د ضحاک کلا

په شپږمې ميلادي پېړۍ کې جوړه د باميانو د ضحاک کلا د هغو نسواري او سوربخنو تيږو نه جوړه ده چې هم د دې غره نه يې توږلې وې.

دا د “شهرضحاک” او ” شهر غلغله” په نومونو يادېږي او هر يو يې لپاره خلک بېلا بېل کيسې لري. ضحاک د افغانستان هغه باچا و چې د فردوسي په شاهنامه کې يې زکر شوې دې. واي چې د ضحاک په اوږو دوه ماران و چې د خلکو مغز به يې خوړلو.
د غلغلې توضيح دا ده چې د چنگېز په حمله کې دلته ډېر خلک ووژل شول او د هغوي خپلوانو به تر ډيرې مودې ماتم کوو. خو دا افسانې تاريخې حقايق نه دي.
د ضحاک دفاعي کلا د باميانو ښار په ختيځ کې ۱۵ کلوميټر په فاصله کې د دوو سيندونو په سنگم په هغه لوړ غر جوړ دې چې پخپله د يو کلا په شکل ښکاري. د دې غر تر ټولو لوړه څوکه د زمکې نه ۳۵۰ فټه اوچته ده.
کلا په دې هنر جوړه شوې ده چې هره برخه يې د غر سره نښتې ښکاري. د دې بنسټ د تيږو او ورباندې د خټو کچه خښتې داسې په مهارت لگول شوي دي چې ډيزاين ترې جوړېږي. د کلا برجونه ( منارې) دروازه يا کړکۍ نه لري او داسې ښکاري چې پوځيانو به د لرگي زينې به يې کارولې چې بره ختلو نه وروستو به يې ځان پسې راښکلې.
د لارې په هر کږ لېچ کې يې د څار برجونه جوړ شوي و چې کنډوالې يې اوس هم په ځينو ځايونو کې شته. د برجونو نه د کلا لوې دروازې ته د رسېدو لپاره په تيږه کې يو ټونل جوړ شوې دې. دلته د عسکرو د اوسېدو کوټې او گودامونه جوړ و چې نښې يې اوس هم شته. د درې هغه برخه چې اوبه پرې تېړېږي، يوه لاره بره دې کلا ته ورغلې ده.

شهر غلغله

دا ښار يا کلا په دريو برخو وېشلې وه چې يوه يې بالا حصار وه او د غونډۍ په سر د واکمنو استوگنځاې و. د دې نه ښکته هغه دفاعي برجونه دي چې ” نريمان کلا نومېږي او د ټولو نه ښکته برخي کې عامو خلکو ژوند کوو. نريمان هم د افغانستان د پخوا وختونو د يو پهلوان نوم و.

په شلمې ميلادي پېړۍ کې لرغون پوهانو په دې غر داسې شواهد موندلي دي چې انسانانو د ميلاد نه وړاندې هم دفاعي جوړښتونه لرل. په شپږمې ميلادي پېړۍ کې کله چې يفتليانو د دې غرونو د نيولو او واک لپاره دلته جنگونه کول نو د هغوي له خوا د جوړو ودانيو نښې هم شته.
دلته په کيندنو کې د لوېديځ د ترکانو نښې لرونکې کوزې هم وموندل شوې چې د ساسانيانو په وخت کې د امو د لارې نه باختر خاورې ته راوړل شوې وې.
د افغانستان مورخ احمد علي کهزاد وايي چې دا د ساسانيانو د وختونو ښار دې ځکه د غور بند د فندقستان نه د ساساني دورې سيکې او هغه ځاې چې خسرو نوشېروان نومېږې ساساني دورې انځورونه موندل شوي دي. دا د ۳ او ۷ ميلادي پېړيو تر منځ وختونه و.
د دې اوسني کلا جوړښت د غور د ” اهنگرانو ” کلا ته ورته دې نو داسې اندازه کېږي چې دا د غوريانو له خوا يا د هغوي په وخت کې جوړه وه چې د يوولسم او دولسم ميلادي پېړيو زمانه ده. د غور شنسباني باچاهان چې په ۱۲ ميلادي پېړۍ کې واکمن و دلته مېشت و.
نېنسي دوپري ليکي،
” دا عاليشان کنډوالې په دولسمې او ديارلسمې ميلادي پېړيو کې د شنسباني باچاهانو په وخت کې د باميانو ښار ته د ورننوتو حفاظتي کلا وه. دا لوړې په طبعي توگه د دفاع لپاره ځايونه لري او پخوا زمانې راهيسې يې اهميت معلوم و.”
د چنگېز خان د حملو پر وخت په ۱۲۲۱ م کې د ده نمسې د چغتاي زوې ” موتيجن” په باميانو کې جنگېدو. د کلا نه ورباندې د غشو باران ووشو چې پکې هغه ټپي او بيا مړ شو. چنگېز خان چې خبر شو نو پخپله د يو ځواک سره راغلو او د کلا د نيولو نه وروستو يې دلته ناتار گډ کړو.
ورپسې کلونو کې څوک دلته نه اوسېدل او کلا پخپل حال پرېښودل شوه. په اوولسمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان بېلا بېل ځواکونو د دې کلا د برجونو نه د دفاعي مورچو کار واخستو.
په شلمې پېړۍ کې دلته د جنگېدونکو ډلو له خوا ماينونه واچول شول چې ورته تلل ناممکن کار شو.
اوس دې کلا ته د ختلو يوه لاره د ماينونو نه پاکه شوې ده او کله کله خلک د کلا د کنډوالوليدو لپاره خېژي. خو د دې تاريخي څېړنې لا هم نيمگړې دي.

سرچينې:

۱. د ضحاک ښار او په افغانستان کې د باميانو د درې تاريخ. پي-ايچ-بي- بيکر او ايف. آر. الچين. لرغونې هند او د ايران ټرسټ لومړۍ لړۍ. ۱۹۹۱ م . مدير ډيوډ. پي. ډيويسن. ۳، ۵ مخونه.
۲. ضحاک ښار. افغانستان د تاريخ په رڼا کې. استاد احمد علي کهزاد. ژباړه. اورنگزېب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه. ۲۰۰۱ م

۳. د افغانستان د تاريخ لارښود . نېنسي دوپرې. ۱۹۷۷ م . د افغانستان دهواي ليکې او د گرځندوې خپرونې.

چنگېز خانصفيه حليمنېنسي دوپرې
نظريات (0)
نظر اضافه کول