وردګ

علامه رشاد

مرکه کوونکی: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه؛ له علامه رشاد سره مركې … دوهمه برخه

پوښتنه: درنه استاده! مهرباني وكړئ وواياست، چې د وردګ تاريخي بهير له كوم وخته راهيسې پيلېږي؟
ځواب: د افغانستان لوى تاريخ ليكونكى ارواښاد احمد علي خان كهزاد پخپل كتاب( د افغانستان پخوانى تاريخ) كې يو ځاى ليكي: “ ورديګا او برسايا( وردګ، بړيڅي) په ويدونو كې راغلي دي.”
د ويدونو زمانه، د حضرت محمد(ص) تر زوكړې دوه يا دوه نيم زره كاله پخوا ده او دا به په اغلب ګمان په تاريخي اسنادو كې د ويردګ يا وردګ تر ټولو لرغونې يادونه وي.
د اوستا په پاڼو كې، چې د ارياناويجه د شپاړسو سيمو يادونه شوې ده، په هغو كې اوومه سيمه د ويكرته په نامه ښودل شوې ده، چې اوس هم د وردګو د اوسېدلو سيمه د ويردګ يا وردګ په نامه يادېږي.
كلاودس بطليموس په دوهمه ميلادي سدۍ كې د پاروپاميزاد او ( هندوكش) په خواوشا كې د اوراتيكا په نامه يو ځاى ياد كړى دى، چې د اوسني وردګ له كليمې سره ډېر زيات لفظي نزديكيت لري. نوموړي دا هم زياته كړې ده، چې د كابل رود سرچينې ته څېرمه سيمه كې د ورتيكا په نامه باندې يو ښار دى، د وردګ له نامه او موقعيت څخه لرې نه دى.
پوښتنه: درنه استاده! كه وواياست، چې بردګا(bardaga) او بارداګا څه توپير لري؟
ځواب: زما په فكر امكان لري، چې د يونانيانو باګردا نوم د زندو اوستا د vaekeneta سره يو وي. يوه بله خبره، چې د وردګو د سيمې په اړه د يادونې وړ ده هغه دا ده، چې د چيني زاير هيوان څانګ په سفرنامه كې، چې په اوومه عيسوي سدۍ كې ليكل شوې ده، راغلي دي، چې په ۶۴۴ م كال كې له هند څخه د چين د سفر په لار كې كابل ته رارسيږي، له كاپيسا څخه ۱۵ ورځې د جنوب خواته سفر كوي او varana يا اوسني بنو ته رسېږي، بيا شمال غربي خواته روانېږي او له هغه ۱۰۰ ميله د شمال خواته ځي او د ( درګي ستانه) سيمې ته رسېږي. ښايي دغه نوم په اصل كې varidelgi sthana وي.

لومړۍ برخه

د وردګو په اړه نور مالومات دلته:

نظريات (0)
نظر اضافه کول