نوم ورکې مجاهده

بسم الله الرحمن الرحیم ـ د انګریزانو او افغانانو لومړۍ جګړه په ۱۸۳۹ ـ ۴۲ کی پیښه سوې ده یعنی ۱۷۵ کاله مخکی . هغه وخت د انګریزانو له خوا د کندهار د جبهې قوماندان ( جنرال ناټ ) و . د زمینداور ، دهراود ، کلات او نورو سیمو څخه به غازیانو د هغوی پر مرکزونو او قطارونو وینړۍ حملې کولې او درانه تلفات به یې ور اړول . انګریزانو د غازیانو خصوصأ صلو خان ، میرزا احمد خان ، عطا محمد خان ، اختر خان علیزي ، اکرم خان نورزي او نورو له لاسه د ورځی آرام او د شپې قرار نه درلود . جنرال ناټ په ډیر چل ، فریب او منافقت سره اکرم خان ونیوئ او بیا یې د میکناټن او شاه شجاع په امر د ۱۸۴۱ کال د سپټمبر په میاشت کی په کندهار کی په توپ کی والوزاوه او شهید یې کړ ( د پښتنو تاریخ ، ۵۵۹ مخ ) .

غازیانو د ۱۸۴۲ په لومړۍ نیمایی کی د کندهار ښار او د کلات نظامي کلا محاصره کړه . د مې پر ۲۴ غازیانو په ارغنداب کی پر هغوی سخته حمله وکړه ، درانه تلفات یې ور واړول ، آن دا چی ډګرمن چمبرلین او ټریورز ټپیان سول .

دې جنګ ته د شهید اکرم خان کونډه هم راووتله او په ډیر غیرت او شهامت سره یې خپل پوځ قومانده کاوه . خبره دا ده چی دا بی بی د خپل میړه ( اکرم خان ) تر شهید کېدلو وروسته د پردې څخه راوتلې وه ، چادري یې غورځولې وه او توره یې اخیستې وه . هغې ګڼ شمیر افغانان د ځان سره شامل کړي وو او په کوم کار کی چی د هغې میړه ځان قرباني کړی و ، هغه مسؤلیت یې په لاس کی واخیست . په دې جنګ کی دا پخپله د غازیانو د لومړنیو صفونو سره د خپل میړه پر سپین آس سپره وه او د هغه یو لوی نښان ( بیرغ ) یې په لاس کی اخیستی و او د جنګ ډګر ته راووتله او په ډیره زړه ورتیا یې خپلی لښکری د انګریزانو پر پوځ ور سوق کړې . ډګرمن ریټري د دې په اړه خپل د سترګو لیدلی حال داسی بیانوي :

« څه وخت چی دښمن رانږدې سو نو د هغوی د مخکنیو صفونو په مرکز کی یو سپین څیز په نظر راغی چی د هغه څخه به غازیان ، سرداران ، ملیان ، د ډُولونو خاوندان او نښان ویشتونکې چارچاپېره راجمع کېدل . وروسته معلومه سوه چی دا خو د مقتول اکرم خان بهادره کونډه ده . هغې خپل د بزدلۍ طبیعت یو طرف ته غورځولی و ، چادري ( برقع ) یې لیری کړې وه او د ښځینه وو د پردې څخه راوتلې وه او د جنګ په میدان کی په وړاندیني صف کی د خپل میړه پر آس سپره  ولاړه وه او د خپل میړه بیرغ یې په لاس کی نیولی و او ټول قومونه یې راغونډ کړي وو . » ( د پښتنو تاریخ ، ۵۵۷ ـ ۵۵۸ ـ ۵۵۹ مخونه ) .

هو ، دا چی دښمن یعنی یو انګریز پوځي افسر د جنګ په میدان کی د یوې افغاني مجاهدی قهرمانی میرمنی عزت او صفت نسي پټولای ، آن دا چی پخپله یې « دښمن » بولی او ضرور به یې حدِ اقل ستاینه کړې وی ، نو په اصلیت کی به هغه څومره غیرتي او قهرمانه وه ! الله دی دغه مجاهده قهرمانه او د آزادۍ د لاری ټول مجاهدین د جنت دایمی استوګن کړی ، آمین .

دا چی د شهید اکرم خان د قهرمانی میرمنی نوم به څه و ، چا ته معلوم نه دی . خو مشهور ناول لیکونکی محترم غوث خیبري یې په ستاینه سره « پښتنه بی بی » بولی او په ډیر احترام یې یادوي ( دعوت جریده ، پرله پسې ۱۲۰مه ګڼه ، د ۱۳۷۹ لمریز کال مرغومی ، اووم مخ ) . نو مناسبه او لازمه خو دا ده چی هغه په « پښتنه بی بی » یا « نوم ورکې مجاهده » سره وبولو . خو زموږ ستر مسؤلیت دا دی چی د هغې ذکر حتمأ باید زموږ د ملی تاریخ په صفحو کی ، د ملی هویت په وثیقو کی او د ملی احساس په ولولو کی درج سی . زه شخصأ حیران یم چی زموږ مشهورو او مدبرو تاریخ پوهانو ولی په خپلو معتبرو آثارو کی د دې نوم ورکی مجاهدی د دومره لویی اتلولۍ ذکر نه دی کړی . خو ښایی اصلی علت به یې د اړونده مأخذونو نشتوالی وو .

په هر صورت ، دا چی نوموړې قهرمانه به شهیده سوې وی او که به په طبیعی مړینه وفات سوې وی ، معلومات نسته . خو هر څه چی ده ، د هغې او نورو غازیانو د توري برکت وو چی افغانستان د یو اغزي غوندی د انګریزانو په ستونی کی داسی بند و چی نه یې تیرولی سو او نه یې غورځولای سو .

نو د ګرانو ځوانانو څخه صمیمانه هیله کوم چی د دې نوم ورکي مجاهدې په باره کی ډیره علمی څیړنه او پلټنه وکړی او د خپل ملی تاریخ یوه زرینه پاڼه له دوړو پاکه کړی .

هو ، دا بېله شکه یوه ملی قهرمانه او مجاهده میرمن وه . نو څومره به ښه وی چی د هغې حق پر ځای کړو ، یعنی یو ښځینه روغتون ، یا ښځینه لیسه یا واټ یا څلی او یا کوم جوړښتون د هغې په نوم مسمی کړو تر څو حدِ اقل حق یې ادا سوی وی . د همداسی حق اداینی په طمع . والسلام

 

مأخذونه :

۱ – د پښتنو تاریخ ؛ قاضی عطاالله خان ؛ یونیورسټي بُک ایجنسي ، درېیم چاپ ، پیښور ، ۲۰۱۲ .

۲ ـ دعوت جریده ، پرله پسې ۱۲۰مه ګڼه ، د ۱۳۷۹ لمریز کال مرغومی ( یا د ۲۰۰۰ کال ډسمبر ) ، ناروې .

نظريات (0)
نظر اضافه کول