د ميرويس نيکه کلا

عبدالنافع همت

کله چې د افغانستان  او دهغه دخپلواکۍ نوم اورو، نو د ملي قايد او ستر مبارز، حاجي ميرويس نيکه نوم مو خامخا په ذهن کې راګرځي. د افغانستان د تاريخ دغه دوره لکه څومره چې ډېره مهمه ، له وياړونو ډکه او د افغان ملت د خپلواکۍ لمر څرک ګڼل کيږي،هغومره پوره نه ده څېړل شوې، بلکې ځيني اړخونه يې اوس هم ګونګ او څېړنې ته اړتيا لري.

د هوتکي دورې په باب چې څه ليکل شوي ، ډېره برخه يې په  بهرنيو څېړونکو پوري اړه لري، چې  دغه بهرني څېړونکي هم پر دوو برخو وېشلای شو.

يوه ډله يې هغه څېړونکي دي چې، د افغانستان او افغانانو په باب عقده يي او بدبينانه قضاوت لري او دوهمه هغه ډله ده چې له سيمي ليري او د  ولس، په تېره بيا د ملي قايد د کورنۍ له خولې يې څه نه دي ثبت کړي اوهغه څه چې يې ثبت کړي هم دي، نو د دوهم لاس معلومات دي ،چې ځيني يې ګونګ بريښي. د بېلګې په ډول ډېری مؤرخينو ليکلي ،چې ملي قايد لومړنۍ لويه جرګه  دکوکران په کلي کي راوغوښتله (١) خو دا يې نه  دي ليکلي چې دغه جرګه يې د چا پر ځای را وغوښتله؟  ايا هغه ځای  اوس هم شته که نه ؟ ايا په کوکران کې اوس هم د ملي قايد له کورنۍ  څخه يوڅوک اوسېږي که نه؟

که موږ ددې پوښتنې د ځواب لپاره لومړی د کوکران کلي ته سر ور ايسته کړو او بيا دغه معلومات له ثبت شويو معلوماتو سره پرتله کړو، نو خبره بيخي سپينه ده . خو خير دادی اوس موږ دغه کار کوو، لومړی د ملي قايد د اوسېدو د ځای خبره څېړو او بيا يې د کلا خبرې ته راځو.

ميرويس نيکه د اوسني زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ د مرکز لمرخاته خوا ته  د سره غره په لمنه کې د ښالم خېلو په کلي کې زېږېدلى دى، چې اوس هم په دغه کلي کې يوه برجوره کلا ولاړه ده، چې د ( ښالم خان کلا) يې بولي.(٢)  ملک ښالم خان د ملي قايد پلار و چې اوس هم د هوتکو د ټبر يوه پښه د ښالم خېلو په نوم يادېږي.(٣)

کله چې د ابداليانو د مشر دولت خان سدوزي او غلجيو مشرانو تر منځ شخړه پېښه شوه ،نو دولت خان سدوزي ملک ښالم خان له ځانه سره ښارصفا ته بوت چې بيا تر سولې وروسته همدا نژدېوالی ددې سبب شو چې، ميرويس نيکه د ابداليانو زوم او دهغوی د باور وړ ګرځي .

وروسته چې کله د هوتکو قومي مشري د ملک ښالم خان څخه ملي قايد ته پاته کېږي،نو ملي قايد سوداګرۍ ته مخه کوي او له ښار صفا څخه  کوکران ته ځي . د کوکران کلى، د کندهار په  اوسني ښار پوري شمال لوېديځ خوا ته د هرات – کندهار پر لويه لار پروت دى.

د هوتکي دورې نامتو مؤرخ او ليکوال محمد هوتک په خپل ارزښتناک اثر (پټه خزانه) کې ليکي چې، څه مهال د کندهار خلک د ګورګين له ظلم او شکنجې څخه تنګ شول، نو په کوکران کې حاجي ميرخان، يانې ميرويس نيکه ته ورغلل او له ګورګين څخه يې شکايت وکړ.(٤)

لوى استاد علامه حبيبي صاحب ليکي چې، له پټې خزانې څخه داسي معلومېږي، چې ملي قايد په کوکران کې اوسېده . (٥)  موږ مخکې په کوکران کې  د لويې  جرګې خبره وکړه، نوداچې دغه جرګه د ګورګين پر ضد او د هغه د مرکز، يانې کندهار د زاړه ښار په درې کيلومترۍ کې رابللې شوې وه، معلومه خبره ده چې ډېره مهمه او له رازونو  څخه ډکه وه، چې دغه ډول جرګه په ځمکه، باغ  او ياداسي يو چا په کور کې نه شي جوړېدای ،چې د پوره باور وړ نه وي ،نو ويلای شو چې ،دا خپله د ملي قايد کور دی چې، دغه لويه جرګه په کښي جوړه شوې ده.

اوس د کوکران په کلي کې يوه خټينه کلا ولاړه ده ،چې ټول خلک يې د ميرويس نيکه کلا بولي. په دغه کلا کې يوه کورنۍ اوسېږي چې، مشر يې رحمت الله خان نومېږي. دغه کورنۍ چې ولس يې هم ملي قايد ته منسوبوي، د نسب شجره يې دملي قايدورور،يحيی خان ته رسېږي چې په دې ډول ده: (٦)

رحمت الله خان وايي چې څه مهال ملي قايد د ګورګين واکمني پاى ته ورسوله او خپلواکي يې اعلان کړه، نو د کندهار په زاړه ښار کې يې هستوګنه پيل کړه، چې تر دې وروسته د هغه ورور يحيى خان په دې کلا کې اوسېده . د يادونې وړ ده چې، د ملي قايد د زيارت تصرف او پالنه هم په دې کورنۍ پوري اړه لري.

په دغه کلا کې يوه کورنۍ اوسېږي چې مشر يې رحمت الله خان نومېږي. دغه کورنۍ چې ولس يې هم ملي قايد ته منسوبوي، د نسب شجره يې دملي قايد ورور، يحيی خان ته رسېږي.

رحمت الله خان وايي چې کله  په  ١٣١١ لمريز کال د ستر پښتون وزير محمد ګل خان مومند په امر او ځانګړې پاملرنه د ملي قايد زيارت جوړ شو، نو پالنه يې زموږ د کورنۍ پر غاړه راکړه، چې تر اوسه پورې هم په موږ پوري اړه لري. دى وايي چې وزير صاحب موږ ته پنځه سوه افغانۍ معاش هم وټاکه، چې دغه معاش د غوايي د مياشتي تر اړ و دوړ پورې موږ ته راکول کېده . رحمت الله خان زياتوي چې دوی  ته يې څلوېښت جريبه  دولتي ځمکه هم ورکړه چې، د وزير صاحب مکتوب اوس هم ورسره دی .داچې ددې زيارت پالنه او تصرف رسماً يوې کورنۍ ته سپارل کېږي او هغوی ته معاش او دولتي ځمکه ورکول کېږي،دا خبره په اثبات رسوي چې دا د ملي قايد کورنۍ ده او د هوتکي دورې په باب يې معلومات کره او د باور وړ دی .

دا چې ملي قايد په کوکران کې ښخ شوى دى، نو دا خپله د دې مانا لري، چې دى په ژوندوني هم په کوکران کې اوسېده، ځکه دا د پښتنو يو دود دى، چې خپل مړى د بل په هديره کې نه ښخوي، حتی که د خپل وطن څخه ډېر لري هم مړ شي، که ممکنه وي، په خپله هديره کې يې ښخوي. خو يوازې په اضطراري حالاتو کې چې خپل وطن ته د مړي وړل مشکل وي، مړى په بله هديره کې ښخ او يا يې امانت  ږدي . دلته که وګورو، ملي قايد په داسې حال کې وفات کېږي ،چې وضع بشپړه ارامه  او  هغه يو لوى قلمرو په واک کې لري. (٨)

په کوکران کې له ملي قايد پرته نور هوتکيان هم اوسېدل او ځانته جلا هديره لري چې اوس هم شته. د يادونې وړ ده چې، د پټې خزانې نامتو ليکوال محمد هوتک هم په کوکران کې اوسېده . نو داسي معلومېږي، چې ملي قايد په خپله خوښه د ځان لپاره دغه هديره ټاکلې ده .

د کندهار نامتو معمار انجينير محمد حسن نعيمي وايي چې، د ملي قايد په کلا کې د هغه مهال پاته پنځه خونې او د کلا تر څنګ مسجد له ځانګړي کندهاري سبک او نورو نښو نښانو څخه داسي ښکاري چې دا ودانۍ پخوانۍ او په هوتکي دورې پوري اړه لري.

دغه سبک بخارايي سبک ته ډېره ورته دی چې، په اسلامي  هيوادونو کې ډېر رواج لري. که د اسلامي هېوادونو پخوانيو زيارتونو، مسجدونو او دولتي ودانيو ته ځير شو نو  اکثره يې پر بخارايي سبک جوړي شوي دي، چې په بلخ ولايت کې د حضرت علي کرم الله وجهه زيارت، په ازبکستان کې د ساماني اسماعيل زيارت، د هندوستان تاج محل، په ترکيه کې سلطانيه مسجد، په کندهار کې د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا زيارتونه  او دکندهار ولايت  د مقام پخوانۍ وداني يې ښکاره بېلګې دي. (٩)

ښاغلى نعيمي د کندهاري معمارانو د نامتو کورنۍ غړى دى . د دې کورنۍ بنسټ ايښووونکی

استاد ياسين جان نومېده چې د لوى احمدشاه بابا په عصر کې په کندهار کې اوسېده .  دکندهار د نوي ښار ډيزاين، د کندهار شاه جامع جومات، د کندهار ښار سرپوښه چارسو،د کندهار سرپوښه بازار او د احمدشاه بابا زيارت دده له شاهکارونو څخه ګڼل کېږي .

تردې ځايه خو مو د کلا په باب لاسوندونه  وړاندي کړل ،اوس به ددې کلا د جوړښت په باب خبرې وکړو. دا يوه شپېته په شپېته متره کې کلا ده، چې مربع شکل لري. د دېوال سور دوه او جګوالى يې اووه متره دى. دغه کلا اوس کوم برج نه لري، خو ځايي سپين ږيري وايي چې، د کلا په شمال لوېديځ کونج کې يو برج تر ډېره وخته پاته و، چې وروسته  ونړېده . دغه ډول د کلا دېوالونه څو ځايه نور هم نړېدلي دي. دې کلا پخوا څلور دروازې درلودې، چې درې دروازې  يې لمرلوېده او يوه دروازه يې لمرخاته خوا ته خلاصېده .

کلا پر څلورو مساوي برخو وېشل شوې وه، چې هرې برخې يې مربع شکل درلود . جنوب لوېديځ برخه يې د ژمي مېلمستون و، چې دروازه يې لمرخاته خوا ته خلاصېده، چې دغه دروازه اوس بنده ده. شمال لوېديځه برخه يې فيل خانه وه. دې دروازې د کلا په شمال لوېديځه خوا کې موقعيت درلود، چې اوس بنده ده. البته د فيلانو ځاى په کلا کې د ننه  يوه بله کوچنۍ دروازه هم درلوده، چې مزدورانو به  له دې لارې فيلانو ته اوبه او خواړه وروړل.

په جنوب ختيځه برخه کې يې د ملي قايد کور دى، چې دروازه يې د کلا په منځ کې کوڅې ته را خلاصېده چې اوس هم پر هغه پخواني شکل پاته ده، خو دا کلا يوه عمومي دروازه هم لري او لمر لوېده خوا ته خلاصېږي، چې اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه پاتي ده .شمال ختيځه برخه يې يوکوچنی باغ و چې دروازه يې ختيځ ته خلاصېده. ديادونې وړ ده چې هغه مهال د کلا په ختيځه خوا کې يو باغ و چې ددوبي له خوا به د مېلمستون کار ځني اخيستل کېده. په دې باغ کې يوه کانکرېټي دوکانچه يا صوفه هم وه چې هلته به مېلمانه کښېناستل. پر دې صوفه د جوز يا چار مغزو يوه ونه هم ولاړه وه چې دغه صوفه او ونه  شل کاله پخوا ما هم ليدلي وه خو اوس له منځه تللي ده چې ورسره دغه باغ هم اوس په يوه کرونده اوښتی دی.

د يادونې وړ ده چې، د دې کلا له څلورو برخو څخه اوس يوازي د ملي قايد کور پاته دى، چې پنځه خونې لري. دغه خونې لمر خاته او لمر لوېده ، په يوه ليکه کې جوړي شوي، چې دروازې يې شمال خوا ته خلاصېږي. د دوو خونو مخ ته يو يو دالان هم شته، چې د دالان او خونو ګډ اوږدوالى دوولس متره او سور يې څلور متره دى.

د منځ خونه شاته يوه پس خانه هم لري، چې د دواړو اوږدوالى دوولس متره او سور يې څلور متره دى. رحمت الله خان وايي چې ملي قايد خپله هم په دغه خونه کې اوسېده .

يوه بله خونه، چې لمرخاته خوا ته موقعيت لري، هم په دغه کچه جوړه شوې ده. بله خونه، چې دوولس متره اوږدوالى او څلور متره سور لري، په لوېديځه خوا کې موقعيت لري، چې دا خونه هغه مهال د ښځينه مېلمنو لپاره په پام کې نيول شوې وه. د دغو خونو بنسټ په ډبرو راپورته شوى،چې جګوالى يې اته متره دى. د خونو سرونه ګنبدي لري، چې پر بخارايي سبک جوړي شوي دي. مخ ته يې يوه دوکانچه يا صوفه شته، چې له هغه وخته پاتي ده. که څه هم دغه خوني د د باندې  له خوا په ګچو پلستر او ترميم شوي، خو په اساساتو کې يې څه بدلون نه دی راغلى.

بايد ووايو چې ،دا کلا اوس د څلورو وروڼو ملکيت دى، لکه حاجي خانان، صاحب خان، تاج محمد خان او سيد جان، چې د دوى کورنۍ په کښي اوسېږي.

د کلا مخ ته، يانې لمرلوېده خوا ته يې يو ډګر دى، چې کچارۍ ورته وايي. کچارۍ اصلاً د هندۍ ژبې کلمه ده او کچېري ويله کېږي چې د محکمې مانا لري. (١٠)  دا هغه ځاى دى چې ملي قايد به له ولسي خلکو سره ليدل او د هغو خپلمنځي شخړې او لانجې به يې ور اوارولې ، البته اوس کچارۍ يوه کرونده ده.  د يادونې وړ ده چې فيل خانه او کچارۍ دوه داسې ځايونه دي، چې  عادي خلکو ته نه، بلکې پاچاهانو او لوړپوړوحکومتي چارواکو ته منسوب کېداى شي، چې دا هم د دې خبرې يو بل ثبوت کېدای شي، چې دا کلا په ملي قايد پوري اړه لري .

د کلا شمال لوېديځ څنډې ته د لارې پر بله غاړه يو جومات ودان دى، چې دا هم پر ځانګړي کندهاري سبک جوړ شوى او د کلا په اندازه لرغونتوب لري. دغه جومات، چې درې ګنبدې لري، دوولس متره اوږدوالى، څلور متره سور او دېوال يې دوه متره پلنوالى لري. جومات، که څه هم د دباندې له خوا خړ پړ ښکاري، خو د دننه له خوا په ګچو پلاستر شوى او خورا ډولي دی. د مسجد تر څنګ يوه کوچنۍ حجره هم شته چې درې په درې متره کې جوړه شوې ده .ولسي خلک وايي چې ملي قايد به  په دې حجره کې د خداى (ج)  عبادت کاوه.

بايد ووايو چې دا کلا اوس دنړېدو له خطر سره مخامخ ده، ځکه چې  يوازي يو دېوال او پنځه خونې يې پاته او نور له منځه تللې ده . داچې اوس په دې کلا کې خلک اوسېږي نو خونو ته  يې څه ناڅه پام کېږي خو دېوالونو ته يې دومره پاملرنه نه ده شوې چې څو ځايه کنډو کنډو او کېدای شي چې نور هم ونړېږي.

داچې دا کلا د خلکو شخصي ملکيت دی، نو کېدای شي چې هغوی يې پر بل چا خرڅه کړي، و يې نړوي ،د خپلي اړتيا له مخي د کور نقشه بيخي واړوي او يا يې د کښت او کروندې لپاره چمتو کړي. نو دولت،په تېره بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او يونسکو سازمان  ته زما وړانديز دادی چې، دغه کلا رانيسي او ميوزيم ځني جوړ کړي چې، په دې ډول به د يوې خوا له نړېدو و ژغورل شي او له بلي خوا به د ګرځندويو او سيلانيانو د پام وړ وګرځي.

 

ماخذونه :

١- هوتکيان ، د ارواښاد بينوا ليکنه، ٣٩ مخ

٢_ د پژواک خبري اژانس خبريال سعيد زابلی، چې د ښالم خان کلايې ليدلې ده.

٣- ميرويس نيکه، د ارواښاد بينوا ليکنه، ٤٥ مخ

٤- پټه خزانه،  د محمد هوتک ليکنه ، ٩٦ مخ

٥- پر پټه خزانه د علامه حبيبي حاشيه،٩٦ مخ

٦- رحمت الله خان  چې د خپلې کورنۍ د نسب شجره ورسره ده .

٧- حيات افغاني، ٢٥٧ مخ

٨-  د خپلواکۍ لمرڅرک، د امان الله خان هوتک ليکنه، ٨٩ مخ

٩- افغان هوتکي پاڅون، د پوهنوال رسول باوري مقاله ،١١٢- ١٢٤ مخونه

١٠- اردو فيروزاللغات، الحاج مولوي ف

کلا په لاندي عکسونه کي ووينئ:

د کلا يوه پخوانۍ کوټه
د کلا دننه څو کوټې او بام ته د ختلو زينې
دا د هغې کلا لويه دروازه ده.
د کلا يو دېوال
د کلا شمال لويديځ څنډي ته دا جومات ودان سوی دی چې د کلا غوندی لرغونی او پخوانی دی. د مسجد په احاطه يا چارديواري کي يوه مخصوصه کوچنۍ حجره ( کوټه) هم سته چي ميرويس نيکه به هلته عبادت او رياضت کاوه
د کلا لوحه
د کلا لوېديځه خوا
د کلا د لوېديځې خوا دېوال او پکې وړه دروازه

د ميرويس نيکه کلا په ويډيو کي…

نظريات (0)
نظر اضافه کول