مولوی صالح محمد هوتک څوک ؤ؟

مولوي صالح محمد هوتک
د طلوع افغان موسس

د کندهار د قاضی غلام دهني ته ورڅرمه د ملاګل داد په کوڅه کی د پخوا څخه د هوتکو یوه مشهوره کورنۍ اوسېدله چه د علم او پوهی سره یې زیاده علاقه درلوده. د امیرشېرعلي خان په وختو کی چه د پښتو و پرورښت ته څه نا څه توجه وسوله او په عسکری او اداری اصطلاحاتو کی ځیني پښتو نومونه داخل سوه، د نوموړی کورنۍ یوه شخص (حاجی محمداکبر هوتک) د پښتو د کتابو په راټولو او په پښتو ژبه لیک او لوست پیل کړئ ؤ.
د ۱۸۹۰ کال په شااوخوا کی په دې علمی کهول کی د فیض محمدخان هوتک یو زوئ وزېږېدئ چه نوم یې صالح محمد هوتک ؤ او وروسته په کندهار کی د پښتو ژبې یو نوميالي ليکوال، اديب او شاعر سو. صالح محمدهوتک چه خپل ابتدایئ زده کړی یې په خپل کور کی کړی وی، او هم یې متداول علوم لوستي و، خدائ تعالی د ليکلو او شعر ويلو عالي استعداد هم ورکړئ ؤ.

د ښۍ خوا څخه مرحوم ګل پاچا الفت، مولوي صالح محمد هوتک [د لکړي خاوند] محمد اعظم ایازی او عبدالخالق اخلاص
مولوي صالح محمد هوتک په ځوان عمر کی و کابل ته تللئ ؤ او هلته یې د کابل د حبیبیې په مکتب کی اول د زده کوونکی او وروسته یې د پښتو د معلم په حیث وظیفه اجرا کوله. مولوي صالح محمد هوتک په کابل کې د سراج الاخبار سره قلمي همکاری کوله، او په حبیبیه مکتب کی یې د پښتو ژبې د زده کړې کتاب وکېښ، چې د همهغه ښوونځي په نصاب کې شامل شو. او د امیرحبیب الله خان په وختو کی یې د سراج الاخبار سره هم خپله قلمی رابطه ساتلې وه او د مولوی صاحب د پښتو شعرونه به پکښی چاپېدله.
کله چه مولوی صاحب د افغانستان د استقلال د حاصلولو پر وخت کندهار ته راغلئ، نو په خپل شخصی کوښښ یې د ګمرکی محصولاتو د اعانې په مصرف په کندهار کی د مکتب تجار په نامه یو مکتب جوړ کړئ چه وروسته شالمار او تر هغه وروسته د مشرقی مکتب په نامه یاد سو او نوموړئ یې تر ډېره وخته مدیر ؤ.
په همدغه وخت کی (۱۳۰۰ ش کال) کی مولوی صالح محمد هوتک په کندهار کی د طلوع افغان اخبار هم تاسیس کړئ، په داسی حال کی چه د کندهار د معارف د مدیریت چاری یې هم پر مخ بېولې.
برسېره پر دې، مولوی صاحب د زېري د اخبار په نشرولو کی هم د قدر وړ زحمتونه ایستلې دي او په عمومی ډول د هېواد په مطبوعاتو کې خاص مقام لري او د صحافت په برخه کې يې هم ډېر د اهمیت وړ خدمتونه کړي دي.
هغه وخت چه د اعلیحضرت محمدنادرشاه په وخت کی محمدګل خان مومند د کندهار د رئیس تنظیمه په حیث په کندهار کی ؤ، د مولوی صالح محمد هوتک او نورو ادیبو پښتنو لکه محمدعثمان خان (پښتون)، عبدالغفارخان پوپلزئ ، ملا عطامحمد او نورو سره یې په کندهار کی د پښتو په ادبی مجلسو کی برخه اخیستله، تر څو د پښتو انجمن یې تاسیس کړئ چه څو کاله وروسته و کابل ته نقل سو او بالاخره د کابل په ادبی انجمن کی مدغم سو.
مولوی صاحب د مخه تر دې چه وفات سی د کندهار د ښار د خوا څخه د افغانستان په ملی شوری کی د نماینده وټاکل سو او په کابل کی یې خپله وظیفه تر سره کوله.
مولوی صالح محمدهوتک د پښتو د پاره ډېر خدمتونه کړی دي او ډېری شعری منظومی یې په سراج الاخبار، طلوع افغان، زیری، او نورو ادبی آثارو او اخبارو کی چاپ سوی دي. د مولوی صاحب د نورو ادبی او تدریسی لیکنو ترڅنګ، یو هم د ده په پښتو منظومه کړه سوې مثنوی ده چه د مولانا جلال الدین بلخی د مثنوی ځیني قصې یې کټ مټ په پښتو ژبه منظومی کړی دي او علاقمندانو ته یې د لوستلو د پاره د (۱۹۴۰ کال) په شااوخوا کی وړاندي کړی دي. ده نه یواځی د مولانا د مثنوی قصې و پښتو ته را اړولي دي ، بلکه په خپله یې هم د مولانا د اشعارو او د مثنوی د مطالبو سره علاقه درلوده چه په هغو کی دینی مفکورو او همداشاني اجتماعی او شخصی اخلاقو او نورو اسلامی تعالیمو ته په خپلو شعرونو کښی ځائ ورکړئ دئ. د یوه متدین مسلمان په حیث و مولوی صاحب ته په پوره ډول معلومه وه چه:
مثنوی معنوی مولوی
است قرآن در زبان پهلوی

ما د خدائ بخښلي هوتک صاحب د پښتو مثنوی ډېر کلونه پخوا کتلې او لوستلې وه. په را وروسته کلو کی د هغه زوئ ښاغلي بلال بری هم پر نوموړی مثنوی باندي یوه لیکنه کړې وه.
یوه قصه یې داسی شروع کېدله، چه فقط دغه څو بیته می یې په یاد دي:

(څلور غله او یو د باغ خاوند)
دا قصه د مثنوی ده
ما پښتو کړه دا فارسی ده

وه څلور تنه سړی
یو ؤ چټ، بل عسکری

یو سید ؤ، بل ملا
باغ ته راغله دوئ په غلا
.. ؟؟؟؟

په هرصورت، دلته می فقط غوښتل چه د خدائ بخښلي مولوی صالح محمد هوتک لنډه معرفی وکړم او د وطن او پښتو د پاره د هغه خدمتونه په لنډ ډول ذکر کړم، خصوصآ دا چه په دې ورځو کی د افغانستان د ځینو متعصبو حلقو د خوا څخه یو واری بیا پښتنو ته طعنې ورکول کېږی، ګویا پښتانه د ادبی، مذهبی، فلسفی، تصوفی، او مدني بهیر څخه وروسته پاتي دي، په داسی حال کی چه موضوع معکوسه ده، ځکه چه دا پښتانه دي چه د خدائ رحم پر سوئ دئ او بېله کوم بیالوژیکی مشکل او غیر له کوم تبعیض څخه د افغانستان په دواړو ملی او رسمی ژبو کی خدائ (ج) د پوره استعداد خاوندان کړی دي.

د مولوي صاحب ليکلي اثار:

ـ د پښتو لومړنی تدریسي کتاب
ـ د پښتو دوهم تدریسي کتاب
ـ د پښتو دریم تدریسي کتاب
ـ د پښتو صرف و نحو (په دري ژبه)
ـ اطاعت اولوالامر (ترجمه)
ـ پښتو ژبه (دوه ټوکه)
ـ پښتو مثنوي (د مولانا جلال الدین بلخي د مثنوي معنوي د ځینو برخو منظومه ترجمه)
ـ تذکرة الشعراء (د مرحوم سراج الدین سعید په ملګرتیا)
ـ پاشلي ویناوي (د مولوي صاحب د شعرونو مجموعه)

د_مولوي صالح محمد_هوتک کليات چي د استاد محمد معصوم هوتک له خوا ترتيب او لمنلیکونو سره د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست له خوا چاپ کړل. کتاب له دې ځايه تر لاسه کړئ!
پښتو مثنوي

لومړی ناست شخص مرحوم مولوي صالح محمد هوتك
د كندهار د خلكو وكيل او د ملي شورا ( ولسي جرگي )لومړ‎ي مرستيال…
كابل: ١٣٣٧ هش ش [سرچينه: مريم صالح]
طلوع افغان، لومړى پښتو اخبار
طلوع افغان، لومړى پښتو اخبار
د مولوي صالح محمد هوتک د مرګ خبر”
د کندهار ډیر تکړه شاعر د قلم خاوند او د طلوع افغان ورځپاڼی موسس ۔
ارواښاد مولوي صالح محمد هوتک ۔ چي په څلرمه د اسد ١٣٣٩ ل کال د کابل په علی آباد روغتون کي وفات سو ۔ چي مړی یی د کندهار ښار په حضرت جي بابا هدیره کي خاوروته وسپارل سو ۔”
د مولوي صاحب مېرمني قبر
( د اولی الامر اطاعت )رساله، په ۱۳۳۴ هجري قمري کال د مولوي عبدالرب لخوا په دري ليکل سوه، وروسته مولوي صالح محمد لخوا په پښتو ترجمه سويده( په پښتو ليکنه کي یی د زور ، زير او پيښ څخه کار اخيسته سويدی) مولوي صالح محمد په هغه وخت کي د حبيبي مدرسې ښوونکی ؤ. البته دامير حبيب الله خان د سلطنت وخت ؤ.
( د اولی الامر اطاعت )رساله، په ۱۳۳۴ هجري قمري کال د مولوي عبدالرب لخوا په دري ليکل سوه، وروسته مولوي صالح محمد لخوا په پښتو ترجمه سويده( په پښتو ليکنه کي یی د زور ، زير او پيښ څخه کار اخيسته سويدی) مولوي صالح محمد په هغه وخت کي د حبيبي مدرسې ښوونکی ؤ. البته دامير حبيب الله خان د سلطنت وخت ؤ.
پښتو مثنویمولوی صالح محمد هوتکهوتک
نظريات (0)
نظر اضافه کول