د غزنوي تمدن تاریخي اثار

انجنیر فرید احمد باوري

وروسته له هغه چې د ساماني کورنۍ قدرت مخ پر ځوړ روان وو الپتګین په غزني حکومت جوړ کړ، سبکتګین دا حکومت وساته او سلطان محمود غزنوي ورته نړیوال حیثیت په برخه کړ.

د افغانستان په تاریخ کې څو کورنیو خپلواک اسلامي دولتونه جوړ کړي ول چې هر یو يې په خپل ځای کې د ارزښت وړ دي خو غزنوي امپراتورۍ د هیواد د تاریخ یو ځلانده او روښانه باب دی.

هو! غزنویانو که له یوي خوا د هند نیمي وچې ته اسلام ورساوو له بلې خوا يې هلته د شرک ستر بت سو منات هم را وپرځاوو او ټوټې ټوټې يې غزني ته راوړ.

غزنویانو په خپل عصر کې خورا زیات کارونه تر سره کړي دي، هیوادوالو ته يې ټولې اسانتیاوي لکه د لارو ، بندونو او نور تعمیراتي چارو تر سره کول په لار اچولي و. د غزنویانو در بار علمي وو، په عدالت باندې ولاړ و او د حکومت دارۍ منظم سیسټم يې جوړ کړی و.

موږ اوس د غزنوي تمدن محدود تاریخې اثار په لاس کې لرو چې هغه هم د سقوط پر پله ولاړ دي اوکه جدي پاملرنه ورته ونه شې په نږدې راتلونکي کې به موږ د غزنوي پېر هیڅ نښه و نلرو او یوازي د تاریخ یو باب به پرې ډک وي اوبس، دلته مې هڅه کړې چې د غزنوي پېر یو څو تاریخي اثار ستاسو مخ ته کښېږدم:

د غزني زوړ ښار

د دې ښار چې اوس يې یوازې تهدابونه او بنسټونه پاتي دي په خورا منظم شکل سره جوړ شوی دی چې د غزنوي دولت د عظمت او لويي څرګنده نښه بلل کیږي، دا ښار د یو منظم پلان له مخې جوړ شوی دی چې هر څه ته پکې مناسب ځای په نظر کې نیول شوی دی، تاریخونه لیکي چې: په دې ښار کې خورا ښکلي مسجدونه ، مدرسې او یو ستر کتابتون وجود درلود چې سلطان محمد غزنوي ورته له لري لري هیوادونه کتابونه راوړي ول، غزنوي سلطان چې به هره سیمه نیوله کتابونه به يې د غزنې دې ستر کتابتون ته استول چې یو زیات شمېر عالمانو او پوهانو به ګټه ترې اخیستله، ویل کیږي چې سلطان محمود غزنوي په دې ښار کې د مېلمه پالنې ځانګړي ځایونه جوړ کړي ول چې په دې برخه کې ځانګړې کیسې هم لري.

عروس الفلک مسجد
د دې مسجد په اړه په تاریخونو کې ډېر څه لیکل شوي دي،خو د ځای ځایګي په اړه يې تاریخپوهان یوه خوله نه دي او بېلابېلې سیمې دې مسجد ته اړوند بولي، ویل کیږي چې دا مسجد په خورا مجلل ډول جوړ شوی ووچې یو زیات شمېر خلک به د عبادت لپاره ورته راتلل، د دې مسجد د ودانۍ ډبرې او تعمیراتي مواد له لري هیوادونو څخه راوړل شوي وو.

د دریم مسعود قصر
دریم مسعود د سلطان محمود غزنوي لمسی دی چې په غزنې کې يې ښکلې پاچاهي کړي ده، دلته يې زیات تعمیراتي کارونه تر سره کړي و او ښکلي باغونه يې جوړ کړي ول، په غزني ولایت کې د یوې ودانۍ د بنسټونو په اړه ویل کیږي چې دا د دریم مسعود قصر او ماڼۍ ده، د دې ماڼۍ څنګ ته یو ښکلی مسجد جوړ شوی و، چې د جوړښت پر مهال پکې د سومنات د بت ټوټې هم کار شوې دي.

د غزني منارونه
د لرغون پېژندانو په اند د غزني منارونه خورا ستر تاریخي ارزښت لري، دا منارونه پېړۍ پېړۍ له موږ سره د ښو او بدو حالاتو ملګري پاتي شوي دي، دې منارونو موږ ته د خپل تاریخ ډېرې کیسې په زړه کې ساتلي دي، د انګریزانو راتګ يې هم په یاد دی او د روسانو ټانګونه يې اوس هم پر پښو کې ور پراته دې او په ذلت ورته ګوري، د تاریخي روایتونو پر بنسټ دا منارونه په بېلابيلو وختونو کې جوړ شوي دي چې یو يې سلطان محمود او بل هغه يې دریم مسعود چې د سلطان محمود غزنوي لمسی دی جوړ کړی دی، دا دواړه منارونه یو بل ته په نږدې واټن کې د دوو خوږو ملګرو په څېر ولاړ دي، ځیني کتابونه لیکي چې دا دواړه منارونه د مسجدونو منارونه دي خو معتبر تاریخي کتابونه يې بیا په زاړه غزني ښار کې د عدالت او داد خواهۍ څلور لاري بولي، دوئ وايې چې د غزني خلک به زیاتره همدلته را ټولېدل او له همدې ځایه به يې خپله د حق ناره پورته کوله، په هر حال اوس هم دې منارونو ته یو زیات شمیر هیوادوال د هیواد له ګوټ ګوټ نه راځي او ننداره يې کوي.

د غزني منارونه

د سبکتګین زیارت
د سلطان محمود (رح ) مقبرې ته څېرمه په یوه غونډۍ باندې د سبکتګین زیارت دی چې ځانګړی توریستي ارزښت لري، دا زیارت د دریم مسعود د پاچاهۍ پر مهال جوړ شوی دی، دا زیارت په خورا مضبوط ډول سره جوړ شوی دی چې د هیواد له دې انقلابي ناخوالو سره سره يې خپل ځان ساتلی دی، هو! پر زړه يې مرمۍ خوړلې خو لا هم روغ پاتي دی، غزنوي ځوانان هر ورځ دلته د سیاحت او چکر په پار ورځي او د سبکتګین روح ته د دعا لاسونه لپه کوي.

باغ پیروزي
هغه باغ چې سلطان محمود غزنوي پکې خښ دی ،د باغ پیروزي په نوم یادیږي په دې باغ کې اوس یوازي څو زړې ونې او څو نیمه جوړ سړکونه پاتي دي، کله چې سلطان محمود غزنوي د (۶۳ ) کلونو په عمر ومړ مړی يې همدلته په فیروزي ماڼۍ کې خاورته کښته شو، چې وروسته د دریم مسعود پر مهال پرې ښکلی باغ هم جوړ شوی چې دا بڼ د باغ پیروزي پر نوم یې شهرت لري.

په غزني کي د محمود غزنوي قبر

په بلخ کې د محمود باغ
تاریخ پوهان وايې سلطان محمود غزونوي په بلخ کې یو ښکلی او ښېرازه بڼ جوړ کړی و، کله چې به محمود بلخ ته را تو په همدغه باغ کې به اوسېدو چې د اسېدو لپاره يې هم ښکلی ځای ترتیب شوی و چې همدلته به يې له ملګرو سره مجلس کاو او د خلکو کارونه به يې خلاصول، د دې بڼ د ترتیب او سمبال ساتلو خرڅ به د بلخ ځايي اوسېدونکو ورکول چې له یوه شکایته وروسته بیرته محمود پر غاړ واخیستل او یوه اندازه به يې له بلخ میشتو یهود څخه تر لاسه کاو.

د سلطان بند
دا بند د غزني د اوسني ښار شمال اړخ ته پروت دی چې د سلطان محمود لخوا جوړ شوی دی، سلګونه کلونه کیږي چې بزګران ترې ګټه اخلي او خپل کښتونه پرې خړوبوي، سلطان محمود د هیواد د ښېرازي لپاره دې ته ورته ډېر داسې کارونه کړي دي چې ځيني يې اوس هم اباد دي او ځيني يې د وخت توپان له ځانه سره وړي دي.

د بست کلا
د بست کلا په اوسنې هلمند کې موقعیت لري چې د غزنوي پېر ستر هنري شهکار بلل کیږي، دا کلا په خورا ښکلي ډول اباده شوې ده چې د اوسني وخت انجنیران هم د هغې ډيزاین او طرحې ته کوته په غاښ دي، دا کلا په دې وروستیو کې د هلمند د سیند په څنډو کې له زیات وخت وروسته د خاورو له زړه څخه را ویستل سوه، تاریخونه لیکي چې د هلمند ولایت دښتې د غزنویانو د امپراتورۍ پر مهال شنې او ښېرازه وي، له دې څخه مالومیږي چې غزنویانو د ابو لګولو منظم سیسټم درلود او له دې سره سره په دې توانېدلي دي چې د هلمند له سینده اوبه هوارو دښتو ته را پورته کړې او پرې روښانه يې کړي، د بست کلا هملمند ته د سیلانیانو په ورتګ کې ستر ارزښت لري. د غزنوي تاریخي اثار په اړه لاهم څېړنې روانې دي او ښايې داسې اثار وموندل شې چې د غزنوي دربار په پېژندنه کې را سره لا مرسته وکړي.

نقاشی/رسم والی غزنی غلام حیدر خان (1839-1842م) اثر جیمز راتری (1818-1854م) از گنجینه‌ی دیجیتال کتابخانه‌ی بریتانیا در لندن
زمان ترسیم: 1839-1841

اځلیکونه:
وضع اجتماعي دوره غزنویان: نویسنده: دکتور محمد اکبر مددي ۱۳۸۹ هـ.ش.
غزنه و غزنویان در ګستره تاریخ : مجموعه مقالات، چاپ اکادمی علوم.
قلعت غزنین: لیکوال: عبدالاحد ستاک سروري.
مقامات و مزارعات غزنه ، پوهاند سرور همایون.

نظريات (0)
نظر اضافه کول