د هرات نوميالي – څلورمه برخه

ژباړه او ټولونه : تېمورشاه یوسفزی

ابو منصور ازهري هروي

محمد بن احمد بن طلحه بن نوح بن ازهر په ۲۸۲ هجري کال په هرات کښي زېږېدلی دئ او د ده ورنيکه ازهر نومېده ځکه يې په ابومنصور ازهري شهرت وموند. دی په مذهب کښي د امام شافعي د مذهب تابع او پيرو و او د شافيه مذهب له نامتو او مشهورو فقهاوو څخه شمېرل کېده. مګر د ده شهرت نسبت فقهي ته د لغت په فن کښي زيات و، د لغت علم يې په هرات کښي له ابوالفضل منذري څخه تحصيل او زده کړي دي هغه وخت چي بغداد ته لاړ، له ابو عبدالله نقطويه او ابن السراج چي د نحو او لغت په فن کښي استاذان وو، استفاده وکړه او په هغه ښار کښي يې له ابن دريد او زجاج او ابوبکر انباري سره هم کتنه او ملاقات وکړ. دی بغداد ته پخوا له ۳۱۰ کال څخه چي د زحاج د مړيني تاريخ دئ ورغلی دئ او په همغه تاريخ کښي د ده عمر له ۲۸ کلو څخه کم و. ازهري وروسته له هغه چي په بغداد کښي یې د ادب له استاذانو څخه فرهنګ زده کړ، نو د عربو د لغت د نوادرو د ټولولو  د پاره يې د عالم په اطرافو او ګوښو کښي په سياحت شروع وکړه.

اتفاقاً په ۳۱۲ هـ کال کښي چي قرامطه وو ظهور وکړ او  دهيبر واقعه پېښه شوه د عربو د يوه ټولي په لاس کښي بندي شو، او ډېره موده د هغو په لاس کښي بندي پاته شو. دی وايي چي ما په دې زمانه کښي د نوموړيو عربو له محاورې څخه استفاده وکړه او له هغو سره مي د مکالمې او خبرو اترو په ضمن کښي ډېر الفاظ او نور ډېر نوادر زده کړل چي له هغو څخه زياتره مي په خپل کتاب (التهذیب ) کښي درج  او داخل کړي دي.

ازهري وروسته له خلاصېدو خراسان ته راغی او د خپل مشهور کتاب (التهذيب) په ليکلو يې شروع وکړه. په دغو وختو کښي ابو مصر محمد بن اسدالشار چي د غرجستان حکمران او يو فاضل عالم او پوه سړی و، د ده صحبت يې غنيمت وګاڼه، دده د التهذيب نسخه يې پخپله له ابتدا څخه تر پايه پوري وليکله او د ده په وړاندي يې ولوستله. یو بل پوه او عالم سړی چي په همدغه وخت کښي يې خپل ادبي روابط له ابو منصور سره قائم کړل او په تواريخو کښي د ده د مصاحب په نامه یاد شوی دئ، ابوعبيد احمد بن محمد بن ابي عبيد يا احمد بن محمد بن عبدالرحمن عبدي هراتی دئ. او ابن خلکان د ده په باب کښي  وايي، چي دا سړی په اصل کي د هرات د فاشانو له خلکو څخه و.

او د غريبين کتاب يې د قرآن کريم او حديثو د مشکلو کلمو په تفسير کښي تصنيف کړی دئ او د ۴۰۱ هـ کال په لومړي سر کښي مړ شوی دئ.

د ازهري له مشهورو تصنيفاتو څخه د التهذيب فی اللغة يا المهذب فی اللغة یا تهذيب اللغة کتاب دئ، چي هغه يې په لسو او يا له لسو څخه په زياتو جلدو کښي ليکلی دئ، او هغه لغات چي ده د خپل بندي توب په وخت کښي د بيديا له عربو څخه زده کړي وو، په دې کتاب کښي يې درج کړي دي، دالتهذيب کتاب يې د ابن احمد د کتاب العين په طريقه او اسلوب تصنيف کړی دئ، یاني لومړی یې هغه لغات چي لومړني توري يې حلقي ( ح، خ، ع، غ، هـ) دي راوړي دي، وروسته يې په لهاتي توري ( ق، ک) شروع کړې ده، بيايې هغه حروف چي مخرج يې ژبه غاښونه او شونډي دي ذکر کړي دي، په پای کښي يې د علت (ا، و، ی) توري بیان کړي دي، بل د ازهري له مشهورو تصنيفاتو څخه هغه کتاب دئ چي د فقې د غرائبوالفاظو په باب کښي يې په یوه جلد کښي ليکلی دئ، او هغه د فقهي د مشکلو لغاتو په تفسير کښي دئ چي د فقهاوو د اعتماد وړ دئ. د ده بل تصنیف د اسماء الله الحسنی شرحه ده، (هدية الاحباب) د دې کتاب نسبت ده ته کوي او یو کتاب يې هم د قرآن عظيم په تفسير کښي ليکلی دئ. ابن خلکان د ازهري د مړيني ځای هرات او د مړيني تاريخ يې د ۳۷۰ کال په آخر کښي ذکر کړی دئ. وروسته یې ويلي دي چي په ۳۷۱ کال هم ويلی شوی دئ، مګر دا روايت صحیح په نظر رسېږي چي ۳۷۰ کال د ده د مړيني تاريخ دئ، ځکه چي د (هدية الاحباب) مؤلف د ازهري مړينه همغه ذکر شوی (۳۷۰) کال صراحتاً ليکلی دئ، او داسي وايي چي په ۳۷۰ کال( شع) کښي مړ شو او د (شع) کلمه د جمل په حساب ۳۷۰ کېږي او له ذکر شوي تاريخ څخه دا د ۳۷۰ نېټه د ده په نزد صحيحه ده او سربېره پر دې لويس معلوف یسوعي هم چي په دې موجوده عصر کښي د بیروت له لويو ادباؤ څخه دئ او په معتبرو مدارکو او مأخذو کښي پوره مهارت لري، د ابو منصور د مړيني نېټه ۹۸۰ مسيحي کال ليکلی او دغه ۹۸۰ مسيحي کال له ۳۷۰ هجري کال سره مطابق دئ، نه له ۳۷۱ کال سره.

منبع : آريانا دایرة المعارف – دوهم ټوک – ۴۹-۵۰ مخونه.

ابو منصور سوخته هروي

د خپل وخت له عارفانو او د حال له خاوندانو څخه و، د څلرمي هجري پېړۍ په پای کي د هرات په «کهندژ» کي اوسېد، د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري معاصر و، د هرات په خيابان کي ښخ دئ.

خواجه عبدالله انصاري ویلي دي، چي په کهندژ کي د ابومنصور سره یو پير و، چي ده د هغه د پاره ځان وسيځه، نو ځکه «سوخته» وباله سو، خو بل روايت دا دئ چي اور تهيي ځان واچاوه، خو ونه سو. ډېر صادق او باصلابته روحاني و. ده به تل ویل چي:


« افسوس د هغو خلکو پر حال چي خپل وخت په بېکارۍ تېروي اونه پوهيږي چي مرګ راتلونکی دئ، او د ځان د پاره توښه نه تهيه کوي».

منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک -۳۰۱ مخ

ابو منصور ګازرهروي

په اصل کښي د هرات له خلکو څخه ؤ، او د پنځمي هجري پېړۍ له عارفانو څخه شمېرل کېږي. د ی د شيخ الاسلام معاصر و، او شيخ الاسلام ليکي چي دی خورا با شکوه دروېش و، او ډېر مشايخ يې ليدلي دي او د دې طبقې د ډېرو لويو لويو خلکو خدمت ته يې ځان رسولی دئ؛ لکه: شيخ احمد بخاري او ابو نصر سراج  د لمع د کتاب څښتن او د عمر په آخر کښي يې ګوښه ګۍ غوره کړ.

وایي چي له ده څخه چا پوښتنه وکړه چي « ای شېخه! تا په ژوندون کي څه وليدل او څه تجربه  دي زده کړه؟».

ده ورته وویل:

«له خلګو څخه ليري کېدل، خپل ځان ګمنامول او له هغو څخه خپل دين او دنيا ساتل».

شېخ احمد بخاري ویلي دي چي : یو وخت زه ورغلم، رنګه کالي مي اغوستي وه، خپلي سترګي يې له ما وګرځولې او وې ویل: « زويه! ولاړسه دا دښځو کالي له ځانه وباسه».

بیا له شېخ احمد بخاري څخه نقل سوی دئ چي :« یو وخت د ابو منصور ګازر يو مريد له ابومنصور څخه هيله وکړه چي نصيحت ورته وکړي. هغه ورته وویل:

« زيار باسه چي په دنيا کي د حرص او طمع خاوند نه سې، ځکه چي حريص د حرمان ملګری دئ او د طمع خاوند د هر نا پوه په وړاندي خوار او ذليل، بل دا چي هر څه چي تاته مقدر وي هغه پخپله په تا پسې ګرځي چي در ورسېږي، او هغه څه چي مقدر نه وي چي تا ته در ورسېږي په زيار به هم در ونه رسېږي.»

منبع: د افغانستان نوميالي دوهم ټوک او دایرة المعارف- دوهم ټوک- ۵۰ مخ.

تېري برخي:

د هرات نوميالي – لومړۍ برخه
د هرات نوميالي – دوهمه برخه
د هرات نوميالي – درېیمه برخه

سپينه ادې
نظريات (0)
نظر اضافه کول