میوندۍملالي ته منسوبه لنډۍ

محمد معصوم هوتک

ملاله میوندۍ زموږ د ملي حماسي تاریخ یوه ویاړلې څېره ده چي د نامه په اورېدو یا لوستلوسره ئې د چا ذهن ته هرومرو دا لنډۍ تداعي کیږي :
که په میوندکي شهید نه سوې
خدایږولالیه بې ننگۍ ته دي ساتینه
د دې پېغلي له نامه سره تړلی متواتر روایت داسي دئ چي د کندهار د میوند په تاریخي غزاکي (۱۸۸۰ع) پرافغاني لښکر باندي له یوې خوا د دښمن د عصري وسلو دگولیو د باران اوله بلي خوا دمیوند پر وچ ډاگ د جولای د میاشتي د سوځنده لمراو گرمۍ له امله فشارزیات سو او شاته تگ ته مجبورسول. د لښکربیرغچي هم ټپي سوی اونزدې وو چي بیرغ ئې له لاسه ولوېږي. په دغه وخت کي د لښکرله منځه یوې پېغلي رامنډه کړه ، بیرغ ئې د بیرغچي له لاسه واخیست، اوچت ئې ونیاوه او پورتنۍ لنډۍ ئې وویله. د دې ملکوتي ږغ اغېزه دونده زیاته وه چي لښکر هرڅه هېرکړل اوپردښمن ئې په یوه سلا بریدوکړ او سوبه ئې روزي سوه. د دې روایت د صحت وسُقم په باب نظرونه چي هر راز وي، وي به، خو پرله پسې تواتر ئې د صحت پله ور درنوي. د ملالي قبر په میوند کي معلوم دئ. ملاله د همدغه کلي اوسېدونکې اوپه قوم خوگاڼۍ وه. خوگاڼي د ابدالیو پښتنو په پنجپای څانگه کي یو قوم دئ چي په میوند کي ئې څو کوره له پخواڅخه میشت ول. په دې شپوکي مي واورېدل چي د کندهار یوه خواخوږی اوسېدونکي حاجي حکمت الله ښادمن ئې دمقبرې ودانولوته پخپل شخصي لگښت ملاتړلې ده. ددغه راز خواخوږو پر همت دي آفرین وي.کمی دي پاک خدای نه راویني.
دپورتنۍ لنډۍ همدایوشکل په کتابوکي ثبت دئ اودکابل په میوند جاده کي دنومورکي سپاهي پرڅلي باندي هم په همدې بڼه ثبت وو.له نن څخه شاوخواپنځوس کاله وړاندي دکندهارداشوغې کلي یوه درانه مشر ارواښادسردارحاجي شاه محمدجان دمیوند دتاریخي غزا دبیان په ترڅ کي دالنډۍ په یوڅه بدلون راته وویل اوهغه داسي وه :
که په میوندکي شهید نه سوې
خودښکه لالیه بې ننگۍ ته دي ساتینه
پردې خبره اوس څه باندي پنځوس کاله تېرسوي دي، خوثبت ئې زما په ذهن کي داسي راته ښکاري، لکه پرون چي مي اورېدلې وي. ارواښاد سردارحاجي شاه محمدجان دسردارسلطان محمدخان زوی، دسردار منوردل خان لمسی اودسردارمهردل خان مشرقي کړوسی وو. شاعراو په فارسي ادبیاتوکي دمطالعې څښتن وو. کورنۍ ئې ټول درانه پښتانه اودعلم وادب څښتنان ول. زامن اولمسیان ئې زیاتره په نیویارک کي اوسي. سردارصاحب دښکارډېرشوقي وو اوما (هوتک) ئې دښکاردملگرتیاخوراډېري خاطرې راسره ساتلي دي. دده له خولې مي د میونددتاریخي غزاپه باب ډېربیانونه اورېدلي دي. دسردار صاحب داستوگني کلی (اشوغه) دارغنداو رود پرغاړه په هغه مسیر کي پروت دئ چي دمیوندغزاله میدانه راتښتېدلو انگرېزانو ځانونه د کندهارښارته پررسول.د ارغنداوپردواړوغاړود پرتوکلیواوسېدونکو پردغه مات لښکرباندي دقیامت ورځ راوستلې وه. سردار صاحب دا خبره راته کړې وه چي دده دښکارجاغوري توپک دده پلار سردار سلطان محمدخان ته ددغي غزا پروخت په لاس ورغلی وو.داتوپک ما (هوتک)لیدلی وو او دسردار صاحب کم عکس چي زماسره همدااوس هم خوندي دئ، په هغه کي ئې همدا توپک پر زنگنو پروت دئ.
زه به په دې لیکنه کي ملالي ته په منسوبه لنډۍ کي دبدلون راوستلو پرژبنۍ اړتیاوږغېږم. اول به د(خدایږو)کلمه اوبیابه د (خودښکه) لغت وڅېړم او وروسته به پر دې خبره روڼا واچوم چي ولي په دغه لنډۍ کي د(خودښکه) پرځای (خدایږو) راغلی اوعام سوی دئ؟
په پښتوژبه کي د(ږو) ویی له قسمیه تورو څخه دئ .خوشحال خان خټک وایي :
دښادمنوپــــــــــــــــــه خنداږو دغـــــــــــــــــــــمجنوپه ژړا ږو
درندانـــــــــــــــــــــــوپه رندیه دشیخانـــــــــــــــــوپه تقوا ږو
…………..
چې دویمـــــــــــــه پکې نشته دریښتینوپه رښـــــــــــــتیاږو
په داهومــــــــــــره سوگندونه صدهـــــــــــــــزارځله بیابیاږو
چې ترځـان په (پر) تامین یم زه خـــوشحال خټک په تا ږو
پرهمدغه ردیف اوقافیه یوه بله نهه بیتي غزل هم لري چي مطلع او مقطع ئې داسي دي :
راته مـــــــــــــه وایه په تا ږو چې په تانه ږو، په چا ږو؟
…………………
یارخوستایــــــم دچا نه یم زه خوشحال ستاپه لقا ږو
پیرمحمدکاکړ پردغه قافیه یوه اووه بیتي غزل لري چي سر اوپای ئې داسي دئ :
دښه حسن پـــــــــــــه څراغ ږو دپتنگ د زړه پـــــــــه داغ ږو
…………………….
عشق بېخوده پیرمحمد کړ دســــــــــــاقي په ډک ایاغ ږو
شمس الدین کاکړ چي دپیرمحمدکاکړپرپله روانه شاعري کړې ده ، هم پردغه قافیه یوه غزل لري چي دپیل اوپای بیتونه ئې دادي :
ستادمخ په ښـــه آفتاب ږو بیادخط په تور سحاب ږو
………………….
شمس الدین پرتامین دئ په څلورســــــ‎ـــــره کتاب ږو
مولوي عبدالغفاربریالی دهمدې غزلوپه اقتفاء یوه غزل لري چي په شکل کي ئې یوڅه بدلون راوړی دئ. دی وایي :
ږو په ناز ددلـــــــــبرانو ږو په آه دسوخته گانو
ږو په کبر دخــــــــوبانو ږو په درد دبـــــــېدلانو
……………….
ږو په مینه دیارانــــــو ږو د ږوب په کاکړانو
په خندا د وصالي ږو په ژړا دبــــــــریالي ږو
په دا واړو مي قسم دئ خپله یاره
که ترمرگه ستاله میني سم بېزاره
له دې مثالو راوړلوڅخه مي مطلب دادئ چي د(ږو) ویی له اکوړې څخه ترکندهاره پرتوپښتنو کاراوه اودپښتوپه ټولولهجوکي عام لغت دئ.
دکندهارپه لهجه کي (وي) هم دقسمیه توري په توگه کاریږي. ښځمني چي خپلي مېلمنې ته دیوې بلي شپې دپاته کېدلوست کوي، نوورته وایي” ستادي وي که به دایوه بله شپه هم نه راسره پاتېږې”.
په فارسي ژبه کي (به) له قسمیه تورو څخه دئ. خواجه حافظ شیرازي (۱۳۲۵ــ ۱۳۸۸ع) په هغه غزل کي چي مطلع ئې ( معاشران گره اززلف یاربازکنید+ شبی خوش است بدین وصلتش درازکنید) ده، وایي :
به جان دوست که غم پرده برشماندرد
گـــــــــــراعتمادبرالطاف کارسازکنید
په دې بیت کي (به) قسمیه توری دئ او(به جان دوست) یعني (زمادي په دوست قسم وي). له دوست څخه مراد آنحضرت (ص) دئ. دحافظ دیوان په ځینوچاپوکي دمطلع دوهم نیم بیتی داسي دئ :
” شبی خوش است بدین قصه اش درازکنید”.
په عربي کي (واو) قسمیه توری دئ. پاک خدای (ج) په قرآن عظیم الشان کي فرمایلي دي : وَالعَصرِاِنّ الانسانَ لَفِی خُسرٍ
یعني قسم مي دي په ماځیگر وي چي انسان په تاوان کي دئ.
دپښتو(ږو) قسمیه ویی که له نورو کلموسره راسي، معنائې داده چي په هماغه کلمه باندي قسم اخیستل سوی دئ.خدایږو= په خدای مي دي قسم وي. دپښتوختیځي لهجې ویونکي د(ږ) فونیم په (گ) سره تلفظ کوي اوهمدغه سبب دئ چي ارواښادوزیرمحمدگل خان مومند (۱۸۸۵ ــ ۱۹۷۳ع) په پښتوسیندکي “خدای گو” ثبت کړی دئ. د(ږ) فونیم وینگ چي هرراز وي، پروانه لري خود(خدایږو)لیکلې بڼه باید په (ږ) سره وي ، نه په (گ) سره.
سیدراحت الله زاخیلي (۱۸۸۴ــ ۱۹۶۳ع) په لغات افغاني کي (ږو) لغت راوړی دئ او معنائې ” یه اېک قسمیه لفظ هې” ورته کښلې ده. میا بهادرشاه ظفرکاکاخېل په ظفراللغات کي (ږو) ویی په همدې معنا اخیستی دئ او” کلمه قسم، …” ورته کښلي دي، خودائې هم پرزیاته کړې ده چي اکثره د(گو) په شکل تلفظ کیږي.
په ختیځپوهانوکي ماته په هندوستان کي دزېږېدلي برتانوي طبي افسرهنري والټربیلیو(۱۸۳۴ــ ۱۸۹۲ع)پښتو(پختو)ډیکشنري معلومه ده چي (ږو) ویی ئې دسوگند (By God!) په معناثبت کړی دئ .
د(خدایږو) ویی ماته نوې جوړونه ایسي چي وروسته عامه سوې ده او دلیل مي دادئ چي ترپښتوسیند(چاپ ــ ۱۳۱۶ش = ۱۹۳۷ع) پخوا نوروقاموسوثبت کړی نه دئ.

ملالۍ

په لویدیځه لهجه کي (خودښکه) هم دقسم اوسوگندپروخت کاریږي. “خودښکه که ئې درکم” یعنی قسم دئ چي دربه ئې نه کم .داکلمه د وزیر محمدگل خان په پښتوسیند(چاپ ۱۳۶۱ش)کي تر(خدایگو)وروسته سمدستي د(خدښکه) په شکل راغلې ده، خو دمعناپرځای ئې ورته کښلي ئې دي چي” مردم قندهاربه صورت غلط استعمال کنند. به لغت (خدازده) مرجعت”. خدازده لغت ته ئې کښلي دي چي” دراصل (دخدای زده) بودیعنی خدامیداند، بسبب کثرت استعمال چنین شده. برای اظهارشک واشتباه استعمال میگردد”. له دې توضیح څخه ښکاري چي دپښتوسینددلیکوال په نظر(خدښکه) هم د(شک و اشتباه) له پاره ویل کیږي، خو (خدښکه، خودښکه) ماهیڅوخت د شک اواشتباه له پاره دچاله خولې اورېدلی نه دئ. کله چي دپښتو سیندترخيرېدوڅلورکاله وروسته (لس زره پښتولغتونه) قاموس د ارواښادمحمداعظم ایازي (۱۸۷۸ــ ۱۹۵۷ع)له خواپه کابل کي خپور سو، هورې ئې بې له دې چي دپښتوسیند یادونه وسي، دخودښکه لغت ته ئې دهغه اصلي معنا” کلمه قسم” وکښله. ترلس زره پښتو لغتونه وروسته پښتوـ پښتوتشریحي قاموس هم (خودښکه) لغت راوړی دئ خومعنائې بیاهم ور اړولې ده او” اې خدایه! ،لویه خدایه!” کښلې ده.ارواښادقلندر مومند(۱۹۳۰ــ ۲۰۰۳ع)په خپل مغتنم قاموس (دریاب) کي دخودښکه لغت ثبت کړی دئ اودمعنا په برخه کي ئې دپښتوــ پښتوتشریحي قاموس پرپله پښه ایښې ده او “اې خدایه!، لویه خدایه!” ئې ورته کښلي دي.

د سیدراحت الله زاخیلي لغات افغاني اودمیابهادرشاه ظفرکاکاخېل ظفراللغات (خودښکه) لغت نه دئ ثبت کړی.
د خودښکه لغت د نه عامېدني ژبنۍ سبب دادئ چي د زیاترو پښتو لهجو ویونکي دښین په تلفظ کي ستونزي لري او(خ) ته نزدې یا کټ مټ د(خ) په شان ئې تلفظ کوي. له ښين سره ستونزه هغه وخت لا زیاتیږي چي له (خ) سره په مجاورت کي راسي. ددوو (خ) گانو تلفظ د ځینوپښتنوله پاره ستونزمن دئ. همداسبب دئ چي زموږپه لیکنوکي ان نن ورځ لاهم د(ښخ) ویی کله په همدې شکل، کله د(خښ) په ډول او کله کله د(خخ) په بڼه لیکل کیږي. څوورځي پخوامي په تاندویبپاڼه کي د خوشحال خان خټک یوبیت په دې شکل ولید :
پش تېښه ماته کا، آئینه سازه کا
چې ترتېښې نه ښـــــــــــــه آئينه ده
چي سمه بڼه ئې زمایقین دئ چي داسي ده :
پښ تېشه ماته کا،آئینه سازه کا

د میوند د جنګ د شهیدانو په افتخار څلی:
د میوند کلی د کندهار د ښار د شمال غرب په ۴۵ میلي کی پروت او د میوند په نامه د کندهار د ولایت په ولایتي تشکیلاتو کی یوه لویه ولسوالي هم د میوند په نامه سته چي د ولسوالۍ مرکز یې د کندهار- هرات پر لویه لاره د کشک نخود په ساحه کي موقعیت لری.
کوم وخت چه محمدګل خان مومند (دکندهار ريس تنظیمه) د میوند د جنګ د شهیدانو په یاد د دغه منار او باغ د جوړولو طرح عملي کوله، نو هغه ځائ چه د ده ورسره ملګرو انتخاب کړئ، مځکه یئ د میوند په محمدزو “د فريد ميوندي په کورني” پوره اړه لرله.
د نوموړې پروژې کار په ۱۹۳۲ میلادي کال کی تکمیل سو. د شهیدانو څلی ټوله د میوند د سپین غره د ډبری څخه په ډيره ښایسته هندسی شکل جوړ سوئ دئ. اول د مځګی د سطحي څخه دوه یا درې متره یو لوړ تراس لری چه د څلورو خواؤ څخه ډبرینی ځینې ورختلي دي. او بیا د دغه تراس د منځه څخه یو مخروطي شکله جګ څلی یا منار لوړ ختلئ دئ. ددغه تراس څخه د شااوخوا زراعتي شنو مځکو ، باغو، او د نورو کلیو او دښتو نظاره هم کېدلائ سی. د انارباغ شااوخوا هم یو دېوال را چاپېر سوئ دئ او یوه عمومی د موټر دروازه لری. د څلي و جنوب ته د شهیدانو قبرونه او شمال ته یې د انارو ګڼ باغ دئ.
د فريد ميوندي څخه نوټ

چې ترتېشې نه ښــــــــــــه آئینه دهدلیکني دغه څوډوله والی دښین فونیم له وینگ څخه راپیداسوې ژبنۍ پدیده ده. په (خودښکه) کي هم د(خ) او (ښ) اوازونه په داسي موقعیت کي راغلي دي چي په وینگ کي یو او بل سره تخریشوي، په تېره بیا چي یو بل قریب المخرج توری (کاف) هم څرمه ورسره راغلی دئ.(خودخکه) تلفظ رشتیاهم دځینو لهجو ویونکوته بېخونده او دروندتمامیږي. له دغي بېخوندۍ اودروندوالي سره چي بیاپه پښتو سیند کي دراغلي ” غلط توب” حکم هم یوځای سي، څرگنده خبره ده چي دعامېدلو لار ئې په ټپه ورتړي.
دملالي لنډۍ اوورسره تړلی روایت په اولس کي دمیوندغزاله وخته موجود وو، خود لنډۍ دثبت زمانه ئې اوږدتاریخ نه لري. په لنډۍ کي د (خودښکه) کلمې پرځای د(خدایږو) کلمه هم له ښین فونیم څخه درا پیدا سوو ستونزو له اسیته ځای سوې اوعامه سوې ده. په لنډۍ کي د (خدایږو) کلمې بیادځینوشکاکانوله پاره دشخوندښه پوره مواد برابر کړي دي .

ټپهسیدراحت الله زاخیليظفرکاکاخېلملالۍميوند
نظريات (0)
نظر اضافه کول