عایشه درانۍ

ژباړن: تمهید سیلانی
عایشه درانۍ د یعقوب علي خان توبچي باشي لور، د رحمان خان بارکزي دراني لمسۍ او دعمر خان بارکزي کړوسۍ ده. درانۍ د تیمورشاه او د تیمورشاه د زوی شاه محمود په پېر کې اوسېده.
 
دعایشې درانۍ د دیوان لۀ لوستلو پۀ ډاګه کیږي، چې ددې مېرمنې زده کړې ډېرې پراخې وې. درانۍ د صرف، نحوې،معاني، بیان، تجوید، قفه، کلام او حدیث پۀ برخه کې خورا زیات معلومات درلودل، هغې د وخت لۀ علماوو څخه چې په (( اونچي باغبان)) سیمه کې چې د نني کابل د مهتاب قلعې ترڅېرمه دی، زده کړې کړي. عایشې درانۍ خپل لومړنی شعر د تیمور شاه پر وړاندې د کابل افق ګلفام پۀ ستاینه کې ویلی دی.
عايشه درانی
شفق را لاله گون ديدم نماز شام در گردون
مگر خورشيد را كشتند كه دارد دامن پر خون؟
 
کله چې عایشې درانۍ یاد شعر وویل، هغه ۲۰ کلنه وه او همدا وخت یې د شاعرۍ پیل هم ؤ. ددغۀ شعر پۀ ویلو سره د درباریانو او مشرانو لۀ خوا وهڅول شوه، ترڅو دې لړي ته دوام ورکړي او یو دیوان ترې جوړ کړي.
 
د عایشې درانۍ د شعر ځانګړنې
 
د عایشې درانۍ په پېر کې ډېری شاعرانو د جامي او حافظ د سبک لاره تعقیبوله، چې درانۍ هم د حافظ پر پل پښه ايښې. د لا ښۀ څرګندتیا لۀ پاره د دواړو اشعار د بېلګې په توګه راوړم:
حافظ
دل مي رود ز دستم صاحبدلان خدا را
دردا كه راز پنهان خواهد شد آشكارا
عايشه
اي ساقي پريرخ يك جرعه بخش ما را
دل برده اي و دينم پنهان و آشكارا
 
عایشې ځینې وخت لۀ مولانا څخه تقلید کړی او ځینې وخت لیدل کیږي چې د حافظ عبارتونه یې کټ مټ پۀ خپل شعر کې راوړي دي.
د عایشې درانۍ د ادبي ژوند بدلونونه
لومړی پړوا: د غزل ویلو، ځوانۍ او سر مستۍ پړاو
دویم پړاو: د تصوفي اشعارو د مطالعې او پۀ عرفاني رنګ د اشعارو پېیلو پړوا.
درېیم پړوا: د مرثیه سرایي، نیوکې او د یوازیتوب لۀ مرحلې وروسته د ماتې پړاو.
لیدل کیږي چې عایشې درانۍ د ځوانۍ پۀ جوش او مستۍ کې خپله خوښي د ګل اندام او ګلرخ لۀ پاره ځانګړې کړې وه او یو شېبه پرته لۀ معشوقې او شرابو وخت تېرول، غفلت ګڼي. یا پۀ بله وینا د فرخي سیستاني پۀ وینا:
جواني و از عشق پرهيز كردن
چه باشد نداني بجز جان گرانی
 
مګر ناڅاپه یو ډول تنګ او تړلي شرایط پر ښځو واکمن کیږي او ددې پاکوالی او حجب تر پوښتنې لاندې راولي، نو دی په دې توګه وایي:
 
گر بافلاك رسد قصر نشاط و طربت
آخر از فعل بد پشيمان بودن
هغه وایي
دارم اميد ز لطف و كرم رباني
جامه مغفرتم خلعت ايمان بودن
 
سرچينه: مقاله استاد غلام فاروق فلاح (استاد زبان و ادبيات كابل)
مجله ادب سال بيست و پنجم شماره چهارم 1356
نظريات (0)
نظر اضافه کول