صمدخان اڅکزی؛ پښتون مشر چي د ژوند هره درېمه ورځ یې زندان کي تېره کړې ده!

د سهېلي پښتونخوا په پښتني کهول کي لوی سوی ۶۶کلن [عبدالصمدخان] (خان شیهد) چي ژوند، کړه وړه، عادات، عقیده، مبارزه، فکر او لرلید ئې په نړۍ او سيمه کي د پښتون ملت په افتخاراتو کي راځي.
دغه مخور اولسي او سياسي مبارز د برتانوي هند د واکمن حکومت لخوا او بيا وروسته د پاکستاني حکومت لخوا په وار-وار زنداني سو, د انجمن وطن په نامه ئې اولسي غورځنگ پيل کړ چي ژر د هند د  کانګريس او خداي خدمتګار له خوا په رسميت وپېژندل سو.
ارواښاد صمدخان يو سل و یولس کاله د مخه د کرښي هغه غاړه ګلستان کي وزېږېد او د افغانستان د خپلواکۍ يو کال وروسته چي په سيمه کي د خپلواکۍ غورځنګونه په خوځښت راغله، د ۳۵ کلونو په عمر د هند د نیمي وچي له ازادۍ غوښتونکي غورځنګ سره ملګری سو. هغه لومړی پښتون مشر وو چي په پښتنه سيمه کي ئې فاتحه له کوره مسجد ته يوړه او د ټولني په اصلاحي چارو کي ئې انګرېز ضد روحيه پياوړې کوله، په همدې عمر کي له  مهاتما ګاندي، پاچاخان او مولانا ازاد سره بلد او له هغوی سره ئې اواز شریک کړ.
ده د خپل خوږ ژوند ۲۶کاله په داسي حال کي د خپلواکۍ د پاره په زندانونو کي تېر کړه چي پښتني ټولنه کي چنداني چا دده فکر ته ارزښت نه ورکاوه.

هغه جومات چي صمدخان لومړۍ وینا پکښې وکړه. ګلستان پښتونخوا

دی وايي:

 

“لومړی ځل ما د امان افغان اخبار د عبدالعلي اخوندزاده په کور کي ولید او د مطالعې د پاره مي وغوښت، کله چي اخوندزاده اخبار راکاوه، نو په جدي لهجه ئې راته وویل: «ځوانه! اخبار واخله! خو د انګرېز په نظر تر دې بل غټ جرم نسته، چي دا اخبار له چا سره وویني، اخبار ولوله، جدي ئې ووایه، ځان پرې پوه که دا ستا د اصلي وطن اخبار دئ…»
ما اخبار واخیست خو د اخوندزاده خبرو مي په غوږ کي ازانګې کولې، زه چي پر لاري تلم، نو له ځان سره مي بې اختیاره دا کلمې له خولې وتلې:” اخبار … د انګرېز په نظر ددې اخبار لیدل جرم … جدي ئې ولوله … اصلي وطن!…” .

دې ستر ستړي د مبارزې ترڅنګ په زندان کي دیني علومو، پښتو، فارسي او عربي ادبیاتو کي هم پراخه مطالعه کوله، چي دی یې په اړه وايي: “یوه ورځ مي د مولانا ابوالکلام ازاد څخه وخت وغوښت چي سره ووینو، هغه راته وویل چي سبا سهار به څلور نیمې بجې راسې، نو ازاد چي له ما اته کيلوميټره ليري اوسېده نو د شپې پر دوې بجې ور روان سوم، او څلورو بجو ته چي ورسېدم مولانا ازاد چي د شنو چايو ډېر مينه وال وو، په چايو بوخت وو، نو مي ورته وويل چي زه به ستا تفسیر [ترجمان القران] په پښتو چاپ کړم؟
هغه راته وویل: ما بل هيڅ چاته اجازه نه ده ورکړې، خو ته ئې چاپ کړه او وروسته مي د مولانا ابوالکلام ازاد تفسیر په پښتو ژبه چاپ کړ…” .[ياده دي وي چي دغه تفسير ئې د مچ په بدنامه زندان کي ژباړلی دئ، ياده ژباړه تر اوسه د ځينو لاملونو له امله چاپ نه ده، په ۲۰۱۹ع کال کي د کندهار يوه زنداني جلال الرحمن شرر لخوا پښتو ته وژباړل سو …].
خو بې فرهنګه دښمن [انګرېز] دغه ويښ پښتون مشر لومړی په ۲۳کلنۍ کي وروسته په ۲۷کلنۍ کي زنداني کړ، وروسته څو ځله د پاکستان تر جوړېدو پوري پرلپسې په خپل کور ګلستان کي نظر بند پاته سو.
د پاکستان د جوړېدو وروسته په ۱۹۴۹ع کال کي هريپور زندان ته ولېږل سو خو تر خوشي کېدو وروسته ئې په خپل شخصي لگښت يوه چاپخونه رانيوله او په پښتو او اردو ژبو ئې د استقلال اخبار چاپ او خپور کړ. خو په ۱۹۵۰ع کال کي د پاکستان د حکومت لخوا مصادره او ضبط سو او په خپله صمد خان بيا زندان ته ولېږل سو. په ۱۹۵۴ع کال کي په خپل کلي کي نظر بند سو؛ په ۱۹۵۵ع کال په لورلایي او وروسته په بدنامه زندن [مچ] کي پاته سو، لنډه دا چي دغي خښتي ککرۍ د پاکستان له جوړېدو تر شهادت پوري د خپل ژوند له ۶۶کالو څخه ۲۰ کاله يوازي په زندان کي او نږدې ۲۶ کلونه ئې په زندانونو، نظربندیو او توقیفونو کي تېر کړل خو د لسيزو د قربانيو څخه ډګي مبارزې له خپلي موخو څخه نه واړاوه.
ارواښاد صمدخان د زندان دا برخه پر خپلو ليکنو او ژباړو کي تېره کړو او د پارسي، انګرېزي او اردو ژبو څخه ئې ګڼي ژباړي وکړې، لکه په ۱۹۶۹ع کال کي ئې د فارسي ژبې څخه د سعدي گلستان، له اردو څخه د مولانا ابوالکلام ازاد ترجمان القران د مچ په زندان کي ژباړلي دي.

د ارواښاد صمد خان نور کتابونه [پښتو ژبه او ليکدود]، [پښتو ډېکشنري]، [زما ژوند او ژوندون]، [زما ژوند ته يوه کتنه]، [صمداللغات(د کوټي په زندان کي ليکل سوی)]، [د سعدي د ګلستان پښتو ژباړه(د هريپور په زندان کي)]، [د ترجمان القران پښتو ژباړه(مچ زندان کي)]، [د امام غزالي د کیمیاي سعادت پښتو ژباړه] او [د شبلي نعماني د سیرت النبي د لومړي ټوک پښتو ژباړه]، [فیوچر اف فریډم] او نور…
کله چي دې پښتون مشر د ملتان، سکر، مچ، هزاره ، هریپور او لاهور په زندانونو کي د ژوند هره درېيمه ورځ تېره کړل، نو روغتيا ته ئې سخت زيان واوښت. کله چي په وروستي ځل د ایوب خان مارشلایي حکومت هغه ته په ناحقه د څوارلسو کالو لپاره د جېل سزا واورول، دی ئې په اړه ليکي: “په دغه دوران کي چي مي د سرکاري شاهدانو او نوکرانو درواغ واورېدل او په ځینو اخبارونو کي مي د سرکار سپک او سپور تبلیغات ولوستل نو خورا زیات خواشینی سوم، خو چي جېل ته ورسېدم او هلته د ماځیګر پر لمانځه ودرېدم نو [سورة الفیل] چي خلک ئې [الم تر کی بولي او د ابرهه د تباه کېدو حال پکښي بیان سوی دئ] مي خولې ته راغی نو د قران پاک ددغه سورة له لوستلو سره سم مې زړه بېغمه سو … او زه د پرېشانۍ له زاواله او کړاوه بچ سوم او د بند او کړاو دا ژوند مي بېغمه تېر کړ” .

د سُهېلي پښتونخوا ښځينه پښتو ليکواله ارواښاده ولي اهد بېګم چي په خور بي بي سره مشهوره ده، د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي مشره لور وه.

۴۶کاله د مخه په همدې ورځ د ١٩٧٣ع کال د ډسمبر دوهمه سهار وختي د کوټي ښار په جمال الدين افغاني روډ کي؛ د خان شهيد په کور کي دده کوټې ته د کړکۍ لخوا نامالومو کسانو! لاسي بم وغورځاوه او دغه په قهرمانيو سرلوړی او د پښتنو په غم غمجن سپين ږيري پکښي په ډېره بې دردۍ په شهادت ورسېد، جنازه ئې په گلستان کي په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل سو، فاتحه ئې په پښتونخوا، افغانستان، پاکستان، هندوستان او بنگله دېش کي په درناوي واخيستل سوه.
د خان شهيد پلار نور محمد خان او د هغو د کاله ډېری مشران د ميوند په غزا [۱۸۸۰ع] کي له ملي اتل ايوب خان سره ملګري ول ، کله چي امیر عبدالرحمن د افغانستان واکمن او ايوب خان پرنګيانو د پنجاب په لاهور کي نظر بند کړ، نو نورمحمد خان هم په رېګ کي شمشوزو ته ننواتی ورغلی.
کله چي د ګندمک او ډيورنډ منحوس تړونونه کېده نو د سيمو خلګو د خپلو تجريبو او سياسي دوربينونو په وجه ځانونونه خپلو اصلي استوګنځايونو ته رسول، نو نور محمد خان هم د پنجوايي زنګاوات په بيلومبي کي خپل جايداد د هلمند د بارکزو پر مشهوري کورنۍ [د مولوي حضرت کورنۍ] باندي قطعي بيه خرڅ کړي، او عنايت الله کارېز ته راغلی . د نورمحمد خان مشر زوی عبدالسلام او کشر ئې همدا صمدخان او دوې لوڼي وې، خان شهيد د کورنۍ په اړه ليکي: “د مور نوم مي دلبره او د پلار نوم مي نور محمد خان دئ، نيکه مي سلطان محمد خان وو، د هغوی پلار عنايت الله خان وو چي زموږ کلی يه په نامه دئ، د هغوی پلار بوستان خان د برخوردار خان زوی وو چي زموږ کهول او ټبر د هغوی په نامه دئ… موږه ماړه خلک نه وو، ايله ګوزاره وه او ده، تل به مي لاس تنګ او پور وړي وو او تر اوسه هم دا شان يو. د کورنۍ مځکه مي دومره ده، چي تنګه ګوزاره راکوي…”

د پښتنو د بې لومړيتوبه او د خان شهيد د کورنۍ د بې باکۍ له امله د هغه په اړه هيڅ ډول ميوزيمي اثار، دده د شان سره سمه مقبره او څېړنيز مرکز هڅه تر اوسه نه ده سوې.
افغان دولت/ميوزيم که د رشتياګو ددې ستر انسان د پاته موادو کوښښ وکړي، ښايي ډېر څه په لاس ورسي!

په اولس مجله (مئ 1964) کښې د خان شهيد عبد الصمد خان اڅکزي يو مضمون د خط په شکل کي.
د ايوب مارشلاِء د لسو کالو اوږده بند د راخلاصېدو وروسته چي خان با با کوټه ته راورسېدی (٤ می ١٩٦٨) نو ېې پر هوای ډګر ېې تود هرکلی اوسو او په لس کاله کي د ايوبي رژيم پر ضد لومړی وينا وسوه چي پر ٧می د بغاوت بله مقدمه پر درج سوه او پنځلس ورځی وروسته پر ١٩ می بيا بندی سو. دا لاندی د هغه ايف اي ار د کاپی عکس ده.
کله چي خان بابا د ايوب په مارشل لاء کي د لاهور په جېل کي وو نو محمد امين کهوسه و حکومت ته دده د خلاصون د پاره يو ډير تاريخي ټيلي ګرام لېږلی وو. ياده دي وي چي خان بابا د ملک واحد سياسي قييدی وو جي د ايوب ټول دور يې په قېد کي تېر کړ.
د خان شهيد اخري ليدل له خپل زوی احمدخان سره…
د خان شهيد قبر
ګلستان، پښتونخوا، د خان شهيد د جنازې لمونځ، د مولوي رحمت الله مندوخېل په امامت
خدايي خدمتګارعبدالصمد خان اڅکزیکانګريسکوټهګلستان
نظريات (0)
نظر اضافه کول