د مغولي دورې جنسي لېوال پاچا؛ محمد شاه رنګيلا

د ۱۷۰۲ع کال په دوران کي د هند په مغولي کورنۍ کي يو هلک وزېږېد، چي نوم ئې روشن کښېښول سو.
نړيوال تاريخ راته وايي چي اوولس کاله وروسته پر تخت کښېنستلو وروسته درباري ملايانو هغه ته [ابوالفتح نصیر الدین روشن اختر محمد شاہ] لقب ورکړ خو عامو خلګو هغه محمد شاه رنګيلا باله[په دې چي شپې او ورځي ئې رنګيني وې] رنګيلا لومړی کار دا وکړ چي د خپلي کورنۍ په دوره کي منع کارونو لکه موسيقي، نڅا، او درباري ټوکيان ئې بيرته ازاد کړه.
نوموړی به سهار فيلان جنګول، ماپښين ئې ټوکي او نقلونه اورېدل او ماښام ئې يوازي د هغو نجونو موسيقي او نڅا کتل چي د پای جامې پر ځای به ئې وړه دوپټه کاروله.
رنګيلا به په خپله هم ښځينه جامې اغوستلې او غمي لرونکي ماسۍ ئې خوښولې. يو وخت چي ددې جامو له لاسه په ډهلي کي اوازه سوه چي رنګيلا نر ښخی دئ، رنګيلا انځورګرانو ته امر وکړ چي داسي انځور مي رسم کړئ چي دغه اوازه درواغ کړي، د نوموړي دغه انځور د بربنډو انځورونو لومړی يو دئ.
رنګيلا د افغان مشر احمدشاه بابا د دورې همزولی وو خو نشې او نورو بې ځايه کارونو افغانانو ته موقع ورکړه چي مغول له پښو وغورځوي. ويل کېږي چي د رنګيلا مور اصلا افغانه او د غزني وه.

مولانا ابوکلام ازاد دده د وخت موسيقي د هند تر ټولو ښه موسيقي ګڼي، غبارِ خاطر

نړيوال تاريخ کي د محمد شاه په اړه په زرګونو پيښي راغلی دي چي مشوري ئې خپلو وزيرانو ته امر کول چي کابينې ته لڅ بدنونه راسي، نورو ته د پايزبونو په پښو کول، هره اونی د ټولو زندانيانو ازادول او بيرته نور نيول، د کابينې په مخ کي بولي کول او نور هر څه خو په وړاندي به ئې د خياطانو د واه-واه چيغو ماڼۍ پر سر اخيستې وه.
د رنګيلا په ۲۷ کلنه دوره کي اداري چاري په ټپي ودرېدې، ټول وخت پر دې لګېده چي پاچا نن په پلاني باغ کي له پلانۍ مينځي سره واده او پروته کوي او نن د پلاني نواب له لور سره … په دې ورځ به نو د طلاوو روپۍ، خواږه شربوتونه، رنګارنګ وريجي او نور وېشل کېده.
ياده دي وي چي رنګيلا يو ښه خطاط، رسام او موزيک پوهه هم وو.
نوموړي په ځواني کي ومړ او د وصيت سره سم د هند په نظام الدين اوليا هديره کي خاورو ته وسپارل سو.

رنګيلا انځورګرانو ته امر وکړ چي داسي انځور مي رسم کړئ چي دغه اوازه درواغ کړي، د نوموړي دغه انځور د بربنډو انځورونو لومړی يو دئ.
رنګيلا د وزيرانو پر اوږو…
رنګيلا د مينځو په منځ کي…
د رنګيلا کابينه د نڅا پر مهال
د رنګيلا کابينه حرم کي
باغ ناظر چي رنګيلا به پکښي هره اونۍ ودونه کوله..
دغه واکمن دنظام الدین اولیا مزار ته نژدي دری کیلومتره لویدیز ته په لودي ګاردن (لودی باغ ) کي ښخ دئ.
نظريات (0)
نظر اضافه کول