د هرات نوميالي – پنځمه برخه

ټولوونه او ژباړه: ت،یوسفزی

ابوالحسن هروي

دا مېړه د هرات له عارفانو ځني دئ . په اصل کښي د ګازرګاه (کار بار ګاه) ؤ، د عوامو په منځ کښي په (ابوالحسن سوهان «اژن» کالي ګنډونکی) سره مشهور دئ، متقي سړی و، خورا ډېر مريدان يې درلوده مګر د زوکړي او مړيني نېټه يې نه ده څرګنده. هغه څه چي نامه دانشوران د شيخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري نه پيدا کړی او ضبط کړی دا دئ چي ده په څلورمه هجري پېړۍ کښي ژوند درلود،  او هم دی د شيخ الاسلام په سبک په مناجات کښي ځيني جملې او کلمې لري چي خورا ښې او غوره ګڼلي کیږي د ده له کلماتو څخه دا دي چي وايي:

« الهي مارا توفيق ده که همواره به طاعت باشیم و مارا غفلت مه ده که روی از طاعت برتابيم، الهی ما را به آخر کار خود مگذار، که دراندم نفس بر ما چيره شود و از طريق هدايت بوادی ضلالت گذاريم»

خاونده! مونږ ته توفيق راکړې! چي همېش په طاعت کښي اوسو، او موږ ته غفلت مه را په برخه کوې! چي مخ له طاعت نه واړوو، خاونده! مونږ خپل عاقبت ته مه پرېږده چي هوري به نفس پر موږ غښتلی شي او د سمي لياري نه به کږې لاري ته وروښوئيږو».

منبع: آريانا دائرة المعارف – لومړی ټوک – مخ ۹۲۱

 

ابوالحسين پوشنگي  

د احمد زوی او د سهل نمسی د المقتدر بالله او نورو عباسي خليفه ګانو په وختو (يعني د څلرمي پېړۍ په سر کي) لوی عالم او صوفي تېر سوی دئ. په عراق کي يې د ابوالعباس بن عطا اوجريري سره او په شام کي يې د طاهر مقدمي او ابو عمرو دمشقي سره صحبتونه کړي او شبلی يې ليدلی و. دی د هرات په پوشنګ کي زېږېدلی او بیا د علومو د زده کړي د پاره نيشاپور ته تللی او هلته یې د تصوف لاره غوره کړې ده. څو چي په لاره کي لوی شېخ او صوفي سو. څو کاله له وطنه ليري و خو هغه وخت چي بیرته وطن ته راغلی نو په زنديقيت تورن سو، بیرته نیشاپور ته ولاړ او پاته ژوند يې هلته تېر کی شېخ فريد الدين عطار دی  د زمانې له خورا محتشمو او د طريقت او تجريد په علم يې له ډېرو پوهانو څخه ګڼلی او د ده کرامتونه يې را نقل کړي دي.

مولانا جامي د ده داسي ستاينه کړې ده :

« از يگانگان جوانمردان خراسان بود…» بیا په عربي ژبه  د ده په باب کي ليکي: « و هو من اعلم مشایخ وقته بعلوم التوحيد و علوم المعاملات احسنهم طريقة فی الفتوه و التجريد و کان خلقا دينا متعهد اللفقراء».

وايي چي له ده څخه چا پوښتنه وکړه چي: « تصوف څه شی دئ؟».

ده په جواب کي ورته وویل:

« تصوف نن ورځ یو بې حقيقته نوم دئ، او پخوا يو بې نومه حقيقت و.»

د جامي په قول په (۳۴۰ هـ ) کال کي او د داراشکوه په روایت په (۳۵۰ هـ ) کي او دهخدا ليکي چي په (۳۴۸هـ) کال د نيشاپور په ښار کي وفات سوی، او همهلته ښخ دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – لومړی ټوک -۲۸۵  مخ

ابوالعلا صاعد غوسنانی هروي

د ابي بکر زوی، او د ابي منصور غوسناني* نمسی؛ د حديثو عالم و، او حديثونه يې له ابا اسماعيل انصاري څخه اورېدلي و چي بیا له ده څخه ابوسعد سمع کړې ده.

منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۵۱ مخ

* په معجم البلدان کي غوسنان د هرات د یوه کلي په نوم یاد سوی دئ.

 

ابوالعلا هروي

شېخ ابوالعلا د هرات له روحانيونو څخه و، په هرات کي د خواجه ابوالوليد احمد هروي د قبر تر ګنبدي د باندي د قبلې خواته ښخ دئ.

منبع: رساله مزارات هرات – ۶۷ مخ

 

ابوالفتح عبدالملک کروخي هروي

شېخ امام صالح ابوالفتح عبدالملک د عبدالله زوی او د ابي سهل هروي کروخي نمسی د خپل وخت نوميالی عالم او محدث و. په (۴۶۲ هـ) کال د هرات په کروخ کي زېږېدلی او په هرات کي يې وده موندلې ده. د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري زلمی او رښتينئ شاګرد و، د خپل استاد ویناوي به يې په ډېر دقت او صداقت ليکلې، او د «علل المقامات» عربي رساله يې له خپل استاده اورېدلې او په خپل کتاب کي يې ليکلې وه، بیا يې د حديثو په علم کي په بغداد او مکه کي شهرت و موند، او دجامع ترمذي نسخه يې وليکله او وقف يې کړه، ځکه نو د جامع ترمذي راوي بللی سوی دئ.

د (۵۴۸ هـ) کال د ذی حجه په مياشت کي مړ دئ، او د خپل استاد خواجه عبدالله انصاري د مړيني پر وخت نولس کلن و.

منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک- ۹۹ مخ.

ابوالفتح مختار پوشنګی

د عبدالحميد زوی، د منفني نمسی، د محمد کړوسی، او د علي کوسی مشهور په پوشنگي، نوميالی محدث او اديب و، په (۵۹۶ هـ ) کال مړ دئ، او يو کتاب يې د «وفياث الشيوخ فی التاريخ والتراجم» په نامه ليکلي دي.

 

ابوالفتح نصر هروي

د ابراهيم هروي زوی د خپل وخت نوميالی محدث او حافظ او د شېخ الاسلام  خواجه عبدالله انصاري شاګرد و، چي د «المسند فی الحديث» په نامه يې په درې ټوکه کي پر هغو حديثو کتاب ليکلی دئ چي شېخ الاسلام تخريج کړی و. په (۵۱۰ هـ )کال مړ دئ.

 

ابوالقاسم عبدالله هروي

د اماجور زوی؛ ښه پوه منجم و، د قفطي په قول په هرات کي اوسېد، دا تأليفات د ده دي:

۱- کتاب القن

۲- کتاب الزيج المعروف بالخالص

۳- کتاب زاد المسافر

۴- کتاب الزیج المعروف بالمزنر

۵- کتاب الزيج المعروف بالبديع

۶- کتاب الزيج السندهند.

۷- کتاب الزيج الممرات

منبع: د هخدا انلاین قاموسنامه :

https://www.vajehyab.com/dehkhoda/ابن+اماجور

ابوالقاسم منصور هروي

د محمد زوی، د محمد نمسی او د طيب علوي کړوسی مناظر فقيه عالم و؟، حديثونه يې په هرات کي له خپل مورنۍ نيکه ابی العلاء صاعد څخه، او په نيشاپور کي یې له ابي القاسم قشيري او نورو څخه اروېدلي، او له ده څخه بیا د ده زوی ناصر او سلفي او د بوش زوی يحیی د حديثو اخيستنه او اورېدنه کړې ده.

په هرات کي د « رئیس العلما» په لقب یادېده، د (۴۴۴ هـ) کال د ربېع الاول په مياشت کي زېږېدلی، او د (۵۲۷ هـ) کال د روژې په مياشت په هرات کي مړ دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۲۰۳ مخ

 

ابوالقاسم هروي

ابوالقاسم د هروي طبیب مولانا حسين دروېش زوی و. دی شاعر او د طب عالم و. او پلار يې د مولانا دروېش علي د امير علي شير د طبیب ورور و. مولانا ابوالقاسم ډېر ښه او بشپړ اهليت درلود او د طب په کلياتو ډېر ښه پوهېده او د طب جزئیات يې ځان ته حاضر او حاصل کړي وو. سربېره پر هغه خورا ډېر ښه اشعار به يې هم ویل او د معما په فن کښي يې ښه مهارت درلود، د ابوالقاسم د ژوند زمانه کېږي چي د ۹۰۴ هجري په شاوخوا کښي وټاکله شي. دی په عمر مشر سړی و، چي مړ شوی او د خپل پلار قبر ته نژدې ښخ شوی دئ او دا مطلع هم ده ته منسوبه ده:

بس که ديوانه ام از هجر رخ يار امشب

می کنم ناله و فرياد منِ زار امشب

منبع: اريانا دایرة المعارف – دوهم ټوک – ۳۱ مخ.

 

ابوالهاشم رازي

ادیب او د لغت عالم و، په ۲۰۷ هجري کښي وفات شوی او د هرات د خوش له دروازې دباندي يې قبر دئ.

ابوالواحد هروي

شېخ ابوالواحد د وجيه الدين هروي زوی د خپل عصر يو نوميالی فاضل و، له هراته کندهار ته راغلی او له کندهاره هند ته ولاړ، او هلته د بابر پاچا سره اوسېد. په دري ژبه يې شعر هم وايه، دا بیت د ده دئ:

چو تير خود کشی از سينه ام بگذار پيکانرا

مرا دل ده که تا مردانه در راهت دهم جانرا

په (۹۴۰ هـ ق ) کال د هند په آګره کي مړ، او د شېخ زين الدين خوافي په مدرسه کي ښخ دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – درېيم ټوک – ۱ مخ

 

ابوالوليد احمد (زيارتګاه)

د هرات د ښار شمال غرب خوا ته تقريباً دوه ميله ليري د «آزادان» په کلي کښي د ابوالوليد احمد په نامه يو زيارت دئ. د قبر د سر ډبره يې نشته؛ مګر د ګنبدي د دروازې په سرچي کومه لوحه نصب ده معلوميږي چي په دې قبر کښي ابوالوليد احمد بن ابي الرجا بن ایوب بن حنيفه مروي هروي دفن دئ. ابوالولید-عليه الرحمه- په ۲۳۲ هجري کښي وفات شوی دئ او ډېر معروف شخص و. د ده زيارت د هرات له مبارکو ځایو څخه دئ. سلطان محمد کرت د ده په مرقد عالي عمارت جوړ کړی چي تر اوسه پوري شته. ګنبده يې ترسره پوري له پخو خښتو جوړه شوې ده او د باندي له خوا څه زينت نه لري. د ننه يې کاشي کاري او مزين دئ. باغ يې اوس وران شوی دئ او په دې آخرو وختونو کښي يې ترميم وشو او د حافظانو د پاره يوه مدرسه ،  یو جامع مسجد او یو حوض هلته جوړ شول. ددې زيارت په شاوخوا کښي د ازبکيه ملوکو له آثارو ځيني ځيني ودانۍ شته.

منبع: دایرة المعارف – دوهم ټوک – ۶۷ مخ.

 

ابوالوليد عبدالملک هروي

د قطر هروي زوی د لغتو او نحو نوميالی عالم و، په (۲۵۶ هـ ) کي مړ دئ ، او يو کتاب يې د « اشتقاق الاسماء» په نامه ليکلی دئ.

ابوالوليد هروي

ابوالوليد احمد بن ابي رجا عبدالله بن ایوب بن حنيفه هروي د هرات د مزاراتو رسالې دی د زهادو علماؤ او محدثينو له ډلي څخه ګڼلی او دا څرګندوي چي دی د «آزادان» په کلي کښي اوسېدئ او له امام احمد حنبل سره يې ملاقات کړی دئ.

امام ابوعبدالله بن اسمعيل بخاري او امام دارائي سمرقندي له ده څخه د احاديثو تحصيل کړی دئ. هر کله چي «انسايکلوپيديا آف اسلام» د امام بخاري وفات په ۲۵۶ هـ ښودلی دئ نو د دې خبري تصديق کېږي چي امام بخاري د ده معاصر و. امام بخاري  هم پخپل صحیح کښي له ده څخه احاديث اخستي دي. د هرات د مزاراتو رساله د ده وفات په ۲۳۱ (۸۴۵ م) کښي ښيي. نامهٔ دانشوران هم (۲ جلد د بمبيي طبع) د همدغه مقصد تأيید کوي او د هرات د مزاراتو رساله د اصيل الدين واعظ تأليف او نامهٔ دانشور ان د ده وفات د عبدالله (يو طاهري پاچا) د حکومت په وخت کښي ښيي او د مزاراتو په رساله کښي ليکلي دي چي سلطان محمد کرت د ده پر مرقد عالي عمارت جوړ کړی دئ، مولانا عبدالرحمن جامي د ده په شرح حال کښي ليکي چي د ابوالوليد قبر د هرات د آزادان په کلي کښي دئ او پخپله دی هم د دغه کلي دئ. ابوالوليد په اولو وختو کښي يو متمول شخص و او خپل شته يې د احاديثو په طلب په  حج او جهاد کښي صرف کړه.

ابوالويد ډېر سخي او کريم الطبع و. وايي چي يوه ورځ ده یو سړی په لاره کښي وليد چي حاکم ته يې بيايي ده پوښتنه وکړه چي دا ولي؟

چاورته وویل په ده باندي څلور زره روپۍ قرض دئ.

ده وویل  دی پرېږدئ قرض به يې زه ورکړم.

د ده له اقوالو څخه دي:

-هغه عالم چي له خپل علم څخه پخپله موقع کښي استفاده نه کوي، له هغه جاهل څخه بتر دئ چي پخپل جهل کښي پاته کېږي.

-څوک چي علم له خپلو آدابو سره حاصل کړي له هغه علم څخه فايده اخلي او نورو ته يې هم فايده رسېږي، او که چيري آداب ورسره نه و، خپل خاوند او نورو ته زيان رسوي.

-له خپلو همسفرو سره که د زړه دوستي نشې کولی ظاهري دوستي خو له لاسه مه ورکوه ځکه چي بې له اتحاد او اُنس څخه د ظاهر او باطن سفرونه ګران دي.

د دوو تنو د دوستۍ په نسبت يې وویل:

-که یو له بله د دنیا طمع نه لري دوستي پیدا کيږي او دوام کوي؛ که داسي نه وي نو نشي پاته کېدای.

منبع: اريانا دایرة المعارف – دوهم ټوک- ۶۸مخ

 

ابوبکر جامي هروي

د اسحاق جامي زوی چي د نسب سلسله يې مولانا عبدالرحمن جامي ته رسيږي د خپل وخت ښه خطاط او هنر مند سړی و او په خوشنويسۍ کي يې لوی لاس درلود. يو وار له خراسان څخه کردستان ته تللی او هلته په سليميه مدرسه کي اوسېد څنګه چي د ده د فضل او هنرمندۍ آوازه خپره سوه نو يوه لويه ډله د ده شاګردان سول په مروجو خطو کي يې نستعليق ډېر ښه ليکه او د ده ځيني ليکني د يادګار په توګه پاتې دي.

په (۱۰۷۷ هـ ) کال مړ دئ.

منبع: صورت گران و خوشنويسان هرات د عهد تيموریان – ۵۷ مخ

ابوبکر هذلي هروي

محمد بن ابراهيم بن معصر بن الحسن ابوبکر هذلي په اصل کښي د هرات و. او د ابي معمر اسماعيل، او ابي الهذيل اسحاق ورور دئ  او د حديثو د علماؤ له جملې څخه دئ حديث يې له سفيان بن عينيه او ابراهيم بن ابي بکر المنکدر او عبدالله بن عبدالقدوس او نورو څخه اورېدلی او زده کړی دئ او احمد بن القاسم بن مساور الجوهري له ده څخه روایت کوي.

منبع: آريانا دائرة المعارف – لومړی ټوک – مخ ۸۸

تېري برخي:

د هرات نوميالي – لومړۍ برخه
د هرات نوميالي – دوهمه برخه
د هرات نوميالي – درېیمه برخه

د هرات نوميالي- څلورمه برخه
د هرات نوميالي – پنځمه برخه

ابوالحسن پوشنګيابوالحسن هرويزيارتګاهگارزگاه
نظريات (0)
نظر اضافه کول