د ملکې لباس

د افغانستان ځینې خلک اوس هم باور لري چې که ملکه ثریا په یورپي لباس کې دربار ته نه راتلله نو ممکن د امان الله خان په ضد د سقاو بغاوت نه کیدای.
د ۱۹۲۸م په پیښور کې د “پښتون” مجلې په لومړۍ ګڼه کې یو مضمون خپور شو چې سرلیک يې “د افغانستان ملکه او د یورپ لباس” و. لیکوال عبد الحمید افغاني د امیر امان الله خان د یورپ په سفر کې د ملکه ثریا په جامو اعتراض کوونکو ته جواب ورکاو.
ملکه ثریا د محمود طرزي لور په ۲۴ نومبر ۱۸۹۹م کې دمشق کې زېږېدلې وه. د دې نیکه سردارغلام محمد د کندهار بارکزی او په کراچی کې اوسیدو. هلته د پوپلزو د ټبرسلطنت بیګم سره سره يې څلورم واده کړی و چې د محمود طرزي مور وه. هلته نه دوی ترکي او بیا دمشق ته لاړل. د محمود طرزي دویمه میرمن د دمشق یو تجار محمد صالح لور”اسما رسمیه” وه چې ۱۰ اولادونه يې وزیږول. په ۱۹۰۱م کې امیرحبیب الله خان باچا شو نو محمود طرزی د شاهي مشاور په توګه کابل کې میشت شو. هغه په نوي حربی پوهنځي کې د تاریخ او جغرافیه استاد ” دارالترجمان” مشر او سراج الاخبارد خپرولو کارونه هم سر ته رسول. شهزاده امان الله خان په ۱۹۱۰م کې واده کړی و خو په ۱۹۱۳م کې هغه د محمود طرزی ۱۶ کلن لورثریا په نکاح کړه او د دې خور “خیریه” شهزاده عنایت الله ته واده شوه.

د غازي امان الله خان او ملکه ثريا انځور

د ۱۹۱۹م له پېل، امان الله خان د پلار په مرینې امیر شو نو د مې په میاشت کې يې د انګرېز خلاف جهاد (دریم افغان جنګ) اعلان کړو. دا جګړه د امان الله خان لویه غلطي وه او له ماتې وروسته، د قبایلو له خوا نیول شوې سیمې هغه بیرته انګریز ته وسپارلې. خو په جولای کې د راولپنډۍ په تړون کې انګریزانو، افغانستان د یو خپلواک ملک په توګه وپیژندلو.
د ۱۹۲۰م مسلمان ملکونو لکه سوریا، مصر، ترکي او ایران کې هم د شاهي ټبرمیرمنې دربار ته نه راتلې. د یورپ ښځو تر پښو اوږده لمنه (سکرټ) لنډ کمیس، د پاڅه پرې د اوږدو لستوڼو لنډ کوټ اغوستو او لینګي په جرابو پټول. ملکه ثریا په هم دغسې لباس کې خپلې کورنۍ سره ښکار او سېل لپاره ورتله. په سر به يې ” ټوپۍ” (هېټ) او د پاسه پرې یو نازک نقاب ځوړند و.

ثریا په ځواني کي، ۱۹۲۳ع

امیر امان الله د خپل ملک د عصري کولو لپاره په تادۍ کې و. په ۱۹۲۳ م د افغانستان په لومړي اساسی قانون کې د ښځو او سړو ته مساوی حقوق ورکړل. درې کاله وروسته، ملکه ثریا د تعلیم او کلچر وزیره وټاکل شوه او په بل کال د ښځو لومړۍ فارسي مجله “ارشاد نسوان” خپره شوه. د ایران فارسی مجلې به هره میاشت په ښځو مفتې وېشلې. دوی د یوې ټولنې (انجمن) کې د لورې طبقې ښځو لپاره د لیک ولوست انتظام هم وکړو. د ملکې ثریا په هڅو کابل کې د جینکو لومړی مکتب (سکول)، د ښځو مجله، د کابل په شهرآرا کی د ښځو پارک چې اوس باغ زنانه نومېږي، جوړ شول. هغې به د خپلې خواښې “سراج الخواتین” په شان زیارت (پنجشنبې) په ورځ د ملي میوزم څنګ ته هال کې عامو ښځو سره لیدل او د دوی درخواستونه به يې امیر ته وړل چې احکامات جاري کړي. د “عصمت” په نوم یوه لېسه (های سکول) چۍ اوس ورته “ملالۍ لېسه” وایی هغه وخت جوړ شول. د پغمان په لویه جرګه کې د هلکانو په شان، جینکولپاره هم ابتدای تعلیم لازمي اعلان شو. د سړو دویم نکاح او د جینکو په زوره ودول يې هم بندلو، سره له دې چې ثریا پخپله د امیر دویمه ښځه وه. امان الله بیا دریمه ښځه عالیه بیګم هم په نکاح کړه چې د خپل جوړ قانون سرغړونه وه.

په کابل کې لومړي کلینک یو انګریز ډاکټرې لیلیازهیملټن په ۱۸۹۲م کې یو کورکې جوړ کړی و. د نوی کلینک ودانۍ د ملکې ثریا په لاس پرانستل شوه چې ډاکټرانې او نرسانې يې ورته له هند وبللې. د کمال اتاترک له اصلاحاتو اغیزمن ملکې ثریا له کابل ۲۵ جینکۍ د سبق لپاره ترکي ته واستولې. د پغمان په دویمه لوی جرګه کې ټولو ګډون کوونکو اروپای لباس اغوستی و. له پیښور خپریدونکی “سرحد اخبار” د ۲۸ اګست ۱۹۲۸ م په راپور کې لیکي، “حکومت د جرګی د غړو لپاره پخپله اروپای لباس تیار کړو. د ټولوغړو سره پولیس مقرردی چی هغوی ته “اروپای تهذیب” ورزده کړي.
په ۱۹۲۷-۲۸ م کې امیر او ملکې، ترکي، مصر، لبنان او یورپ ته د ۶ میاشتو سفر پېل کړو. په یورپ کې د دوی عکسونه په ورځپاڼو کې چاپیدل. د افغانستان ملايانو خلکو ته ويل چې که د چا عکس واخيستل شي نو په يو کال کې به مري. اخوا د یورپ شاهي ټبر یا د لوړې طبقې ښځو د ماښام ډوډۍ لپاره مټې او غاړه بربنډ او په سر به يې تاج یا جیغه ایښي وه. ملکې ثریا هم په سرکاري میلمستیاو کې هغسې جامې اغوستې او تاج به يې په سراو. دغه عکسونه ملا شوربازار او نورو ملایانو له خوا د کفر په فتوا بدرګه شول. پوښتنه دا ده چې هغه عکس (عکسونه) ولس ته څنګه ورسیدل؟ ځینې وایی چې د هغو عکسونو کاپیانې د انګریز په سازش، په قبایلي سیمه کې جوړ شول او په الوتکو کې له اسمان يې وغورځول. خو د دې څه ثبوت نشته ځکه افغانستان په شان ملک کې ګنګوسې په کیسو ژر بدلېږي.

امان الله خان او ملکه ثريا د ټولې کورنۍ سره

د ۱۹۲۸م په وروستیو کې د امیر په ضد حبیب الله کلکاني بغاوت وکړو. ملکه ثریا د خپل ټبرسره په ۱۴ فروری ۱۹۲۹ م اټلې ته جلاوطن شوه. وروسته یوه مرکه کې، د خپل ژوند په اړه وایی، “کله چې زه د دمشق له یوې روښانفکري فضا څخه کابل ته راغلم، زما لپاره د افغانستان له حالاتو سره ګوزاره سخته وه. افغانستان یو بې مِهره هیواد دی او د وګړو ژوند يې له بې ساري خشونت سره تړلی دی. یوازې زما له میړه سره زما مینې او د ځوانۍ نه هیریدونکو خاطراتو زما سره مرسته وکړه.”
ملکه ثریا په ۲۰ اپریل ۱۹۶۸م کې وفات شوه نو جسد يې افغانستان ته یوړو اوجلال آباد په شاهي باغ کې يې خاورو ته وسپارله.
سرچینې
۱. سرحد اخبار- ۲۸ اګست ۱۹۲۸ م
د پیښور آرکایوز ورځپاڼو برخه
2. Mahmud Tarzi: Forgotten Nationalist. L. Dupree, AUFS, Reports Service, South Asia Series VIII/1, 1964.

د افغان تاريخ يو جالب عکس:
د کيڼ خوا څخه مرحوم محمود طرزي، د محمود طرزي خسر ( د دمشق په يوه مسجد کي مؤزن ؤ), اسما رسميه دمحمود طرزي ميرمن، ملکه ثريا د محمود طرزي لور او د شاه امان الله خان ميرمن، ميرمن حريه د محمود طرزي لور، شاه امان الله خان هم د ميرمني شاته ولاړ دی.
نظريات (0)
نظر اضافه کول