د کوه نور الماس شپږ افسانې

کوه نور دا مهال د لندن د شاهي ګاڼې برخه ده.

کوه نور د نړۍ یو خورا جنجالي الماس دی. دا الماس د پېړیو په پوړیو کې د سازش او یرغل پر مهال د مغول پاچایانو، ایراني جنګیالیو، افغان واکمنانو او پنجابي مهراجانو ترمنځ لاس په لاس شوی دی.

۱۰۵ قیراطه دا ګرانبیه کاڼی د ۱۹ پېړۍ په منځنیو کې د برتانویانو لاس ته ورغی او اوس د شاهي ګاڼې په توګه لندن ټاور کې نندارې ته اېښی دی.

د دې الماس ملکیت د ډېرو هندیانو لپاره احساساتي مسله ده، ځکه ډېری یې په دې باور دي چې برتانیا ترې غلا کړی دی.

ویلیم ډیل مېل او انیتا انند پر دې موضوع یو کتاب کښلی چې نوم یې دی ‘کوه نور: د نړۍ تر ټولو بدنام الماس’

کتاب د دې ګرانبنیه الماس د ورکېدلو او لاس په لاس کېدلو پر کیسه یا بدګومانیو راڅرخي.

په ۱۸۴۹ کال چې کوه نور الماس د ګورنر جنرال لارډ ډلوزي لاس ته ورغی، نو د دې ګرانبیه کاڼي له رسمي تاریخ سره یې ملکه ویکټوریا ته ولېږه.

نوموړي پر دغه الماس د څېړنې کار په ډېلي کې یوه مرستیال قاضي تیو میټکاف ته وسپاره چې له قمار او مېلمستیا جوړولو سره یې لېوالتیا درلوده.

خو میټکاف له اوازو او ګپ شپ پرته د څېړنې لپاره نورې هڅې هم وکړې ، له هغه وخت راهیسې په ډېرو مضامینو کې دا کیسې راغلې او ان د کوه نور په تړاو په ویکیپیډیا کې هم دا خبرې د حقیقت په ډول را وړل شوې دي.

دلته د کوه نور په تړاو هغه شپږ افسانې راغلې چې په کتاب کې هم بیان شوې دي.

لومړۍ افسانه: کوه نور تر ټولو غوره هندی الماس

د مور ملکې د جنازې مراسمو کې د هغې پر تابوت اېښودل شوی کوه نور

حقیقت: کوره نور چې برتانیا ته راغی وزن یې ۳ـ۱۹۰ متر قراطه و. کوه نور دوه نور الماس هم درلودل، یو دریايي نور چې ۱۷۵-۱۹۵ متر قراط وزن یې درلود او اوس تهران کې دی، بل هم ستر مغول الماس چې ۹ـ۱۸۹ متر قراط وزن یې درلود او اوسني پوهان یې په تړاو وايي چې دا اورلوف الماس دی.

دا درې الماس په ۱۷۳۹ کال پر هندوستان د ایراني واکمن نادرشا له یرغل وروسته لوټ او له نورې ولجې سره ایران ته ولېږدول شول.

د ۱۹ پېړۍ په لومړیو کې کله چې دا الماس پنجاب ته یووړل شول، نو د خورا غوره او ګرانبیه الماس په توګه یې د پېژندلو لړۍ پیل شوه.

دویمه افسانه: کوه نور بې عیبه الماس

ملکه ویکټوریا د ګاڼې په توګه کوهي نور کاراوه.

حقیقت: په ناتراشلي کوه نور کې زېړ بلورونه تر منځ رسېدلی وو، یو پکې لوی و او رڼايي یې منعسکولی نه شوه.

په دې دلیل د ملکه ویکټوریا خاوند پرېنس البرټ د کوه نور بیا تراشل غوښتل.

کوه نور د نړۍ تر ټولو لوی الماس نه دی، په حقیقت کې د نړۍ نوي یم لوی الماس دی.

کله چې سیلانیان ټاور اف لندن کې دا الماس وینی، نو ډېری ورته حیرانېږي او وايي چې څومره کوچنۍ دی.

دریمه افسانه: کوه نور په ۱۳ پېړۍ کې د هند له کولور کان ترلاسه شو

حقیقت: په دې پوهېدل ناشوني دي چې کوه نور کله او چېرته ترلاسه شوی، ځکه له رازونو ډک کاڼی دی.

ځینې وایي، چې دا شیامنټک کاڼی دی، چې د هندوانو د بګوان کرشنا په مذهبي کتاب بهګوت پران کې یې هم یادونه شوې ده.

د تیو میټکاف د رپوټ له مخې، ‘دا الماس د کرشنا په ژوند کې ترلاسه شوی و’.

خو په ډاډ ویلی شو چې کوه نور الماس له کان، نه دی ترلاسه شوی، بلکې ښايي د سوېلی هند له وچ سیند ترلاسه شوی وي، ځکه هندي الماس له کانونو نه، بلکې له سمندري ځمکې ترلاسه شوي دي.

څلرمه افساه: کوه نور د مغولو ګرانبیه خزانه وه

تیمور د همایون په حضور کې بابر ته شاهي تاج سپاري.

حقیقت: هندوانو او سیکانو الماس تر نورو ډېر ګرانبیه ګڼل، خو مغولو او ایرانیانو لوی، ناتراشلي او ځلاند کاڼي غوره ګڼل.

بې شکه کوه نور د مغولو په هغه ګرانبیه خزانه کې و، چې خورا ښه او نایاب ګرانبیه ګاڼي پکې وو، مګر په دې خزانه کې له کوه نور پرته نور ګرانبیه الماس نه وو، مغولو د بدخشان لالونه او د برما له سرو یاقوتو سره ډېره مینه درلوده.

تر دې چې مغول پاچا همایون د بابر یو الماس د ایراني پاچا طماسب ته په جلا وطنۍ کې ډالۍ کړ او فکر کېږي چې همدا کوه نور و.

د بابر دا الماس بیا دکن ته راوړل شو، خو روښانه نه ده چې کله او څنګه د مغولو لاس ته ورغی.

پنځمه افسانه: کوه نور د مغول پاچا محمد شاه رنګیلا له پګړۍ نه لوټل

شاه جهان له غمیو په ډک طاووس تخت ناست دی

مشهوره کیسه ده چې نادرشاه له مغول پاچا سره د پګړۍ په بدلولو دا الماس هم ترلاسه کړ. خو له محمد شاه رنګیلا سره یواځې دا ګرانبیه ګاڼی نه و، چې نادر شاه به په چالاکۍ د پګړۍ په بدلولو ترې اخیست.

د یوه تاریخپوه ماروي د مشاهدې له مخې، پاچا ګرانبیه کاڼي په خپله پګړۍ کې پټ کړي نه وو، ځکه هغه وخت د خورا په زړه پورې او ګرانبیه تخت برخه و چې د شاه جهان طاووس تخت یې باله.

نوموړی وایي، کوه نور د دې عجیبه تخت په چت کې د یوه طاووس په سر ټومبلی و.

شپږمه افسانه: ناسم تراش د کوه نور اندازه کمه کړه

د مغولو د نورو الماسو په تړاو څه نه ویل کېږي.

حقیقت: د فرانسې د ګرانبیه کاڼو سوداګر او ګرځندوی جین بپتیستي ټوورنیر ته مغول پاچا اورنګزېب د خپلو ګرانبیه کاڼو د لیدلو اجازه ور کړه او د هغه په خبره، ډبرتوګي هرټینسیو بورګیو د کوه نور د تراشلو پر مهال له دې کاڼي ډېره برخه بېله کړې، ځکه یې اندازه کمه شوې ده.

نوموړی دا الماس ستر مغول الماس بولي، چې د الماسو سوداګر میر جملا مغول پاچا شاه جهان ته ډالۍ کړی و.

خو د اوسني پېر ماهران باوري دي چې د ستر مغول الماس په اصل کې د اولوف په نوم الماس دی چې دا مهال په کریملین کې د روسیې د ملکې کترین په امسا کې نصب دی.

د مغولو نور ستر الماس تر ډېره هېر شوي او په تاریخي حوالو کې چې د خورا لویو هندي الماسو خبره کېږي، نو فکر کېږي چې کوه نور الماس دي.

کوه نورلندنملکه ویکټوریا
نظريات (0)
نظر اضافه کول