د کندهار اطلاعات و کلتور پنځه نوي کلونه

په کندهار ولایت کي د مطبوعاتو رسمي پیل په اماني دوره کي د طلوع افغان اخبار د تاسیس له ورځي څخه را نښلول سوی دئ او کله چي څوک غواړي د ددغه ولایت د مطوعاتو پر سابقه وږغېږي، نوله طلوع افغان اخبار څخه به خبره را پیلوي. څرنگه چي د طلوع افغان اخبار د هغه وخت چلوونکي او همکاران د هماغه وخت د مطبوعاتو لومړي بنسټ ایښوونکي دي، نو زه غواړم چي ددغه اخبار په باب یوڅه زیات وږغېږم. زما خبري ټولي د اخبار د هماغو لومړیو گڼو دمشاهدې او مطالعې پر بنسټ ولاړي دي. دا گڼې د کابل په عامه کتابخانه کي خوندي وې او ما نژدې څلوېښت کاله پخوا کتلي وې. اوس ئې حال نه لرم چي پرتې به وي که څرنگه؟
طلوع افغان اخبار د شاه امان الله غازي د روښانه دورې ددریم کال په دوبي کي یعني د ۱۳۰۰ هـ ش کال د سرطان پر پنځلسمه د چارشنبې په ورځ چي د۱۳۳۹هـ ق کال د شوال له دېرشمي او د ۱۹۲۱ع کال د جولای له شپږمي سره برابره وه، پخپلو نشراتو پیل وکړ. مدیر او سرمحرر ئې مولوي صالح محمد هوتک او د دفتر ادرس ئې ” محل اداره قندهار” ښوولی وو. د لومړۍ گڼې په پای کي ئې ” بقلم و اهتمام عبدالعزیز اختتام یافت” عبارت لیکل سوی دئ او له دې څخه ښکاري چي د مرحوم بابه جان عبدالعزیزخان الکوزي همکاري د اخبار له لومړۍ گڼې څخه ملگرې وه.د اخبار خپروني له اول سره په فارسي او پښتو دواړو ژبو وې خو پښتو برخه ئې د فارسي برخي په پرتله ډېره لږ وه. په لومړۍ گڼه کي د” پښتو” تر سرلیک لاندي یو مضمون راغلی دئ چي د لیکني له سیاق څخه څوک ویلای سي چي غالباً به د مولوي صالح محمد خان هوتک په قلم لیکل سوی وو. په دې لیکنه کي د اخبار پر فایدو بیان سوی او په پای کي ئې دا بیت راغلی دئ :
که په درست عــــــــمر یوه دوعا لرم په خدای قبوله
ده پادشاه په شان کي ښایي هم مشروعه هم مقبوله

د ادبي انجمن د لغت څانګه.
له ښي لوري: ګل باچا الفت، مولوي صالح محمد هوتک [د پښتو مرکې غړی] محمد عظم ايازي [مدير] عبدالخالق اخلاص، عبدالصمد کاتب
د اخبار ” حوادث خارجیه” د ارواښاد منشي محمدعثمان خان بارکزي لخوا ژباړل کېدل. د کابل د عامه کتابخانې په کلکسیون کي دوهمه گڼه نسته .په درېیمه گڼه کي د “سید محسن قندهاري” په قلم یوه مقاله خپره سوې او د ادبیاتو په ستون کي ئې دده یو شعر ( مخمس) راغلی دئ . دا گڼه هم ” بقلم و رقم عبدالعزیز الکوزایی اختتام یافت” عبارت لري.
په اوومه گڼه کي ئې د اخبار دفتر په ” محل ادراه ــ سراچه ارگ قندهار” ښوول سوی دئ. د ارگ سراچه د کندهار ښاروالۍ د اوسني تعمیر شمالي خواته ( قبلې لور ته یو څه مایله) پرته وه. یووخت ” مدیریت خارجه پکښې وو او بل وخت څوبستریز روغتون هم وو.
داخبار د خطاط نوم په لومړیو دیارلسو گڼو کي نسته او په څورلسمه گڼه کي ئې د خطاط په توگه د عبدالوهاب نوم لیکل سوی دئ. خو ددریمي گڼې له ” قلم و رقم …” له کلماتو څخه څوک ویلای سي چي دخطاطۍ کار ئې په لومړیو گڼو کي باباجان عبدالعزیزخان سرته رسولی وو. میرزا عبدالوهاب خان د محمد سرور زوی وو او د اخبار د کاپي نویسانو په ډله کي تر ډېره وخته شامل وو. دی د خپل وخت په ښو خطاطانو کي شمېرل کېدی. له پنځلسمي گڼې وروسته د خطاط نوم نه لیکي. د اخبار کاغذ ئې نازک خوشکي ډوله وو او کله به ئې ژړ ، کله شیرچایي او کله پسته یي رنگ درلود. اخبار تر اووه دېرشمي گڼې پوري د چارشنبې په ورځ راووت خو له اته دېرشمي گڼې څخه هره شنبې خپرېدی.
د طلوع افغان اخبار تر شپږ دېرشمي گڼې پوري د مولوي صالح محمد هوتک په سرمحررۍ خپورسو. په شپردېرشمه گڼه ( ۲۴ حوت ۱۳۰۰ش) کي مولوي مرحوم د” اعتذار از طرف مدیر و سرمحرر طلوع افغان” تر سرلیک لاندي یوه خبرتیا خپره کړې او په هغې کي ئې په معارف کي د زیاتو مصروفیتو له اسیته د اخبارله مدیریت څخه ئې خپل عذر اعلان کړی دئ. له اووه دېرشمي گڼې څخه نو د اخبار د سرمحرر په توگه د

”عبدالعزیزخان قندهاری الکوزایی” نوم وینو.[1]
طلوع افغان د لومړي کال د خپرو سوو گڼو شمېر پنځوسو ته رسېدلی دئ.

تقریبا ۸۷ کاله وړاندي دطلوع افغان پاڼه په دي ډول وه ، په دغه وخت کی بابا عبدالعزیز خان یی مسؤل مدیر ؤ اوپه فارسي یی نشرات درلوده چه وروسته کرارکرار په پښتو سوه ، ددي ورځپاني مؤ سس مولوی صالح محمد هوتک ؤ .

ددریم کال په نهه دېرشمه گڼه کي د” ارشاد اعلیحضرت غازی جوان” په نامه یو مضمون سته چي په هغه کي ئې ” په پښتو نشر کي د طلوع افغان” د اعلیحضرت غازي لارښوونه راغلې ده. دا خبر د ۱۳۰۳ش کال د جوزا پر ۲۴ مه خپور سوی دئ.له دغي گڼې وروسته د اخبار وه کالمه فارسي او دوه کالمه پښتو دي، خو په راتلونکو گڼو کي دا موازنه بیرته گده وډه سوې او مراعات سوې نه ده. له دې څخه په څرگنده توگه ښکاري چي اعلیحضرت غازي امان الله شاه په تدریجي توگه داخبار د پښتو کېدلو اراده درلوده او دې ارادې ته تر دغي نېټې اته کاله وروسته علامه عبدالحي حبیبي تحقق ورکړ او اخبار ئې ټول په پښتو کړ. خو دغه وخت اعلیحضرت غازي امان الله شاه د هیواد د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د فتنو له اسیته له خپل محبوب وطن څخه په فرسخونو لیري د پردېسۍ شپې تېرولې.
باباجان عبدالعزیز خان د اخبار مدیریت د شپږم کال تر وروستۍ گڼې پوري وکړ او مرستیال ئې خواجه محمد وو. له دغي گڼې وروسته بابه جان ” د علاج له پاره” کابل ته ولاړ. د اخبار رسمي مشري د بابه جان پر غاړه وه خو کارونه ئې د مرستیال له خوا پر مخ بېول کېدل.داووم کال لومړۍ گڼه د مدیر د معاون خواجه محمد په نامه خپره سوه. اخبار په دغه وخت کي د هفتې دوه واره ( د شنبې او چارشنبې په ورځو کي)خپروني درلودې.له اخبار سره د خواجه محمد همکاري د شپږم کال څخه د شعرونو په خپرولو سره پیل سوې وه. د خواجه محمد شعرونه زیاتره د خپل وخت دناوړو رواجوکږلو ته وقف سوي ول. په شعر کي ئې کارسوې لغوي پانگه د راتلونکو ژبنیو څېړنو له پاره ښه مواد لري. خواجه محمد د اخبار د چلولو کار د اووم کال تر ۶۴ مي گڼې پوري پوري ورساوه. په دغه وخت کي په کابل کي لویه جرگه راغوښتل سوې وه او خواجه محمدمعاون د کندهار د استازو په ډله کي ټاکل سوی او کابل ته روان سو. دده د تگ خبر په څلورشپېتمه گڼه کي خپور سوی دئ. له ۶۵ مي گڼې ( شنبه ۹ سنبله ۱۳۰۷ش) څخه د سرپرست کار د سید حسین پر غاړه وو. دسید حسین په سرپرستۍ دوولس گڼې خپرې سوې. د اووم کال له ۷۷ مي گڼې څخه بیرته د بابا جان عبدالعزیز خان نوم وینو. سید حسین د اخبار او نورو نشراتو په کاپي نویسۍ کي هم ډېري خولې تویي کړي دي.ددغه کال له نهه نویمي گڼې څخه په هیواد کي د اړودوړ د پیلامې ځیني بدمرغه خبرونه خپرېږي او په دغه لړ کي له شاه امان الله غازي سره د کندهاریانو د کلک ملاتړ په باب داتم کال په دوهمه گڼه کي ” اعلامیه مجلس اعیان قندهار” او د همدې کال په اتمه گڼه کي د” فتوای علمای عظام” په نامه مطالب خپروي.

طلوع افغان، لومړى پښتو اخبار

تردې وروسته په هیواد کي حالات ورځ په ورځ کړکېچن کېږي او د غازي امان الله شاه تر استعفا او وتلو وروسته پر وطن یوه توره تیاره خپرېږي. په دغه تیاره کي د طلوع افغان تاریخي نوم په ” مؤید الاسلام” اوړي او بابه جان د زندان مېلمه کېږي. په هیواد کي ددغه تور ناورین تر ختمېدو وروسته د طلوع افغان اخبار روڼا بیرته د ارواښاد باباجان په لاس خپرېږي او تر ۱۳۰۹ ش کال پوري د همده په مدیریت او د ځوان عبدالحي حبیبي په معاونیت دوام کوي. له طلوع افغان سره د علامه حبیبي همکاري د شپږم کال له دریمي گڼې (۲۸ عقرب ۱۳۰۵ش) څخه پیل کېږي. دغه وخت علامه مرحوم د ښوونکي وظیفه درلوده او په همدې گڼه کي ئې کندهار ته د شاه امان الله غازي د راتگ په مناسبت یو شعر خپورکړی دئ :
قندهار نه دئ دا ستا د عشق مکتب دئ
په ۱۳۰۹ ش کال بابا جان په ملي شورا کي د کندهار د وکیل په توگه ټاکل کېږي او د اخبار د سرپرستۍ کار د مدیر د مرستیال عبدالحي حبیبي ( وروسته علامه پوهاند عبدالحی حبیبي)پر غاړه لوېږي. په ۱۳۱۰ ش کال عبدالحی حبیبي د اخبار د رسمي مدیر په توگه کار پیل او لکه وړاندي چي مو وویل، په ۱۳۱۱ش کال ټول اخبار په پښتو کوي. طلوع افغان په هیواد کي د لومړني پښتو اخبار ویاړ گټي.
علامه حبیبي په ۱۳۱۹ ش کال په کابل کي د نوي تاسیس سوي پښتو ټولني مشر وټاکل سواو د طلوع افغان اخبار مدیریت محمد یوسف ایازي ته وسپارل سو. دمحمد یوسف ایازي په وخت کي د اخبار د منتظم دنده د ارواښاد میرزا عبدالودود هوتک پر غاړه وه. میرزا عبدالودود هوتک تر دې دندې پخوا د اخبار د کاپي نویسانو په ډله کي شامل وو. میرزا عبدالودود د مرگ تر وخته ( ۱۳۲۶ش) د طلوع افغان د ۱۳۲۶ ش کال د ۲۷مي گڼې په شهادت د اخبار چلولو ټولي چاري، بې له دې چي نوم دې یاد سي، په ډېر جدیت او مینه پر مخ وهلې.

عثمان بارکزی

تر محمد یوسف ایازي وروسته د کندهار د مطبوعاتو مشري ددې لاندي ذواتو په لاس کي ول :
قیام الدین خادم
محمدشاه ارشاد
غلام محی الدین ایوبي
محمد ولي زلمی
اغامحمد کرزی
محمد ابراهیم عطایي
عبدالصمد ویسا
شیرآغا
مولاجان
محمد ظاهر شفق
عبدالکریم طالب
عبدالعلی اریمل
وکیل احمد متوکل
امیرخان متقي
عبدالحنان همت
عبدالحی مطمئن
عبدالمجید بابی
عبدالقدیم پتیال
دواخان مینه پال
پوهیالی حضرت ولي هوتک

کندهار مجله

د کندهار د اطلاعاتو و کلتور اداره ( پخوا د مطبوعاتو اداره) دهغو کندهاري لیکوالو، شاعرانو او منورینو د روزني او پالني مرکز وو چي د دولت په چوکاټ کي ئې کمه ( کومه) رسمي دنده نه درلوده. دغي ودانۍ ته به تر رسمي وخت وروسته د ښار زیاتره لیکوال، شاعران او ځوانان راتلل او علمي بانډارونه به ئې کول. زما د زلمیتوب په وخت کي د زیاترو کندهاریو ځوانانو د علمي ، ادبي تشویق او ترغیب مرکز همدا مطبوعات ول. په تېره بیا د ارواښاد اغامحمد خان کرزي او ارواښاد عبدالصمد ویسا هغه هڅوني د زیاتي ستایني وړ دي چي د ځوانانو د ادبي و فرهنگي هڅو په وده کي ئې په سرښندني سره سرته رسولې. دوی د دولتي اختناق او سرکاري ایداد پروا نه ساتله او ځوانان ئې د آزاد اندېشۍ په روحیه ادبي او فرهنگي کارو ته هڅول.
زما د اطلاعاتو و کلتورله اوسني مشرتابه څخه هیله داده چي ددغو ټولو ذواتو د معرفۍ له پاره دننه په ریاست کي یو کتاب کښېږدي او د هر پخواني او راتلونکي مطبوعاتي مشر ژوند لیک او کارنامې دي پکښې ولیکل سي.
په کندهار کي دي د پوهي او ادب پلوشې تل خپرې وي

بابا جان عبدالعزیز خانسید حسینغلام محی الدین ایوبيقیام الدین خادممحمدشاه ارشادمحمدعثمان خان بارکزي
نظريات (0)
نظر اضافه کول