شاه حسين هوتک

بشیراحمد ریان


شاه حسين هوتک
واکمني هوتکي واکمني: ۱۷۲۵ ز. – ۱۷۳۸ ز.
تاج گټنه 1725
بشپړ نوم شاه حسين هوتک
لقبونه شاه, مير, سلطان
زېږونځای کندهار
مړينه ۱۷۳۰ ز.
د مړينې ځای کندهار
هديره کندهار
مخکنی پاچا شاه محمود هوتک
وروستنی پاچا احمد شاه دراني
کورنۍ هوتک
پلار ميرويس هوتک[۱]
مذهبي گروهې سني اسلام
د ميرويس نيكه دويم زوى حسين نومېد چې د ۱۱۱۴ هـ كال د ربيع الاول پر ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد
شاه حسين شالم خيل هوتک او دحاجى ميرويس خان نيکه  زوى دى.

په٢٣دربيع الاول په(١١١٤)سنه هجرى دکلات په سيورى کې پيداسو،هغه وخت چې ميرويس نيکه دبيت الله او اصفهان په سفر و،شاه حسين کوچنى ؤ اوله ملايار محمد هوتک څخه ئې درس لوست،تر دوولسوکلو پوري دعمرئې فقه،تفسير،منطق اودبلاغت کتابونه ولوستل او په قندهار کې له پلاره مصالح دامورو زده کړل.[1]

حاجى ميرويس خان په ٢٨دذوالحجة الحرام (١١٢٧) سنه هجرى په کندهارکې وفات شو،حسين هغه مهال څوارلس کلن واودخپل مشرورورشاه محمود سره و، ميرعبدالعزيز دميرويس نيکه ورور په کندهارکې مشر شو.خو له اولس سره يې لار نه وړه،ترڅو په (١١٢٩هـ کال)دشپې دنارنج قصر له بامه خطا سو،راولويد او ياهم ووژل شو.[1]

دخپل کاکا تر مرګه وروسته مير محمود په قندهار کې پاچاسو،هغه دسيستان اوکرمان په خوا لښکر ويوست ، په سنه(١١٣٥هـ) چې داصفهان دضبط دپاره ولاړ، په قندهار کې يې خپل ورورشاه حسين پاچاکړ  اودقندهار اوفراه پاچهي ئې ترغزنى،شاه حسين ته ورکړه.دټولو غلجو ملکانو، خانانو او مشرانوشاه حسين پخپله باچاهې ومانه او خطبه اوسکه ئې په نامه جاري شو.

دپټي خزانې له قوله :

“شاه حسين يودلاور باچا ؤ،په فقه کې يې “مسايل ارکان خمسه”کتاب ليکلى  و.

يولوى عالم چې دده په عصرکې يي ژوند کاوو، د قندهار جامع امام ملا محمد يونس توخى و ،چې دملا محمد اکبر زوى و اودعلومو تدريس يي کاوه. د”جامع فرايض”کتاب يي په پښتوليکلى دى .

بل عالم ملازعفران ترکى دى اودمحمد چې دباچا زوى ده،استادهم و.ملازعفران په حکمت اورياضي او طب کې استاد و اود “ګلدستۀ زعفراني “کتاب ئې په حکمت  اوطب کې ليکلى دى .

پاچاشاه حسين په جنګ کې لمړنى وه اودممالکو په نيولو کي ګړندى؛دغلجوطوايف تر غزنى پورى دده باچاهي منلى  او په ابداليو کې يي تر سيستانه اوهراته حکم  کاو،په سنه (١١٣٨)هجري شاه حسين لښکر تيار کړ اودبهادر خان په سالارى ئې شالکوټ ا وږوب ولايت فتح کړ .

په کال(١١٣٩هـ)سنه په خپله باچا ديره جات فتح کړل اوتر ګومله ئې ضبط کړل ،اوس په دغو ټولو مځکو دده سکه جاري ده اوحکم يي روان دى.

باچا په ارګ دقندهار کې ،هغه قصر چې نارنج باله شى  په هفته کې يوه ورځ دربار کاوو، په کتب خانه او مجلس کې پنځه (٥)علماء جمع کيدل،شعراءاوفضلاء به يي را ټولول او مجلس به يي ورسره کاوو.

کله چي دشال دفتح کېدلو زيري قاصدراوړ،نوملا زعفران ور ووت،څه وخت وروسته بېرته مجلس ته راغى اوزېرى دفتحې دشال او ږوب يي وکړ . دابيتو نه يي وويل :

دحــــــــسين  پاچا دبخت  ننداره ګــــورئ

چې ئـې فتح په لښکرو ږوب وشــــال کا

چې دازېــــرى ئى راوړى دى حـــضورته

نو زعفران انعام پر سر زعفرانى شال کا

باچا ژرزعفرانى شال ورکړاوپه دغه مجلس ئې حاضرينو ته شالونه وښندل،دباچا په انعام سرلوړي شول.

شاه حسين په پښتو ژبه شعرونه هم ويل ، چي دنمونې په توګه به يي لاندې غزل وګورو :

بـــــيـــلتانه دى دغمو په چـــپاو چور کړم

په تيـارو کې دهجران ئې له تا دور کړم

بــــيـلتانه دى هسي اوښکې راخپرى کړي

ستادفـکر په ګرداب کې تل عبور  کړم

دفــــــراق پړى مي کـــيښود ومرۍ تــــــه

پــه جهان کې ئې رسوالکه منصور کړم

پــــــــه وصال دې هم ناښاد يـــمه دلبرې !

دبيـــــلتو ن فکر په زړه کې نا صبورکړم

دبـــاڼو غـــــشى مـــــې وخوړ په ځګر کې

غـــــــــمازانو په غمزو  غمزومجهور کړم

خـــلـق ياد زما،دعـــشق په لـــېونو کـــــــــا

زه (حسـين )محبت هسي مشهور کړم “[2]

شاه حسين اديبان او شاعران وروزل ، هغه محمد هوتک بن داود ته امر وکړ تر څو دده دزمانې دحالاتو په هکله يو آثر وليکي،محمد هوتک بن داود هم يو آثر د “پټه خزانه” په نوم وکېښ.داکتاب بيا عبدالحي حبېبي وموند او له پارسي ژباړي او حواشيو سره يي خپور کړ.

شاه حسين تر ١١٤٩ هـ کال پوري پاچهي وکړه ، خو په همدې کال نادرافشار له ايران څخه راورسيد او دذوالقعدي په مياشت کې يې کندهار ښار محاصره کړ. شاه حسين تر څو مياشتو پوري مقاومت وکړ،خو دخپل سپه سالار سيدال خان ناصر په له لاسه ورکولو يې دمقاومت توان ختم شو او په ذوالحجه ١١٥٠ هـ کې يي کندهار نادر افشار ته تسليم کړ.

ظفر کاکاخيل ليکي:نادر شاه دشاه حسين له زړورتيا اغيزمن شو،نو ځکه يې په دې شرط ورسره سوله وکړه چې شاه حسين به دکندهار والي وي، دپوځ يوه برخه به يې دنادر په پوځ کې شاملېږي او شاه حسين به دنادر په نوي جوړ کړاى شوي ښار کې هستوګنه غوره کوي.داتړون وشو خو نادر په تړون ونه درېد، په شاه حسين بدګومانه او مازندران ته يې ولېږه.[3]

نادر افشار شاه حسين مازندران ته تبعيد کړ  او هلته يي په ١١٥١ هـ – ١٧٣٨ ز کال دزهرو په واسطه وواژه.[4]

[1] – تفصيل يې دميرعبدالعزيز په بحث کې وګورئ.

[1] – پټه خزانه ١١٠ مخ  ،محمد بن داود هوتک،دوهم چاپ ١٣٣٩هـ ش، دپوهني وزارت ،ددارالتاليف رياست.

[2] – پورتنى ماخذ ، ١١٢،١١٠ او ١١٤ مخونه .

[3] – پښتانه دتاريخ په رڼا کې ،٦٧٠ مخ،سيدبهادر شاه ظفر کاکاخيل ، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .

[4] – دافغانستان لنډ تاريخ، ٣٧٦ مخ ١ ټوک ، پوهاند عبدالحى حبيبي ، دبېنوا ژباړه. ١٣٥٦ هـ ل کال دکابل چاپ .

نظريات (0)
نظر اضافه کول