رحمت الله بابا

يوه پېړۍ وړاندي به د کندهار د ليکوالو او شاعرانو مجلس په يوه پر ملا کړوپ سپين ږيري تود وو چي خلګو به رحمت الله بابا باله، رحمت الله د پښتو او دري د نامتو شاعر عبدالله محزون پوپلزي زوی او د کندهار د نامتو مشرانو او شاعرانو له ډلي څخه وو چي د ارواښاد محمد ګل خان مومند په هڅونه ادبي انجمن ته ننوت.
بابا به ځانته بېل سټايل، ځانګړې سليقه او د ژوند په چارو کي له ټول کندهار څخه بيل سټندرډ لاره، د اراواښاد #هاتف له خولې چي هغه په شعر ويلو کي د پښتو لغاتو پانګي ته ډېر پام کاوه او يو وخت خو د يوه غوره شعر په ويلو وزير ګل محمد خان مومند د منارې په کلي کي هغه ته يو انګوري باغ ډالۍکړ.
همدارنګه وایي وزير محمد_ګل خان يوه ورځ په ادبي جرګه کي وغوښتل د [ښ] شکل د پښتو الفبا څخه ځکه ليري کړي چي د [ش] او [ښ] ږغونه سره ورته دي او هغه توري چي خلګ ئې په [ښ] ليکي بايد چي په [خ] وليکل سي.
خو د هغې ورځي په جرګه کي دا پرېکړه همداسي ناحله پاته سوه. رحمت الله چي عرضه ليکونکی هم وو، په سهار ئې د يوه فريادي کس عريضه ارواښاد مومند ته ليکله نو ئې له دې فرصته په ګټه د ميني او دلچسپۍ موضوع په تېره د تيري شپې مباحثې ته په پام سره د عارض تر خبري لاندي ئې په ضمن کي وليکل: “که داسي …کېږي خو (ښه تر ښه) او که نه وي نو …”.!

مرحوم وزير محمدګل خان مهمند


دا چي د مرحوم مومند د تيري شپې مجلس هم ياد وو او هم بابا (ښه تر ښه) په پنډ خط ليکلی وه نو کله چي مومند صاحب خپل وړاندي سوی (خه تر خه) له [ښه تر ښه] سره پرتله کړ، له يوې خوا ئې ټکر پېښ کړ او له بله بلې خوا ئې په مفهوم کي توپير راووست نو په راتلونکې جرګه کي د (ښ) پر شکل همداسي پخوانۍ پرېکړه وسوه.
بابا د عمر په اخر کي ډېر مسکين وو او د خپل کار [عريظه ليکني] په مټ ئې د حج کولو پيسې پيدا کړې، په ۱۳۲۸ل کال د حج په نيت مکې ته ولاړ؛ خو په لار کي ومړ او هم هلته په کويټ کي ښخ سو.
بابا د کندهار د بلدي وو او د خپلواکۍ په غزا [۱۹۱۹ع] کي ئې ګډون هم کړی وو.
د بابا د شعر بېلګه:
ولي نه کوې له داسي حاله کرکه
د تلتکه نه راوزي تر لمر څرکه
نتيجه دداسي خوی به دي غفلت وي
د غافله ده په سپينه ورځ لار ورکه
ــــــــــــــــــ
سرچينه: د کندهار مجلې بيلابيلي ګڼي

رحمت الله بابامحمد ګل خان مومند
نظريات (0)
نظر اضافه کول