د کوټي تاريخي کلا

د کوټي په ميان کي د يوې لرغوني او پراخي غونډۍ پر سر د خورا ډېرو ودانيو نخښي سته چي اوس ئې يوازي د دېوالونو خاوري ليدل کېږي، اټکل ۶۰۰×۴۰۰ ګزه غونډۍ چي ۶۰ ګزه لوړوالۍ لري، يو له ډېرو کارسوو او ډول-ډول ځانګړتياوو درلودونکو غونډيو/کلاوو څخه ده چي تر اوسه نظامي کار ځني اخيستل کېږي.
اټکل داسي دئ چي ښايي په لومړي ځل دغه کلا په ۹۹۰ع کال د غزنوي کورنۍ جوړه کړې/ترلاسه کړې وې، چي بيا په ۱۱۷۵ع کال غوريانو، په ۱۴۰۴ع کال تيموريانو، په ۱۵۴۵ع کال د کامران مغل په لاسونو کي وه. په ۱۷۰۹ع کال ميرويس خان نيکه د کوټي او پښين برخليک يو مخ د کندهار په اداره پوري وتاړه چي د کندهار د واکمن استازي به اداره کاوه، په احمدشاهي عصر کي دغه کلا د سره ودانه، ټينګه او په ډبره لرونکو توپونو سمبال سوله، د کلات د خوانينو په وخت کي بلوڅو د کلات برجوره او لوړه کلا ودانه کړه چي د کوټي د کلا ارزښت ئې ورکم کړ، خوانينو د کوټي کلا د «مري کلا» په نوم ونومول، مري په بلوڅي کي هغه ځای ته وايي چي دولتي واکمن پکښي اوسي. دغه کلا وروسته بلوڅو واکمنو په دېرش زره هندي روپيو پر انګرېزانو وپلورل او کابل حکومت ئې د اوس په څير ننداره کوله.

د کلا دروازه، بريتانوي اشغال ۱۹۰۰ع

مېجر جي ګارډ په خپل کتاب(انټرنېشنل ټوريزم)کي ليکي:

«…ما د نړۍ لرغوني او پخوانۍ کلاوي ليدلي خو د کوټي کلا راته عجبه ايسي، تر دې غونډۍ لاندي لوی او واړه غارونه سته چي زندان ته ورته دي، اوس انګرېزي فوځ د وسله تون (باروت خانه)کار ځني اخلي، تر دې غونډۍ لاندي يو مسجد او يو مندر سته چي هندوانو او مسلمانانو ډېري افسانې پسي تړلي دي، ما په دې کلا کي پوره ژمی تېر کړی چي د اور اړتيا مي نه کړه احساس…».

په ۱۸۷۹ع کال انګرېزانو د باروتو د خوندي کولو په نيت په دې غونډۍ کي پراخي کندني وکړې چي په پايله کي ئې هډوکي، لوښي، سکاره د هرکوليس اته پوټيزه د ميسو مجسمه او ګڼ نور شمېر داسي مواد چي لرغوني ارزښت ئې درلود؛ تر لاسه کړه، وروسته دغه مواد د نوري څېړني د پاره کلکتې ته ولېږل سول، خو وروسته ښکاره سوه چي هډونه د کوم حيوان دي خو لوښو ئې قدامت درلود چي وروسته بيا همدغسي لوښي د کوټي په بليلي نومي سيمه کي هم تر لاسه سوه. دا لوښي اوس د ډهلي په موزيم کي خوندي دي، ددې غونډۍ د سکرو [ايرو] په اړه زما فکر دادئ چي ښايي دلته به کومه پراخه وداني سوځل سوې وي؟.
په ۱۸۲۸ع کال انګرېز سيلاني(په اصل کي څارګر)په خپلو يادښتونو کي ليکي:

«کلا بشپړه نظامي ده، ويل کېږي چي په کلا کي دننه درې سوه د کلات (بلوڅ) سرتيري دي، د کلا پر شاوخوا دولس اور او ډبره غورځونکي توپونه ايښوول سوی. د کلا د خوندي ساتلو په نيت د فصیل سره لوی-لوی جرونه کښل سوي چي تر څنګ ئې څلور اوښ سپاره هم ساتنه کوي«….[تاريخ کويټه]

داسي باور هم سته چي احمدشاه بابا خپل کارنده وزيراعظم شاولي خان باميزي ته ددې کلا د ودانولو امر ورکړ، چي تر ډېره پکښي دده اولاده اوسېده، اوس هم ددې غونډۍ په شاوخوا کي ددې کورنۍ پراخي مځکي سته، چي اوس د دوی په خوريانو (د کوټي د شالدرې خانان/دراني) پوري اړه لري خو ښايي هيڅ سند نه وي چي وښيي چي دغه کلا کله او چا جوړه کړې ده، په اولسي خلګو کښي زړې افسانې سته چي عيسي (ع) چي کله له دې ځايه تېرېدئ نو ئې د يادګار پرېښولو د پاره پر خپل لښکر امر وکړ چي هر ذات دي تر خپله وسه د غونډۍ لويولو د پاره خاوري راوړي، يا دا چي دوديزو ملايانو مشهوره کړي چي دا د پېريانو زندان دئ او يا داچي احمدشاه بابا د هند په جنګ تلی، نو ئې پر عسکرو امر کړی وو چي هر کس دي يوه-يوه توبره (کڅوړه) خاوره سره کوټه کړي، کله چي له هند راستون سو نو ئې بيا هر عسکر ته د توبرې ډکولو امر وکړ چي دغه غونډۍ ترې پاته سوه، یعني په دغه کچه کسان ئې له لاسه ورکړي وه او نوم ئې [کوټه]سو.
د کلا ډېري برخي په کراره-کراه له منځه ځي، ښايي يو وخت ئې اثار ټول له منځه ولاړ سي.

ددې کلا اړوند انځورونه…

د کوټي تاريخي کلا

بلوڅشاولي خان باميزیکوټهمري کلا
نظريات (0)
نظر اضافه کول