نانسي هيچ دوپري

نانسي هيچ دوپري د امريکايي لرغون پېژندونکي لويېس دوپري مېرمن، يوه امريکايي افغانستان پېژندونکې وه چي د خپل خاوند سره ئې يوځای د افغانستان ټولو ولايتونو ته سفرونه کړی او پر افغانستان ئې ډېر شمېر تاريخي څېړني کړي دي، نوموړې مېرمن تېر کال د۹۰ کالو په عمر پور پرې کړ او د خپل وصيت سره سم به افغانستان کي ښخه سوه.
مېرمن دوپري د خپل ژوند ۴۰ کاله په افغانستان کي د لرغوني اثارو په پېژندولو، ساتلو او مشهوره کولو کي تېر کړه چي ښايي تر افغانانو ئې په دې کار کي پراخه ونډه لرله.
دې د کورنيو جگړو پر مهال په پېښور ښار کي د افغانستان د څېړنو مرکز جوړ کړی وو تر څو نړۍ د افغانستان د تاريخي اثارو په ژغورلو کي برخه واخلي.

په عکس کي نوموړې له خپل خاوند لوی دوپري سره ليدل کېږي.

داسی ثبوت هم سته چي د احمد شاه مسعود عسکرو د طالبانو له لوری تر سخت نظامی فشار وروسته د وتلو پر مهال د کابل میوزیم څخه ډیر قیمتی شیان غلا کړل، نانسی دوپری په کابل کي له مسعود سره وکتل او غوښتنه ئې وکړه تر څو په میوزیم کي سته اثار له هغه لست سره چي دواړه په میوزیم کي موجود وو پرتله کړي او د اثارو په هکله تفتیش تر سره کړي. خو نوموړی ته ددې کار اجازه ورنه کړای سوه.

د افغانستان لارښود کتاب يې


کله چي د۱۹۹۰ لسیزی په دوران کي افواهات خپاره سول چي د پاکستان صدراعظمی بینظیر_بوټو څو دانې قیمتي بیګرامی د فیلانو د غاښونو څخه تراشل سوي د کوشانیانو د وخت اثار په پیښور کي د یو قاچاقبر څخه تر لاسه کړی ول، په دې اړه دې د افغانستان د کلتوری میراث د ساتني نړیوالی کمیټې په ملګرتيا بوټو ته خط وليک او ددې اثارو په هکله ئې سپيناوی وغوښت، خو کابل کي د نظام نه شتون له امله ددې هڅو چنداني پايله ورنه کړه.
دې اوس کابل کي په عصري بڼه مرکز چلاوه چي معیاري کتابتون، آرشیف، چاپي، ږغیږ، انځوریز، انټرنېټي خدمتونه ئې تر سره کول، چي ۱۶ کاله کي ئې دومره کار وکړ چي ښايي د د اطلاعاتو او کلتور وزارت به نه وي کړئ.
دې د کابل لارښود، د باميانو لارښود او افغانستان لارښود کتابونو د بهرنيو سيلانيانو د پاره ليکلي چي تر اوسپه پوري شهکار ګڼل کېږي.

د دوپري د کار بېلګه

 مېرمن دوپري د افغانستان په اړه پنځه جلده کتابونه ليکلي، په ١٣٨٥ کال کې يې د افغانستان د معلوماتو مرکز بنسټ کېښود او هغه معلومات چي د افغانستان په اړه ئې راټول کړي، په پايله کي ئې ډېر مډالونه چي د ملالۍ دولتي مډال يې هم د افغانستان د تاريخي، هنري او فرهنګي اثارو د خوندي کولو په اړه ترلاسه کړى دئ.

 

احمدشاه مسعودملالۍمورخيننانسي هيچ دوپري
نظريات (0)
نظر اضافه کول