نالوستي لیکونه

د امیر حبیب الله خان د دورې حالات:

امیر حبیب الله خان په ۱۸۷۱ میلادي کال کي، په سمرقند کي وزېږېدی؛ او د ۱۹۰۱ د اکټوبر په میاشت کي، د خپل پلاار امیرعبدالرحمن خان تر وفات وروسته، د هغه له وصیت سره سم، په کابل کي پر تخت کښېناست. امیر عبدالرحمن خان، د خپلو ټولو ښو او بدو صفاتو ترڅنګ، تر هر څه، په استبداد مشهور وو. د هغه د پاچهي په باره کي چي څوک فکر کوي نو تر هر څه مخکي یې د هغه د استبداد د توري دورې کیسې او خبري ور په زړه کیږي. امیر حبیب الله خان، په استبداد او قساوت کي، که له پلار سره یو برابر نه وو، نو تر هغه ډېر کم هم نه وو. البته د امیر عبدالرحمن خان ټوله انرژي د یوه متمرکز نظام او یو موټي افغانستان جوړولو؛ او په دې لاره کي د خپلو ټولو ریښتونو او خیالي مخالفینو له منځه وړلو ته متوجه وه. په داسي حال کي چي حبیب الله خان ته یو نسبتاً جوړ سوی او کرار افغانستان په میراث پاته سوی وو؛ او د خپل پلار د پالیسیو د تعقیبولو تر څنګ یې عصري اصلاحاتو ته هم توجه کوله. عصري تعلیم او تربیې ته یې توجه وکړه. هندي او اروپايي استادان او انجنیيران یې را وبلل. د اخبار چاپولو ته یې توجه وکړه، عصري او اروپايي لباس یې اغوست، او مېرمنو ته یې هم اروپايي لباس جوړاووه او مامورین یې په ارګ کي د بګړیو پر ځای د خولیو پر سرولو ته مجبورول.

امیر حبیب الله خان د خپل پلار په څېر مستبد سړی وو، مګر نه یې د هغه شخصي قوت او جذبه درلوده او نه یې په کورنۍ او له کورنۍ څخه دباندي د خپل پلار شرایط درلودل. په دې اړه زه، زیاتره، د انګرېزانو له هغو لیکونو څخه استفاده کوم چي تر اوسه پوري خپاره سوي نه دي او لا هم په آرشیفونو کي پراته دي. ښايي د افغانستان د تاریخ له شاګردانو او علاقه مندانو سره مرسته وکړي او یا لږترلږه د علاقې وړ یې وګرځي.

امیر عبدالرحمن خان ورور نه درلود او د خپل قدرت دوه دښمنان یې، د میوند فاتح سردارمحمدایوب خان او د افغاني ترکستان حاکم سردار محمداسحق خان، چي دواړه یې د کاکا زامن وه، یو په بل پسې، د تل له پاره، له صحنې وایستل. خو امیر حبیب الله خان څو وروڼه درلودل؛ چي له هغې جملې څخه سردار نصرالله خان هم په قدرت کي ځان شریک باله او هم تر مرګه د امیر حبیب الله خان له نظر او عمل سره مخالف پاته سو. عبدالرحمن خان خپلو زامنو ته اداري چاري ورسپارلي وې، مګر د اطاعت په برخه کي یې د غلامانو په څېر سلوک ورسره کاوه. په داسي حال کي چي د امیر حبیب الله زامنو، په تېره بیا سردار عنایت الله خان او سردار امان الله خان د خپل پلار له مخالفینو سره جرګې مرکې کولې. امیر عبدالرحمن خان مذهبي مشرانو او روحانیونو ته د سر پورته کولو مجال نه ورکاوه؛ مګر حبیب الله خان نه یوازي مذهبي مشرانو ته د مستقلوسیاسي فعالیتونو زمینه برابروله بلکه پخپله یې، یا په ریشتیا او یا په ریا، ارادت او اخلاص ورته ښود؛ او په دې توګه یې، په لوی لاس، د خپل قدرت او سلطنت په مقابل کي یوه زوروره جبهه منځ ته راوړه. د دې تر څنګ لا هم په آزادو قبایلي سیمو کي له جنګونواو هم په داخل کي له قبیلوي جنګونو او مخالفتونو سره مخامخ وو. او په وروستیو پنځو کلونو کي د لومړۍ نړیوالي جګړې له امله د لویو قدرتونو د دسیسو په منځ کي لا هم را ګیر سو. د امیر حبیب الله خان د وخت پر اصلاحاتو او پروګرامونو باندي هم زه په خپلو نورو مضامینو کي ږغېدلی او هم نورو لیکوالانو کافي توجه ورته کړې ده. دلته موږ له موضوع څخه لیري نه ځو او تقریبا یوازي هغو لیکونو او رپوټونو ته توجه کوو چي د دي دورې د حالاتو په معرفي کولو کي مرسته راسره کوي. دلته به د حبیب الله خان او د هغه د پلار امیر عبدالرحمن خان د دورو د مقایسه کولو له پاره دوه درې مثالونه راوړو او بیا به یوازي د حبیب الله خان دورې ته ولاړ سو.

د حبیب الله خان په دوره کي به، کله کله یا ډېر کله، د هغه ورور نصرالله خان په خپل کور کي دربارونه جوړول او کله کله به امیر هیڅ خبر هم نه وو. مګر د امیر عبدالرحمن خان دوره داسي نه وه. د امیر له اجازې پرته، د هغه په کورنۍ کي هیچا د سیاست او حکومتي چارو په باب ښه او بد نه سو ویلای. مثلاً د کندهار نیوز لیټرز د اووم ټوک په ۱۸۰م مخ کي، د ۱۸۹۶ کال د آګسټ د پنځه لسمي نېټې یو رپوټ را اخلو.

“د شنبې په ماښام، سردار حبیب الله خان څلوېښتو محمدزیو ته ماښامنۍ مېلمستیا کړې وه او د ډوډۍ له خوړلو وروسته یې پر مختلفو موضوعاتو باندي بحثونه وکړل. امیر ته د دې موضوع په باب رپوټ رسېدلی وو. هغه خپل زوی سمدستي را وباله . شاآغاسي هغه پر پښو ورته راووست، او دا د سهار دوې بجې وې. کل‍‍ه چي يې هغه په داسي حال کي چي لاسونه یې تر شا تړلي ول، د امیر مخي ته ودراووه نو امیر ورته وویل چي اې نمک حرامه ته اوس غواړې چي پاچهي ونیسې. ته دومره خپل سری سوی یې چي په خپل کور کي مېلمستیاوي جوړوې او غواړې له امیر عبدالرحمن څخه پاچهي تخت لاندي کړې؟ سردار چوپ ولاړ وو، رېږدېدی او ژړل یې. امیر، د سردار له ښکنځلو وروسته، امر وکړ چي بندي یې کړي، خو په دې وخت کي سردار پر مځکه پرېووت. قومندان نعیم خان او شاغاسي هغه د امیر له حضور څخه لیري کړ او د باغ بالا په قصر کي یې په یوه کوټه کي دوه ساعته بندي کړ. د امیر قهر، د ډوډۍ تر خوړلو وروسته، یو څه کرار سو او پوښتنه یې وکړه چي سردار یې بندي کړی دی کنه؟ نعیم خان ورته وویل چي شپه یې په باغ بالا کي بندي کړی وو او نن سهار به یې بندي خانې ته ولېږي. امیر حکم وکړ چي سردار بیرته ورته راولي. کله چي یې سردار ورته راووست نو امیر یو ځل بیا هغه وسکونډۍ او ورته وې ویل چي په اینده کي باید په دغه راز مسایلو کي احتیاط وکړي. سردار په سرو اوښکو کورته ولاړ او درې ورځي د سر د درد په پلمه له کوره راونه ووت. اوس، په منظمه توګه، خپل کارته ځي”

د امیر عبدالرحمن خان له لیکنو، فرمانونو، ویناوو او عمل څخه، په څرګنده ښکاري، چي هغه په قدرت کي هیچا ته د لږترلږه مداخلې اجازه نه ورکوله. هغه د هیواد ټولو اتباعو ته د رعیت په سترګه کتل او له خلکو څخه یې یوازي د اطاعت انتظار درلود؛ او چي په هیواد کي یې څه ښېګڼي موجودي او یا د ده په نظر ښېګڼې ورتلې هغه یې یوازي د خپل شخصي کمال او عقل محصول بللې. بیا هم د هغه کتاب په ۲۰۱ م مخ کي د ۱۹۹۶ یم کال د اکټوبر د اووه لسمي نېټې یو رپوټ را اخلو.

پرون امیر په دربار کي، د خپل کاکا سردار محمدیوسف خان په مخ کي وویل چي د خدای شکر دی چي نن سبا د هغو شتمنيو، مقام او پوځونو په زور چي زما په برخه دی، زما د هیواد خلک څومره ښې ورځي شپې تېروي. تاسي د مخکنیو پاچاهانو په دورو کي داسي شیان اورېدلي وه؟ ما څومره زحمتونه وګالل؟ زه ټول کارونه پخپله کوم. نه وزیر لرم او نه لوړ مقامات، چي زما سره په کار کي مرسته وکړي. تاسي بل داسي پاچا لیدلی دی؟ سردار ورته وویل چي ستا ټولي خبري سمي دي مګر خلک ډېر پرېشانه دی. دا چي ولي خپه دي علت یې نه معلومیږي. امیر یو څو ثانیې چوپ وو او وروسته یې وویل. زه د هغو غلاوو، فحاشیو، قتلونو او بدو عملونو ريښې کاږم چي د پخوانیو پاچاهانو په وختونو کي عام ول. دغه علت دی چي خلک خوابدي دي. سردار ومسل او وې ویل ښايي دغسي به وي. د سردار موسکا او جواب امیر په غوسه کړ او په ډېر قار یې ورته وویل سمدستي له درباره ووزه او کنه زه به دروښیم چي تا ولي ومسل او خلک ولي خوابدي دي. سردار هم سمدستي له درباره ووت او خپل کورته ولاړ”

په داسي حال کي، چي د حبیب الله خان په سلطنت کي د هغه ورورسردار نصرالله خان، د نایب السلطنته په حیث، که د هغه سم نیمايي قدرت نه درلود نو لږ ترلږه په قدرت کي ورسره شریک وو. هغه له امیر سره د عقایدو ډېر زیات اختلاف درلود او امیر نه سو کولای چي ټول کارونه پر خپل سر او د سردار له خوښي پرته په خپله اراده پر مخ بوزي.

امیر عبدالرحمن خان د خپلو نیژدې او لیري تربرونو، چي یو څه خطر یې ورڅخه احساساووه، تر وژلو، ځپلو او له ملکه د شړلو ترڅنګ د مذهبي مشرانو او روحانیونو نفوذ ته، چي خطر یې ورڅخه لیدی، ډېر سخت متوجه وو. هغه ټول مذهبي مشران او روحانیون په خپل کنټرول کي ساتل او د مُلایانو او د جوماتونو د امامانو څخه یې، چي کلونه یې له حکومت څخه میاشتنۍ او کلنۍ تنخواوي ترلاسه کړي وې، وغوښتل چي که تنخواوي او وظیفې غواړي نو باید چي یو ځل ټاکلي دیني آزمویني تېري کړي. پر دې امر باندي که مُلایانو هر څه اعتراضونه وکړل امیر د هیچا خبره ونه منله. په خپله سوانح عمري( تاج التواریخ) کي لیکي چي ملاعبدالرحیم یې، چي د ده د کفر فتوا یې صادره کړې وه، او په خرقه شریفه ننوتلی وو، د خرقې شریفي په بست کي دننه، په خپل لاس وواژه.

امیر عبدالرحمن خان د مُلا مشک عالم په څېر مشهور دیني عالم، روحاني شخصیت او د انګرېزانو پر ضد د مشهور مجاهد د نفوذ پروا ونه کړه او د هغه پر ضد یې له پوځي قوې څخه کار واخیست. د هډې ملاصاحب ته یې، چي په لس ګونو زره مریدان یې درلودل او تر مرګه یې د انګرېزانو پر ضد له جهاد څخه لاس وانه خیست، د آزاد فعالیت اجازه نه ورکوله او حتی مځکه یې داسي پرتنګه کړې وه چي هغه د انګرېزانو او د امیر د مخبرانو د لاسه دوې شپې په یوه ځای کي نه سوای تېرولای. مګر حبیب الله خان حضرتانو او اخوندزاده ګانو ته د وسله والو مریدانو د ساتلو او د آزادو قبایلو له مجاهدینو سره د مالي او پوځي ملاتړ، چي وروسته به ورباندي وږغېږو، اجازه ورکړې وه.

 د امیر حبیب الله خان په زمانه کي هم پیران او هم مُلایان، تر یوې اندازې پوري، د مرکزي حکومت له کنټروله وتلي ول او کله کله به یې د امیر پر ضد د عام تبلیغ کولو جرأت کاوه. په کندهار کي د برټانیې رپوټ لیکونکی د کندهار نیوز لیټرز په لسم ټوک کي، د ۱۹۰۳ کال د اکټوبر پر اتمه لیکي” د ارغنداو د سرده د کلي اوسېدونکي ملا عبدالرووف د جمعې د ورځي په خطبه کي وویل چي ټول هغه مسلمانان چي له انګرېزانو څخه پیسې اخلي کافران دي. په مجلس کي ځینو حاضرو طالبانو او قاضي امرالله له مُلا څخه پوښتنه وکړه چي د افغانستان امیر خو هم د برټانیې له حکومت څخه پیسې ترلاسه کوي. هغه هم په دې کتار کي راځي کنه. مُلا وویل چي هغه هم کافر دی. والي ته اطلاع ورسېده. مُلا یې بندي کړ، امیر ته یې رپوټ ورکړ او د هغه امر ته انتظار باسي”

د همدغه کتاب د اووم ټوک په ۵۱۵ لمبر رپوټ کي د امیر عبدالرحمن خان د عسکري خدمت د هشت نفري سسټم په باره کي یو ځای راغلي دي “امیر د کوهدامن ټول ملکان، چي تقریبا درې سوه تنه کېدل، را وبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل چي له خپلو کلیو څخه پر هرو اتو تنو باندي یو سړی د عسکري خدمت له پاره حاضر کړي او هیڅ معطلي ونه کړي. له دریو سوو تنو ملکانو څخه دوو تنو یې وویل چي د کوهدامن خلک ‌ډېر غریبان دي او د عسکري خدمت له پاره پیسې نه سي برابرولای. امیر دا خبره د هغوی نافرماني وبلله او دواړه یې بندیان کړل. امیر له نورو ملکانو څخه پوښتنه وکړه چي که څوک کوم عذر لري ودي وايي. ټولو وویل چي دوی هیڅ عذر نه لري او د عسکري خدمت له پاره به سړي برابر کړي.دوی ټول رخصت سول”

خو له دې پيښي څخه یوولس کاله وروسته، د همدغه عسکري خدمت له پاره، د کندهار او شاخوا سیمو خلک د امیر امر نه مني. د همدغه کتاب د لسم ټوک په ۱۷۴ پاڼه کي د ۱۹۰۵ کال د اګسټ پر اتمه رپوټ کي راغلي دي “د کندهار والي، د امیر له حکم سره سم، د آګسټ پر لومړۍ نېټه د کندهار مشران ور وبلل او ږغ یې ورباندي وکړ چي خپل سړي د عسکري خدمت له پاره برابر کړي. ټولو په یوه خوله د والي غوښتنه رد کړه او والي ځیني مشران بندیان کړل. دوکانونه وتړل سول او څو تنه تاجران په خرقه شریفه ننوتل. محمدزیو او بارکزیو موافقه کړې ده چي خپل زامن د امیر د غلام بچه ګانو په حیث ولیږي. د دهلې، ګرشک او پشت رود ملکانو هم د کندهار له نورو مشرانو سره خپل ږغ یو کړی دی؛ خو امیر ته یې عریضه لېږلې او په هغې کي یې لیکلي دي چي که یې غزا ته لیږي نو دوی خدمت ته حاضر دي”

 

د وسلو قاچاق:

د امیر حبیب الله خان په زمانه کي د وسلو قاچاق دونه زور اخیستی وو، چي حتی په کابل کي یې کاروانونه تېرېدل او مقاماتو هم څه نه ورته ویل. د خلکو لاسونو ته، په دومره زیات شمېر، د رنګارنګ وسلو لوېدلو د امیر قدرت او سلطې ته ځکه تاوان رساووه چي هم په آزادو قبایلي سیمو کي د انګرېزانو پر ضد پر له پسې ښورښونه روان ول او هم په داخل کي، د هیواد په تقریبا ټولو اطرافي علاقو کي ناکراری رواني وې. دا هغه پدیده وه چي د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کي یې چنداني تصور نه سو کېدلای. د همدغه کتاب د اووم ټوک په ۱۸۱م مخ کي د آګسټ د میاشتي د یوولسمي په رپوټ کي راغلي دي”.

د کندهار یوه خان فضل االله امیر عبدالرحمن خان ته شل روسي طلاکار توپکونه په سوغات کي راوړل. کله چي امیر پوښتنه ورڅخه وکړه چي دا توپکونه یې څرنګه لاس ته ورغلي دي، هغه په جواب کي ورته وویل چي په پیسو یې اخیستي دي. امیر پر هغه سړي باندي بد ګومانه سو او داسي ګومان یې وکړ چي هغه به د روسانو سره اړېکي لري. هغه یې رخصت کړ او ورته وې ویل چي په چنداول کي به اوسېږي. او کله چي هغه له درباره ووت نو امیر کوټوال ته امر وکړ چي پټ یې بندي کړي. کوټوال هغه سړی، د امیر د امر سره سم، په هغه شپه بندي کړ”

امیر عبدالرحمن هیچا ته د توپک او توپنچو ساتلو اجازه نه ورکوله او د هغه په زمانه کي د وسلو قاچاق، د ستونزي په حیث، مطرح نه وو. د وسلو قاچاق د امیر حبیب الله خان په زمانه کي ځکه یو ډول زور واخیست چي د افغانستان په هره سیمه، آزادو پښتني قبایلي سیمو او د آمو د سیند پر پوري غاړه یې ډېر زیات خریداران درلودل. دا وسلې د بلجیم د انتورپ Antwerp له ښار څخه په بېړیو کي د عُمان بندر ته وړلي کېدلې او د عمان له بندر څخه د فارس د خلیج له لاري، په دښتونو او غرنیو سیمو کي، د منظمو او ډېرو زیاتو وسله والو سړیو په بدرګه، افغانستان، آزادو قبایلو، ترکمنستان اوزبکستان او نورو سیمو ته ورتللې. عُمان پخپله دېرش زره میله مربع ساحه وه او د دونه پراخي مستقلي سیمي، چي په خپلو چارو کي یې د چا مداخلې ته هم اجازه نه ورکوله، کنټرول اسانه کار نه وو. د عُمان له بندر څخه تر افغانستان پوري پر بېلو بېلو لارو باندي د لویو قومي او قبایلي مشرانو مستحکمي قلاوي وې چي په هره یوه کي یې وسله وال خطرناک سړي اوسېدل، او د زیاتو پیسو په بدل کي یې د وسلو د قاچاقبرانو ساتنه کوله. که څه هم چي د دې وسلو یوه برخه هم انګرېزانو او د ايران مقاماتو را ګرځوله خو ډېره زیاته برخه یې بیا هم افغانستان ته داخلېدله او کله چي به دا وسلې د افغانستان خاوري ته ننوتلې بیا نو د قاچاقبرانو او د وسلو د کاروباریانو له پاره هري سیمي ته رسول اسانه کار وو. که څه هم چي د وسلو دې کاروانونو د افغانسنتان وضع بې ثباته کوله خو تر ټولو لویه ستونزه یې برټانیې ته پېښه کړې وه. د برټانوي هند مقامات په دې حقیقت پوهېدل چي، په بشبړه توګه، د وسلو د قاچاقبرانو او کاروانونو مخه نه سي نیولای نو کوښښ یې کاوه چي تر څو وس یې رسیږي په هغه اندازه یې کنټرول کړي. انګرېزانو ته یوه لا بله ستونزه د پښتنو شته من کېدلو پېښه کړې وه چي د هند په خاوره کي یې د تجارت او کاروبار له لاري ښې ډيري پیسې پیدا کړي وې او پخپله یې د وسلو کارو بار ته لاس اچولی وو. نور دا هغه پښتانه نه وه چي د ډيرو لږو پيسو په بدل کي به یې ځانونه لویو خطرونو ته ورکول او یا به یې یوازي د انګرېزانو له چوڼیو څخه په تښتول سویو وسلو له هغوی سره جنګونه کول. اوس یې کله کله، د وسلو د دغه کاروبار او قاچاق له لاري، داسي عصري توپکونه او مهمات ترلاسه کول چي له انګرېزي وسلو سره به یې بشپړه سیالي کوله([1]).

د دې وسلو یو لوی مرکز پخپله د کابل ښار وو او د کابل د حکومت تر سترګو لاندي په کاروانسرایونو کي وسلې خرڅېدلې او تبادله کېدلې. په کابل کي د انګرېزانو د حکومت استازی، چي د دې مضمون تقریبا ټول رپوټونه د هغه په حواله دي، فقیر سید افتخارالدین د ۱۹۰۸ م کال د سپټمبر پر شپاړسمه په خپل رپوټ کي لیکي چي  د اپرېدیو او د تېرا د اوسېدونکو یوه بله دوه سوه څلوېښت کسیزه ډله کابل ته را ورسېده. د دوی ملکان نور خان، احمدعلي او یعقوب نومیږي. له دوی سره د نورالله په نوم یو ملا ملګری دی. له دغي ډلي سره درې سوه توپک او مهمات ورسره دي. میرصاحب جان او ملګرو یې نور توپک هم واخیستل. د انګرېزانو استازی وروسته لیکي”حکومت د وسلو او مهماتو پر قاچاقبرانو باندي هیڅ ډول محدودیتونه نه وضع کوي. له دوی څخه نه د وسلو د واردولو او نه صادرولو په وخت کي مالیه اخیستله کیږي. د امیر رعیت، د هغه له غوښتني سره سم، ښه په وسلو سمبال دي. کله چي خلک، د وسلو او مهماتو په تجارت کي، د افغانستان د حکومت اسانتیاوي ویني نو د افغانستان له هري لوري او د سرحدي سیمو څخه د کابل خوا ته توجه کوي. د کابل په بازارونو کي دغه ګړی په زرهاوو توپک خرڅيږي او داسي ښکاري چي دوی غواړي د برټانیې د حکومت د تېري او یا د برټانیې پر حکومت باندي د یرغل په صورت کي کار ورڅخه واخلي. سړی دا هم ویلای سي چي بېل بېل قبایل له یوه بل سره دښمنۍ لري او غواړي چي د یوه بل پر ضد ځانونه په وسلو سمبال کړي. مګر اصلي هدف یې له انګرېزانو سره جګړه ده”

د اميرحبيب الله خان ترعصره لا فيلان ساتل کيده او توپونه به یی پر وړل .

د انګرېزانو استازی د آګسټ د نهه ویشتمي په رپوټ کي لیکي چي عبدالله خان شلګري له مسقط څخه اته لس سوه توپک را بار کړي وه. برټانوی سمندري ګزمې نهه سوه توپک ورڅخه ونیول او باقي پاته نهه سوه یې کابل ته را ورسول.

د برټانیې همدغه استازی د همدغه کال د نومبر پر یوولسمه رپوټ ورکوي چي جلال خان شپږ سوه توپک او دادشیر دوه سوه توپک کابل ته د خرڅلاو له پاره راوړي دي. د وسلو دا شمېر به کله کله دونه زیات سو چي سړی نه پوهېږي د عُمان له بندر څخه تر کابل پوري، د انګرېزانو د پوځیانو او سمندري ګزمو له دومره زیاتو خنډونو سره سره څرنګه تر کابل پوري رسېدلي دي. کله چي سړی د کابل تر بازارونو پوري د رسېدلو وسلو شمېر ته ګوري نو د دې خطرناک تجارت او قاچاق د اصلي حجم په باره کي سم اټکل کولای سي. د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ کال د ډسمبر د شپاړسمي په رپوټ کي لیکي”دوه اوښه، چي ۱۶۰ توپک ورباندي بار وه، تېره هفته، د خرڅلاو دپاره را ورسېدل. مالکان یې وايي چي شپاړس په وسلو بار اوښان یې د غزني حاکم را ګرځولي دي. دوی وايي چي له هغه سره دعوه به ژر فیصله سي او وسلې به د پسرلي په موسم کي کابل ته ورسیږي” که پر هر اوښ باندي اتیا توپک بار وي نو په دې توګه د شپاړسو اوښانو بار ۱۲۸۰ توپک کيږي. او د استازي له خبرو او رپوټونو څخه ښکاري چي دا تجارت همداسي روان وو. د وسلو دې تجارت او قاچاق د دوهمي نړۍ والي جګړۍ تر پایه پوري دوام وکړ او د انګرېزي استعمار او په وروسته کي د پنجاب د واکمن حکومت پر ضد مشهور مجاهد او مبارز ایپي فقیر یوه اندازه وسلې له دغي لاري تر لاسه کولې.

د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸م کال د اکټوبر د اوومي په رپوټ کي لیکي”اته تنه زخه خېل نن د وسلو د رانیولو په حال کي ولیده سوه. له هغوی څخه د یوه نوم علاءالدین دی. د سپټمر پر نهه ویشتمه لوهاني سوداګرو پنځه سوه نور توپک، د خرڅلاو له پاره، بازار ته راوړل. د وسلو ځیني خرڅوونکي وايي چي دوی به اوس دیره اسمعیل خان ته ځي او هلته به څو میاشتي پاتیږي. له هغه ځایه به سکر ته ځي او هلته به شالونه پلوري. دوی به د اپرېل په میاشت کي کراچي ته ورسیږي او له هغه ځایه به بیرته خپل هغه ځای ته چي وسلې ورڅخه راوړي روانیږي. دوی وايي چي دا ځل یې ځکه ډېر تاوان وکړ چي د برټانیې حکومت ډېري زیاتي وسلې ورڅخه ونیولې”

په دې ترڅ کي به کله کله عجیب او غریب عملیات کېدل. پښتانه به په ځانونو خبر نه ول او د انګرېزانو استازي به د ملګرو یا ترجمانانو په حیث ورسره روان سول. مخکي له هغه چي دوی په عملیاتو پیل وکړي، د نقشو رپوټونه به یې د انګرېزانو پوځ ته رسیدلي ول. د انګرېزانو استازی په همدغه رپوټ کي لیکي”یو څوتنو د خیبر اوسېدونکو، چي زما یو دوست هم ورسره ملګری وو، له یوه ترکي انجنیير سره، چي د باروتو په جوړولو کي ماهر دی او پوهېږي چي بمب څرنګه جوړ کړي وکتل . دوی له هغه څخه وغوښتل چي د بمونو د جوړولو طریقه ورته وښيي او د موادو پیسې به یې ورته تادیه کړي. تر هغه وخته پوري چي د خیبر دغه اوسېدونکي په کابل کي ول، دوه درې ځله یې له ترکي انجنیير سره وکتل. که دوی د بمونو په جوړولو کي بریالي سي نو د دوی لومړی هدف به د ( سرجورج) روس کيپل یا جلالتمآب لارډ کیچنر وژل وي

 

د امیر حبیب الله خان او نصرالله خان اړېکي:

په هغه اندازه چي امیر حبیب الله خان د هیواد د عصري کولو او عصري اصلاحاتو طرفدار وو په هغه اندازه یې ورور سردار نصرالله خان مذهبي سړی وو؛ د پیرانو او حضرتانو تر اغېزې لاندي وو او تقریبا یوازینی هدف یې له انګرېزانو سره جګړه کول او د سیمي څخه شړل ګرځولی وو. سردار نصرالله خان پوهېدی چي انګرېزان، په افغانستان کي تر بل هر چا، د امیر حبیب الله خان ملاتړ کوي او چي تر څو له هغه سره د انګرېزانو ملاتړ ملګری وي د ده له پاره به د قدرت نیول ګران څه چي غیر ممکن وي. د سردار له پاره د قدرت د نیولو یوازینۍ لاره د انګرېزانو پر ضد د جهاد اعلانول او د خپل قدرت له پاره د لاري هوارول وه. د ده په فکر، امیر حبیب الله خان کولای سوای چي قدرت، د خپل پلار په څېر، یوازي په خپل لاس کي ونیسي؛ او بالاخره یې خپلو زامنو ته وسپاري. سردار نصرالله خان خپله چاړه په اوبو کي لیده؛ ځکه یې تر مرګه له خپل ورور سره جوړه ونه کړه.

د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸م کال د ډسمبر پر نهمه رپوټ کي لیکي:

”سردار عنایت الله خان د هغو وظایفو په سرته رسولو کي چي امیر تازه ورسپارلي دي خپل لیاقت ښيي. دی سخت کار کوي او له کار سره ډېره علاقه نیسي. ده ته د ټول افغانستان د ملکي او نظامي چارو اداره سپارله سوې ده. امیر حبیب الله خان امر کړی دی چي د سردار عنایت الله خان پر کور باندي بیرغ ودرول سي. سردار نصرالله خان یوازي خارجي چاري پرمخ بیايي او د هغه پر کور هم بیرغ رپیږي. د تیرو دوو میاشتو راهیسي، امیر او سردار نصرالله خان خپل وخت په سات تېري مصرفوي. امیر هغه له ځانه څخه نه جلا کوي؛ او د پخوا په خلاف یې زیاتره وختونه له ځان سره ساتي. په دې توګه سردار عنایت الله خان ته د دې فرصت ورکوي چي په دولتي چار کي نور هم خپل نفوذ زیات کړي

د انګرېزانو استازی د همدې میاشتي پر شپاړسمه په خپل یوه بل رپوټ کي لیکي”سردار عنایت الله خان ته ورځ تر بلي د امیر توجه زیاتیږي. امیر پخوا هغه ته هیڅ وخت دونه قدر نه وو ورکړی چي په بګۍ کي یې له خپل څنګ سره کښېنولی وای. په تېره هفته کي دوه ځله لیده سوي دي چي هغه په بګۍ کي د خپل پلار له څنګه سره ناست وي. سردار عنایت الله خان، په ډېره هوښیاری سره، د خپلي میرې، علیاحضرتي توجه ور اړوي؛ او داسي ښکاري چي له هغه اړخه د ده پرمختګ ته کوم خطر متوجه نه دی

له دې رپوټونو او نورو تفصیلاتو څخه په څرګنده معلومیږي چي سردار نصرالله خان په خپلو اندېښنو کي پر حقه وو او باید چي په یوه چاره پسي یې کتلي وای.

د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸م کال د سپټمبر پر دوهمه په خپل رپوټ کي لیکي”د ورځپاڼو دا رپوټونه چي په کابل کي د یوه ښکاره بغاوت په باره کي خپاره سوي دي ټول بې اساسه دي. په اوس حالت کي سیاسي وضع دونه پېچلې ده چي سړی په یقین سره نه سي ویلای چي وروسته به څه پېښه سي.

کله چي زه، په عامو محفلونو کي، سردارنصرالله خان او امیر، یو ځای سره، وینم؛ نو دا چنداني نه سم منلای چي هغه سردار چي زه یې په سترګو وینم او هغه سردار چي زه یې په باره کي دونه زیات شیان اورم یو سړی دی. دی د امیر دونه اطاعت او درناوی کوي چي حد نه لري او پرته له دې چي له ځان سره دي لږغوندي سلا وکړي د هغه ټول اوامر مني او عملي کوي. امیر هم سردار ته ډېره توجه کوي او د هغه له توجه څخه ګرانښت او اعتماد څرګندیږي. مګر دا فقط، د خلکو د تېرایستلو له پاره، ظاهري کارونه دي. د کابل اکثریت خلک په دې عقیده دي چي امیر په باطن کي له سردار څخه بېریږي او د هغه د غوښتنو منلو ته مجبور دی؛ او سردار چي هم د امیر دغه ظاهري احترام او اطاعت کوي مطلب یې یوازي د اذهانو تېرایستل دي. په حقیقت کي دی خپل کار کوي او خپل ورور امیر ته وفاداري نه لري.

د قدرت او صلاحیت په برخه کي زه یوازي دونه ویلای سم چي تر څو امیر د هیواد پاچا وي نو د هر څه قدرت ورسره دی. سردار د هغه نایب دی او تر هغه رالاندي قدرت او صلاحیت لري. مګر د نایب د صلاحیت ترڅنګ یې د ملایانو چمونو ته ملا تړلې ده او په دې توګه یې ډېر زیات قدرت تر لاسه کړی دی. هغه د نورو مذهبونو په مقابل کي د نفرت او تعصب په ښودلو سره خلک د ځان طرفدار کړي دي. تر هغو چي دغه حالات وي نو ژر یا وروسته د یوه انفجار انتظار ایستل کېدلای سي. مګر خبري دونه خرابي نه دي چي چا ته دي په نیژدې راتلونکي کي د حالاتو د ډېرو خرابېدلو اندېښنه ورپیدا کړي؛ دا البته په دې شرط چي دا سي فوق العاده شی پېښ نه سي چي حالاتو ته آني تغیير ورکړي”

امیر حبیب الله خان پوهېدی چي هم د خپلو اصلاحاتو د پروګرام د عملي کولو، هم د تخت او تاج د ساتلو او هم د ژوندانه د عیش او عشرت او سات تېریو له پاره د انګرېزانو مرستي ته اړ دی او تر څنګ یې، په هماغه اندازه د پیرانو او مُلایانو ملاتړ ته ضرورت لري او که کله نا کله له هغوی سره سر ونه ښوروي هغوی کولای سي چي له تخته یې وپرزوي او یا لږترلږه ډېري ستونزي ورته پیدا کړي. خو د هغه که د انګرېزانو سره مخالفت په وس پوره نه وو نو له مُلایانو او پیرانو سره یې هم ډغري نه وهلې. امیر تر ډېره وخته پوري هم پر مېخ او هم پر نال وهلو پالیسي غوره کړې وه. کله چي به په آزادو قبایلو کي د جنګونو له زور اخیستلو سره په افغانستان کي د جهاد او غزا نارې پورته سوې نو دی به د حضرتانو او اخوندانو ملګری سو او کله چي به پښتنو په جنګونو کي ماتي وکړې او تلفات به یې ولیدل نو امیر به هم د جهاد څخه لاس واخیست او حتي پر ضد به یې ودرېدی.

د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸م کال د مې د یوویشتمي په رپوټ کي لیکي”سردار نصرالله خان، په دې وروستیو شپو ورځو کي، د تګاو یوه مُلا ته، چي په ملاصاحب مشهور دی، څلور زره روپۍ ورکړي دي چي له غازیانو سره مرسته وکړي. دا مُلا په تګاو کي ډېر نفوذ لري او امیر د کاله یوزر پنځه سوه روپۍ او څو خرواره غله ورکوي.

سردار نصرالله خان امیر ته پټه مشوره ورکړې وه چي په سر حد کي له غازیانو سره د مرستي له پاره یوه ټولۍ پیاده او یوه ټولۍ سپاره عسکر واستوي. امیر د سردار نصرالله خبره ونه منله مګر دونه یې ورته وویل چي که افغانان غواړي چي په جنګ کي برخه واخلي دی به یې راونه ګرځوي؛ مګر عسکر به ځکه د جنګ له پاره سرحد ته ونه لېږي چي له برټانیې سره یې تړون کړی دی چي نه به برټانیه د افغانستان د حکومت پر ضد جنګ پیل کوي او نه به د افغانستان حکومت د جنګ ابتکار اخلي. خو سردار د غازیانو سره پر مرستي باندي ډېر زیات ټینګار کوي او له هغوی سره د ډېرو پټو لارو مرستي کوي. په یوه کال کي، د سردار د لیدلو له پاره، ډېري زیاتي قومي جرګې راغلي دي. سردار د هغوی ډېر درناوی کړی دی. سردار دغه راز له ډېرو زیاتو ملایانو سره پرله پسې او پټي غونډي کړي دي

د برټانيې استازی د ۱۹۰۸م کال د مې د اته لسمي په رپوټ کي لیکي”د ماسی صاحبزاده چي په مازون مشهور دی او ډېر زیات نفوذ او مریدان لري د مې پر دریمه کابل ته را ورسېدی. امیر په هغه ورځ د توپکو په تمریناتو بوخت وو. کله چي امیر ته د صاحبزاده د راتللو رپوټ ورکړه سو نو هغه په سبا په ارګ کي خبرو ته بلنه ورکړه. په خبرو کي سردار نصرالله خان او څو تنه نور درباریان حاضر ول. امیر، د مې پر پنځمه، صاحبزاده ته شپاړس توپک او دوولس سوه روپۍ ورکړې او هغه هم سمدستي له دوولسو سوو غازیانو سره د پېښور د سرحد پر لور جنګ ته روان سو. د تګاو د سپه سالار ورور محمدیار له امیر څخه تر اجازې اخیستلو وروسته له څلورو سوو جنګیاليو سره جنګ ته روان سو. د بتخاک یو مشهور مُلا، چي له امیر څخه د کاله څو سوه روپۍاخلي، له شپږو سوو جنګیالیو سره جنګ ته روان سو. هغه یو لیک امیر او سردارنصرالله خان او بل یې خپل کورته لېږلی او په هغو کي یې لیکلي وه چي د شبقدر ښار یې نیولی او سوځولی دی او ډېر ژر به پېښور ونیسي. د دښمن په سل هاوو عسکر یې وژلي دي او خلکو ته چي دا رپوټونه رسیږي نو له خوشالیه په جامو کي نه ځایيږي.

د کوهستان خلکو هم د سرحد پر لور حرکت کړی دی. د کوهستان درې اخوندزاده ګان د مې پر دوهمه او دوه نور یې د مې پر پنځمه کابل ته راغلل. دوی له سردار نصرالله خان سره وکتل او هغه پرشا وټکول. دغه اخوندزاده ګان د سل هاوو جنګیایلو په ملتیا جنګ ته روان سوي دي.

کله چي یو مُلا یا نور کسان امیر ته ورځي او له هغه سره په جهاد کي د برخي اخیستلو اجازه اخلي نو امیر عموما ورته وايي چي زه چاته په جنګ کي د برخي اخیستلو هدایت نه کوي مګر څوک راګرځوم هم نه او هر څوک د خپلي خوښي اختیار لري. امیر معمولا خپلي خبري په دې وینا سره پای ته رسوي چي ځی پر خدای مي سپارلي یاست.

ډېرو پوځیانو هم له امیر څخه په جنګ کي د برخي اخیستلو غوښتنه کړې ده او امیر ټولو ته دغه یو جواب ورکړی دی. مګر امیر پوځیانو ته ویلي دي چي که په جنګ کي برخه اخلي نو په عسکري یونیفورم کي به نه ځي خو توپک ورسره اخیستلای سي.

په ډکه کي عسکري قومندان ته هدایت ورکړه سوی دی چي داسي آوازه ګډه کړي چي امیر هغه ته امر کړی دی چي هیڅوک نه سي کولای له اجازې پرته په جنګ کي برخه واخلي. قومندان ته پټ ویل سوي دي چي هیڅوک په جنګ کي له برخی اخیستلو څخه راونه ګرځوي

د انګرېزانو سره د جهاد کولو په مسئله کي د امیر دې شوق او تودوخي تر ډېره وخته دوام ونه کړ او هغه ډېر ژر د جهاد پر ضد داسي اقدامات پیل کړل چي بیا، تر ډېره وخته پوري، چا د انګرېزانو پر ضد د غزا او جهاد نوم اخیستلای نه سو. د انګرېزانو استازی، د خپلو ورځنیو یاداشتونو په سلسله کي، د ۱۹۰۸م کال د مې پر اته لسمه په خپل رپوټ کي لیکي”د مې له دوهمي څخه د مې تر شپږمي پوري، په ارګ کي د مشورتي شورا په غونډو کي ډګروالانو، قوماندانانو، جنرالانو، سردارانو او د تورن له رتبې پورته مخورینو او مهمو کسانو برخه درلوده. په دې غونډو کي اعتمادالدوله عبدالقدوس خان، مستوفی الممالک محمدحسین خان، ایشک اغاسي او نور مهم کسان شامل ول. ( دا مهمه ده چي په رپوټ کي د سردار نصرالله خان نوم نه دی راغلی ج) د غونډي جریانات په مطلقه توګه محرم وه او هیڅ یوه خبره یې دباندي ونه وتله. امیر امر کړی وو چي د غونډي یکي یوه خبره باید دباندي ونه ایستل سي. د مې پر شپږمه د ماپښين پر څلور بجې چي غونډي پای ته ورسېدلې، د کابل مهمو کسانو ته اوامر صادر سول چي د ټولو سیمو د هغو کسانو لیستونه برابر کړي چي د انګرېزانو سره د غزا په نیت له ښاره وتلي دي. دغه راز ټولو هغو کسانو ته چي سرحد ته یې د تللو خیال درلود، امر سوی دی چي د امیر په مخ کي حاضر کړل سي څو په توقیف کي وساتل سي. دغه راز رپوټ ورکړه سوی دی چي د دغی مشورتي شورا غونډي به د امیر په غیاب کي هم دوام کوي… له دې نېټې څخه وروسته هیڅوک د غزا په نیت، له ښاره نه دي وتلي… امیر د موسیي د صاحبزاده، چي له اوو سوو تنو سره له کابل څخه وتلی او د جهاد له پاره یې سړي او پیسې جمع کولې، د نیولو حکم وکړ. رپوټ وايي چي صاحبزاده راوستل سوی دی؛ خو امیر ته نه دی پېش سوی او په بندیخانه کي ناست دی

د انګرېزانو د استازي د مې د دیرویشتمي له رپوټ څخه په څرګنده ښکاري چي امیر د انګرېزانو پر ضد د جهاد او غزا په برخه کي خپل دریځ د مستوفی محمدحسین خان له هغه رپوټ څخه وروسته بدل کړ چي د مشورتي شورا په غونډو کي یې وړاندي کړی او ویلي یې وه “… برټانیې تر اوسه پوري د غازیانو له لاسه دونه تلفات نه دي لیدلي چي هغوی دي وارخطا کړي. د سرحد څخه راغلي رپوټونه فقط دونه وايي چي ډېر زیات شمير غازیان له جنګیالیو سره یو ځای سوي او نور هم پر لاري دي. د بتخاک د ملا دا رپوټ چي وايي برټانيې ته ډېر درانه تلفات اوښتي دي، بالکل دروغ ثابت سوي دي. د غازیانو مواد او منابع، حتی د عملیاتو په پیل کي، دونه لږ دي چي دوې ډوډۍ په یوه روپي نه پیدا کیږي. که د غازیانو شمېر نور هم زیات سي نو دا خبره یقیني ده چي دوی به له لوږي مړه سي. په مقابل کي د غازیانو دښمنان دونه قوت او منابع لري چي هیڅ وخت به له کمبود سره مخامخ نه سي؛ او کولای سي چي جنګ ته څو کاله دوام ورکړي. امیر، د دې رپوټ په اورېدلو، ډېر خوشاله سو او له هغه سره یې خپل بشپړ توافق وښود. یوه ورځ وروسته پر دې رپوټ باندي بیا، د دووساعتونو له پاره، بحث وسو. مشورتي شورا، د رایو په اتفاق، د محمدحسین خان له رپوټ سره موافقه وکړه؛ او غونډي په هماغه ورځ پای ته ورسېدې

په زړه پوري خبره دا ده چي د مشورتي شورا له پای ته رسېدلو او د، جهاد او غزا پر ضد، د امیر له دونه سختو او قاطع اوامرو سره سره هم ځینو عالي رتبه مامورینو سرغړونه کوله او له غازیانو سره یې مرستو ته دوام ورکاوه. سردار نصرالله خان، چي د خپل لوړ مقام او صلاحیت سره سره یې د مشورتي شورا په دونه مهمو غونډو کي برخه نه درلوده او یا برخه نه وه ورکړه سوې، تر پایه د غازیانو له ملاتړ څخه لاس وانه خیست. او د هغه یو طرفدار او ملګري ناظرمحمدصفرخان، چي امین اطلاعات یا د هغه وخت د استخباراتو ریيس وو، له غازیانو سره پټي مرستي کولې. د انګرېزانو استازی په همدغه رپوټ کي وايي چي:

 “ناظرمحمدصفرخان غازیانو ته دوه سوه توپکونه ورکړل. امیر خبر سو او ناظر یې ځکه بندي کړ چي د امیر له مر څخه یې سرغړونه کړې وه

البته محمدصفرخان، له سردارنصرالله خان سره د نیژدې اړېکو لرلو له برکته، بیرته خوشي سو او یو څه وخت وروسته د بدخشان والي سو. په داسي حال کي چي د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کي نه چا د هغه له امر څخه د دونه څرګندي سرغړوني زړه کولای سو او نه یې د سرغړوني په صورت کي د ژوندي پاته کېدلو تمه کولای سوه.

کابل په هغو کلونو کي یو عجیب رنګ درلود. سړی چي هغه حالات لولي نو فکر کوي چي امیر به د خپل قدرت د ساتلو او د دښمنانو له وهلو پرته بل هیڅ کار نه درلود. هغه په خپل کور کي د خپل مقتدر ورور، چي د هیواد په مذهبي عناصرو کي یې ډېر زیات محبوبیت ترلاسه کړی وو، مخامخ وو. په بهر کي د حضرتانو او مُلایانو، چي پرته له غزا یې د بل هیڅ شي غم نه کاوه، له ستونزي سره لاس و ګرېوان وو. د بلي خوا کابل د قبایلو له ستونزي سره لاس و ګرېوان وو؛ او امیر حیران وو چي کومي ستونزي ته لومړی توجه وکړي. د انګرېزانو استازی د همدغه کال د سپټمبر د نهمي په رپوټ کي لیکي “کابل نن سبا د بېلو بېلو قبایلو له خلکو ډک دی. له هري خوا څخه خلک ورته را روان دي. په سرایونو کي د هغوی د اوسېدلو او شپې تېرولو له پاره ځای نه سته.مهمند، افرېدي،سلیمان خېل، کاکاخېل، تیراهي، شینواري، کټوازیان، وزیر، لالپوریان، یوسفزي او نور ورته راغلي دي. دوی د خپلو سیاسي او شخصي کارونو ترڅنګ، د وسلو له قاچاقبرانو څخه، د وسلو په رانیولو لګیا دي. یوسفزي د توپکو پر ځای زیاتره د توپنچو رانیولو ته توجه کوي. موزر توپنچې، هر یوه په پنځه سوه کابلی یا ۲۸۶ کلداري پلورل کیږي.

سردار نصرالله خان، د غزا په برخه کي د امیر د اوامرو او هدایتونو په خلاف، له مجاهدینو سره مرستو ته دوام ورکړ او د انګرېزانو استازی د ډسمبر د دېرشمي په رپوټ کي وايي چي د اخندزاده سید اکبر په نوم یوه سړي ته یې وویل چي په کابل کي پاته سي او تر علاج کولو وروسته به د غزا له پاره حرکت وکړي. هغه ورته وویل چي د دوا او پیسو پر ځای ماته کارتوس راکړه؛ دا زما له پاره هر څه دي. نصرالله خان هغه ته پنځه سوه روپۍ او درې زره کارتوس ورکړل.

داسي ښکاري چي د انګرېزانو سره د غزا او جهاد په دې ګرمو او احساساتي حالاتو کي، روحاني مشر میرصاحب جان، چي په کابل کي په پاچاصاحب مشهور وو، او د انګرېزانو سره د غزا تر ټولو مهم او زورور طرفدار وو، تر ډېرو نورو پیرانو او مذهبي مشرانو د زیات نفوذ خاوند وو. سره له هغه چي امیر ټول هغه کسان په بندیخانو ننه ایستل چي د غزا تبلیغ یې کاوه، مګر د میرصاحب جان، چي د سردارنصرالله ډېر نیژدې ملګری وو، جواب یې نه درلود او لا یې تحفې هم ورکولې. د انګرېزانو استازی د آګسټ د پنځه لسمي په رپوټ کي لیکي”میر صاحب جان اوس هم په کابل کي دی. هغه تېرهفته، میرزامحمدحسین مستوفي مېلمه کړ او یو توپک، یو څه مرمۍ، یو آس او زین، څلور سوه روپۍ نغدي او څلوېښت جریبه مځکه او یوه قلا یې په تحفه کي ورکړه. په ورپسې ورځ سردارنصرالله خان مېلمه کړ او یو توپکو مهمات، یو آس او زر روپۍ یې ورکړې. په بله ورځ سردار عنایت الله خان مېلمه کړ او ځیني شیان یې ورکړل چي تفصیل یې لا تر اوسه راته معلوم نه دی. اعلیحضرت یوازي یو ځل حضور ته منلی دی. دا ملاقات ډېر لنډ وو او امیر ټول هغه درناوی چي د یوه روحاني مشر سره ښايي ورته وښود. په ډېره مهرباني یې خبري ورسره وکړې او چي ولاړ نو زر روپۍ یې ور ولېږلې او ورته وې ویل چي دا د مهمانی په توګه ومنه، او د روانېدلو په وخت کي به تحفه ورکړي

د انګرېز استازی لیکي چي هم واکمنه کورنۍ او هم حکومتي مامورین د میرصاحب جان ډېر درناوی کوي. دی لیکي چي د آګسټ پر اتمه د هغه کورته غل ور ولوېدی او د ده یو ساتونکی یې وویشتی او مړ یې کړ خو میرصاحب جان روغ رمټ خلاص سو؛ او قاتل نه دی نیول سوی. دی وايي په ښار کي داسي آوازه ده چي دا قاتل امیر پخپله ورلېږلی وو، ځکه چي امیر د میرصاحب جان له نفوذ او قدرت او د سردار نصرالله خان سره د هغه د نیژدې دوستۍ څخه بېریږي.

استازی د آګسټ د نهه ویشتمي په رپوټ کي لیکي چي میرصاحب جان د دې میاشتي پر څلېرویشتمه پل چرخي ته ولاړ او هلته یې د حبیب الله خان محمدزي، چي د اعتمادالدوله له خپلوانو څخه دی، لور خپل زوی ته واده کوله. د بتخاک حضرت صاحب یې هم واده ته ورغلی وو او د واده ټول لګښت یې محمدحسین خان مستوفي پر غاړه اخیستی وو. استازی لیکي چي محمدحسین خان دوه خرواره وریجي، اوزګړي، پسونه او غوړي هم ورکړل. سردار نصرالله خان جواهرات او نغدي پیسې ورکړې.

د انګرېزانو سره د جهاد په مسئله کي د امیر او سردار نصرالله خان اختلافات ورځ تر بلي زیاتېدل. نه سردار د غزا د پیل کولو په برخه کي له خپلو پېشنهادونو څخه تېرېدی او نه امیر د هغه پېشنهادونه منل. د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸م کال د سپټمبر پر دیرویشتمه رپوټ کي لیکي”تقریبا یوه میاشت مخکي په حرم کي دننه د سردار او امیر ږغونه پورته سول. سردار د غزا خبره را پورته کړه او په ډېره آزادي یې خپل دلایل وړاندي کړل. امیر ډېر په غوسه سو او وې ویل چي که زه د عبدالرحمن زوی وم زه به د غزا د پیل کولو په برخه کي یوه دقیقه هم ضایع نه کړم. زه به پخپله د جنګ جبهې ته ولاړ سم.همدغه شېبه زما د خېمې مخ د پېښور خوا ته واړوی. مګر ماته لیکلې موافقتنامه راکړه او اطمینان راکړه  چي ما ته به د غزا په وخت کي په لکونو سړي او حیوانان رالېږې. او که ته ناکامه سوې نو بیا زه بله لاره نه لرم اول به تا ولم او بیا به ځان وژنم او نور به نو مسلمانان پرېږدو چي څه کوي هغه دي وکړي. امیر خپل لاس پر توپنچه باندي کښېښود؛ د حرم مېرمنو مداخله وکړه او سردار نصرالله خان په آرامه له خوني څخه ووت. مخکي له هغه چي سردار له خوني څخه ووزي، امیر ورپسي ږغ کړل چي ته د مسلمانانو ريښې کاږې. دا څو ورځي کیږي چي سردار نصرالله خان په اداري چارو کي چنداني برخه نه اخلي. اعلیحضرت سردار عنایت الله خان ته امر کړی دی چي د هیواد ملکي چاري هم پرمخ بوزي. په سردارانو کي داسي آوازه ده چي سردار نصرالله خان اوس په عامه د امیر نافرماني کوي

د انګرېزانو د استازي د سپټمبر د شپاړسمي له رپوټ څخه ښکاري چي سردار نصرالله نه یوازي د امیر له څرګندو اوامرو څخه سرغړونه کوي بلکه د روحانیونو او مذهبي مشرانو په هغه غونډه کي چي ده او اعتمادالدوله عبدالقدوس خان را بللې وه د امیر پر ضد د مقاومت او له زوره اخیستلو خبري وکړې “سردارنصرالله خان وویل چي پاچا، د محمدي شریعت په اساس، دا حق نه لري چي د خپلو شخصي عقایدو په منظور له خلکو څخه د هغوی حقوق غصب کړي او له غزا څخه یې منع کړي او که دا کار وکړي نو د ده رعیت حق لري چي د قوې څخه کار واخلي

د دوی دواړو تر منځ د اختلاف د حلولو او پخلا کولو له پاره یې بالاخره مور مداخله وکړه او د انګرېزانو استازی د ډسمبر پر دېرشمه په خپل رپوت کي لیکي”په تېره هفته کي یو ماښام د امیرمور وغوښتل چي امیر په حرم کي دننه وویني. سردار نصرالله خان هم حاضر وو، او ډېر زیات احتمال لري چي مور به یې مخکي ورته ویلي وه چي د امیر سره په خونه کي اوسي. د امیر مور قرآن شریف ورسره اخیستی وو او د هغه په روی یې له امیر حبیب الله څخه وغوښتل چي له خپل ورور سردارنصرالله خان سره وفادار او ملګری اوسي. دغه راز یې د همدغه قرآن شریف په روی له نصرالله خان څخه وغوښتل چي د خپل مشر ورور امر ته غاړه کښېږدي او هغه ته وفادار و اوسي. دوی ډېري اوږدې خبري سره وکړې خو داسي ښکاري چي نصرالله خان د مجلس له نتیجې څخه چنداني راضي نه وو

سردار نصرالله خان، د امیر له پالیسیو سره د مخالفت ښودلو او په روحانیونو او مذهبي عناصرو کي د نفود ترلاسه کولو له پاره، د برټانیې پر ضد داسي عملیاتو ته لاس واچاووه چي د افغانستان په څېر یوه کمزوري هیواد له پاره یې عملي کول او دوام غیر ممکن وو. د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸م کال د نومبر پر یوولسمه په خپل رپوټ کي لیکي “په کابل کي د هودخېلو یوه نهه کسیزه ډله ده. دوی اوړی په کابل کي تېروي او په ژمي کي د لغمان د چارباغ علاقې ته ځي. دوی، د نومبر پر اتمه ماښام، سردار نصرالله خان ته عرض بېګي ملامحمدخان ور معرفي کړل. سردار هغوی هر یوه ته شپېته روپۍ ورکړې او دغه راز یې دوه سوه روپۍ پېشکي ورکړې چي له سفر څخه د راستنېدلو وروسته به یې په حساب کي معامله سي. سردار هغوی ته، د خپلي سلیقې سره سم، هدایتونه ورکړل. د ده د هدایتونو مهم ټکي دا وه چي پرته له فرنګیانو به له هیچا سره غرض نه کوی. هغه سامانونه او مواد چي دوی یې ورسره اخلي باید چي د نوره کي سړیو ته یې، چي باید مخکی له مخکي یې د کتلو ترتیب ورسره نیولی وي، ورتسلیم کړي. دوی باید کوښښ وکړي چي خپل هویتونه او وسلې پټي وساتي. دوی باید د اسلام دښمنانو ته په تاوان رسولو کي خپل ټول وس تمام کړي. دوی باید دلته یو څه سامانونه واخلي او هند ته یې د خرڅلاو له پاره یوسي. په دۍ توګه به دوی وکړای سي چي د محترمواو معززو کسانو په څېر له سرحد څخه تېر سي. دوی په پای کي سردار ته وویل چي په پنځو یاشپږو ورځو کي به هند ته حرکت وکړي.

په دې کسانو کي یو محراب الدین نومیږي. جګ، ځوان سړی دی. مخ یې یو څه چیچکي دی. ږیره خریي. بل یې عزیز خان نومیږي. جګ سړی دی؛ توره او سپینه لنډۍ ږیره لري. هغه بل یې شېرخان نومیږي. ګردی غنم رنګه سړی دی. وړې سترګي یې دي او پر باړخو باندي ټپ لري. یو بل تن یې ملاشیرین نومیږي. جګ غټ سړی دی او توره ږیره لري. د پنځم نوم مي نه دی زده. خو ګردی چاغ سړی دی. پر تندي باندي ټپ لري، چي ښايي د توري یا د ډبري له امله وي

کله چي د ورانکاري ډلي د غړو نومونه او قیافې د انګرېزانو استازي ته معلومي وي او د هغوی له حرکت څخه مخکي یې خپل حکومت ته رپوټ ورکړی وي نو د دې ورانکارو له عملیاتو څخه به پرته له رسوايي بل څه جوړ سوي وي؟

د انګرېزانو د استازي د اکټوبر د څوارلسمي په رپوټ کي راغلي دي چي سردار نصرالله خان، تر دې دمخه، د میراحمدشاه په نوم یو سړی، چي په اغو مشهور دی، هند ته لېږلی او هغه ته یې وظیفه ورکړې وه چي د برټانیې د حکومت په باب اطلاعات ورته راغونډ کړي. میراحمدشاه په ظاهره د دارو درملو سوداګر وو، مګر اصلي وطیفه یې جاسوسي وه. میراحمدشاه یا اغو د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کي هم هند ته د جاسوسی له پاره لېږل سوی وو او هلته په کلکته کي د کاکا غلام محی الدین په نوم یوه سړي پر ځای باندي اوسېدی.  

 

د امیر خپلوان او کورنۍ:

امیر عبدالرحمن خان، که هر څونه ظالم سړی وو؛ او که یې خپلي کورنۍ ته هر څومره زیات مالي امتیازات بخښلي وه، خپل اولادونه او د کورنۍ غړي یې ټول په مرکز کي ساتلي ول او د مهمو ولایتونو اداره یې خپلو تر ټولو باوري کسانو او غلام بچه ګانو ته سپارلې وه. هغه هم په دې توګه خپل اولادونه تر سترګو لاندي ساتلي ول او هم یې، د تېرو وختونو په خلاف، په خپله کورنۍ کي دننه د قدرت د نیولو پر سر د احتمالي دسیسو مخه نیولې وه. امیر حبیب الله خان، لږترلږه خپل یو زوی، سردارحیات الله خان په بدخشان کي والي مقرر کړی وو او د هغه د خپل سریو او تېریو په باره کي چي یې هر څه رپوټونه اورېدل غوږونه یې ورباندي کاڼه کړي وه. د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸م کال د جولای د میاشتي د لومړۍ نېټې په رپوټ کي لیکي”د اعلیحضرت زوی سردار حیات الله، چي د بدخشان والي دی، په تېریو کي افراط کوي. د روستاق حاکم یې پر سر په لرګي وواهه او د کوپړۍ هډوکی یې ور مات کړ.

تور امير يا پولادي امير
Abdur Rahman Khan – Amir of Afghanistan
عبدالرحمن خان ا

د برخېل د قبیلې یو سړی دی چي په فیض آباد کي په تبعید کي ژوند کوي. سردار خبرسو چي هغه یوه ښایسته لور لري. له هغه سړي څخه یې وغوښتل چي په خپل کور کي یې مېلمه کړي. سړی یې په نیت پوه سو؛ مګر څه یې نه سو ویلای او سردار یې په کور کي مېلمه کړ. هغه په عین وخت کي خپله لور خبره کړه او هغې ته یې ډکه توپنچه ورکړه او ورته وې ویل چي که دي زاریو ګټه ونه کړه نو د خپل عزت څخه د دفاع له پاره له توپنچې څخه کار واخله. وخت را ورسېدی او نجلۍ ته له توپنچې څخه د کار اخیستلو پرته بله لار پاته نه سوه. کله چي یې پرسردار باندي ډز وکړ هغه یې خطا کړ او سردار ځان په تېښته خلاص کړ.

سردار حیات الله خان د یوه مهم او زورور سړي سمندرخان یوې مېرمني ته سړی واستاوه. سمندرخان په بله ورځ خپله ښځه طلاقه کړه او اعلیحضرت ته یې یو لیکلی شکایت واستاوه او د حیات الله خان د شرموونکو کارونو په باب یې ورته ولیکل. د سمندرخان اخښی، چي د همدغي طلاقي سوي ښځي ورور دی، هغه ښځه کابل ته راوسته او امیر ته یې مخامخ خپل شکایت واوراووه. امیر، حیات الله خان کابل ته وباله”

البته له وروسته رپوټونو څخه معلومیږي چي حیات الله خان کابل ته نه دی راغلی او بیا هم د بدخشان والي دی. ځکه چي استازی د نومبر پر اته لسمه په خپل رپوټ کي وايي چي سردار عبدالله خان یو ځل بیا یو اوږد رپوت لیکلی دی او امیر ته یې د هغو تېریو یادونه کړې ده چي د بدخشان خلک د والي حیات الله خان له لاسه ورڅخه کړیږی.

استازی د ډ سمبر پر دېرشمه لیکي چي د بدخشان والي سردار حیات الله خان، چي انتظار ایستل کېدی کابل ته راسي، تر اوسه نه دی راغلی. دی ځکه کابل ته راتلل نه غواړي چي د برطرفی څخه بېره لري. امیر ته په دې وروستیو شپو ورځو کي اطلاع ورسېده چي حیات الله خان خپل سړي روسیې ته لېږلي او هغوی ته یې ویلي چي یوه ښکلې روسی نجلۍ، په هره بیه چي کیږي، ورته راولي.

امیر حبیب الله خپل میرېزي ورور سردارمحمدعمرجان، چي دا وخت نونس کلن وو، او د هغه مور بي بي حلیمې ( ببوجان ) ته له کابل څخه د وتلو اجازه نه ورکوله. سردارمحمدعمرجان، چي له درباره بهر یې چنداني نوم او نښان نه معلومېدی، کله کله، د خپل موقف څخه په استفادې سره، ډېر غیرقانوني کارونه کول؛ البته امیر هغه ته سزا نه سوه ورکولای. د انګرېزانو استازی د جون پر څلېرویشتمه په خپل رپوت کي لیکي”د ده افغانان یو اوسېدونکی امیر ته راوستل سو چي جعلي سکې یې جوړولې. کله چي له تورن سړي څخه تحقیق وسو نو هغه وویل چي دا کار د سردارمحمدعمرجان په هدایت کوي. اعلیحضرت په دې موضوع کي نور اجرآت ونه کړل خو تورن سړی یې تر ډبولو وروسته خوشي کړ. دغه راز د مې په میاشت کي یو هندو له هغو قېمتي ډبرو سره ونیول سو چي د جګدلک له کان څخه را ایستل سوي وې. هندو وویل چي هغه فقط یو دلال دی او دا ډبري د سردارمحمدعمرجان په میرزا، محمدایوب پوري اړه لري. د میرزا ایوب کور تلاښی سو او څو دانې یاقوت پکښي پیدا سول. میراز او د جګدلک اته لس تنه اوسېدونکي چي ګومان کيږي له ده سره په دغه کار کي لاس لري، کوټه قلفي سول. پر کان باندي محافظین تبدیل سول” طبیعي خبره ده چي امیر بیا هم اجرآت ونه سوه کړای؛ ځکه چي د محمدعمرجان مور ببوجان عادي ښځه نه وه؛ او امیر مجبور وو چي د هغې خیال وساتي.

امیر حبیب الله، د یوه مستبد پاچا په حیث، د هیواد د ټولي خزانې اختیار درلود او دا یې په ډېره غیرمنصفانه توګه لګوله. په داسي حال کي چي د ډېرو لږو مامورینو میاشتنۍ تنخوا سلو روپیو ته رسېدله؛ د انګرېزانو د استازي د ۱۹۰۸م کال د آکسټ د میاشتي د نهه ویشتمي رپوټ وايي چي امیر د خپل زوی سردار عنایت الله خان میاشتنۍ تنخوا له څلور زره روپیو څخه لسو زرو ته لوړه کړه او د هغه ټول پورونه یې پر غاړه واخیستل.

د ۱۹۰۸م کال په پای کي د افغانستان ټول کلنی عاید څلوېښت میلیونه روپۍ وو. که د سردار عنایت الله خان یوازي تنخوا، له ټولو امتیازاتو پرته، د کاله یو لک شل زره روپۍ وي نو ګواکي یوازي د یوه شهزاده تنخوا د هیواد د ټول کلني عاید څه باندي یوپرڅلور فیصده کیږي. داچي د امیر ګڼ شمېر مېرمنو، چي حساب یې یوازي ده ته معلوم وو، هره میاشت په زرګونو روپۍ تنخواوي ترلاسه کولې او د ټولو لباسونه، د امیر له عصري سلیقې سره سم، له اروپا څخه واردېدل؛ دا لګښتونه، د امیر د نورو ډېرو بې عدالتیو ترڅنګ، یوه لویه بې انصافي وه.

د انګرېزانو استازی د اپرېل د نهه ویشتمي په رپوټ کي لیکي چي د اورګون ځینو عسکرو ته د تیرو شپږو میاشتو تنخواوي نه وې ورکړه سوي او هغوی خپل مسوول منصبدار ته شکایت وکړ او ورته وې ویل چي که شفتل رسېدلي وای دوی به ګوزاره په کړې وای مګر اوس له لوږي مړه کیږي. که دوی ته تنخواوي ونه رسیږي نو دوی مجبور دي چي عسکري پریږدي او ګدايي وکړي. استازی وايي چي منصبدار یې هغوی ته په تونده لهجه وویل چي تنخواوي یې نه دي را رسېدلي. په هغه شپه تقریبا دېرش تنه عسکر وتښتېدل او وسلې یې پرېښودلې. د یوه ملک عسکر دي د میاشتي پنځوس شپېته روپۍ ترلاسه نه کړای سي. شپږ میاشتي دي بې تنخوا ګوزاره وکړي او شهزاده دي د میاشتي لس زره تنخوا واخلي.

د انګرېزانو استازی د آګسټ پر نونسمه رپوټ ورکوي چي د دې میاشتي پر یوولسمه څوارلس تنه غله د غلا په وخت کي ونیول سول. وروسته معلومه سوه چي څلور تنه یې د اردلي کنډک سپاهیان، درې تنه یې د کوټوالی عسکر، درې تنه یې د امیرحبیب الله خان فراشان، درې تنه د سردارنصرالله خان فراشان او یو تن د علیاحضرتي ملکې کهار وو.

سړی نه پوهېږي چي دې عسکرو او پولیسو به، چي په هغو کي د امیر او سردار فراشان هم شامل دي، ولي غلا ته مخه کړې وي. که دوی ته هم د اورګون د عسکرو په څېر تنخواوي نه وي رسېدلي او هغوی د لوږي او تنګدستی له امله غلاوو ته مخه کړې وي نو بیا خو د امیر حبیب الله او د هغه د حکومت له پاره، پسله مرګه، د پېغور خبره ده.

 

عدالت او امنیت:

په مطلقه سلطنت کي عدالت او قانونیت خپل مفهوم ځکه له لاسه ورکوي چي پاچاهان هغه څه ته عدالت وايي چي دوی یې عدالت بولي. پاچاهان هغه څه کوي چي دوی یې ښه بولي، نه هغه څه چي اولسونه یا کتابونه ښه ورته وايي. د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸م کال د جنوري د نهه ویشتمي د رپوټ په ترڅ کي لیکي “یو سړی دی چي غلام حسین نومیږي او په شوربازار کي ژوندی کوي.ده د محمدحسین او نور حسین په نوم دوه زامن درلودل. دوه کاله مخکي کوټوال، محمدحسین، د برټانیې د نماینده ګی له یوه سړي سره د خبرو په تور، په خفیه توګه، وواژه. نور حسین هم تېره هفته، د خپل بدمرغه ورور په څېر، ووژل سو. غلام حسین د خپلو دوو زامنو د قتلېدلو یا ورکېدلو په باب سردار عنایت الله خان ته عریضه وکړه او هغه هم عریضه د امیر حضور ته وړاندي کړه. امیر وویل چي هیڅوک باید په ګومان ونه وژل سي. که د چا په برخه کي کره شواهد پیدا سي هغه باید چي ووژل سي. کوټوال وویل چي هغه ته هره ورځ رپوټونه رسیږي چي د برټانیې د نمایندګی سړي په بازار کي له خلکو سره خبري کوي. سردار عنایت الله خان وویل چي د برتانیې استازی هر وخت په سیل او چکر وزي او له خلکو سره ګوري ځکه یې نو ملګري او شناخته پیدا کړي دي.

سردار عنایت الله له کوټوال څخه پوښتنه وکړه چي غلام حسین څرنګه په دې خبر سو چي زامن یې کوټوالی له منځه وړي دي. کوټوال تحقیقات وکړل او دا یې معلومه کړه چي دا معلومات د کوټوالی یوه عسکر فاش کړي دي. عسکر په جزايي توګه قلات ته تبدیل سو او امیر کوټوال ته امر وکړ چي دا قضیه خاموشه کړي.

زه شخصا نه غلام حسین او نه د هغه زامن پېژنم او دا ویلای سم چي د برټانیې د نمایندګی هیڅ سړي د هغه له زامنو سره تماس نه دی نیولی. غلام حسین ښايي د کوم شته من سړي سره دښمني درلودلې او هغه د کوټوالی په وسیله تباهي ورباندي راوستلې وي

د انګرېزانو استازی د مې د شپږمي په رپوت کي لیکي”یو هندو مامور چي د دوولسو کالو راهیسي یې په ګمرک کي د میاشتي په شل روپۍ تنخوا کار کاوه د ډېرو زیاتو پیسو په اختلاس تورن سو. د تحقیقاتو په نتیجه کي معلومه سوه چي هغه اووه سوه روپۍ اختلاس کړي دي. امیر ته د قضیې په باره کي رپوټ ورکړه سو. امیر وویل چي هندو دي په توپ کي والوزول سي. د امیر د حکم له اعلانېدلو سره سم، هندو کلمه وویله او مسلمان سو. امیر خپل امر بیرته وګرځاووه. البته هندو له کاره برطرف سو او امیر د میاشتي لس روپۍ تنخوا ورته مقرره کړه چي خپله ورځنۍ ګوزاره په وکړي

که څه هم چي زه یقین لرم، د امیر حبیب الله خان په سلطنت کي به تر دې ناشدي پیښي سوي وي خو دا دوې قضیې د هغه د ټول عدالت د معرفي کولوښه مثالونه کېدلای سي. دوه ځوانان د برټانیې د نمایندګی له یوه مامور سره د خبرو کولو په تور، چي ثبوت یې هم موجود نه دی، وژل کيږي؛ او امیر د دې پرځای چي د قضیې بازخواست وکړي، کوټوال ته وايي چي دا قضیه خاموشه کړي. طبیعي خبره ده چي د ځوانانو د پلار له پاره د عدالت غوښتلو بله لوړه مرجع نه سته او باید چي فقط خدای ته صبر وکړي. دې ته ورته قضیې د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کي ډېري زیاتي پېښېدلې او د امیر حبیب الله خان په زمانه کي یې هم مثالونه کم نه ول. پر یوه غریب او بېکسه هندو باندي، چي د میاشتي په شل روپۍ تنخوا نوکر دی، د اووسوو! روپیو د اختلاس په ګناه په توپ کي د الوزولو حکم کیږي او هغه له مجبوریته له خپل مذهب څخه تیریږي. مګر له مستوفي محمدحسین خان څخه، چي د امیر او د هغه د پلار د ټولو جنایتونو اسرار ورسره خوندي دي، هیڅوک دا پوښتنه نه کوي چي دا دومره جایدادونه او پیسې یې له کومه کړې چي میرصاحب جان ته، په یوه ځل، څلوېښت جریبه مځکه، قلا، آس او نغدي پیسې، د مېلمستیا په توګه ورکوي.

د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸م کال د اپرېل د پنځه لسمي په رپوټ کي لیکي:

“امیر، د اپرېل پر دریمه ولیده چي د کوټوالی څنګ ته سړک چټل دی. نایب کوټوال یې را وباله؛ پر هغه ځای یې په شلاقو وواهه او څلور سوه روپۍ یې جریمه کړ. څلورو عسکرو ته یې وظیفه ورکړه چي د سبا ورځي تر لسو بجو مخکي پیسې ورڅخه حصول کړي.

په همدغه ورځ امیر ولیدل چي د مراد خانۍ سره نیژدې یو سړک ناپاکه او چټل دی. کلانتر یې را وباله. د هغه په اوږده ږیره پوري یې تار غوټه کړ او تار یې په دېوال کي په یوه مېخ طویله پوري وتاړه. په دې توګه به سړي سر په هوا نیولی وو. یوازي د لمانځه او ډوډۍ خوړلو په وخت کي، د لنډ وخت له پاره، خوشي کېدی او د شپې به د ارګ په بندیخانه کي ناست وو. درې ورځي پرله پسې یې دا سزا ولیده.

یوه بد فعله ښځه یې سردارنصرالله خان ته بوتله. هغه خپلي معمولي شکنجې ورکړې او له ښځي څخه یې په زور اقرار واخیست. هغې په جُرم کي د خپلو نارینه او ښځینه شریکانو نومونه یاد کړل. په هغه شپه څلور نارینه او شپږ ښځي له کورونو څخه وایستل سوې او بیا یې درک معلوم نه سو” دا هم د دواړو وروڼو د چټک او ظالمانه عدالت او قضاوت نمونې دي.

د انګرېزانو استازی د مې د میاشتي د دېرشمي په رپوټ کي لیکي “شکرخان کوهستانی، چي یو مشهور غل دی او هر وخت په پېښور او د را ولپنډي په علاقه کي غلاوي کوي، امیر ته کله کله تحفې لیږي. هغه په دې وروستیو شپو ورځو کي امیر ته دوه سوه طلاوي او یو قېمتي ساعت په سوغات کي ورکړ او امیر هم د ده تحفه ومنله. ویل کيږي چي شکرخان په جنګونو کي برخه اخلي او له غازیانو سره مرستي کوي… شکرخان د لغمان له دوولسو کسانو سره، په جنګونو کي د برخي اخیستلو له پاره، سرحد ته تللی دی. هغه تر اوسه نه دی راستون سوی او د هغو نورو دوولسو سړیو درک هم نه دی معلوم

د انګرېزانو استازی د ډسمبر د دېرشمي په یوه رپوټ کي لیکي “یو هودخېل چي بارو نومیږي څو ورځي مخکي له کابل څخه هند ته روان سو. دی ډېر مشهور غل دی؛ تل یوه بېلچه له ځان سره ګرځوی او خلکو ته وايي چي خپله یوه ګوله ډوډۍ په حلاله مزدوري پیدا کوي. مګر چي هر وخت موقع ورته برابره سي نو تر غلا نه تېرېږي. دوه کاله مخکي یې له هند څخه نهه توپک راوړل او امیر حبیب الله ته یې ورکړل. دی څو ځله په هند کي محکوم سوی او بندیخانې ته لېږل سوی دی. له ده سره ځیني کسان تللي دي مګر دی هر وخت غواړي چي غلا په یوازي سر وکړي… توره او سپینه ږیره لري، جګ قوي سړی دی او سپین پوستی غوندي دی، پيته هزاره ډوله پزه یې ده

کله چي امیر له غلو څخه تحفې قبولي کړي نو سړی به څرنګه د امنیت تمه کوي؟

د عدالت قایمول او سم قضاوت کول د امیر او سردار نصرالله خان په نیت او ارادې او د مقصر یا مدعی علیه په اجتماعي دریځ پوري اړه درلوده. سردار نصرالله خان څلور ښځي او شپږ نارینه په یوه شپه وژلای سي او هیڅوک له هغه څخه بازخواست نه کوي. مګر د امیر زوی سردارحیات الله خان، چي د بدخشان نایب الحکومه دی، د خلکو د ټولو شکایتونو سره سره پر خپل ځای باندي ناست دی او حتی امیر د خلکو پر ناموس باندي د ښکاره تېري په باره کي پوښتنه نه ورڅخه کوي.

د انګرېزانو استازی د اکټوبر د اوومي په رپوټ کي د هرات د والي محمدسرورخان څخه د خلکو د شکایت په باب لیکي “د هرات ټولو ملکي او پوځي مامورینو، د څو محدودو کسانو څخه پرته، اعلیحضرت ته یوه عریضه لیکلي او هغه یې د نایب الحکومه سردار محمدسرورخان له ظلمونو څخه خبر کړی دی او د هغو کسانو یو اوږد لیست یې ورکړی دی چي د سردار محمدسرورخان د ظلمونو او تېریو له لاسه مشهد او روسیې ته کوچېدلي دي “ د انګرېزانو استازی د هرات د خلکو د شکایت په مقابل کي د امیر د عکس العمل په باب څه نه وايي؛ او د ویلو څه خو ځکه نه لري چي امیر محمدسرورخان ته هیڅ نه دي ویلي بلکه د خپلي پاچهي په دوران کي یې څو څو ځله ترفیعات ورکړل او له ده څخه وروسته د اعلیحضرت محمدظاهرشاه تر زمانې پوري هر وخت نازولی وو. دا چي د عریضې لیکونکي او لاسلیک کونکو ته به څه ورپېښه سوې وي، سړی د امیر له عدالت او قضاوت او، له خلکو سره، د سردارمحمد سرورخان له خپل سري او ظالمانه سلوک څخه ښه قضاوت او اټکل کولای سي.

یو په زړه پوري رپوټ، چي د خلکو او عالي رتبه مامورینو د شخصي ژوند په چارو کي د امیر مداخله ښيي، په لوستلو ارزي. د انګرېزانو استازی د جون د دریمي په رپوټ کي لیکي”د چرخ والي، محمدجعفرخان په دې تازه شپو ورځو کي د کافرستان څخه راغلي مسلماني سوي نجلۍ سره واده کړی دی. امیر دې مسئلې سخت په غوسه کړی دی ځکه چي ده امر کړی دی چي، له ده او د کافرستان له اوسېدونکوڅخه پرته، هیڅوک نه سي کولای چي د کافرستان له نجونو سره ودونه وکړي. شلو سپرو ته یې وظیفه ورکړې ده چي محمدجعفر خان، کابل ته، بندي راولي. امیر هغه ته د سختي سزا ورکول په نیت کي لري”

دې بې انصافی ته به سړی څه نوم ورکړي چي امیر د نورستان له ښځو سره واده کول یوازي خپل حق بولي. رشوت، اختلاس او پر خلکو باندي د حکومتي مامورینو تېری د امیر حبیب الله د پاچهي یوه عامه ستونزه وه. د کندهارنیوز لیټرز په نوم کتاب د لسم ټوک په ۳۶م مخ کي د انګرېزانو د خبر لیکونکي د ۱۹۰۳م کال د جولای د اتمي په رپوټ کي د کندهار د کوټوال پر ټولو ظلمونو او تېریو باندي د امیر د سترګو پټولو او د کوټوال د ظالمانه سلوک په باره کي راغلي دي چي کوټوال له خلکو څخه په زور پیسې اخلي، رشوتونه اخلي او دومره اخلاقي فساد کوي چي ټولي کیسې یې په یوه رپوت کي نه ځایېږي. کوټوال یو تاجیک هلک، چي د ده ناروا غوښتني ته نه تسلیمېدی، بندي کړی دی. په رپوټ کي راغلي دي چي دلته ټول افسران لږ او ډېر په اخلاقي فساد اخته دي خو کوټوال په اخلاقي فساد دونه مشهور دی چي خلک یې له نامه څخه بېرېږي. کوټوال هغه ځواني نجوني او هلکان، چي د ده ناروا غوښتنو ته په خپله خوښه تسلیم نه سي په زور وړي.

خبرلیکونکی، د جولای پر پنځمه، په خپل یاداشت کي لیکي چي تېره شپه زما له کور سره نیژدې د عبدالحق تحصیلدار کور غلو وواهه. دی وايي دا حمله دومره په سپین سترګي وسوه چي اندازه نه لري. د شپې پر پنځه لس کم دوې بجې د مرمیوباران جوړ سو، او غلو خپل کار وکړ. داسي اټکل کيږي چي اووه زره روپۍ به یې وړي وي. پهره دارانو، چي ډېر نيژدې ولاړ ول، د غلو سره هیڅ مقاومت ونه کړ. داسي ویل کیږي چي دا غله د کوټوال سړي ول.

خبرلیکونکی په همدغه پاڼه کي لیکي چي د پشت رود دوه تنه زمینداران، په سپینه ورځ، د کندهار په دوه میلي کي، غلو وشکول. ویل کیږي چي نن سبا دا ټول جنایتونه د پولیسو کار دی او هغوی ته هیڅوک څه ویلای نه سي.

خبرلیکونکی وايي چي د جولای پر لومړۍ نېټه د میوند په کوتل کي محمدزیو داړه مارانو پر یوه کاروان باندي حمله وکړه. شپږ تنه یې وژلي او شپاړس اوښان او یو شمېریابوګان یې ورسره وړي دي.

خبرلیکونکی، په همدغه کتاب کي، د ۱۹۰۳م کال د نومبر پر شپږمه لیکي چي د میوند څخه راغلي رپوټونه وايي چي پنځوسو الکو زیو، چي له ټولو سره توپکونه ورسره دي، د میوند دره نیولې ده او یو شمېر کاروانونه یې لوټلي دي.

د دې ټولو بې امنیتیو یو مهم علت بیا هم پراخ اداري فساد دی. موږ ولیدل چي امیر پخپله له غلو څخه تحفې اخلي؛ د کندهار کوټوال له غلو سره جوړ دی. د انګرېزانو خبرلیکونکی د مارچ پر دیارلسمه، د نورو رپوټونو په ترڅ کي لیکي چي د زنګاباد مشهور غل، رحمن چي په رستم مشهور دی، سردار او ډګروال ته ډېر قېمتي سوغاتونه راوړي دي او هغوی یې هم ښه قدر وکړ.

د رشوت په برخه کي تر ټولو په زړه پوري کیسه په هغه رپوټ کي راغلې ده چي خبرلیکونکي د ۱۹۰۴م کال د جون پر شپاړسمه لیکلی دی او وايي چي نایب الحکومه ته له کابل څخه یو فرمان رسېدلی او په هغه کي یې ورڅخه غوښتي دي چي قاضۍ ته ووایي چي نور نو له پاچا څخه ستا رشوت خوري او خیانت پټ نه دی. خو پاچا تر هغه وخته پوري تاته انتظار باسي چي ته له حکومتي خزانې څخه ښې ډېري پیسې ذخیره کړې.

یعني پرېږده چي قاضي خلکو ته ښه تکلیفونه ورکړي، ښه رشوتونه وخوري، جېبونه ډک کړي نو بیا به یې پر یوه ځای ورڅخه واخلي. دا نو نه ده معلومه چي امیر به تر کله قاضي ته صبر کوي او د امیر په اټکل ډېري پیسې څه ته ویل کیږي. خو خلک مجبور دي چي د امیر د حوصلې تر تنګېدلو پوري د قاضي ظلمونه او ناروا وزغمي.

لکه څرنګه چي امیر او سردارنصرالله خان د خپلي خوښي سره سم عدالت چلاووه او قانون یوازي د دوی د ارادې ترجماني وه. د هغوی عالي رتبه مقامانو هم د خپلي خوښي سره سم قانون چلاووه. د مثال په توګه د کندهار نیوزلیټرز د لسم ټوک په ۱۶۶ مخ کي راغلي دي چي نایب الحکومه د دوو تنو راسته لاسونه، د انګورو د غلا! په ګناه ورڅخه قطع کړل. او په دغه وخت کي چي د غلو لاسونه غوڅېدل د هغه هندو جېب ووهل سو چي د عملیاتو تماشه یې کوله. کوټوال ټول خلک تلاښي کړل مګر غل یې ونه نیوی.

د همدغه کتاب په ۱۴۵ مخ کي، د همدغه نایب الحکومه په وخت کي د خبرلیکونکي په یوه رپوټ کي راغلي دي چي د محمدیعقوب خان اڅکزي له سړیو څخه د غلام رسول په نوم یو تن، د ګوشخانې د اوسېدونکي محمدامین خان تاجر له کورڅخه، د شپېتو زرو روپیو د غلا کولو په تور ونیول سو. محمد یعقوب پیسې تحویل کړې او سړی یې راخوشي کړ.

څرګنده خبره ده چي د انګورو په غلا دوو تنو نیول سویو غریبانو به د خوشي کولو له پاره څوک نه درلودل او د شېتو زرو روپیو، چي په هغه وخت کي د یوه بشپړ جایداد بیه وه، غل په پیسو خوشي کیږي او نوره هیڅ سزا نه ویني.

 

   مأخذونه:

 

1: Nevill, Captain. H. L Campaigns on the North West Frontier. 1977 Pakistan.

2: Diary of the British Agent at Kabul. From the 1st January 1908 to the 30th December 1908.

3: Kandahar Newsletters, tenth volume. For the Year 1903-1904-1905 Directorate of Archives Department. Government of Balochistan Quetta Pakistan.

 

 ([1])نیویل ص ۳۶۶-۶۷

نظريات (0)
نظر اضافه کول