منځ د ګنبت جګړه په ۱۰۸۶ هـ.ق کال کې وشوه. په دغه جګړه کې خټکو ماتې وخوړه او خوشحال خان او د نوموړي زوی عبدلقادرخان پکې زخمیان شول.

د ډوډې جګړه:

د ګنبت له جګړې وروسته د بنګښو او خټکو تر منځ لویه جګړه د ډوډې ده چې په ۱۰۹۱ هـ.ق کال کې تره شوه. په دې جګړه کې سرچپه بنګښ ستر ماتې خوري او خټک بریالي کیږي. دا کلا په دوو ورځو کې ونیول شوه چې په دې جګړه کې له خوشحال خان سره د ده دوه زامن عابدخان او صدرخان هم ملګري وو.

په اکوړه خټک کې د خوشحال خان خټک ارامځاى

 

بنګښخوشحال خاند تاترې جګړهد ډوډې جګړهیوسفزی
نظريات (0)
نظر اضافه کول