د هرات نوميالي- دوهمه برخه

ژباړه او ټولونه : تېمورشاه یوسفزی

الهروي

محمد بن یوسف الهروي دئ، چي سمعاني د کتاب الانساب د (هرواني) په ماده کي د ده د نوم او نسب د (هرواني چي هرات ته يې نسبت کېږي) عنوان لاندي په لاندي ډول ليکلی او موږ يې عيناً بېله کوم تغيير د هغه څخه را نقل کوو: ابومحمد يوسف الهروي ثم الدمشقي اصلاً د هرات دئ مګر په دمشق کي زېږېدلی او هلته لوی شوی دئ. او له همدې کبله ځني کسانو هغه الهروي ثم الدمشقي بللی دئ. محمد بن یوسف له مشهورو محدثينو څخه دئ د سمعاني په روايت حديث يې د محمد بن احمد بن یزيد الانصاري څخه روایت کړی دئ. ابوالقاسم سليمان بن احمد بن ایوب طبراني او حاکم ابواحمد محمد بن احمد اسحاق الحافظ او بوبکر ابراهیم بن المقري او داسي نورو هم له هغه څخه روایت کړی دئ او سره له دې چي د ده د زېږېدني او مړيني په باب کوم معلومات په لاس کي نشته خو بيا هم د هغو کسانو د ژوندانه له قرينې څخه چي له ده نه يې روايت کړی دئ په غالب ګومان سره دومره حدس و هلای شو چي د هجري درېیمي پېړۍ پوري يې ژوند کړی دئ، ځکه چي سمعاني په خپل «کتاب الانساب» کښي ليکي چي طبراني له ده څخه د حديث روايت کړی دئ او واضحه ده چي طبراني په کال ۲۶۰ هجري کي زېږېدلی او په کال ۳۶۰ د سلو کالو په عمر وفات شوی دئ او پرته له قاموس العلوم (بحر الجواهر) څخه يې کوم بل تأليف په نظر نه دئ راغلی.

منبع: آريانا دایرة المعارف – څلورم ټوک – ۹۸ مخ

الهروي

ابوالمظفر محمد بن آدم بن کمال هروي د پوره پوه استادانو او کاملو ائمه وُ څخه دئ. په نحو، معاني او په نورو ادبي علومو کي په تېره بيا د ابياتو څخه د معني ګانو په اخستلو او د هغو په شرح کښي يې په خپلو ټولو هم زمانو فاضلانو او د علم خاوندانو باندي اوږه اړوله او په هغه پوري ځني عجيب مثالونه او تفسيرونه مربوط دي چي په هغه زمانه کښي يې د ضرب المثل حکم ځانته غوره کړی وو. او تر کومه ځایه چي معلومه ده له محمد بن عباس ابوبکر څخه يې چي د خوارزم وو او په طبر خزي باندي مشهور او په ۳۸۳ هجري کال وفات شوی اود څلورمي پېړۍ د اديبانو او شاعرانو څخه وو چي د لغت، اشعارو او خبرونو په مختلفه علومو کښي يې خورا ډېر مهارت درلود ادبي علوم زده کړي او د هغه له شاګردانو څخه شمېرل کېږي. د یاقوت د روایت له مخي يې فقه په معجم الادبا کي لومړی له قاضي ابوالهتيم څخه او وروسته له قاضي ابوالعلاصاعد بغدادي څخه چي يو فقيه او په عین حال کي هم شاعر او هم اديب وو زده کړه. سيوطي نوموړی په خپل کتاب طبقات النجاة کښي د ده پوره لياقت په اصول کي د اهل عدل (معتزله ؤ) په طريقه کي ښيي او داسي منقوله  ده چي نوموړی به همېشه په نحو، د دېوانو په شرح، تفسير او داسي نورو په تدريس او تعليم باندي مشغول وو.

یاقوت وايي هغو کسانو چي د ده کتابونه او تأليفات لوستلي او له نظره يې تېر کړي وي نو په ادب کښي به يې په پوهي او فضل باندي اعتراف کړی وي. مګر سره له دومره پوهي او علم او معلوماتو چي په مختلفو علومو کي يې درلودل له ده څخه کوم یو حديث چا نه دئ نقل او روایت کړی او د دغه کار علت هم د ده مشغوليت له حديثه پرته په نورو علومو کي ښکاري نه دا چي د ه حديثونه نه دي اروېدلي.

د نوموړي مرګ د مؤرخينو په اتفاق په (۴۱۴ هجري کال) کښي واقع شوی دئ ځيني ليکي چي دی د حسين ( په غالب ګمان سيدالشهدا ابو عبدالله الحسن بن علي رضی الله عنهما) په هديره یعني په کربلا کي ښخ او قبر يې د محمد بن اسحق بن ابراهيم بن مهران ثقلی ابوالعباس (سراج) مشهور محدث تر څنګه دئ. ده د هماسه «الاصلاح» دیوان، د ابي عبيد امثال او د ابو الطيب ديوانونه يې شرح او بیان کړي دي.

منبع: آريانا دایرة المعارف- څلورم ټوک -۹۸مخ

ابراهيم بيګ هروي

د دري ژبي شاعر او په هرات کي د مير نجات شاګرد و.

دا بيت د ده دئ:

ورق ورق دل صد پاره را بیاد تو دیدم

بغير نام خوشت هر چه بود حلقه کشيدم

منبع: روز روشن – ۱۵ مخ

ابراهيم حسين سبزواري

د سبزوار (شينډنډ) له سيدانو څخه و، په دري ژبه يې شعر وايه  ازاد او لونډ مشره زلمی و.

دا بیت د ده دئ:

مستی می عشق زخود بی خبرم کرد

بیخود د زخود وهم زجهان در بدرم کرد

منبع: د افغانستان نوميالي – لومړی ټوک – ۴۷ مخ

ابراهيم رباطي هروي

د درېمي هجري پېړۍ له عارفانو څخه و.

د هرات د رباط په سيمه کي اوسېدی، او په طريقت کي يې د ابراهیم ستنبه هروي لاس نيوی کړی و، او هغه يې پير او استاد و.

د ده مزار د هرات د زنګي زاده د رباط په وره کي دئ.

ابراهيم کرباسي هروي

ابراهيم د محمد حسن خراساني کاخي زوی د هرات د حوض کرباس په محله کي په (۱۱۸۰ هـ) کال زېږېدلی او د خپل وخت له نامتو فقيهانو څخه و.  فقه يې د «قوانین» له خاوند، ميرزا ابوالقاسم قمي او مولی مهدي د ابي نراقي د زوی او له بحرالعلوم او شېخ جعفر معروف په کاشف الغطا او د «رياض المسائل» د مصنف سيد علي او نورو پوهانو څخه لوستلي او د ژوند زياته برخه یې په تألیف او تدريس کي تېره شوې خو د هغه وخت د نورو فقيهانو په څېر يې مرافعې او دعاوې خوښي نه وې او قانع سړی و.

پلار يې د خراسان د کاخ يا کاخک په ناحيه کي اوسېدی او دی هم له هراته اصفهان ته تللی و.

د ده له تأليفاتو څخه «اشارات» په اصولو کي ښه مشهور کتاب او چاپ شوی هم دئ د نورو څو کتابونو نومونه يې دا دي:

۱- نخبه (په فقه کي په دري ژبه)

۲- ايقاظات.

۳- منهاج الهدايه

۴- شوارع الهدايه الی شرح الکفايه او مختلفي رسالې.

ابراهيم کرباسي په (۱۲۶۲ هـ ) کال و فات سوی دئ.

منبع: بېلابېلي انټرنیټپاڼي

ابراهيم هروي

امير ابراهيم د هرات له لویانو او  د دري ژبي له شاعرانو څخه و چي بیا د سلطان حسين ميرزا د دربار وزير و ټاکل سو. ښه ليکونکی هم و تاريخ فتوحات شاهي او د عاوي د دېوان ترجمه او مناظره، مهر و مکتوب د ده له آثارو څخه دي.

دا بيت د ده دئ:

در چمن يار چوبا آن قد و قامت برخاست

سر و بنشست ز دعوی و قيامت برخاست

ابراهيم هروي

ابراهيم د محمد زوی او د مري هروي نمسی د هرات له زهادو او محدثينو څخه و. (د جزاء الاعمال ) کتاب يې تصنيف کړی او په ( ۴۵۹ هـ) مړ دئ.

منبع:د افغانستان نوميالي – لومړی ټوک – ۷۰ مخ

ابراهیم بن تهمان هروي

حافظ امام ابراهيم د تهمان زوی د هرات د باشان د کلي اوسېدونکی د خراسان له نامتو محدثينو او پوهانو څخه و، ځيني تابعين لکه عمرو بن دينار او نور يې ليدلي او د عبدالله بن مبارک او نورو محدثانو استاد و.

ده په فقه، حديث او تفسیر کي لوی لاس درلود، او په حديثو کي له ده څخه صحیح روايتونه شوي دي، او په صحاح سته کي د ده مرويات راغلي دي. په ۱۶۳ هـ /۷۷۹ م کال په مکه کي وفات شو، او دا کتابونه يې ليکلي دي:

۱- کتاب سنن الفقه

۲- کتاب المناقب

۳- کتاب العيدين

۴- التفسیر القرآن

ابن قبيصه نيشاپوري وایي چي د ده د حديثو مصنفات طاهر بن يحيی مختصر کړي دي.

منبع : د افغانستان نوميالي – لومړی ټوک – ۴۳ مخ

ابن سلام هروي

ابو عبيد قاسم د سلام هروي زوی د حديث، ادب، فقه او قرائت له نومياليو پوهانو څخه ، په (۱۵۴ هـ = ۷۷۰م) کال په هرات کي زېږېدلی، او همهلته يې درس لوستی بیا بغداد ته تللی دئ هلته (اتلس کاله په طرسوس کي قاضي و، او په (۲۱۴ هـ ) کال مکې ته ولاړ، او په (۲۲۳هـ= ۸۳۷ م) کال په مکه کي مړ سو، خو ابن قتيبه يې وفات په ( ۲۲۴ هـ ) کال کي ګڼي.

ابن سلام کسائي د قرائت له خپرونکو څخه دئ، مګر په څو تورو کي ورسره موافق نه دئ.

دی د عبدالله بن طاهر پوشنگي له درباريانو څخه و، چي د هر کتاب د تألیف په مقابل کي يې له هغه څخه لس زره درهمه صله اخيستله، او  لومړی سړی دئ چي د حدیثو په علم کي يې کتاب ليکلی و، او د هغه کتاب ډېر پخواني خطي نسخه چي په (۳۱۱هـ = ۹۲۳ م ) کال ليکلې سوې ده د مصر د ازهر په کتابخانه کي سته، او نوري خطي نسخې يې د ليدن، د استانبول په کوپريلي، د رامپور او سند په کتاب خانو کي موجودي دي.

د ابن سلام نور آثار د ابن نديم په قول یو اويا ټوکو ته رسېدل، چي مشهوره يې دا دي:

۱- کتاب الاجناس من کلام العرب: چي په خپله ده له پخواني کتابو څخه استخراج کړی دئ او خطي نسخې يې په لندبرګ ، قاهره او د هند په رامپور کي سته.

۲- غريب المصنف: په څلوېښت کاله يې په دوو ټوکو کي تألیف کړی دئ، او زربابونه لري. دا د عربي لومړنی لوی معجم دئ چي پر موضوعاتو مرتب سوی، او خطي نسخې یې په اياصوفيا، قاهره اسکوريا؛ او د استانبول د فاتح او د امادزاده په کتابخانو کي سته.

۳- کتاب الامثال: چي ابن خالويه چي ( په ۳۷۰ هـ = ۹۸۰ م کال مړ دئ) هغه روایت کړی دئ، د کوپريلي په (۲۱۹ لمبر)، او د پاريس په (۳۹۶۹ لمبر) او د موصل په (۲۰۶ لمبر) او د بريتانيا د موزيم په ۹۹۵ لمبر) او هم د هند په رامپور کي سته، او بله نسخه يې چي د ده شاګرد علي بن عبدالعزيز يې روایت کړی د مانچسټر په (۷۷۳ لمبر (او د اسکوريال په (۱۷۵۷ لمبر) کي د مؤلف په خط او هم په قاهره کي موجوده ده چي مختصر يې په (۱۳۰۲ هـ ) کال د تحفة البهيه د کتاب سره په استانبول کي چاپ او هم برتو هغه له ګوتنګن  څخه په (۱۸۳۶ م) کال خپره کړې ده، او البکري د فصل المقال په نامه پر کتاب الامثال باندي شرحه لري چي خطي نسخه يې د اسکوريال په (۵۲۶ لمبر) او د استانبول د فاتح د کتابخانې په (۴۰۴۱ لمبر) کي سته.

۴- فضائل القرآن و آدابه : چي خطي نسخه يې د برلين په (۵۴۱ لمبر) او د توبنګن په (۹۵ لمبر) کي سته او د اسلاميکا په مجله (۲۳/۶) کي د ایزن ا وپرتسل له خوا خپره سوې ده.

۵- کتاب الايضاح : خطي نسخه د مکتبه فاس قرويين په (۱۱۸۳ لمبر) کي سته.

۶- خل الانسان ولغوتـﮥ : د طبقبو (۲۵۵۵) لمبر مخطوط.

۷- کتاب الاضداد والضد فی اللغة : د استانبول دعاشر انند (۸۷۴ لمبر) خطي نسخه.

۸- کتاب النعم او البهایم والوحشي والسباع: په (۱۹۰۸ م ) کال د بيروت دشرقي فاکولتې په مجله کي د بويجس طبع.

۹- کتاب فی الايمان و معامله و سننه واستکما له ودرجاته: د دمشق په ظاهريه مکتبه کي ( ۳۷/۱۱۶/۴ لمبر).

۱۰-  کتاب الخطب والمواعظ: په لپزيک کي (۱۵۸ لمبر).

۱۱- کتاب فعل و افعل : په قاهره کي ۲۸۱/۳۵ لمبر).

۱۲- کتاب الاموال: د فقهي مذاهبو او حديثو د دلائلو په اساس د زکات او خراج د احکامو په باب کي چي په ۱۳۵۳ هـ کال په قاهره کي د دمشق د خطي نسخې له مخي د محمد حامد له خوا چاپ سوی دئ.

۱۳- رساله فيما اشتبه فی اللفظ و اختلاف فی المعنی : د هند د رامپور د کتابخانې (۵۱۰ لمبر).

۱۴- البلوی د الفبا په کتاب کي ۲۷/۲ ځيني مضامين د ابن سلام د «آداب الاسلام» له کتاب څخه رانقلوي.

۱۵- د لسان العرب ۲۶۳/۷ په کتاب کي د ابن سلام د « ما خلف فيه العامه » له کتاب څخه ځيني مطالب را نقل سوي دي.

۱۶- په صبح الاعشي ۹۲/۴ کي د ده د « فضائل العرس» مطالب نقل سوي دي.

۱۷- په طبقات الشافعيه سبکي ۲۷/۱ کي د ده « معاني الشعراء » له کتاب څخه اقتباس سوي دي.

۱۸- د سیوطی په المزهر ۲۷۶/۲ کي د ده د « مقاتل العزسان » له کتاب ځيني مطالب اخیستل سوي دي.

۱۹-  په یوه مجموعه کي چي ابو عبيد ته منسوبه ده ځيني مطالب يې د « ما و رد فی القرآن من لغات القبائل» په باب کي د ده له ورک سوي کتاب « غريب القرآن» څخه اخيستې سوي، او په (۳۱۰ هـ ) په قاهره کي طبع سوی دئ.

د دې آثارو له مخي څرګندیږي چي ابن سلام يوازي د قرآن قاري او راوي نه و، بلکه په ټولو نقلي علومو یعني د عربو په لغت، حديث، تفسير او فقه کي استاد و، ځکه نو د ده پرخپل  وطندار امير عبدالله بن طاهر پوشنګي باندي ډېر ګران و، او دی يې د خپل وخت لوی عالم باله.

د الاعلام مؤلف زر کلي برسېره پر دغو آثارو دا کتابونه هم د ده له خطي نسخو څخه ګڼي:

۲۰ – الطهور : په حديثو کي.

۲۱- ادب القاضي.

۲۲- المذکر و المؤنث

۲۳- المقصود و الممدود:  په قرائت کي.

۲۴- الاحداث

۲۵- النسب.

منبع: د افغانستان نوميالي – لومړی ټوک – ۱۰۶ تر ۱۰۹ مخ پوري

ابن مبارکشاه هروي

شېخ امام معين الدين ابوعبدالله محمد د مبارکشاه زوی او د محمد هروي نمسی مشهور په ابن مبارکشاه د هرات د اوومي پېړۍ د پای له نومياليو پوهانو او د خپل وخت د حنفي له نامتو عالمانو څخه و او ظاهراً د مبارکشاه غوري زوی یو شاعر و، چي دسلطان غياث الدين غوري په وختو کي يې ژوند کاوه او د نجوم منظوم مدخل يې جوړ کړی دئ او هم يې په ټولو متداولو علومو کي لاس درلود په دري او عربي ژبو يې تألیف کړی وو. څه موده په ماوراالنهر کي اوسېده نو ځکه يې «ميرک بخاري» هم بولي او څنګه چي په شعر کي يې «معين» یا مسکين تخلص کاوه نو په معين مسکين – یا – په مسکين معين هم معروف و. دا کتابونه د ده له مؤلفاتو څخه دي:

۱- د نجم الدين علي پر حکمة العين يې په دري ژبه شرحه ليکلې ده.

۲- احسن القصص ( د یوسف او زليخا کيسه ) په دري ژبه .

۳- د منارالانوار (د حافظ الدين نسفي د تأليف شرحه)

۴- د حافظ الدين نسفي د کنزالحقايق شرحه.

۵- د هداية فی الفروع شرح.

۶- « دائرة الوصول» پر « نور الانور » حاشيه.

ابو جعفر محمد رزيق هروي

ابوجعفر خراز مشهور په رزيق د اسحاق زوی او د اسد نمسی د هرات له محدثانو څخه و. د حديثو روایت يې له محمد بن معاویه نيشاپوري او له داوود بن رشيد خوارزمي او له عبدالله بن عبدالوهاب البرخمي څخه کړی دئ، او بیا له ده څخه محمد د مخلدالدوري زوی او ابو مزاحم الخاقاني او احمد د عثمان زوی او د يحيی الادمی نمسی روایت کوي. پلار يې د (۲۸۴ هـ ) کال د شوال په ۱۴ د يکشنبې په ورځ مړ دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – لومړی ټوک – ۲۴۹ مخ

*ابو ذر عبد هروي

د احمد زوی او د محمد هروي نمسی د خپل وخت له محدثينو حخه و. اصلاً د هرات و خو د حديثو د اورېدو د پاره سرخس، بلخ، مرو، بصره، دمشق او مصر ته تللی و.

دی د علامه امام ابوالحسن علي د عمر دارقطني د زوی مصاحب و، چي هغه  په ۳۸۵ هـ ق کي مړ دئ. ابو ذر په مذهب مالکي و او څه وخت يې د کعبې مجاوري هم کړې وه. د ده مشهور تألیفات دا دي:

۱- د « المستدرک علي الصحيحين» کتاب.

۲- معجم الشيوخ

۳- کتاب المناسک

۴- تفسير ابی ذر – او نو رتأليفات

دی په (۳۵۵هـ ) کال زېږېدلی او په (۴۳۴ هـ ق ) کال مړ دئ.

*  د افغانستان نوميالي په لومړي ټوک کي ددغه شخصيت تر  معرفي کېدو وروسته دوه مأخذه ورکړل سوي چي يو يې د آريانا دائرة المعارف دئ، چي  د لومړي ټوک ۹۶۹ مخ يې راوړی، په داسي حال کي چي دا شخصيت د دائرة المعارف د لومړي ټوک په ۹۴۴ م  مخ کي معرفي سوی دئ. (یوسفزی)

ابو ذر هروي

عبدالله بن احمد انصاري روایت کړی دئ اوعلامه جلال الدين سیوطی په «بغية الوعاة» دا راز ليکلي دي چي د ده نوم په اصل کښي بن احمدالهروي دئ. دی په اصل کښي د هرات دئ، او د حديثو په علم کښي له محدثينو څخه شمېرل کېږي، او ډېره موده يې د بلخ، سرخس، مرو، بصره، دمشق او مصر ته مسافرت کړی دئ او هلته به يې د احاديثو آورېدنه کوله، او یو څه زمانه يې د مکې معظمې مجاورت او هلته يې استوګنه درلوده، د ارقطنې او د هغې زمانې د مملکت له نورو مشاهيرو سره يې محشوريت درلود.

مذهب يې مالکي ولو، او په رواياتو کښي صادق او مؤثق دئ. او سیوطي ليکلي دي، چي له دغه نوموړي ابوذر څخه محمد بن علي بن الحسن بن البر ابوبکر نحوي د حديثو روایت کړی دئ. ابو ذر په ۳۵۵ سنه کښي زېږېدلی او په ۴۳۴ هـ سنه کي وفات شوی دئ. دغه لاندي آثار د ده له تأليفاتو څخه دي:

المستدرک علی الصحيحين

معجم شيوخ

کتاب المناسک او یو تفسير او نور…

منبع: آريانا دايرة المعارف – لومړی ټوک – ۹۴۴ مخ

ابو زيد مرغزی

سليم ابوزيد مرغزی د هرات د مشايخو او لويو کسانو څخه و او د فقهي په علم او په پرهېز کارۍ کښي په کامله درجه شهرت موندلی و او د ربېع  له شاگردانو څخه و، مګر وفات يې چا ته نه دئ معلوم مګر د هرات د ننه په ښار کښي د جامع د مسجد د غرب خواته ښخ شوی دئ.

منبع: آريانا دايرة المعارف – لومړی ټوک – ۹۵۳ مخ

ابو زيد هروي

محدث تېر سوی دئ او د عبدالله ابن احمد په وینا ثقه محدث و.

ابو سعد هروي (۱)

يو تن د هرات له علماؤو څخه و، د ده د وفات تاريخ نه دئ معلوم، او د «اشراف غوامض الحکومات (۲)»کتاب د ده له تأليفاتو څخه دئ.

منبع: آريانا دايرة المعارف – لومړی ټوک – ۹۵۶ مخ

*

۱- د ده بشپړ نوم ابوسعد آدم هروي د احمد زوی او د اسد لمسی دئ چي د ۵۳۶ هـ ق کال د کوچني اختر د مياشتي په ۲۵ تاريخ وفات سوی دئ، او د پورتني اثر سربېره دا اثر هم د ده دئ : « کتاب الاشراف فی ادب القضاء». وګورئ: د وفيات الأعيان و انباء أبناء الزمان – ۲۱۴ مخ. (یوسفزی)

۲- د دغه کتاب یوه نسخه  د تهران د قرآن او حديث پوهنتون د کتابتون په دغه رديف کي خوندي ده: BP۱۹۵/۱ /ه‍۴الف۵

ابو سعيد اسماعیل هروي

د محمد پوشنگي زوی د خپل وخت لوی عالم او په مذهب شافعي و. په (۴۶۱ هـ ) کال زېږېدلی او په (۵۳۶ هـ) کال مړ دئ. ده تصانيف هم درلوده چي د دوو کتابونو نومونه يې دا دي:

۱- الجهر بالبسمله

۲- المستدرک فی فروغ الشافعيه.

ابو سعيد مالاني

دغه نوموړی د حديثو په علم کښي د خواجه عبدالرشيد انصاري استاد ولو، او د دوی بيان امام نووي رحمة الله عليه په خپل اربعين کښي کړی دئ، او د ده قبر د هرات په «زيارتجاه(۳)»کښي واقع دئ، او د هجري په څلور سوو دوؤلس کښي وفات شوی دئ.

دهخدا ليکلي دي، چي د ده نوم احمد بن محمد بن احمد ؤ او د « اربعين» د کتاب تأليف يې هم ده ته نسبت کړی دئ.

د افغانستان نوميالي کتاب د لومړي ټوک په  ۴۰۶ مخ کي داسي معرفي سوی دئ:

ابو سعد احمد انصاري هروي د محمد زوی او د احمد نمسی او د عبدالله ابن حفص کړوسی د هرات د مالان و، د حديثو او متصوف عالم تېر سوی دئ. ډېر سفرونه يې کړي وه او په پای کي په مصر کي مړ دئ. د ده  ژوند د (۴۱۲ هـ ) په شاوخوا کي و څو کتابونه يې ليکلي چي مشهوره يې دا و:

– الاربعون – په حديثو کي – خو چاپ سوی نه دئ.

– المؤتلف و المختلف.

منبع: آريانا دايرة المعارف – لومړی ټوک – ۹۶۲ مخ

*

۳) دا سيمه پخوا د زيارتگاه په نوم نومېده، چي اوس يې خلک زيارت جاه بولي، د تېموريانو په دوره کي دا سيمه دهرات له مهمو کليو څخه ګڼل کېده او  هغه وخت د پوهانو او زاهدانو د راغونډېدو ځای و، دا چي په دې سميه کي ګڼ شمېر عالمان او د پوهي او هنر دوستان ښخ دي، ځکه يې زيات جا (زيارت ځای) بولي.

د ابوسعيد مالاني سربېره په دغه سیمه کي د دغو اشخاصو قبرونه دي: مولانا شمس الدين محمد زاهد، مولانا شرف الدين عثمان، حاجي محمد رازه، دروېش عباس، شيخ علي کاکوخاک، پير سرخ، مولانا عبدالرحمن کارگرد او ….

ابو سهل محمد هروي

د علي زوی او د محمد نمسی، مشهور په «لغوي» د لغت د علم له سترو پوهانو څخه و. دی د (۳۷۲ هـ ) کال د روژې د مياشتي په اوومه زېږېدلی او د (۴۳۳ هـ ) کال د محرمي د مياشتي په ديارلسمه د يکشنبې په ورځ په مصر کي مړ دئ.

ابوسهل محمد اصلاً د هرات و، خو زيات ژوند يې په مصر کي تېر کړی دئ، او هلته د مصر د جامع د مؤذنانو مشر و.

ده د لغت پر علم سربېره په حديثو کي هم لوی لاس درلود، د حديثو روایت يې له ابو عبيد احمد د محمد هروي د زوی څخه کاوه، او بیا له ده څخه ابوبکر محمد د حسن تميمي لغوي زوی د حديثو روایت کړی دئ.د ښې ليکني او خطاطۍ په فن کي هم ماهر و، او هم يې دا کتابونه تأليف کړي دي:

۱- اسماء السيف

۲- مختصرالفصيح

۳- د ثعلب پر « الفصيح» باندي شرحه (په لغت کي).

۴- اسماء الاسد

ابو شعيب صالح هروي

ابوشعيب صالح د محمد زوی په هرات کي د ساماني دورې د دري ژبي شاعر و. عوفي دی د پخوانيو شاعرانو په ډله کي راوړي او ليکي چي: «شعر ابو شعيب لطيف و بی بدل بود، و ذات او نادرهٔ عالم غيب»

او هدايت ليکلي دي چي د رودکي د زمانې په پای کي لا ژوندی و،.

ابو شعيب د یو ترسا هلک په ستاينه کي وايي:

دوزخی کیشی بهشتی روی و قد              آهو چشمی حلقه زلفی لاله خد

سلسله جعدی بنفشه عارضی                   کش فریدون افدر و پرویزجد
لب چنان کز خامۀ نقاش چین                  برچکد از سیم بر شنگرف مد

گر ببخشد حسن خود بر زنگیان               ترک را بی‌شک ز زنگ آید حسد

بینیی چون تارک ابریشمین بسته بر تارک ز ابریشم عقد

از فروسو گنج و از برسو بهشت سوزنی سیمین میان هر دو حد

پر دې غزل سربېره د ده ځيني نور شعرونه د لغاتو په کتابو کي د لغاتو د شاهد په توګه راوړه سوي، او منوچهري د ده داسي یادونه کوي:

از خراسان بوشعيب و بوذر آن ترک شی

و ان صبور پارسی و رودکی چنګ زن

منبع: د افغانستان نوميالي – ۱/ ۴۴۰

ابو عاصم عبادي هروي

محمد د احمد زوی، د محمد نمسی او د عبدالله ابن عباد هروي کړوسی؛ د حدیثو لوی عالم او بسعد آدم هروي د ده شاګرد وُ او له ده څخه يې د احاديثو روایت کړی دئ. د شپږمي هجري پېړۍ په سر کي ژوندی و.

منبع: د افغانستان نوميالي – ۱/۴۵۲ مخ

ابو عبدالرحمن محمد هروي

د منذر زوی او د ابن سعيد هروي ملقب په سکر نمسی په حديثو کي د تدوین او تصنيف او تقدم خاوند و.

دی د (۳۰۳ هـ ) کال د دوهمي خور د ربېع الثاني په پای کي مړ دئ.

منبع: کابل مجله – درېیم کال- ۲ ګڼه – ۱۵۱ مخ

ابو عبدالله ضياء هروي

د احمد زوی، د محمد نمسی او د یعقوب کړوسی مشهور په «خياط» اصلاً د هرات و، خو په بغداد کي اوسېدی، او هلته یې حديثونه د احمد له زوی عمر قرميسيني، او د احمد له زوی عيسی دينوری، او دحسن له زوی محمد ابلي، او د احمد له زوی علي بصري څخه لوستي وو، چي بيا له ده څخه حديثونه ليکلي سوي او اروېدلي سوي دي.

د (۳۷۸ هـ) کال د صفري په مياشت کي زېږېدلی او په (۴۵۲ هـ) کال مړ دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۵ مخ

ابو عبدالله مالاني رح (شيخ)

نوم يې احمد نصر او کنيت يې ابوعبدالله و، د پلار نوم يې عبدالرحمن دئ. دی د هرات د مالان یا مالين نومي ځای (کلي) له اوسېدونکو څخه و، چي نن ورځ هم د مالان پل- هغه کلي ته څېرمه – د دې کلي په نامه ياديږي. جامي دی په نفحات الانس کښي د هرات له لويو مشايخو، اود شيخ عمو له اقرانو څخه ګڼلی، د ده قبر هم جامي او هم د هرات د مزاراتو د رسالې خاوند د مالان په کلي کښي ښوولی دئ. خو دواړو د ده د مړيني کال نه دئ څرګند کړی، جامي وایي چي شېخ عبدالله ابن عروه فرمايلي چي له حسن بصري څخه وروسته بل هیڅ سړي د مشايخو له جملې څخه د ابوعبدالله په څېر د قدر او لويي خاوند نه بولم. هر کله چي شېخ عمو په احدي و اربعين و اربعمائة هـ کښي وفات شوی دئ نو ښايي چي ابو عبدالله به په هغو نژدې وختو کښي مړ شوی وي؛ مګر یاقوت په معجم البلدان او  داراشکوه په سفينة الاولياء کښي د شېخ احمد په نامه د يوه بل ماليني نوم ذکر کړی دئ، یا قوت د هرات د مالان تر نامه لاندي داسي ليکلي، چي د مالان له بزرګانو څخه ابوسعد احمد بن محمد بن احمد بن عبدالله انصاري ماليني صوفي دئ، چي نوموړی د حديثو د تحصيل لپاره تر شام او سکندريې پوري تللی او له لويو علماؤو څخه یې د حديثو اروېدنه کړې ده. دې پوهاند د ابي عمرو بن نجيد سلمي او اسمعيل ابي بکر، او ابي احمد بن عدی او نورو څخه روایت کړی او د اربعين کتاب هم ده تألیف کړی دئ. له ده څخه خطیب ابوبکر، او ابوبکر احمد بن حسين بيهقي او ډېرو خلکو روايتونه کړي. دی- رحمة الله علیه- په ۴۱۲ هجري کال په مصر کښي مړی شوی دئ. په انسابو کښي دا سړی د اربعين مؤلف بولي.

داراشکوه د ده نوم او نسب داسي قيد کړی: احمد بن محمد بن اسمعيل بن حفص ماليني او وفات يې په ۴۱۲ هجري کال په مصر کښي ګڼي.

منبع: آريانا دايرة المعارف – لومړی ټوک – ۹۹۷ مخ

ابو عبدالله محمد زغرنانی هروي

د حسن زغرنانی زوی د هرات د زغرنان د کلي نوميالی محدث و، د سعيد له زوی احمد څخه یې سمع کړې وه، چي بیا له ده څخه د احمد مليحي هروي زوی ابوعمر عبدالواحد روایت کړی دئ.

تېره برخه:

د هرات نوميالي – لومړۍ برخه


د هرات نومياليسپينه ادېهريواهری
نظريات (0)
نظر اضافه کول