د مارشال شاولي خان خاطرې

ليکوال: مارشال شاولي خان ژباړن: داود افغان
زما خاطرې؛ مارشال شاه ولي خان:
دا کتاب چي اصلاً د سردار مارشال شاه ولي خان یاداښتونه نومیږي. د مارشال شاه ولي خان لخوا په ۱۹۵۹م کال د افغانستان د خپلواکۍ د څلوېښتمي کلیزي په ویاړ په کابل کي په دري ژبه لیکل سوی او په کابل کي پنځه ځله چاپ سوی چي د ښاغلي داود افغان لخوا په پښتو ترجمه سوی دی.
سردار مارشال شاه ولي خان چي د کابل په سوبمن یا فاتح سره شهرت لري د ۱۸۸۸م کال د آپریل میاشتي پر ۱۶نېټه زېږېدلی او د ۱۹۷۷ کال په آپریل کي وفات سوی دی.
نوموړی د سردار محمد یوسف خان زوی او د سردار یحیی خان لمسی دی او د خپل ورور اعلیحضرت غازي محمدنادر خان د مصاحبینو او د افغانستان د پخواني او وروستي پاچا اعلیحضرت محمدظاهر شاه ـ اکا “تره” او د جنرال سردار عبدالولي پلار و.
سردار شاه ولي خان په ۱۹۰۶م کال کي د شاهي ساتونکو بولندوی، په ۱۹۲۱ کال کي د سپرو پوځیانو بولندوی او په ۱۹۲۶م کي د افغانستان د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د شاهي پوځ غړی و.
ده په اماني دوره کي د خپل ورور اعلیحضرت نادرشاه سره یو ځای د جنوب په محاذ کي د پیرنګیانو پر خلاف د افغانانو په درېیمه جګړه کي پوځي دنده درلوده.

دوهمه برخه

….جکړه پيل شوه ، مونږ په برید او دښمن په دفاع پېل وکړ، په دې وخت کې قبايلي ځوانان چې د انګرېزانو سره په مليشه کې وه د شپي لخوا يې ناببره د واڼې د کلا يو برج و نېوه، او له هغه ځایه يې پر انګليسي پوځيانو ډزې پيل کړې، په دا ځل د فرنګېانو ۶ تنه افسران ووژل شوه او زموږ ځواکونه چې د کلا شاوخوا ته رسېدلی وه، په یوې ډلييزې او زړورې نښتې سره کلا ونیول، او انګليسي پوځيانو د سختو زیانونو په ګاللو واڼه پریښوده او و تښتېدل. په دې ډول واڼه چې د دوی مهم پوځي مرکز و، زموږ لاس ته ولوېده. په هم دي ترځ کي (۲۰۰) تنه سرتيرې له خپلو منصبدارانو سره چې له ازادو قبايلو څخه وه له خپلو وسلو او تجهزاتو سره زموږ مخې ته راغلل، چې؛ یوتن هندی ډاکتر ېې هم د ځان سره بندي راوست. ملي غرور او د خپلواکي مینه او شوق د دوی په سترګو کې له ورایه د برېښنا په څېر روښانه ځلېده، او د دوی څخه داسې احساسات لیدل کېده چې له هر اړخه د درناوي او ستاینې وړ وه.
ما د هغوی او خپلو سرتيرو تر منځ ډېر کوچنی توپير وليد. هغوی په خپل حرکت سره ثابته کړه چې د دښمن سیاسي کوښښونه او پرله پسې هڅې د ملتونو د يووالې بنسټ ته هيڅ ډول زیان نه شي رسولای.
دا زړور او شجاع افغانان مي د دوی په خپله غوښتنه مرکز ته ولېږل ، او هغوی د خپلو اولادونو او کورنيو په اړه چې د دښمن تر ګواښ لاندې به راشي هیڅ اندېښنه وه نه کړه.
انګلېسیانو چې خپل دا حالت ولېده، نو خپل فوځیان یې د وټه خیلو، شپانه اوخیبر څخه میرانشاه ته ولېږدول. او خپلو جګړه ييزو زېرمو ته یې اور واچاوه. د خپلې بریا او پرمختګ راپور مې مرکز او د پوځونو لويې قوماندانۍ ته ولېږه. سپه سالار شاه دولاخان راولېږه، تر څو د واڼا سرپرستي نوموړې ته وسپارو. تر جګړې شپږ میاشتې وروسته هم واڼه او شا و خوا سیمې زمونږ په لاس کې وې.

مارشال شاه ولي خان او محمد ګل خان مومند؛ ۱۹۲۹ع
مارشال سردار شاه ولي خان (۱۶ د اپرېل، ۱۸۸۸ ز. – اپرېل، ۱۹۷۷ ز.) د محمد نادر شاه، سردار محمد هاشم خان او سردار شاه محمود خان ورور او د افغانستان يو پوځي افسر و. هغه په افغانستان کې يو شمېر مهمي رسمي دندې ترسره کړي او د افغانستان په سياسي تاريخ کې يو مطرح شخصيت و.
همدارنګه محمد گل خان مومند(زوکړه ١٢٦٣ لمريز لېږدي کال-مړینه ۱۳۴۳ ل ل کال) يو افغان سیاستوال او پښتو ژبی ليکوال وو.

د ټل ښار فتح دټل دښار فتحه
هره ورځ له هغه مرکزه چې سپه سالار په کې په جګړه بوخت و، ښه خبرونه رارسېدل
له راغلیو راپورونو څخه داسې ښکارېده چې سپه سالار د قومي او دولتي لښکرو سره یو ځای له خوست څخه د ټل پر لور روان شوی دی. د خپل محاذ د جګړې لیکه یې د ټل ښار ټاکلی. او مقابل لوري (انګلېسیانو) بیا د ټل ښار د خپلو پوځيانو مرکز ټاکلی، اوغوښتل یې چې له هغه ځايه پر خوست ښار برید وکړي. نوپه همدې سبب یې ټل د خپلو ځواکونو ستر مرکز ټاکلی و.
سپه سالار په دې پوهېده چې د غلیم پر وړاندې نور ځنډ زمونږ په زیان تمامیږي، او د جنګي وسایلو او خوراکې رسول هم ګران کار و. نو په دې هڅه کې شو چې پر انګرېزانو یو چټک او خونړی بريد تر سره کړي. مګر دا کار ډېر ستونزمن و، ځکه چې د ټل ښار یو ځانګړی جګړه ييز موقیعت لاره. او له بلي خوا په ډېرو درنو وسلو او توپونو سمبال مرکز و. هره ورځ تازه دمې ځواکونه ورته را رسېدل، او د واڼا د ساتلو په خاطر هر ډول احتیاط په پام کې نېول شوی و. په ځانګړې ډول هغه وخت چې ازادو قبایلو خپل قومي چمتووالی نیولی او ګړی په ګړی د هغوی تر سترګو ها خوا، دېخوا کېدل.
سپه سالار په برید اومقابل لورې هم په دفاع لاس پوري کړ. سخته جګړه ونښته، او د دوی د توپونو بریدونو زمونږ لښکرې تر بريد لاندې راوستې، د دښمن الوتکو هم هر ورځ بمبار کاوه. له دې سره، سره بیا هم قومي او دولتي ځواکونه د خپلې نقشې سره سم پر مخ روان وه. په لومړې ځل یی د سپین وام پوسته چې د ټل او مېرانشاه د لويې لاری تر منځ پرته وه، ونیول. لکه څرنګه چې مو وویل، سپه سالار د جګړې هر ډول اوږدوالی په خپل زیان باله، نو د سپین وام له نیونې وروسته یې ډیر ژر په یو بلی مشهورې او ستونزمنې نقشی کار پیل او نېغ یې پر ټل برېد وکړ. زمونږ ځواکونو په ډیرې مېړانې نوموړې نقشه پلې. او د سختو تلفاتو تر ګاللو وروسته د ټل دېوالونو ته ورسېدل. د دښمن جنګي کرښې يې ماتې او په یوه خونړی برید سره یې ټل فتحه کړه. برتانوي ځواکونو په ځان کی د مقاومت توان ونه لېد، ټولې جنګی زېرمې یې پریښودی. او وتښتیدل. سپه سالار د خپل لښکرو سره ټل ته ننتوت، او افغاني بېرغ د ټل پر جنګی کلا ورپېد. په دې ډول ډول د دښمن ستر پوځي مرکز زمونږ ولکې ته کښېوت.
د دې خبرنو په ترڅ کې سردارشاه محمود خان هم پر کورمه او نورو پوځي چاوڼيو بریدونه کړي، او ډېرې بریاوې یې په برخه شوې وې، او په خونړیو بریدونو سره توانېدلی و چې دښمن په شاه وتمبوی او خپل پرمختګ ته یې ادامه ورکړې وه. د ټل اړیکه له مونږ او شاه محمودخان سره ټینګه شوه. او په دې تمه و چې په یوه ستر او ګډ برید پر مخ ولاړ شو. د فرنګیانو ماته، تیښته او د ټل نیونې د قبایلو معنویات لا نور هم پیاوړې کړه، او دې ته چمتو شول چې د ازاد وقبایلو په ټولو سیمو کې د انګلیسانو پر چاوڼیو یرغل وکړي. افریدی او نور قبایل چې د دښمن په ځواکونو کې شامل وه د خپلو وسلو او سامانو سره به ډلې، ډلې راتلل او سپه سالارته به تسلیمېدل.
په کندهار کی افغان ځواکونو د لومړي وزير سردارعبدالقدوس په مشرۍ د چمن پر لورې د یوه ستر برید په تکل کې وه. او د بولدک په سیمه کی چې یو کنډک سرتيرې د دښمن تر ناببره برید لاندې راغلی وه، خو تر وروستۍ سلګۍ پورې په برچو او نېزو سره یې د کلا سخته ساتنه وکړه، تر څو چې ټول افسران شهیدان یا زخمېان شول. د دی مېړانې او سرښندنې اوازې په ټول کندهار او شا وخوا قبایلو کې خپرې او د دښمن پر وړاندې یې سخته کرکه راوپارول، نر او ښځی د خپل ملي ناموس د ساتنې او د دښمن څخه دوطن د خپلواکۍ د لارې د شهېدانو د غچ اخیستنې لپاره چمتو شوه. په ختیځه حوزه کې هغه ګډوډی چې پوځي لښکرو په ليکو د سپه سالار صالح محمدخان د پښې د زخمي کېدو په خاطر د کې رامنځ ته شوې وه، قومي لښکرې سره راټولی او خپل افغانی پولي يې خوندي کړې، او د دښمن ځواکونه يې دې ته پری نه ښودل چې زمونږ خاورې ته ننوزي. په ورته وخت کې سپه سالار محمدنادرخان داسي اعلانونه خپاره کړه چې د هر مسلمان او هندو سر او مال که څه هم په مخالفه غاړه کی شوی وی په امن، او دوی ته به زمونږ ځواکونه هیڅ ډول زیان ونه رسوي. د دې اعلان خپرولو ډېر ښه اغیز وکړ. او هره ورځ د قبایلو او د هندوستان د خپلواکۍ غوښتونکو خلګو لخوا د ډاډمنتیا پیغامونه رارسېدل.
د مرکز څخه د مېړانې د ستاینې فرمانونه به د سپه سالار په نوم رارسېدل، اوهمدارنګه د سردار شاه محمودخان اوزما په نوم هم دستاینې فرماونه راغلل، چې زمونږ ناڅیزه لاسته راوړنې به یې ډېرې ستایلې وې. اعلیحضرت امان الله خان د واڼې او شاوخوا سیمو په نیولو سره زه د وزيرستان د جرنېل په حیث وګمارلم.
سپه سالار به هغه لیکونه او راپورونه چې مرکزته لېږل، د پوځيانو او جنوبي خلګو خدمتونه به يې یو په یو روښانه کول، ما هم همدا کار کاوه. د ياد کار څخه مو موخه دا وه چې دولت باید د خلګو له سپېڅلو احساساتو خبر او هغوی وستايي. ډېر زیات به خوشالېدم هغه فرمانونه چې به له مرکزه زما په نوم راتلل د هغوی خدمتونه به په کې ستایل شوې وه. ما به هم هغه فرمانونه د خلګو په وړاندې لوستل.
د خبرو اترو پیل
لکه څرنګه چې په جنوبي سمت کې زمونږ پرمختګونو جریان لاره، تودګۍ او کورمه فتحه شول. واڼا او شاوخوا سیمې زمونږ په ولکه کې شوې. سپین وام چې د ټل اومېرانشاه ترمنځ داړیکو ټینګولو مرکز و، د سپه سالار ځواکونو ونیاوه، او ټولې شاوخوا سميې د ټولو جنګي زېرمو سره چې له برتانوي دولت څخه پاتې او د افغان ځواکونو لاس ته ولوېدې. ملېشه سرتيرو په پياوړو جذبو او د هېوادپالنې په سپېڅلي احساس ډلو، ډلو په راتګ پیل وکړ. په قبایلو کې له یوه سره تربله سره جنډې پورته شوې، او ټول خلګ غزا ته چمتو شوه. د کوږک له لمنو نېولې، د وزیرستان تر وروستۍ سیمې پورې، او هم له چتراله تر خیبره یو ټولشموله پاڅون او ولسي ښورښ پيل شو. کله چې انګرېزیانو دا حال په سترګو ولېده، او پوه شول چې د جګړې نوره اوږدېدنه د هغوی په زیان تمامیږي. نو انګرېزانو زمونږ له دولت سره د خبرو، اترو لاره پرانیسته. د هند وایسرا زمونږ د سفیر سردار عبدالرحمن خان په وسیله امیر امان الله خان ته لیکونه را ولېږل. چې په هغو کې یې د جګړې د درولو او دوستانه خبرو، اترو د پیل کولوغوښتنه کړې وه.
اعلیحضرت امان الله خان د هندي وایسرا د سولې غوښتنې د نیت او تينګار څخه پوه شو چې برتانوي دولت په ټول هند کې د خپلواکۍ غوښتنې تکل په اندېښنه کړی، د قومي لښکرو او د سپه سالار د فوځ مېړانې، پرمختګ او د ټل ښارنیول به په ټول پښتونستان او هندوستان کې د يوه ستر پاڅون او انقلاب بڼه غوره، نو له دې کبله دوی راضي شول څو د افغانستان بشپړه خپلواکي په رسمیت وپېژني. امان الله خان چې یوازې يې د هېواد د خپلواکۍ فکر لاره، نو سردار عبدالرحمن خان یې د برتانوي دولت په غوښتنه یو ځل بيا ډهلي ته ولېږه، څو د هندي وایسرا سره وویني، او هغه ته وښيي چې؛ د افغان دولت موخه یوازې د خپلواکۍ لاس ته راوړل دي. که چیري زمونږ خپلواکي په رسمیت وپېژنئ ، نو زمونږ دولت خبرو ته چمتو دی، او نه غواړي نوره وینه توی شي. او که انګرېزیان بیا غواړي چې د تېر په څېر همهغه حالت په افغانستان کې دوام وکړي، نو مونږ ته له جګړې پرته بله لاره پاتې نه ده.
هندي وایسرا چې د داسي ځواب په تمه و، ژمنه ورکړه چې که چیرې اوربند پلی شي، نو برتانوي دولت حاضر دی چې د دوستانه خبرو په ترڅ کې د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژني.
اعلیحضرت امان الله خان د وایسرا وړاندیز و مانه، او د اوربند د تړون لپاره یې مرحوم علي احمد خان والي راولپنډۍ ته ولېږه.
انګريزي دولت لومړی د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژنده او دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې له شپږ میاشتني اوربند وروسته به د دوستۍ تړون د لاسليک کولو لپاره دواړه غاړي خپل پلاوې ميسوري ته استوي.

د اوربند د خبراغېز
زه په وزیرستان کې د یوه ستر برید لپاره په چمتووالې بوخت وم. د وزیرو خلګ په پوره مېړانې اوخوښۍ سره هره ورځ له کلیو راتلل، او خپل چمتوالی یې د یاد ستر بريد لپاره په ډاګه کاوه. زمونږ سرتيرې هم په خپلو تیارو بوخت او په پياوړو روحیاتو او غښتلې هوډ سره زما د امر په تمه وه.
ډېرې ښې ورځې مو په مخ کې وې. د هیلو او امیدونو سترګي مي د یوې نېکمرغه راتلونکې پر لورې وې. په همدې وخت کې تازه د ټل د ښار د نیولو خبر رارسېدلی وو. له هر لورې به خلګ راتلل اومبارکي به یې را کول. د لرغونې دود سره سم به د خوښۍ ډزي کېدې. کله، کله به د جګړې په لومړۍ کرښه کې زمونږ او برتانوي سرتیرو ترمنځ د د ټوپکونو ډزو د فضاء چوپوالی مات کړ. خو زما وړاندي تګ (لویې حملې نقشه) چې باید له ټل څخه راغلې وای په تمه وم.
د سردار شاه محمود خان له محاذه هم د بریاوو ګڼ خبرونه رارسېدل. او هغه به مو خلګو ته اورول.
د دې خوښیو، خوشالیو په جوش او خروش کې د سپه سالار مکتوب راروسېد، چې؛ لاندې ټکې په کې ليکلې وه:
( دبرتانوي دولت په غوښتنه دواړو هېوادونو د اوربند هوکړه کړې، افغان استازی د علي احمد خان والي په مشرۍ راولپنډۍ ته تللی. په رښتیني ډول انګرېزیان زمونږ خپلواکي مني. تاسو باید خپل بریدونه ودروئ او خپل ځواکونه له نیول شویو سیمو څخه بیرته افغان خاورې ته پر شا کړئ). سپه سالار لیکلې وه چې؛ د مرکز ځواب مې داسې وليکئ: د مرکز د امر به منلو سره خپل بریدونه دروم، مګر تر هغو چې انګرېزیانو د افغانستان بشپړه خپلواکي نه وي منلې، نو د نیول شویو ځایو څخه پرشا تګ به له ملي ګټوڅخه لیري کار وي.
سپه سالار غوښتي وه چې تاسو خپل بریدونه ودروئ، خپل فوځونه (لښکري) پر خپلو ځایونو وساتئ. او د یوې (بېړنۍ ) لارښووني لپاره خوست ته ځان راورسوئ.
ما پورته یادې شوې لارښوونې تر سره کړې، خلګ مي ډاډه کړه. او د يو څو تنو شاهي سپرو سرتېرو سره د خوست په لور روان شوم. خلګو د زیات تشويش سره په ډېر ټینګار زما څخه دا غوښتنه وکړه چې؛ له سپه سالاره وغواړي چې څو زمونږ بریدونه ونه دروي.
سپه سالار په درګی سیمه کې چې د خوست په شپږ (۱) کروهي کې پروت دی تم و. له احترام او لاس مچولو وروسته مي په بشپړ ډول دخپل ډلي راپور د خلګو د تودو ولولو او هغه سلامونو چې خلګو سپه سالار ته رالېږلي وه، یو په یو وړاندي کړه. خو سپه سالار ډېر هېښجن ښکارېده. چې خدای مه کړه د پردې تر شا نور څه نه وي (که انګلېسیان زمونږ بشپړه خپلواکي وه نه مني، نو د دې ورځو په اوږدو کې به قومي لښکر وپاشل شي او نورې ستونزې به وزېږوي).
درې ورځې په خوست کې د سپه سالار په چوپړ کې وم. له دې وروسته د نوموړې په امر څمکنۍ ته لاړم. ځکه پرله پسې خبرونه ترلاسه کېدل چې په څمکنیو کې یو ډول ګډوډي رامنځته شوې، او خلګ يې اندېښمن کړي دي. په داسې حساس او نازک وخت کې د قومونوترمنځ وړوکی اختلاف هم د دښمن په ګټه تماميږي. سپه سالار هم څمکنیو ته زما تګ مناسب وباله. چې د څښتن (ج) په فضل مو د هغه خلګو په سلا، مشورو ستونزه هواره کړه. او څو ورځې وروسته یې زه او سردار شاه محمود خان خوست ته وغوښتو، په همدې وخت کې په خوست کې د کولرا ناروغي ګډه شوې وه. او سپه سالار هم پوځي مرکز له خوست څخه وه متون ته لېږدولی و. زه هم خپله هلته لاړم. ناروغي ډېره زیاته خپره شوې وه. سپه سالار خپله د ناروغانو په پوښتنه او حال اخیستلو بوخت و. او هر څومره چې به ډاکټرانو سپه سالار منع کاوه، خو ده به بیا هم پوښتنه کول، او د ناروغانو خبر به یې اخیسته.
په دې وخت کې د امان الله خان فرمانونه راورسېدل چې انګرېزیانو د راولپنډۍ په خبرو کې د افغانستان خپلواکي په بشپړډول منلې، او په هغه تړون کې روښانه شوې وه چې شپږ میاشتي ورورسته به یو بل دوه اړخیزه ټينګ تړون هم لاسلیک شي.
د دې لوی زېرې په اورېدلو سره مي ټول تشوېشونه له منځه ولاړه. اوهغه ارمانونه چې له کلونو، کلونو را په دې خوا يې زما په زړه کې ټوپونه وهل، تر لاسه کړه. اوزمونږ ګران هېواد له څلوېښت کلن شوم او بد تم ځای څخه بريالی را ووت.
د دې لوی خبر په اورېدلو سره پرپوځیانو او لښکرو داسي حالت راغی چې زه یې له ویلو ناتوانه یم، هغه ځنځیر چې څلوېښت کاله د خلګو پر احساساتو، عواطفو او هیلو را تاو شوی و، ولسونو په خپلو هڅو او مېړانو مات کړ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ۱ ) ( کروه د يوه فرسخ یا فرسنګ درېیمه برخه کیږې او یو فرسخ نږدې شپږ کيلومتره کيږي).
د افغانستان بچیانو(چې پوهه او حواس یې د غزني، غور، هرات، بلخ، بامیان، کابل، ننګرهار، ګردېز او پورې غاړې خیبر کې د تر سره شويو کارنامو په اورېدلو روزل شوې او پالل شوې دي، په دې مانا چې (د محمود غزنوي، شهاب الدین غوري، میرویس خان، احمد شاه بابا، اشرف، د وزیراکبرخان او سردار محمد ایوب خان ځای ناستې یو ځل بیا بریالي شوې، څو د غلامۍ ځنځیر له غاړې وشلوي، او یو ځل بیا خپل تاریخ د مېړاني او ځواک په نکلونو ښکلی کړی).
څو ورځې وروسته اعلیحضرت امان الله خان؛ محمد ابراهیم خان بارګزی، چې هغه مهال د عدلیې وزیر و خوست ته راولېږه. څو د ستاينې او تقدير فرمانونه وه سپه سالار او ټولو هغو غازیانو ته چې له ده سره یو ځای جنګېدلي او خدمت کړی، او د خپلواکۍ خوږ نعمت د دوی په سرښندنو لاس ته راغلی څرګند او اعلان کړي.
محمد ابراهیم خان بارګزي د خپلواکۍ لوی زېری په ولسي ستره غونډه کې د خلګو، جنګي افسرانو، قومي مشرانو او لښکرو ته واوراوه او د امیر مبارکي یې وه سپه سالار ته وړاندې کړه.
او څرګنده یې کړه چې نور زمونږ دولت پر ځای نه ګڼي چې د انګرېزانو څخه نیول شوې ځایونه بیا هم وساتل شي. او د تړون سره سم نیول شوي ځایونه خوشې او سپه سالار دې له قومي مشرانو او پوځیانو سره یوځای کابل ته روان شي.
د دې مراسمو تر پای ته رسېدلو او نیول شويو ځایونو تر خوشې کولو وروسته ګردېز ته راغلم.
کابل ته راګرځېدل
په ګردېز کې له څو ورځو تېرېدو او د هغه ځای د کارونو له پای ته رسولو وروسته سپه سالار زه د مرکز په لارښوونه په ګردېز کې پرېښودم، تر څو دلته د جنوبي ملکي او پوځي چارې سمبال کړم. او نوموړی له شاه محمود خان، قومي مشرانو او سرتیرو سره پلازمیني ته ولاړ.
په کابل کې د هغوی د هرکلي په زړه پورې او لوړ مراسم نیول شوې وه، د پلازمینې خلګو د هغوی د راتګ لارې څارلې، د هغوی د مېړانو او سرښندو اوازو او د ټل، وزیرستان او کورمي په نیولو سره يې زړونو ډاډ پيدا کړی و.

له ګردېز ه تر کابله په ټوله لار کې ملي مشران هرکلي ته را وتلي وه، لښکرو او قومي مشرانو ته به یې مبارکي ویل. هغوی به یې ستایل او د سپه سالار پر کاروان به يې خوني کول.
د سپه سالار له راتګه وروسته اعلیحضرت امان الله خان یوه ستره غونډه جوړه کړې وه، چې په هغې کې پوځي افسران، د کابینې غړې، مامورین او نور نومیالي لوړپوړي چارواکې او مشران رابللي شوې وه. امان الله خان په یاده غونډه کې د هغو اتلانو نومونه یو په یو یاد کړه کومو چې د خپلواکۍ په ګټلو کې خدمت کړي و. د دریو محاذونو (کندهار،مشرقي اوجنوبي) راپورونه يې په تفصیل سره وویل. په همدې مهال یې د سپه سالار د سرتیرو، د جنوبي د مشرانو او ازادو قبایلو له خدمتو او مرستو یادونه او مننه وکړه. په همدی وخت کی یې سپه سالارد خپلې دندې تر څنګ د افغانستان د دفاع وزیر و ټاکه. او د لمر اعلی نښان چې لمړی درجه دولتي نښان وو امان الله خان په خپل لاس د سپه سالار پر سينه وټومبه اوحکم یې وکړ چې د ارګ ختیځی دروازی ته مخامخ د شاهي چاوڼۍ تر څنګ، د لویې لارې پر سر پر هغه سړک چې کابل له پیښورسره تړي او د دفاع وزارت مخ کيږي، د یادګار داسې څلی جوړ کړي چې په هغه کې د خپلواکۍ لاس ته راوړنه د سپه سالار په نوم په ډبرليک کی ولیکی. همدا ډول ټول غازیان چې په دې ستر خدمت کی یې ونډه اخیسته وه ونازول شوه.
په دې ترڅ کې سردارشاه محمودخان ته د جرنیلۍ رتبه او د لوی (اعلی سردار) مډال ډالۍ شو. اوزما لپاره چې لا له وړاندی د جرنیلۍ رتبه راکړل شوې وه، د اعلی سردار مډال ډالۍ شو.
څو ورځې وروسته د هېواد نامتو لیکوال ښاغلی محمود بېګ طرزي چې هغه مهال د بهرنیو چارو وزير و. هندوستان ته لاړ. تر څو د دوستۍ تړون لاسلیک کړی. مګر خدای بخښلې محمود ببګ طرزې د انګرېزانو ځينې شرطونه وه نه منل او بیرته هېواد ته راستون شو.
څو ورځی لا نه وې تیرې چې د دوی استازی د دوستۍ تړون د لاسلیک لپاره کابل ته راغی، تړون لاسليک شو، چې زه په یاده غونډه کې د مرستیال په توګه حاضر وم.
په دې ډول د افغانستان د خپلواکۍ مسئله چې دڅښتن(ج) لوی نعمت او د خلګو ستره هیله وه، د خدای(ج) په فضل او د افغان ملت په سرلوړی تر لاسه شوه.

نظريات (0)
نظر اضافه کول