تورپېکۍ توريالۍ پښتنه او اڅکزی پېغله وه چي اټکل سل کاله د مخه د کندهار د ختيځ سپين بولدک په [کدني] کي اوسېدل، ددې مېرمني د واده په کال د افغان-انګرېز دريمي جګړې پېښه وسوه، دغه پېښه سل کاله وړاندي په همدې ورځو کي په داسي ډول تر سره سوه چي انګرېزانو په يوه شپېته زریز ځواک سره؛ چي يو لک باروړونکي څاروي ئې مل وه پر تش لاسي افغانستان يرغل وکړ، وېشلي افغانانو ددې فرنګي يرغل داسي تش لاسې مقابله وکړه چي د هغه وخت د انګلستان صدراعظم [ ګلیډ سټون] اړ سو چي متارکه اعلان کړي او دواړه لښکره اماده باش پاته سي.
په هر صورت کله چي په دې يرغل کي انګرېزو قواو د چمن څخه پر سپين بولدک یرغل وکړ، نو د پښتنو له سخت مقاومت سره مخامخ سول، د هغه وخت يو پښتو غاړه وايي:
سبا پر سپين بولدک غزا ده
تر خدای مي جار کړې پښتانه غزا له ځينه!
د طلوع افغان د ۱۳کال په لومړی ګڼه کښي علامه حبيبي ليکي:
په دې يرغل کي چي کله د تورپېکۍ مېړه [ريدي خان] د خپل پلار له پښتونوالي ډکه وينا اروي، د جنګ تياری کوي او تورپېکۍ ته وايي:
زما ګراني! پر خدای دي سپارم، زه ځم خپل پښتني ننګ پر ځای کوم، مګر تورپېکۍ بې اختيار ناره پر کوي چي:
پر سپين ميدان به درسره يم
زه پښتنه له توري نه ترپلم مينه!
دواړه د جګړې ډګر ته ځي، او تور پېکۍ ږغ پر کوي:
تر دې تېرې توري دي جار سم
د غليم ويني بَيوه ګرانه مينه
په وينو رنګ توره دي راوړه
راسه په سرو شونډو بې زه درپاکومه
په جګړه کي د ريدي خان په سرو وينو لړلي حالت کي وايي:
جانان مي سر پر وطن کښېښود!
په تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه!“
له شهادت وروسته دوی دواړه د بولدک د مشهوري غزا په هديره کي ښخ سول، پورته غاړي اوس هم زموږ ودونو کي ښځي له دريې سره وايي..
که څوک بولدک ته ولاړ سي، ددې جګړې د نامتو کسانو هديره په اسانی سره ليدلای سي
د خپلواکۍ په دې جګړه کي د افغانانو په زرګونه دغسي نوم ورکي کسان سته چي يادونه ئې هيڅوخت نه کېږي.