ناپيلتوب د افغانستان د غميزي د خلاصون غوره لار

ص

Neutrality is The Key Of Afghan Tragedy
ناپيلتوب :- ناپيلتوب د يوه کوچني ،کمزوري هيواد چي سوق الجيشي ارزښت لري ،ددوو يا ډيرو سترو ځواکمنو هيوادونو تر منځ دوه اړخيز تړون ته ويل کيږي . ناپيلتوب د کور ګاونډ نه بلکه د يوې ستري جګړې د مخنيوي په اړه کيږي . دا تګلار په کورنۍ او سيمئيزه کچه پر مختګ راولي ،ځکه چي د غليمو هيوادونو د موخو لار ډب سي . هغه موخي دادي چي د يوه او يا هم بل هيواد د نظامي تيري مختړ وسي . په ناپيلتوب کښي يو هيواد په دوامداره توګه ځان ناپيلی وساتي او د خپلي خاوري څخه د زور کارولو د ارادې مخنيوی وکړي . باندني ځواکونه يې بيا د سياسي خپلواکی او مځکنۍ بشپړتيا تضمين کوي ، يعني په موخه سوی هيواد پدې مکلف دی چي نا پيلتوب وساتي او ستر ځواکونه پدې چي تيری به نه کوي ــــــــ (۱) .
اوس به د ناپيلتوب په رڼا کښي د افغانستان باندنۍ تګلاري ته ځغلنده کاته وکړو.
د انګليسي امپراتورۍ څخه تر خپلواکي (۱۸ اګست ، ۱۹۱۹ء) وروسته غازي امان الله خان په لومړي ځل د ټولو هيوادوالو مساوي حقوق په قانوني توګه ومنل (۱۹۲۴ء) ، پر واک يې د قبيلوي مشرانو او روحانينو ولکه ختمه کړه او د نوو قوانينو د لاري هر هيوادوال په واک کښي د برخي اخستلو حق وموند . دده د واک په لس کلنه موده کښي اويا (۷۰) قوانين ددولتي او ټولنيزو چارو په اړه تصويب سول . په دولتي ادارو کښي نوښت راغی ، هيوادوال د اقتصاد او نوښت سره اشنا سول . په ټوليزه توګه يو عنعنوي دولت په نوي دولت واوښت ـــ (۲.
افغانستان هغه مهال يو شاته پاته او جګړو ځپلی هيواد و، د ژوندانه په هر ډګر کښي يې نوښت او پرمختګ ته اړتيا درلوده . د انګلستان او امريکا په مشري پر لويديز د لومړۍ نړيوالي جګړې تبه تيره سوې اودويمي ته يې ځانونه چمتو کول ، افغانستان ته د يادوني وړ پاملرنه ونسوه . داچي هم نژدې ګاونډی و او هم يې تر ټولو وړاندي افغانستان په رسميت پيژندلی و. غازی امان الله خان د پخواني شوروي اتحادسره ددوستی تړون لاسليک کړ(۳۱ اګست ۱۹۲۶ء )).
د انګلستان په ککرۍ کښی لا هغه د استعمار د مهال ډمامې وې . د هندوکش شمالي لوری يې د شوروي اتحاد او جنوبي د خپل اغيز ساحه ګڼله ، ديني و کلتوري او هم قبيلوي فکتورونه يې د خوځښت په توګه وکارول، د ګډوډيو له منځه يې د حبيب الله کلکاني په نامه تن راپورته کړ. په هغه کښي که څه هم د ملي مشرتابه او واکداری وړتيا نه وه ، خو د انګلستان موخه دا وه چي د ستر غازي او د خپلواکی د موسس ملي غرور او وياړپه افغاني ټولنه کښي د خاورو سره خاوري او هغه هيواد پريښودلو ته اړباسي .
د حبيب الله کلکاني په اته مياشتني پيرکښي دولتي اډانه دړي وړي سوه، د مرکز او ولايتونو تر منځ تړاو وشليد او دولتي ادارو ته د يوه قام نالوستو وسلوالوقومي انډول ته په نه کتولار ومونده .
افغانستان خاوند درلود. د سردار محمد يوسف کورباڼو لاس سره يو کړاو د ملت په مرسته و ملاتړ يې هيواد ددې تور پيره څخه وايست . د نوښت هغه تګلار چي غازی امان الله خان يې په بيړه د پلي کولو هڅه کړې وه ، دې کورنۍ په ورو ورو پلې کړه . غازی محمد نادر خان که څه هم د ناپيلتوب او د معتدلي تګلاري پر سر د باندني فکتور په ملاتړ د کورنۍ د سيسې قرباني سو،خو ټبر يې په هماغه ورځ ( ۸ اکتوبر۱۹۳۳ء)د هغه اتلس کلن زوی محمد ظاهر خان ته ملا وروتړل او د ناپيلتوب تګلاري ته يې سوق کړ. ددې کورنۍ ډيری وګړو لوړي زده کړي په فرانسه کښی سر ته رسولي دي او فرانسه په سيمه کښی د سياسي نفوذ هيواد نه و. د محمد ظاهر خان د څلويښت کالني پاچهی يو عمده لامل د هغه همدغه د ناپيلتوب تګلار وه چي نه يې بل په ډبرو ويشت او نه يې ځان ته د بل ډبره پريښوده . ښکاره بيلګي يې په دويمه نړيواله جګړه کښي او هم د هندوستان و پاکستان تر منځ په دريو جګړو کښي ناپيلې تګلار ده او هيواد يې د جګړو اور ته ور وا نه چاوه . ورته تګلار په لومړۍ نړيواله جګړه (۱۹۱۴ء) کښي امير حبيب الله غوره کړېوه .
محمد ظاهر شاه پر عمومي امنيت برسيره هغه د زبرهيوادونو د متوازي مرستو په وسيله ډير شمير اوږد مهاله انکشافي پروژې سر ته ورسولې او د واک په يوديرشم کال کښي يې اساسي قانون پلی کړ ( ۱۹۶۴ء )
نامتوامريکايي افغان پيژاند ډاکټر لويس ډوپري د کابل رايل سنټرل ايشين سوسايټۍ غونډي (۸جولای ۱۹۶۴ء) ته پخپله وينا کښي د هغه ناپيلې تګلار دغسي تشريح کړېده :- امريکا او روس دواړه افغاني منصبدارانو ته روزنه ورکوي او افغانان ددواړو محسنانو سره انصاف کوي ، پيلوټان چي په امريکا کښي د هوابازۍ د زده کړي څخه هيواد ته راستانه سي ،دلته د روس مګ – ۲۱ ډوله الوتکي چلوي ، د امريکا په فورټ بيننګ سکول آف انفينټري تاکتيک کښی تر نظامي زده کړه وروسته روسي وسلې کاروي ،، د امريکا دسټاف اينډ کمانډ سکول څخه فارغ التحصيل منصبداران د روسي ټانکونو قومنده پر غاړه اخلي … روس د افغانستان د شمال او امريکا د جنوب دلوري څړکان ورغول،يوه د افغانستان د شمال او بل د جنوب د سرحدونوعکسونه او نقشې جوړي کړې . د کابل هوايي ډګر تعميراتي چاري روسيانو او افغانانو تر سره کړې او امريکايانو بيا په مواصلاتي توکو وپسولی ــــــ (۳)‎‎‎‎‎‎‎
کله چي د پخواني شوروی اتحاد د اقتصادي مرستو په پوښ کښي سياسي نفوذ اوج ته ورسيد،نو د باندني فکتور په توګه يې کورنی فکتور وکاراوه، په لومړي پړاو کښي شاهي نظام په جمهوري ، په دويم کښی جمهوري په سوسيالسټي نظام واوښت، په دريم پړاو کښي سور لښکر تر امو سيند راواوښت او د زار روس لوی پيټر (۱۶۱۳ء) د وصيتنامې د پوره کولو په نيت يې تودو اوبوته ځانونه ورنژدې کړل . د خلق ګوند د زوال په لاملينو کښي يو همدادی چي د ناپيلتوب پخوانۍ تګلار ته شا او ځانونه و هيواد يې د سره ښامار وخوله ته ټيل وهل . دې پرمختګ امريکا او پلوي هيوادونه راويښ کړل ،ځکه چي د افغانستان د ناپيلتوب د تګلاري په له منځه تللو سره هغوی خپلي ګټي په خطرکښي وليدې . ناټو او وارسا دواړو د خپلو خپلو ګټو په موخه د افغانانو او افغانستان څخه د سپرپه توګه کار واخيست ، او دا مظلوم ملت او سپيڅلې خاوره د دوی د سیاليو په ډګر واوښته .
د شوروي تر يرغل وروسته د انګلستان د باندنيو چارو وزير پيټر کيرينګټن د شوروي لښکرود وتلو او د يوه ناپيلي حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه،وروسته يې دا وړانديزپه اروپايي کميونيټي يا ټولنه چي او س په اروپايي يونين ياديږي و مانه ــــ (۴)
تر دې وروسته د امريکا ولسمشر جمي کارتر د يوګوسلاويې ولسمشر بروز ټيټو چي د ناپيلو هيوادونو د ټولني ريس هم و، يو ليک واستاوه چي پکښي ليکلي و- کچيري شوروی ځواکونه د افغانستان څخه په بشپړه توګه ووزي ، هغه به په سړه جګړه کښي د افغانستان د ناپيلتوب تضمين وکړي . دغه ليک د هغه دملي امنيت سلاکار زيګنيوبرزيزينسکي شوروي سفير اناتولي ډبرينين ته وسپاره . په ليک کښی زياته سوې وه چي د شمالي افريقې د ناپيلو اسلامي هيوادونو لکه الجيريا، تيونس او مراکش سوله څارونکي ځواکونه دي په افغانستان کښي ځای پر ځای سي . سفير اناتولي ډبرينين دا ليک د خپل هيواد سياسي بيورو ته ورساوه، خو هغوی ونه مانه ،غوښتل يې چي افغانستان دي ددوی تر اغيز لاندي هيواد وي .کله چي د زړو مشرانو پر ځای ميخايل ګوربچوف واک لاس ته کړ، نو په (۱۹۸۵ء) کښي يې ددې وړانديزه سره خپله ليوالتيا وښوده ، هغه مهال امريکا د مجاهدينو په کلکه پلوي کول او پر دې وړانديز يې غوږ ونه نيووـــ (۵)
ورته وړانديز د( ۱۹۸۰ء) د لسيزي په منځ پا پای کښی د فرانس صدراعظم جيسکا ديستان وکړ چي د زبر ځواکونو او ګاونډيو هيوادونو په غونډه کښي دي دافغانستان د ناپيلتوب تضمين وسي ـــ (۶).
روسي فدراسيون خپل اخلاقي مسيوليت هغه مهال تر سره کړچي پارلمان يا دوما يې په غټ اکثريت پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تيري پر ضد د غندني قرارداد ومانه ، د تيري پريکړه يې د څلورو مشرانو د لوري وبلله ، په قرارداد کښي ددې تيري په اخلاقي او سياسي توګه غندنه سوې ده ــــــــ (۷)
وروسته ددې فدراسيون د باندنيو چارو وزير بوريس پينکين وړانديز وکړ- که افغانستان وغواړي ،هيواد به يې يو مليارد ډالر د جنګي تاوان په توګه ورکړي .
مجاهدينو سوله ، بری او جنګي تاوان درې واړه په تندي ووهل او هيواد يې د باندنيانو په لومو کښي واچاوه .
د امريکا په مشري د ناټو اوسنی پينځلس کلن تيری د ملګرو ملتو او هم د امريکا د اساسي قانون په رڼا کي ناقانوني دی . ددې هيواد نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخابي کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه چي د وژل سوي امريکايي ولسمشر جان . ايف کنيډي او هم د(۹/۱۱) ياد منهاټن دغميزي پلټنه به له نوي سره وکړي . زه باوري يم چي که دا پلټني د ملګرو ملتو په مشرتابه د نړۍ د ‎ قانونپوهانود يوې بې پرې ټولۍ يا جيوري لخوا تر سره سي ، د پړې او شپيان پل به ارو مرو د امريکا او انګلستان د هغه مهال ولسمشرانو ډبليو بش او ټوني بلير ته ودريږي ، چي ددې هيوادونو په ګډون يې يو شمير نړيوالو د محکمه کولو غوښتنه کړې او هغوی يې په جنګي جنايتکارانو تورن کړي دي .
نړۍ د سولي او دايمي امنيت په راوستلو کښي د افغانانو پوروړې ده . په اوسني مهال کښی ددايمي سولي د پاره ماته د امريکا دباندنيو چارو د پخواني وزير هينري کيسينجر چي پر افغانستان يې ډير شمير مضامين و مقالې او هم کتابونه ليکلي دي ، طرحه مناسب او عملي ښکاري ،خو په شرط ددې چي نړيوال ورسره مرسته وکړي .
هغه دا طرحه پخپل کتاب ــــ (۸) کښی دغسي وړاندي کړېده :- اوسنی بلجيم د منځني پير د پايه څخه بيا تر شپاړسمي ميلادي پيړۍ پوري د کلتور او سوداګرۍ په برخه کښي يو سمسور نړيوال مرکز و. د شپاړسمي پيړۍ څخه بيا د تر پاڅونه (۱۸۳۰ء) پوري بلجيم د اروپايي هيوادونو د جګړو په مرکز واوښت . په (۱۸۳۹ء) کښي د لندن د تړون پر اساس اروپايي هيوادونو د بلجيم د خپلواکی او نا پيلتوب تضمين وکړ، او پدې هيواد کښي امنيت او استقرار رامنځته سول . ډاکټر هينري کيسينجر ورته تړون دملګرو ملتو تر چتر لاندي د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو تر منځ ګټور بولي ـــــــــ (۹) .
1- Thinking Long On Afghanistan ,Could It Be Neutralized By Audrey Kurth Cronin,Pages,56,57
2- تحقق وحدت ملی پيش شرط همه ارمانهای ملی ما است، د ميرعنايت الله سادات ليکنه ، د امريکا د کاليفورنيا څخه د انټر تيټ په ليکه ،
mesadat@yahoo.com
3- الميه افغانستان ، د رياض احمد سيد اردو کتاب،۱۹۸۱ء د هسټوريکل ريسرچ انسټي ټيوټ اسلام آباد لخوا،۷۶- ۷۷ مخونه
4 – Peter Alexander Rupert Carrington, Reflect on Things Past (New York: Harper Collins,
1988), p. 318 and 325—/6. Soviet reactions to the Carrington plan appear in Izvestiya,
February 21, 1980; Tass, February 20, 1980; and Tass, July 5, 1981.
5 – Anatoly Dobrynin, In Confidence: Moscow’s Ambassador to America’s Six Cold War
Presidents (New York: Random House, 1995), pp. 450—/1. For other prominent support,
see Selig S. Harrison, ‘‘Dateline Afghanistan: Exit Through Finland?’’ Foreign Policy, no.
41 (Winter 1980—/81): pp. 163—/187; and former Indian Foreign Minister Jagat S. Mehta,
‘‘A Neutral Solution,’’ Foreign Policy, no. 47 (Summer 1982): pp. 139—/153. More
recently, see Henry A. Kissinger, ‘‘In Afghanistan, America Needs a Strategy, Not an
Alibi,’’ International Herald Tribune, June 25, 2010, http://www.henryakissinger.com/
articles/iht062510.html.
6 – دا خبر مو پخپله د بي.بي .سي ريډيو څخه واوريداوپه نورو مطبوعاتو کښي مو ولوست، ياداشت مو کړ، خو اوس مو سمدلاسه ونه موند .
7 – د کوټي اردو ورځپاڼه مشرق، د دسمبر د مياشتي يو ديرشمه نيټه ۱۹۸۹ء
8 – World Order, by Henry Kissinger.Sep 9, 2014, Penguin Press. 433 pages
9 – Historic Belgium Treaty Could Save Afghanistan
07/07/2016 10:46 pm ET | Updated 21 hours ago/http://www.huffingtonpost.com/waha…/historic-belgium-treaty-
Word-dividers in the Greek Script of the

Kushan Period of Afghanistan

 

حبيب الله کلکانيمحمد نادر خان
نظريات (0)
نظر اضافه کول