زموږ د ملي هويت د ودانيو څخه يوه د کندهار د هوايي ډګر وداني ده چي د معمارۍ په خورا عصري هنر د امريکايي مهندسينو لخواد ١٩٦٠ع کلونو په لومړيو کي د ١٥ ميليون ډالرو په لگښت جوړه سوه.
په لوړو تاقونو سره د کندهار هوايي ډگر جوړولو موخه د کراچي او ډيلي هوايي ډگرونو د يوه سيال رامنځته کول وه چي د اروپا او ختيځي آسيا ترمنځ تلونکي راتلونکي الوتکي پکښي لنډمهالي ناستي وکړې.
د دغه هوايي ډگر د جوړولو کار امريکايي کمپنۍ موريسن کنوډسن شرکت ته وسپارل سو.
ټاکل سوې وه هلته يو مېلمستون جوړ سي چي ١٠٠ خوني ولري، او د بېلگي په توگه هغه سپرلۍ چي له روم څخه سنگاپور ته پر لار وي؛ وکولاى سي په مېلمستون کي شپه تېره کړي.
همدارنګه تر مځکي لاندي د تيلو ٦ يا ٨ ټانکونه جوړ سوي وو چي د برېښنا په مټ کنترولېدل او د هوايي ډگر له بهرنۍ برخي سره تړلي ول.
کولاى مو سول، په الوتکه کي دننه کښېنۍ او د يوې توکمې په کښېکاږلو سره د خپلي خوښي تيل الوتکي ته واچوئ.
د ثور د خونړۍ کودتا پر وخت د كندهار د ملكي هوايي ميدان د آمريت پرسونل تقريباً ۱۲۰۰ نفرو ته رسېدى، خو د کودتاچیانو لټ وخرېز او د مخالفو ځواكونو له خوا د راكټونو د توغوني له امله په هوايي ډګر کي ملكي الوتني په ټپه ودرېدې.
د طالبانو د واك پر مهال ملكي الوتني بيرته له سره پيل سوي چي اماراتو او هندوستان ته بين المللي پروازونه كېدل.
د سپتېمبر د ۱۱ نيټي تر پېښي وروسته دكندهار هوايي ميدان د جگړې په مركز بدل سو، چي د جگړو په اثر د هوايي ډگر عمارتونه تخريب او د هوانوردۍ ټول تاسيسات له منځه ولاړل، د امريکايانو په ځانګړې پاملرنه د هوايي ډګر ټولي زړې الوتکي او وسايل د […] له لوري په لاريو کي پاکستان ته د کباړ په شکل ولاړل او مالومه نه سوه چي چا، چيري او په څه رانيول.
لنډه دا چي کندهار هوايي په روانو دريو لسيزو کي د دسيسو، ظلمونو او ګډوډيو له امله په بدن کي وينه وچه ده او لا هم د يوې ستري شل مخيزي لوبي هوايي ډګر دئ او د لس زره جريبه مځکي څخه ئې يوازي سل جريبه مځکه د افغانانو په لاس کي ده.
د کندهار د اوسني هوايي ډګر تر مخه د اوسنۍ بولدک اډې پر ځای هوايي ډګر وو چي د امير امان الله خان په دوره کي ئې چاري بشپړي سوې.