د افغانستان لرغونې؛ د فتح کلا/قلعه فتح

انجينر محمد قسيم جسيم

تاریخي سیمي او آثار د هیواد تاریخ، د وګړو دین، کلتور، د نیکونو تېرسوی برم او د ژوندانه د ټولو اړخونه څرګندوي. د هیواد د څولسیزو غمیزي د نورو زیانونو علاوه، د هیواد تاریخي سیمو او آثارو ته هم دروند تاوان ورساوه، یو شمیر تاریخي سیمي، ناخبره خلګـو د لږو شخصي ګـتو د لاس ته راوړلو په خاطراو یا په دې فکـر چي ګوندي څه په لاس راوړي، وراني کـړې، که به څه لاس ته ورغله په تور بازار کي بې دلـږو پیسو په مقابـل کي پلورل. دا عاجزان خبرنوه، چي دوی په څـو پیـسو پـلورلې سیکه، په حـقیـقت کي د هـیواد او سیمې د پیـړیو پیـړیو تاریخ وو.  یـو شـمیرتاریخي ځایـونوته بیا لکـه څـنګه چي مناسـبه وه هغـسي توجونـده سوې. یـوه دهـغـوتاریـخي ځایـونـوڅـخه دفـتـح يا سـفاهـیـانوکلاده چي په اړه يې کافي معـلـومات نـسـته.

د نـیمروز ولایـت جـنوب پلـو(۵۰ کـیلوميـټره لـیـري) په یـوه ارتـه حاصل خـیزه مځکه کي پرته ده، د هـلمـند رود پر راسـته غاړه د فـتح تاريخي کلا یو وخت د سـیستان د کیاني(۱) شهزاده ګانو او پاچهانو مقر وو. دغه کلا د هـیواد د زیاتره لرغـونو ښارونو غوندي یوربض، (د محوطې دیـوال) د هـغـه شاوخـواخـندق او شهـرسـتـان (هـغه بازار چي د دیـوالـونـو په منځ کي وي)هـم درلودی(۲).

د فتح کلا انځور

دکلا په داخل کي دبادي ژرندي نړیدلې ودانۍ اوس هم ترسترګـوکـیږي. دفـتح کلا ۸ متره څلوېښت سانتۍ لـوړ، ۲ متره نیوي سانتۍ پلن، (ددیـواله اوسنی حالت! ) او تقریباً ۲۶۴۴ متره اوږد دیـوال چي له ۴۹ څخه  تر ۵۱ متره په فاصله کي برجونه هم لري، تقریباً پر ۷۶۳۰۰۰ متره مربع مځکه راګـرزیدلی دی، درلود. باید وویل سي شمال اولږه حصه غرب طرف، د دیواله اوږد والی اومساحت ندی ‌‌ذکـرسـوی ځـکه هـیـڅ نـښې یې نه معـلومـیدې.

مـتاسـفانه شمال او شمال لویدیزه برخه يې د هـلـمنـد سړک په مکـمل ډول تخـریـب کـړيـده یوازي شـرق او لـږه برخـه جـنـوب خـواته کــنډو-کــنډو دیـوال پاتـه دی.

دیـوال په سـر کي دتګ راتګ لـپاره محـفـوظه لاره لـري چي د خـزې اسـتـفاده هـم ورڅـخـه کـېدله. د کـلا جـنوب ته یو پخـوانی مړسـتون سـته چي یو شـمیر قـبرونه یې ډله يـیز معـلومیـږي.
د فـتح کـلا د یـوې پـوځي چـوڼۍ برسـېره یـو ارګ هـم درلـود. د کـلا په جـنوبي خـوا کي نسـبـتاً
پـر لـوړه نـقـطه په بـیـضوي شکل دشـمال څـخه جـنوب ته د فـتح کـلا ارګ مـوقـیعـت لـري،
دروازه يې په ډیره جالـبه توګه د ارګ له شـمال څـخه مخ پرلـویدیځ د ۱۵ متره په لوړ والي پرته ده. د ارګ ساخـتـمان ۸۶۵۰ مـتره مـربع مځکه په بر کي نـیولـ ېده درې پوړه وو چي دوه ـبـقـه يې اوس دخـاورو ډک دي، او اکـثـره ودانۍ یې دلـویـدیـزطـرف ته واقـع دي.
د کـلا څـخه شـمال طـرفـته نـژدي د خـرابـوو ډیـره لـویه سـلـسله پـیليېږي، چي د ښـهـر غـولغـوله، امـرانـو او چـیګــني خـواتـه ورغـځېـږي چـیري چي اوس هـم هـره ورځ خـلګ په نـاقـانـونه توګـه کـیـندني کـوي.
د فـتـح کـلا دمـلک سـلطان محـمود(۳) دشـاه اسـماعـیـل صفـوي معـاصر(۸۶۶ هـ ق. پـیـدایـښـت ۹۶۰ هـ ق.مړیـنـه) لـه خـواجـوړه سـويـده(۴).
”چي پي تـیـت“، په خـپل کـتاب ‎سـرحـدات بلـوچسـتان کي د جـالـبو عکسـونو په راوړلـو
د فـتـح کـلا بـنا په ۱۴۲۶م = ۸۲۹ هـ ق. کي ضبـط کـړیـده(۴).
د فـتـح کـلا چي په اصل کي یـوه پـوځي چــوڼۍ وه، مـلک شاحـسین سـیستاني څـوځ ـله دسـیستاني ازبکـو د حـملو په مقابل کي په کـلا کي پـنا اخـیستي ده او سالم پکښي پاته سـویـدی. هـم دارنګـه دسیسـتاني ملکانو وروسـتی پاچا حمزه(۵) د ملک جـلالـدیـن زوی، چـي فـتـح کـلايـې مـرکـزوو دهـیـواد دیـوه بـل ازادي غـوښـتـونکي بچـي مـلک اودل(عـبـدال) سـره دمـغـولـوپـرضـد لاس یـوکـړی. پـه ۱۰۴۹ هـ ق. کـال دبـرات پـه مـیـاشــت کې دمـغـول پـاچـا شـاه جـهـان د پوځـونوسـره دهـلمند رود پرغاړه جګـړه کـي مـلک اودل دمـغـولـو پـه لاس ژونـدی ورغـلی خـو مـلک حـمزه د فـتـح په کـلاکي پـنـاواخـیـستـه. ویـل کـیـږي چي حـمزه د مـاتي له غـمه څخه ډیر وخـت ژونـدی پاتـه نه سـو. مـلک حـمزه دمشـری عـلاوه ښـه ادیـب اوشاعـرهم وو، په شعر کې يې تخلص غافل وو. کـښـته څـوبـیـتـونـه دده دي.

ازپردۀ دل طـف سـرشکم به قماط اسـت
زان ګریه که سرمایۀ شادی ونشاط است
بـیــرون نـتـوان رفــت زویـرانـۀ عــالــم
هرجاکه روی داخل این کهنه رباط است
غــافـل نـشــوی ازیـن دومـعــنـی غــافـل
ســرمــایـۀ مـرد ازیـن دوگـردد حــاصـل
ای رانــمــا ! بــیــکــی شــــوی قــــائـــل
یـــاعــــقـــل درســـت یــاجــنــون کامـــل (۶)

په ۱۸۱۰م هـغه وخـت چي کـیپـتان ”کـرستي“ په خاصه توګـه دفـتـح کـلا څـخه لیـدنه کـولـه دهـغـه ځای خـلـګ دکـلا پـه تـرمـیـمـولـواخـتـه وه.
یـوه پـیـړۍ وروسـتـه تـر ۱۹۱۰ پـوري دا کـلا دهـسـتوګـنې لـپاره مـساعـده وه خـوبـیـا ورو سـته پکـښي مـوضري خـزنـدې لکـه لـړمـان، مـاران، اوداسـي نور چـیچـونکي حـشرات پـیـدا سـول نـو ځکـه خـلګـو پرېـښـوه.

د فتح کلا يوه پېړۍ وړاندي

سرچينې:

(۱)لوی استاد پوهاندعلامه عبدالحی حبیبي مرحوم دغه واکمن، د سیستان ملکانوپه نامه یادوي، افغانستان
درعصرګرګانیان، صفحه ۱۲۳. دافغانستان لنډتاریخ، صفحه ۱۹۲.
(۲)د افغانستان استحکامی کلاوی، حصارونه اوبالا حصارونه، صفحه ۶۲.

(۳)ملک سلطان محمود دسیستان دملکانوڅخه وو، لوی استاد پوهاندعلامه عبدالحی حبیبي مرحوم، دافغانستان لنډ تاریخ
صفحه ۱۹۳
(۴) د افغانستان استحکامی کلاوی، حصارونه اوبالا حصارونه، صفحه ۶۲ـــ۶۳، صفحې.
(۵) حمزه دملک جلالدین زوی دمورله خوا په۱۷پښت عمرولیث صفاری(۲۶۵هـ ق مړینه) ته رسیږي، دافغانستان لنډ تاریخ

(۶) لوی استاد پوهاندعلامه عبدالحی حبیبي مرحوم، افغانستان درعصرګرګانیان.

سيستانفتح کلانيمروز
نظريات (0)
نظر اضافه کول