د ډيورنډ توافق ليک پښتو متن

په داسې حال کې چې د هندوستان په خواکې د افغانستان د سرحدي سيمې په هکله ځينې مسئلې رامنځ ته شوي، او په داسې حال کې دواړه اعلحضرت امير او د هندوستان حکومت هيله من دي چې دغه مسئلې د دوستۍ په فهم او د دواړو د نفوذ د ساحو دحد په ټاکلو سره حل کړي، ترڅو په آينده کې ددغو متحدو حکومتونو ترمنځ د دغې موضوع په سر د نظر اختلاف نه وي، په دې وسيله په لاندې ډول سره موافقه وشوه .

۱. دوالاحضرت دتوابعو ختيځه او سهيلي سيمه دې له واخان نه د پارس تر پولې پورې دي هغه ليکه تعقيب کړي چې په هغې نقشې باندې ښودل شوې چې له دغه توافق ليک سره مله ده.

۲. د هندوستان حکومت په هېڅ وخت په هغو سيمو کې چې له دغې ليکې نه آخوا د افغانستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړې، او والا حضرت امير به هېڅ وخت په هغو سيمو کې چې له ليکي نه آخوا د هندوستان په لور پرتې دي، مداخله ونه کړي.
۳. د برتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوي چې والا حضرت امير دې اسمار او تر چاناک پورې پورته ساحه وساتي له بلې خوا والا حضرت موافقه کوي چې دی په هېح وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې د باشګل يا ارنوايي درې په شمول مداخله نه کوي. دبرتانيې حکومت داسې هم موافقه کوي چې والا حضرت دې د برمل سيمه ولري کومه چې په هغه مفصلې نقشې کې ښودل شوې چې والا حضرت ته لا دمخه سپارل شوې ده، او والا حضرت د پاتې وزيرستان او د داور په هکله له خپلې ادعانه تيريږي، په همدې ډول والاحضرت د چاغي په بابا له خپلې ادعانه اوړي .
۴. د سرحدي سيمو ليکه به دافغان او برتانوي ګډو کمشنرانو لخوا له دې وروسته په تفصيل سره وکاږله شي او حد بندي به شي په کوم ځای کې چې د تطبيق وړ او مطلوب وي. ددغو کمشنرانو مقصد به داوي چې د سرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسيږي داسې چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پورې دهغې نقشې له مخه وي چې له دغه توافق ليک سره مل ده، په داسې حال کې چې ددغې سرحدي سيمې د ګانډيو کليو د موجودو محلي حقوقو رعايت پوره وشي.

له ډيورنډ کرښي وړاندي افغانستان

۵. د چمن په ارتباط والا حضرت د برتانوي نوې قشلي په هکله له خپل اعتراض نه تيريږي او برتانوي حکومت ته دهغه حقوق پريږدي چې د سرکې تايلري په اوبو کې يې په خپله په بيه اخيستې و. د سرحدي سيمې او دغه ټکي نه بله ليکه په لاندې ډول وکاږل شي .
دغه ليکه به پشاکوتل ته نژدې دخوجه امران غروله لوړې نه چې د برتانيې په سيمه کې به پاته کيږي، په هغه لور کښله کيږي چې مرغه چمن او دشربو چينه به افغانستان ته پاتې کيږي او د نوي چمن چاوڼۍ او د افغان پوستې چې خلک يې لشکر ډنډ بولي تر منځ نيمايي پورې رسيږي. دغه ليکه به بيا د ريل وي ستيشن او دهغې پوښتۍ ترمنځ چې د ميان بلاک په نامه ياديږي، تر نيمايي پورې رسيږي او په داسې حال کې چې دجنوب په لور به روانه وي له خوجه امران غرونو سره به بيا يو ځای کيږي. په دې ډول غوښه پوسته به دبرتانيې په علاقه کې اودغوسې په جنوب او لويديځ کې د شوراواک سرک به افغانستان ته پريږدي. د برتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلې پورې مداخله نه کوي.
۶. ددغه توافق ليک دغه پورته فقرې دهندوستان د حکومت او د افغانستان د والاحضرت او خوا دنظر ټول عمده اختلافات چې د سرحدي سيمې په باب ددوی تر منځ پيدا شوي وو، د پوره او قناعت ښوونکې فيصلې په ډول ګڼل کيږي او دواړه د هندوستان حکومت او والا حضرت په ذمه اخلي چې جزياتو په باب ټول اختلافات لکه هغه چې له دې وروسته به دهغو منصبدارانو له خوا پرې غور کيږي چې دسرحدي خط د حدبندۍ دپاره ټاکل کيږي، د دوستۍ په روحيې سره به فيصله کيږي. ددې دپاره چې تر هغو چې ممنکه وي د دواړو حکومتونو ترمنځ د شکونو او غلط فهميو سببونه له منځه ولاړ شي.

ډيورنډ کرښه
ډيورنډ کرښه

۷. د هندوستان حکومت چې دبرتانيې حکومت په نسبت د والا حضرت له روغ نيتۍ نه په پوره ډول ډاډ من شوی او غواړي افغانستان پياوړی او خپلواک وويني د والا حضرت لخوا د جنګي لوازمو په رانيولو او وار دولو باندې به اعتراض ونه کړي، اودوی به په خپله دغه په ښه مرسته ورسره وکړي. برسيره پردې ددې دپاره چې د والا حضرت د هغې دوستانه روحيې نښه وساتل شي چې په دغو مذاکراتو کې يې ښودلې دهندوستان حکومت ژمنه کوي چې په هغه دولسو لکو کې شپږ لکه روپۍ زياتې راوستل شي چې والا حضرت ته هر کال د ماليې مرستې په ډول ورکول کيږي.
هنري ماتمر ډيورنډ د هندوستان د حکومت د باندنيو چارو وزير
امير عبدالرحمن خان د افغانستان او دهغه د توابعو امير
کابل د نومبر ۱۸۹۳.۱۲ع

د متن انګرېزي بڼه

امير عبدالرحمن خان د ژوند په ۵۲ کلنۍ کي
هېنري مورټېمر ډيورنډ (۱۴ د فېبروري، ۱۸۵۰ ز. – ۸ د جون، ۱۹۲۴ ز.) يو برتانيوی ديپلومات او د برتانيوي هند په مستعمره کې يو انگرېز مامور ؤ.
له ۱۹۰۶ ز. کال نه وروسته چې کله ډيورنډ بېرته خپل پلرني هېواد انگلستان ته ستون شو نو هلته يې ځان له سرکاري کارونو گوښه کړ او بيا يې يواځې ځان ليکنو ته وقف کړ چې پدې لړ کې يې خپل د پلار جنرال هېنري ماريون ډيورنډ (۱۸۱۲ – ۱۸۷۱) ژوندليک وليکه. ډيورنډ د ناول ليکلو لېوال هم ؤ او د خپلې مېرمنې اېلا آر ډيورنډ (۱۸۵۲ – ۱۹۱۳) سره يې په گډه يو څو کتابونه خپاره کړي، چې د هغو له ډلې:
په لوېديځ فارس کې د مني يو سفر, (1902)
نادر شاه: يو تاريخي ناول, (1908)
د فيلډ مارشال جيورج سټوارټ وايټ ژوند., (1915)
امير عبدالرحمن خانچاغيچمنخوجه امرانهندوستانهېنري مورټېمر ډيورنډ
نظريات (0)
نظر اضافه کول