شالکوټ

د ۱۹ میلادي پېړۍ ترپای هم کوټه ( په جنوبي لهجه کواټه)، په شالکوټ مشهور وه.
په ۱۸۷۲ م کې د انګریز پوځیانو سره مله “هنري بېلو” د خپل سفر په یادښتونو کې لیکي، “د سیستان پلازمېنه قلات او شالکوټ د دې (صوبې) وروستی سرحد دی…افغانان پخپلې ژبې کې کلا ته “کوټه” وايی. دا کلا د یو “مصنوعي غر” په سر جوړه او اوس د رژیدو په حال ده. چاپېره ترې د “شال” ښار دی چې دیوالونه پرې راتاو دي… د کلا په چاوڼۍ کې ۱۰۰ پلي عسکر چې زیات يې افغانان دي او ۴۰ شا و خوا اسونه وو. څو توپچیان هم شته چې د کلا یواځینې توپه يې ساتلې ده.”

په دې تشریح کې کلا او د دې چاپېره ښار “شال” دوه بېل ځایونه دي. شال په سانسکرت کې ” کور” یا استوګنځي ته وایی. نو ښايي چې پخوانیو خلکو د ولس او د جنګیالو میشتځای کې توپیر کوو. د وخت په تیرېدو دواړه یو ځای، “شالکوټ” شول.
علامه حبيبى د شال تورې درشال او د پښتو درشل ګڼي. جهاني ددې په وضاحت کې وایی، په هندی ژبې کې شال-سال او شاله سوفیکس(پس وند) دی. لکه پاټشاله (ښوونځی) دهرم شاله او داسې نور. دی د تاريخ بيهقى په حواله لیکي چې سلطان مسعود د خپلو لویانو او معتبرو سره “افغان شال” ته ورغلو او د امیر سبکتگين قبر زیارت يې وکړو. بل ځای په ” افغان شال” کې د ډېرو سلطاني اسونو د تړلو ذکر راغلې دی. بیا لیکي چې امير په افغان شال کى قصر محمودى ته ورغلو. “دغه ځای د غزني د سیند لویدیځي خواته پروت وو او د غزني په حدودو کی شامل وو.”
میجر راورټي د غزني په اړه یو وړوکي کتاب کې د سلطان محمود او د افغانانو تر منځ جګړو ته اشاره کوي. وروسته په جنګ کې یرغمل شوي افغانان يې یوځای میشت کړل او دغه ځای به يې “افغان شال” بللو.
جهاني د ” شاله ګرامه” نوم هم یادوي چې د عبادت او د توبې ایستلو ځای وي. خو د غزني د “افغان شال” په اړه وايی چې هلته ممکن پخوا افغانان اوسېدل، بیا ترې کوچیدلي خو نوم يې شا ته پریښې دی. بابر د افغان شال تورې د یو ډله خلکو لپاره کاروو. په توزک بابري کې د لهوګر (لوګر) په اړه لیکې چې خلک يې ” اوغان شال” دی. هم دغسې د زرمت په اړه لیکي چې خلک يې “اوغان شال” دي. بابر پخپلو لیکنو کې نور هرځای د “افغان” تورې کاروي. نو جهاني دا ګڼي چې ممکن دغو سیمو کې افغانانو یا د دوی کوم لوی قبیلې او یا قبیلو ته به يې “افغان شال” وئېل، “…احتمال لري چی د کوچیانو په شکل به یی ژوند کاوه او یوازي به د پسرلي او اوړي په موسمونو کي، پخپله په افغان شاله کى اوسېدل.”
هنذی بېلو لیکي چې د شالکوټ دوې دروازې وې چې یوه يې جنوب لوري ته وه. له هغه خضدار ته لاره ورغلې وه. شمالي دروازې نه بیا کندهار ته لاره وه. د دې په شمال ختیځ کی ډیره اسمعیل خان، په ختیځ کی ډیره غازي خان او سېوۍ، په جنوب ختیځ کی سکهر او جیکب اباد، جنوب کی ګوادر او کراچي بندرونه دي. په شمال ختیځ کې “زیارت” دی.
د انګریزانو د ورتګ نه ۵۰ کاله پخوا سید احمد بریلوي د سیکانو سره د جهاد لپاره، هند نه د خپلو ملګرو سره د سندهه د لارې شالکوټ او بیا کندهار ته لاړو. د هغې نه وړاندې احمد شاه ابدالي دغه کلا د کلات میر نصیر خان بلوچ ته ورکړه چی د ده سره يې مرسته کړې وه.
په ۱۸۳۹ م کی انګریزانو د لنډ وخت لپاره شالکوټ ونیولو خو بیا ترې ووتل. په ۱۸۷۸ م کی د دوېم افغان جګړې په وخت دوی هلته خپله چاوڼي جوړه کړه. کال وروسته بیا د شالکوټ چاپېره ټولې درې يې له افغانستان بېلۍ کړې او رابرټ سنډیمن د دي سیمې لومړی سیاسي استاځې شو.

د کوټي بالاحصار

بېلو د شالکوټ په اړه لیکي، “د دې په شمال کې د “تکه تو” او “ذرغون” غرونه دي چې پکې کاکړ او “دومړ” خپلواکه قامونه مېشت دي. دا وحشي خلک په غارونو(څمڅو) کې ژوند کوي. د ښار په جنوب کې د “چلتن” او “لنډي” اوختیځ ته يې د “مردار” غرونو سلسله ده چې ترټولو لوړه څوکه يې “سیاه پشت” نومېږي.
شالدره د سیستان او خراسان د تجارتي قافلو لار وه. د کوټې نه تر کندهار هر یو پړاو، هلته کې میشت قام، غر یا د کارېز په نوم مشهور و، لکه کیترزي، حیدرزي، سدوزي، مې زي، کوږک، چوکۍ، کاریزملا فتح الله، کلا حاجي، کاریز ملا عبد الله او خوشاب.”
په ۱۸۸۰ م کی انګریزانو د بولان نه ترکوټې او چمن د اورګاډي لیکه وغځوله. هغه وخت “شالکوټ” مستقل کوټه او د بلوچستان صوبې مرکز شو. کواټه ” ټول” ته هم وایی خو د هندي ژبو “کوټ” د “کلا” مانا ورکوي.
تر ۱۹۳۰ م کی هم د شالکوټ د خټو پخوانۍ کلا موجوده او د زاړه ښار شا و ۳۰۰ کورونه يې پاتې وو. د انګریزانو په اندازه د شالکوټ غونډۍ مصنوعي وه. مانا دا چې هلته څو وارې خلک میشت شول، بیا ترې لاړل او نویو راتلونکو بیا اباده کړه.
پکار ده چې د کوټې زړښت معلومولو لپاره په دغې غونډۍ پلټنې وشي.
سرچینې
۱.جغرافیای تاریخی افغانستان.(پنجاه مقاله) پوهاند عبدالحی حبیبی- بنګاه انتشارات میوند، کابل. ۱۳۸۲ ش. ۲۳۷ مخ افغان شال.
۲.د سیستان سفر، هنري بېلو ۱۸۷۲ م
۳. افغان شال. عبدالباري جهاني مقاله. تاند ویبپاڼه. ۱۲ مې ۲۰۱۳ م
۴.د کندهار یاداښتونه. لومړی او دوهم ټوک. علامه عبد الشکور رشاد. ترتیب او سمون محمد معصوم هوتک. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني. ۲۰۰۷ م. ۲۲۲ او ۲۲۳ مخ.

چلتنشالشالکوټ
نظريات (0)
نظر اضافه کول