يو تاريخي واقيعت او اعتراف

څو ورځي د مخه مي په افغان انګليس لومړۍ جګړه کي د مشهور انګرېزي جاسوس موهن لال يادداښتونه ګورم، دغه ماجراجو انسان چي د پيسو، انگرېزي انعامونو او مډالونو په خاطر ئې د انگرېزي بادارانو هر فرمايش ترسره كاوه، په حيرانونکې توګه زموږ له مذهبي قشر او قومي مشرانو څخه داسي ناوړي ګټي اخيستي چي نن لا بايد په وشرمېږو.
ده پر ځان د مسلمان حسن اغا/محمد لعل نوم ايښي وو او په افغاني خاوره کي ئې بېلابېل ماموريتونه تر سره کړي دي، لال خپلو ياددښتونو کي ليکي:

” د درنې کمپنۍ او مخکښو مشرانو [ انګرېزانو ] دا دستور وو چي و ملايانو، سيدانو او نورو مذهبي او قومي مشرانو ته به ئې ډېر الاونس ورکاوه. ځکه چي دوي په بې سيواده او پاته اولس کي ډېر درناوي لاره، که د ملا نصوح (د سردار کهندل خان وزير) مرسته نه وای، کندهار به تر اوسه [۱۸۴۲ع] هم زموږ لاس کي نه وای !”

هندی انگرېز څارگر موهن لال كشميرى

بل ځای ليکي:

“کندهار کي يو اهل تشيه هلک چا وواژه، کندهاري شعيه ګان مو وهڅول چي همدا ئې وخت دئ چي د افغانانو له ظلمونو او اسارت څخه ځان وژغورئ، ځکه چي افغانان اوس هم قزلباشو (اهل تشعيه) ته د فرېبګارو په سترګه ګوري”.

دغه ځيرک، چالاک او په شکل ښايسته جاسوس چي تل به ئې دافغانانو جامې اغوستې، روانه درباري پښتو، انګليسي، هندى او پارسي ويل. لال چي د کمپنۍ له خوا استخدام سوى وو، د پيل په غړکه هندوانو، سنيانو، قزلباشو، سردارانو او اټکل هر چا ته په بېلابيلو نومونو پيسي وېشلي چي مالومات ئې دده په هغه ورکه ډايري کي دي چي سل کاله د مخه دده د کورنۍ څخه يو امريکايي ليکوال وړې او تر ننه ئې مالومات نسته!.
ځینې تاریخ لیکونکی باور لری چي غازی وزیر اکبر محمد اکبر خان ته هم دغه موهن لال زهر ورکړی او د انګریز دغه غلیم په هغه زمانه کي په دې توګه له منځه یووړل سو.
کله چي په لومړۍ افغان-انګليس جګړه کي افغانانو كابل كي د انگرېز څارگرو پر کور بريد وکړ، برنس ئې وواژه، خو موهن لال د كور له كړكۍ د باندې ټوپ كړل او وتښتېد، خو کله چي وروسته ونيول سو ژر ئې كليمه تېره كړه او په دې تاکتيک ئې ځان له مرگه وژغورئ، چي بيا وروسته په هند کي ومړ -۱۸۷۷ع.

برنس

لال له لومړنيو هندوانو وو چي په ډيلي كي يې په لوېديز سبك زدكړي وكړې. د انگرېزانو د څارگرۍ په خدمت كي پر افغانستان سربېره منځنۍ اسيا، ايران، خراسان، د هند شمالي سيمو، مصر او اروپا ته هم سفرونه كړي دي.

همدارنګه لال په ۱۸۷۵ع کال کی یې د لومری خل لپاره درې پایه البمین عکاسۍ کامره د هند په اودیا پور راجستان کي جوړه او بیا دغه کامره د امیر عبدالحمن خان په وخت کي د کابل ارگ ته راوړل سوی، دده د کورنۍ له خولې چي يو امريکايي ليکوال په يوازي سلو ډالرو دغه ډآيري او دده اکثريت کاغذونه رانيول او ولاړ.

ددې وخت د ليکونو او ياددښتونو په لوستلو سره اعتراف کوم چي د انګرېزانو د هغه وخت عادي مامور به هم زموږ د وخت له باچا رانيولې تر عادي ملا هوښيار او ذهين وو!!!


په افغان انګليس لومړۍ جګړه کي د مشهور انګرېزي جاسوس ( موهن لال چي پر ځان ئې د مسلمان حسن اغا/محمد لعل نوم ايښي وو ) موهن لال كشميرى په ۱۸۱۲ ز كال كي په يوه كشميري كورنۍ كي وزېږېد. دده پلار راى برام ناټــهــ نومېد چي په اصل كي د هند له گواليور څخه وو. موهن لال يو له هغو لومړنيو هندوانو څخه وو چي په ډيلي كي يې په لوېديز سبك سره زده كړې وكړې. ده د انگرېزانو د څارگرۍ په خدمت كي پر افغانستان سربېره منځنۍ اسيا، ايران، خراسان، د هند شمالي سيمو، مصر او اروپا ته هم سفررونه كړي دي. د افغان او انگليس لومړۍ جگړې ( ۱۸۳۸ – ۱۸۴۲ كلونه ) پر مهال دى په كابل كي د بل انگرېز څارگرالېکسانډر برنس سياسي مرستيال وو. د افغان او انگليس د لومړۍ جگړې پر مهال ده ډېره هڅه وكړه چي مخكي له مخكي خپلو انگرېز بادارانو ته د خطر په اړه خبر وركړي، خو كومه گټه يې ونه كړه. ده به په دې كلونو كي له كابل څخه كلكتې ته د افغانستان د حالاتو په اړه په پټه څارگريز رپوټونه وركول. د ۱۸۴۱ ز كال د نوامبر د مياشتې په دويمه نېټه چي كله افغانانو په كابل كي د انگرېز څارگر الېکسانډر برنېس پر كور بريد وكړ نو “برنس” او دده ورور “چارلز” يې ووژل. موهن لال په دغه شېبه كي د كور له كړكۍ نه د باندي ټوپ او وتښتېد، خو لږه موده وروسته بيا هم ونيول سو . كله چي دى ونيول سو نو ژر ئې كليمه تېره كړه او مسلمان سو، په دې ډول ده وكولاى سول چي له مرگه ځان وژغوري. موهن لال په ۳۲ كلنۍ كي له دندې گوښه سو. دى له دې مله ډېر خواشينى وو چي په افغانستان كي د انگرېزانو لپاره دده خدمتونو ته وړ قدر ور نه كړ سو. ده يو ورور درلود چي كيدر ناټ نومېده او په ۱۸۵۵ع كال كي ومړ . د موهن لال مېرمن چي حيدري بېگم نومېده، په ليك او لوست پوه او يوه مسلمانه ښځه وه. هغې په ۱۸۵۷ع كال كي په هندوستان كي د عمومي پاڅون پر مهال د حالاتو په اړه يادښتونه وليكل چې وروسته بيا دغه يادښتونه د انگرېزانو لاس ته ورغلل او هغوى ظبط كړل . موهن لال كشميرى په ۱۸۷۷ ز كال كي ومړ.

 

 

اليګزينډر برنسکابلموهن لال
نظريات (0)
نظر اضافه کول