ټيپو سلطان او شاه زمان

 

د ټیپو سلطان او شاه زمان تر منځ د اړېکو او یا د دې اړیکو په باب د غلطو رپوټونو د خپرېدلو سره په افغانستان کي د انګرېزي استعمار او وروسته د قاجاري ايران د مستقیمو او غیر مستقیمو مداخلو او جګړو لړۍ پیل کيږي. انګرېزانو دې دواړو پاچاهانو ته د خپلو خطرناکو دښمنانو په سترګه کتل او د ټیپو سلطان، فرانسې او شاه زمان تر منځ د اړېکو د ټینګېدلو احتمال یې، چي ښايي روهیله پښتانه او د ډهلي دربار هم ورسره ملګری سوی وای، په هند کي د خپل قدرت له پاره خطرناک بلل. ځکه یې نو د پېښو له پیل کېدلو څخه مخکي په سیمه کي په فعالیت پیل وکړ. موږ به یو ځل د ټیپو سلطان، وروسته د شاه زمان او د دوی تر منځ د اړېکو او د انګرېزانو او ايران د عکس العمل په باب وږغېږو.

ټیپو سلطان:

سلطان فتح علي صاحب ټیپو د ۱۷۵۰ میلادي کال د مې د میاشتي پر شلمه د هند د بنګلور په ایالت کي، د حیدرعلي په کهاله کي، چي د عادي سپاهي له مقام څخه د میسور پاچهۍ ته ورسېدی، وزېږېدی. هغه ته خپل پلار، د ارکاټ د اوسېدونکي شیخ ټيپو مستان اولیاء ته د اخلاص له امله، د ټیپو لقب ورکړ او تر مرګه په همدې نامه دونه مشهور سو چي اصلي نوم یې چاته په یاد نه وو. د ټیپو سلطان پلار، حیدرعلي، د سواد او زده کړي له نعمت څخه محروم وو او خپل زوی یې له وړوکوالي څخه د ادب او دیني علومو څخه نیولې تر پوځي چارو او سیاست پوري په هره ساحه کي، د مشهورو او پوهو استادانو تر هدایت لاندي وروزی. له اووه لس کلنۍ څخه یې مستقل ډیپلوماټیک ماموریتونه ور وسپارل او د جنګ او سورلۍ په میدانونو کي یې تعلیم ورکړ. د ټیپو سلطان پلار، د قدرت له لومړیو شپو ورځو څخه، د انګرېزانو، مرهټیانو او د حیدرآباد د نظام له مخالفتونو سره ځکه مخامخ وو چي د هغه د قدرت د سیمي د پراخولو له پاره هر ډول عملیاتو د هغوی قلمروونه او نورو وړو او لویو راجه ګانو او نوابانو د قدرت سیمي تهديدولې. حیدرعلي، د یوه ټینګ مسلمان په حیث، له انګرېزانو څخه په زړه کي سخته کرکه درلوده او دا کرکه یې تر مرګه پوري تازه وساتله. ګواکي کله چي ټیپو په ۱۷۸۲ کال کي قدرت ته ورسېدی نو د انګرېزانو او مرهټیانو سره دښمني په میراث ورته پاته وه. حیدرعلي او ټیپو سلطان د هند له خاوري څخه د انګرېزانو د شړلو او په هغه خاوره کي د مسلمانانو د لاسه وتلي برم د بیرته ژوندي کولو له پاره له هري وسیلې څخه کار واخیست او دواړو، په خپلو جنګونو، د وسلو په جوړولو او ترلاسه کولو او د پوځ په عصري کولو کي د فرانسوي صاحب منصبانو او پوځي ماهرانو څخه استفاده کوله.

ټيپو سلطان

که څه هم چي ټيپو سلطان په میسور کي، د خپل قدرت په اووه لس کلنه دوره کي، ځیني اقتصادي او مالي اصلاحات راوستل خو د انګرېزانو، مرهټیانو او د حیدرآباد د نظام سره دښمنیو او پرله پسې جنګونو د آرام ژوند مجال ورنه کړ او ټول عمر یې له دښمنانو سره په جنګونو او د آس پر شا تېر سو. هغه انګرېزانو ته په ۱۷۸۴ کال کي، د میسور او انګرېز په لومړي جنګ کي، ډېره سخته ماته ورکړه خو په نوروو دوو جنګونو کي یې مځکي او خاوره له لاسه ورکړه او په ۱۷۹۹ کال کي د انګرېز او میسورپه څلورم جنګ کي ووژل سو. ټیپو سلطان له انګرېزانو سره د مقابلې له پاره د عثماني امپراطوردربار، افغانستان او فرانسې ته استازي واستول خو له یوې خوا یې هم مرستي تر لاسه نه کړای سوای او د ژوند تر پایه پوري خپلو دښمنانو ته، چي د هغه خاوره یې د ټاپو په څېر محاصره کړې وه، یوازي پاته سو.

ټیپو سلطان په ۱۷۸۴ او بیا په ۱۷۸۵ کال کي د عثماني امپراطور دربار ته ایلچیان واستول مګر د هغه له یوولس سوه تنو لېږل سویو کسانو څخه یوازي اته شپېته تنه بیرته راستانه سول او ګواکي سفارت بې نتیجې سو. ټیپو دغه راز په ۱۷۸۵ کال کي د فرانسې پاچا شپاړسم لويي دربار ته ایلچي او ډېر زیات قېمتي سوغاتونه او جواهرات ولېږل او د انګرېزانو په مقابل کي یې د مرستي غوښتنه ورڅخه وکړه، مګر له دې وروستي سفارت څخه یې هم نتیجه تر لاسه نه کړه([1]).

ټیپو سلطان په۱۷۹۶ کي زمان شاه ته یو لیک واستاوه او په هغه کي یې ورته ولیکل چي له هغه څخه مرسته له هندوستان څخه د انکرېزانو د ایستلو له پاره غواړي. ده زمان شاه ته ولیکل چي دا د مسلمانانو پر مشرانو باندي فرض دي چي لاسونه سره ورکړي او د هندوستان له خاوري څخه کافران وشړي. ده ولیکل چي ما ټینګه ملا تړلې ده او مطلب مي د انګرېزانو سره جهاد دی. ده په بل لیک کي شاه زمان ته ولیکل چي په سیمه کي د انکرېزانو قدرت او سلطه د خدای د مخلوق له پاره د شر او فساد سرچینه ده([2]).

د ډهلي په ملي آرشیف کي د فارسي ژبي په اسنادو کي د ۱۷۹۷ کال د جولای د میاشتي په یوه سند کي راغلي دي چي د ټيپو نایک وکیلان، چي درې سوه تنه کيږي، د جزیرې او بلوچستان له لاري کندهار ته رسېدلي دي او د شاه زمان له پاره یې د پنځو لکو روپیو په ارزښت، سوغاتونه راوړي دي.د ټيپو سلطان له دوو تنو ایلچیانو سره ډېر ښه آسونه هم ورسره دي چي هغه هم شاه زمان ته په سوغات کي لېږل سوي دي. ټیپو نایک شاه زمان ته لیکلي دي چي د هندوستان خوا ته شل زره عسکر ولېږي او پخپله شاه زمان دي هم هندوستان ته سفر وکړي. هغه لیکلي دي چي پاچا ته به دېرش میلیونه روپۍ ورکړي او د شلو زرو عسکرو خرڅ خوراک هم په ټیپو سلطان اړه لري([3]).

داسي ښکار چي شاه زمان د ټیپو سلطان له استازو سره ونه لیدل ځکه چي د هماغه کال د آګسټ د میاشتي په رپوت کي راغلي دي چي شاه زمان امر کړی دی چي هر کله کندهار ته ورسېږي نو د ټيپو سلطان د ایلچیانو سره به وګوري([4]).

دا چي شاه زمان ته د ټيپو سلطان سوغاتونه او آسونه ورسېدل کنه او شاه زمان د ټیپو سلطان له استازو سره لیدنه سوې ده که نه ده، په دې باب څه نه دي ویل سوي.

د مرحوم غبار دا ادعاوي د تاءمل وړ دي چي وايي څه موده وروسته د ناپولیون استازی د ايران له لاري کابل ته ورسېدی او له شاه زمان سره یې پر هند باندي د حملې په باره کي خبري وکړې، او زمان شاه چي پخپله یې له انګلیس څخه د هند د ژغورلو پلان درلود، د هغه پېشنهاد ته اهمیت ورنه کړ؛ ځګه چي یو یې پخپله ۱۵۰ زره منظم پوځ درلود او بل د افغانستان ملت له عیسوي مذهبو استعماري قواوو څخه د هند د خلاصون له پاره د هغه تر شا ولاړ وو. ګواکي زمان شاه نه غوښتل چي د هند څخه د انکرېزانو د شړلو په کار کي کوم بل بېګانه قوت له ځان سره ملګری کړي([5]).

مرحوم عبدالحی حبیبي هم په دغه نظر دی او لیکي چي په دغه وخت کي د ناپولیون قواوي مصر ته رسېدلي وې او د زمانشاه دربار ته یې پیغام واستاوه چي د انګریزیانو د تېري کونکو او فاتحو قواوو مخه ونیسي او د فرانسې له امپراطور سره دوستي ټینګه کړي. ځکه نو شاه زمان هم د انکرېزي استعمار د پراخېدلو څخه د هند د ساتلو له پاره ملا وتړله او له پېښور څخه یې د درندو پوځي قواوو سره د هند د فتح کولو له پاره حرکت وکړ([6]).

د شاه زمان او ناپولیون تر منځ د تماس په باب هیڅ تاریخي ماءخذ نه سته او په کابل کي د ناپولیون د سفیر په باب، چي هغه دي هم د ايران له لاري، کابل ته رسېدلی وي، بېخي خبره نه سي کېدلای. ناپولیون په ۱۷۹۹ کال کي په فرانسه کي، د کونسل په حیث، قدرت ته ورسېدی. ټیپوسلطان په همدغه کال ووژل سو او د میسور پاچهي انګرېزانو لاندي کړه. ناپولیون په ۱۸۰۱ میلادي کال کي د روسیې د امپراطور لومړي الیکزانډر سره پر هند باندي د ګډي حملې په باب خبري وکړې او هغه هم سمدستي د هند پر لور خپلو عسکرو ته حرکت ورکړ. عسکر لا په نیمه لاره کي وه چي د روسیې امپراطور ووژل سو. دا وخت د شاه زمان، مشر او یاغي ورور، شاه محمود، د ايران په مرسته، شاه زمان له تخته پرزولی او په سترګو یې ړوند کړی وو. ځکه نو، د شاه زمان او ناپولیون تر منځ د سفیرانو او استازو د تبادلې په باب خبره کېدلای نه سي. د بلي خوا انګرېزانو شاه زمان ته د یوه قوي او خطرناک دښمن په سترګه کتل؛ خو شاه زمان نه د انګرېزانو له قدرت څخه خبر وو او نه یې پر هند باندي د حملې کولو هدف له هغه هیواد څخه د انګرېزانو شړل وه. شاه زمان که پر هند باندي حمله کوله نو زیاتره هدف یې مرهټیان او سیکهان ول نه انګرېزان. هغه غوښتل چي د خپل نیکه احمدشاه بابا قلمرو خپل کړي او ډهلی د کابل تابع وي. له هغه لیک څخه چي شاه زمان د کال ۱۸۹۸ د جون په میاشت کي د هند ګورنرجنرال سرجان شور ته لېږلی دی په څرګنده ښکاري چي هغه برټانیې ته د دښمن په سترګه نه ګوري او ګورنرجنرال ته لیکي چي زه غواړم په یوه مناسب موسم کي هندوستان ته سفر وکړم. هلته به خپل دوستان ونازوم او دښمنان به پسي واخلم. غلام احمدخان مي د دې له پاره هلته درواستاوه چي دا معلومه کړي چي څوک زموږ دوستان او څوک مو دښمنان دي. هغه به تاسي ته ووايي چي تاسي هیڅ اندېښنه مه کوی او زموږ د تابعیت او وفادارۍ په سیوري کي آرام ژوند کوی([7]).

کله چي د هیواد پاچا، چي د ډهلي د نیولو او مرهټیانو د ځپلو او د هغوی د زور او منګولو څخه د مسلمانانو د ژغورلو له پاره تیاری کوي، د انګرېزانو له زور څخه دومره بېخبره وي چي هغوی ته د یوه عادي تجارتي شرکت او د خپلو اتباعو په سترګه ګوري، نو د افغانستان ملت به لا( د مرحوم غبار په قول) په دې څه خبر وو چي هند عیسوي یرغلګرو اشعال کړی دی او دوی باید چي له هغي خاوري څخه د عیسوي استعمارګرانو د شړلو له پاره د خپل پاچا ملاتړ وکړي. او دا چي، له نن څخه دي څه باندي دوه سوه کا له پخوا، د شاه زمان په څېر یوه مطلق العنان پاچا د ملت په اراده ځان خبر کړی او حساب یې ورباندي کړی وي دا خو لا بېخي بله خبره ده. حقیقت هم دا دی چي شاه زمان نه د انګرېزانو په زور خبر وو او نه هغوی د دښمن په حیث ورته مطرح وه بلکه د ده، د قدرت د اته کلني دورې، ټول پوځي عملیات د سیکهانو او مرهټیانو ځپلو او اېلولو ته متوجه وه، او په داخل کي لا د خپلو وروڼو سره په جګړو بوخت وو او دا کورني پرله پسې جنګونه او ښورښونه د هغه د هر ډول عالي اهدافو په مخ کي تر ټولو لوی خنډ وو.

هغسي چي زمان شاه په هند کي د انګرېزانو له زور څخه خبر نه وو او یوازي یې مرهټیانو ته د غښتلي دښمن په سترګه کتل، دغه راز په هند کي د شاه زمان دوستان او دښمنان دواړه د هغه له زور او قوت او د افغانستان له داخلي وضع او د شاه زمان له ورځنیو ستونزو څخه خبر نه وه. ټیپوسلطان، روهیله پښتون نواب غلام احمدخان، د اَوَد نواب وزیر علي خان هر یوه هغه ته بلنه ورکوله چي د انګرېزانو او مرهټیانو په مقابل کي ورسره یوځای سي او د جینګر راجا خو زمان شاه ته پېشهاد کړی وو چي که هند ته خپلي قواوي ولېږي نو هغه به د پوځي عملیاتو تر ختمېدلو پوري هره ورځ یو لک روپۍ، د خرڅ خوراک له پاره، ورکړي([8]).

لومړی خو شاه زمان د خپلو وروڼو د پرله پسې ښورښونو او د خراسان په سیمه کي د ايران د دسیسو او تېریو له لاسه هیڅکله دا فرصت پیدا نه کړ چي، د خپل نیکه په څېر دي، په بېغمه زړه، پر هند باندي حملې وکړي. او که چېري د غربي تاریخ لیکونکو په لیکنو باور وکړو، چي د ردولو له پاره یې دلیل هم په لاس کي نه لرو، نو شاه زمان له لویه سره دونه زور نه درلود چي په هند کي دي مرهټه او په تېره بیا د انګرېزانو په څېر له یوه قوي دښمن سره مقابله وکړای سي او یا دي د هغوی وجود ته خطر پېښ کړي. مشهور انګرېز مؤرخ سرجان کې لیکي چي په افغانستان کي د جنګي مېړونو کمی نه وو؛ خو جنګ او جنګي سفرونو ته د هغوی د هڅولو له پاره پیسو ته اړتیا وه، چي له شاه زمان سره نه وې. ویل کيږي چي که شاه زمان پیسې درلودلای نو تر دوه سوه زره پوري جنګي مېړونه یې د جنګ میدان ته ایستلای سوای. مګر کې وايي د هغه ټولو عایداتو د یوه واړه پوځ له پاره هم کفایت نه کاوه. له هغه څخه له دغه امله په ډېرو حساسو شېبو کي عسکر تښتېدل. کې لیکي چي د شاه زمان په پوځ کي مهمه برخه، چي د ده توپخانه وه، ډېره کمزورې وه. هغه یوازي دوولس توپونه درلودل او پنځه سوه زنبورک، چي پر اوښانو وړل کېدل، ورسره وه. حتی دغه توپونه یې هم اکمالولای نه سوای او ډېر زیات توپونه یې په ډېر خراب حالت کي وه. ویل کيږي چي د ۱۷۹۹او ۱۸۰۰ کلونو په جنګونو کي، د شاه زمان په پوځ کي تر پنځه سوه زیات ښه آسونه موجود نه ول؛ او هغه آسونه هم د وزیر او پاچا وه. کې لیکي چي عسکر پر داسي یابوګانو سپرېدل، چي په تاوده بازار کي تر سل روپۍ زیات نه ارزېدل([9]).

شاه زمان قوي پوځ درلود یا یې نه درلود او پر هند باندي د حملې کولو او له انګرېزانو سره د مقابلې توان ورسره موجود وو او یا نه وو؛ خو انګرېزانو د ايرانیانو په مرسته هغه له تخته لیري کړ او افغانانو ته یې داسي ستونزي پیدا کړې چي نسلونه یې دوام وکړ.

شاه زمان:

شاه زمان، چي غوښتل یې افغانستان د خپل نیکه لوی احمدشاه بابا د وخت پولو ته ورسوي؛ مرهټیانو ته پر مسلمانانو باندي د ظلمونو او تېریو کولو او سیکهانو ته د ښورښونو او سرکښیو سزا ورکړي او د سیند میران او د بلوڅو مشران د تل له پاره کابل ته د مالیاتو په ورکولو مجبور کړي، په داسي شرایطو کي قدرت ته ورسېدی چي د درانیانو امپراطوري هم د داخلي جنګونو او ستونزو له امله د رکود او سقوط سره مخامخ وه او هم په خارج کي شرایطو د افغانستان په تاوان تغیير کړی وو.

شاه زمان خان

د درانیانو د امپراطوری کمزوري د احمدشاه بابا د ژوند د وروستیو کلونو او ناروغۍ سره پیل سوه او د هغه له وفات څخه وروسته یې د سقوط او اضمحلال نښي څرګندي سوې. د هغه لوی جنرال او ستر قومي مشر ځای د هغه عیاش زوی تیمورشاه ته پاته سو، چي نه یې د پلار پوځي نبوغ، نه د هغه هوښیاري، نه قومي محبوبیت او نه د شخصیت قوت درلود. البته دا یوازي د تیمورشاه شخصي کمزوري نه وه چي د درانیانو د امپراطورۍ سقوط ته یې زمینه برابره کړه، بلکه د احمدشاه بابا له وفات څخه وروسته، اولا د هغه د ژوند په وروستیو شپو ورځو کي، د هغه د امپراطوری په دننه او دباندي کي شرایط داسي راغلل او ورو په ورو یې داسي وده وکړه چي د احمدشاه بابا د پوځي نبوغ په وسیله د فتح کړي پراخ قلمرو ساتل یې د هر چا له پاره غیر ممکن کړل. البته پر دې عواملو برسېره، د تیمورشاه او د هغه د اولادونو شخصي کمزوریو او کله کله عاجلو اقداماتو داسي وضع منځ ته راوسته چي نه یوازي یې د درانیانو نوې جوړه سوې امپراطوري له سقوط سره مخامخ کړه بلکه څه باندي یوه نیمه پېړۍ یې د خارجي یرغلګرو او داخلي جګړو میدان ورڅخه جوړ کړ.

په ۱۷۷۳ کال کي، د احمدشاه بابا له وفات سره سم، د تېمورشاه د قدرت زمانه د احمدشاهي عصر د صدراعظم، یوه لوی جنرال او قومي مشر، شاه ولي خان بامیزايي او د هغه د دوو زامنو او ورېرونو د وینو په تویولو او خپلو وروڼو سلیمان، سکندر، داراب، پرویز او شهاب په بندیانولو او احتمالا له منځه وړلو پیل سوه.( تاریخونه د تیمورشاه د وروڼو د سرنو

شت په باب چوپ دي ) تيمورشاه، د کورنیو او قبیلوي مخالفتونو له وېري، پایتخت له کندهار څخه کابل ته انتقال کړ او د ژوند تر پایه پوري، سره له هغه چي کله کله به له سختو ستونزو او داخلي ښورښونو سره مخامخ وو، په عیش او نوش لګیا سو. د اولادونو د شمېر څخه یې چي تر شپیتو زیات اټکل سوی دی، ښکاري چي باید ډېري زیاتي ښځي او کنیزي یې درلودلي وي.

د تيمور شاه او احمدشاه بابا د جنګونو توپیر په دې کي وو چي احمدشاه له هر جنګ، په تېره بیا پر هند باندي له حملو، څخه وروسته خپل هیواد ته خزانې او مالیات راوړل او د نوي تاسیس کړي امپراطوری بنسټونه یې ورباندي تقویه کول. په داسي حال کي چي تیمورشاه د خپل قلمرو په داخل کي له لویو ښورښونو سره مخامخ سو او د هغو ځپلو یې خزانې او مالي منابعو ته زیان ورساووه او د دولت د قدرت ستني یې ولړزولې. د تيمورشاه په مقابل کي د فیض الله خان مومند او ارسلاخان مومند په ښورښ کي د هغه څلورم زوی شهزاده عباس هم لاس درلود. دغه راز ویل کيږي چي یو ځل د تیمورشاه مشر زوی شهزاده همایون هم غوښتل چي له وسلې سره د خپل پلار حضور ته ورسي خو پیره دارانو اجازه نه وه ورکړې او کله چي دا خبره تيمورشاه ته ورسېده نو هغه پر خپل زوی باندي بدګومانه سو او یو څه وخت یې بندي کړ([10]).

تیمورشاه په ۱۷۹۳ کال کي، د شپږڅلوېښت کلونو په عمر په پېښور کي ناروغ سو او په ډېر مرموز شکل وفات سو. ډېر زیات احتمال لیده کيږي چي هغه به مسموم سوی وو، ځکه چي د ناروغه کېدلو او وفات د علت په باب یې کره معلومات ترلاسه سوي نه دي.

د تیمورشاه، شپږم زوی، شاه زمان، د خپل پلار د وفات په وخت کي، د کابل نایب الحکومه وو. د هغه مشر ورور شهزاده همایون په کندهار کي نایب الحکومه وو او د هغه دوه نور مشران وروڼه شاه محمود او حاجي فیروزالدین په هرات کي ول. د تیمورشاه څلورم زوی شهزاده عباس، چي په پهلواني ډېر مشهور وو، او د پاچهي دعوه یې درلوده په کابل کي وو. هم همایون او هم شهزاده عباس د شاه زمان پاچاکېدل ونه منل او دواړو مخالفت اعلان کړ. شاه زمان لومړی د شهزاده عباس راضي کولو او یا ګرفتارولو ته توجه وکړه. شهزاده عباس یې د قومي مشرانو او خانانو په نصیحت او زور تسلیمېدلو ته راضي کړ. شهزاده عباس له تسلیمېدلو څخه مخکي ګواښ کړی وو چي هر څوک ورنیژدې سي په ګولۍ به یې وولي او په دې ضمن کي یې د شاه زمان له خوا ورلېږل سوی سړی، محمدابراهیم خان په ورانه کي وویشت. شهزاده عباس له شپږو ورځو مقاومت څخه وروسته تسلیم سو([11]).

شاه زمان، وروسته، شهزاده عباس د خپل بل مشر ورور شهزاده کهندل او نورو شپږویشتو کشرانو وروڼو سره ټول په بالاحصار کي قید کړل.

اکثر مؤرخین پر دې خبري اتفاق سره لري چي شاه زمان د سردار پاینده خان په عقل او تدبیر، چي په کابل کي اوسېدونکي شهزاده ګان یې په بالاحصار کي بند کړل او پر هغوی یې د تېښتي او نجات لاره وتړل، قدرت ته ورسېدی.

په کابل کي اکثرو قومي مشرانو او پوځي جنرالانو له هغه سره بیعت وکړ؛ خو د شاه زمان مشر ورور شهزاده همایون، چي په کندهار کي نایب الحکومه وو، د هغه پاچهي ونه منله؛ خپل ځان یې پاچا اعلان کړ او شاه زمان ته یې د جنګ بلنه ورکړه. همایون د بلوچستان د حکمران نصیرخان بلوڅ له خوا، چي د کابل د حکومت په کمزوره کېدلو کي یې د خپل استقلال خوبونه لیدل، حمایه کېدی. دغه راز د شاه زمان بل مشر ورور، شاه محمود، چي په هرات کي نایب الحکومه وو، د شاه زمان سلطنت ته غاړه نه ایښودله خو د همایون په څېر یې لا ښکاره مخالفت اعلان کړی نه وو او له هرات څخه یې وضع څارله.

په دغو شپو ورځو کي نصیرخان بلوڅ وفات سو او د هغه دوو وروڼو د شهزاده همایون ملاتړ ته ملا وتړله. شاه زمان په دغو حساسو شېبو کي، د هند د فتح کولو له پاره، د پېښور پر لور لښکر رهي کړ. شهزاده همایون پر کندهار باندي حمله وکړه. هغه ښار یې ونیوی او د شاه زمان زوی شهزاده قیصر، چي خپل پلار د کندهار نایب الحکومه ټاکلی وو، د خپل کاکا سره په جنګ کي ټپي او بندي سو. شاه زمان د دې خبرونو د اورېدلو سره له پېښور څخه د کندهار پر لور حرکت وکړ. د شاه زمان د لښکرو، چي قومانداني یې سردار پاینده خان کوله او د شهزاده همایون د لښکرو تر منځ، چي قومانده یې د سردار احمدخان نورزايي په لاس کي وه، د قلات سره نیژدې، یوه لنډه نښته وسوه او د شهزاده همایون د لښکرو قوماندان سردار احمدخان نورزايي شاه زمان ته تسلیم سو. شهزاده همایون د جنګ له میدان څخه وتښتېدی او د بلوچستان خوا ته یې مخه ونیوله.

شاه زمان، د شاه ولي خان بامیزايي زوی مختارالدوله شیرمحمدخان، د بلوچستان د چارو د سمبالولو او د همایون د بیا ښورښ او پر کندهار باندي د حملې د مخنیوي له پاره، د بلوچستان خوا ته واستاوه او هلته یې د نصیرخان د وروڼو پر ځای د هغه وړوکی زوی محمودخان د بلوچستان حاکم کړ. پخپله زمان شاه، په (۱۷۹۵.م) کال کي، د هند د فتح کولو او سیکهانو ته د سرکښیو د سزا ورکولو له پاره، د لاهور پر خوا وخوځېدی. په همدغه شپو ورځو کي شهزاده همایون، ملتان ته نیژدې، د لهیه په علاقه کي، د شاه زمان د طرفدارانو له خوا ونیول سو او د شاه زمان په امر ړوند او په بالاحصار کي بندي سو.

شاه زمان لا د پنجاب د سیکهانو د سرکښیو چاره نه وه کړې چي بیا، په هرات کي، د شهزاده محمود د ښورښ او د فراه او کندهار پر لور د هغه د پرمختګ څخه خبر سو. خپل کارونه یې نیم کاره پرېښودل او په تلوار یې د افغانستان پر لور حرکت وکړ. شهزاده محمود هم د خپلو لښکرو سره د کندهار د نیولو په نیت روان سو او دواړه پوځونه د کندهار سره نیژدې د خاکریز په سیمه کي سره مخامخ سول. په دې جنګ کي له محمود سره دونه منظم پوځونه او قوه ملګرې وه چي د شاه زمان پوځیانو ته یې په لومړۍ حمله کي ماته ورکړه. دا ماته دونه سخته وه چي شاه زمان له وېري خپل تاج یوه غلام ته تسلیم کړ او د یوه عادي سپاهي خولۍ یې پر سره کړه، څو ونه پېژندل سي او ونه وژل سي. شاه زمان د جنګ په میدان کي، په دعاوو او زاریو لاس پوري کړ، او نيژدې وو چي شاه محمود قاطع بری ترلاسه کړي. په دغه وخت کي د شاه محمود، تر ټولو لوی جنرال، محمد عظیم خان الکوزي ماته وکړه او د زاکر په کلي کي یې یوه روحاني شخصیت ملاجان محمد ته پناه یووړه. او شاه زمان هم، د همدغه روحانی شخصیت په واسطه، محمدعظیم خان الکوزی وباخښه او لا یې توره او منصب هم ورکړ. شاه محمود هرات ته ولاړ؛ او هلته یې، د ځينو ناراضي خانانو او قومي مشرانو په لمسون، له سره په دسیسو پیل وکړ. خو د سردار پاینده خان په وسیله، چي د شاه محمود ماما وو، بیرته د شاه زمان حضور ته ورغی او شاه زمان هغه هم وباخښه او بیرته یې په هرات کي نایب الحکومه کړ. د شاه محمود زوی کامران ته یې خپله لور او خپل زوی قیصر ته یې د شاه محمود لور په نکاح کړه([12]).

شاه زمان د دې لوی جنجال د فیصله کولو څخه لږ وروسته، بیا هم، د پنجاب پر لور حرکت وکړ، څو د هغه ولایت سیکهانو ته، چي مسلمانان ډېر ورڅخه په عذاب ول، سزا ورکړي. سیکهانو، چي څو غښتلي مشران یې درلودل او ټول تر یوې قوماندي لاندي نه ول، له شاه زمان سره مخامخ جګړې نه کولې. کله چي به شاه زمان پنجاب ته نیژدې سو سیکهان به په غرونو او ځنګلونو کي پټ سول او کله چي به شاه زمان خپلو پوځیانو ته حرکت ورکړ هغوی به پر پوځ باندي د شا له خوا حملې پیل کړې. دا هغه تاکتیک وو چي دوی د احمدشاه بابا په مقابل کي هم کار ورڅخه اخیست. شاه زمان لا د پنجاب کارونه سمبال کړي نه وه چي یو ځل بیا د شاه محمود د یاغي کېدلو او د فراه پر لور د حرکت کولو څخه خبر سو. شاه زمان خپل کارونه بیا پرېښودل او د کابل او وروسته د هرات پر لور یې حرکت وکړ. شاه محمود یو ځل بیا د فراه په ولایت کي ماته وخوړه او دا ځل یې خپله مور د شفاعت له پاره شاه زمان ته ولېږله. البته شاه زمان هغه ته بخښه ونه کړه او شاه محمود له خپلي مور، زوی شهزاده کامران او دوو سوو تنو سپرو سره لومړی بخارا ته ولاړ او له یو څه وخت تېرولو څخه وروسته یې د ايران پاچا ته پناه یووړه.

تاریخي متون موږ ته نه وايي چي شاه زمان ولي رحمت الله خان پوپلزي ته، چي ده د وفادارخان لقب ورکړی وو، په دربار کي تر خپلو ټولو خانانو، سلاکارانو، جنرالانو او حتی هغو کسانو چي دی یې قدرت ته رسولی، فتوحات یې ورته کړي او دی یې پر قدرت باندي ساتلی وو، زیات قدرت ورکړ او تر ټولو وزیرانو او مشرانو یې ځان ته نیژدې کړ. تقریبا ټول تاریخونه په دې عقیده دي چي رحمت الله خان هیڅ کمال نه درلود او په غوړو کلماتو یې ځان شاه زمان ته دونه نیژدې کړی وو چي د هغه هره خبره یې منله. رحمت الله خان یوازي د شاه زمان په مخ کي ټیټ او پاس کېدی او ویل کيږي چي د نورو ټولو خانانو او مشرانو سره یې له ډېر غرور او تکبر څخه کار اخیست او کله کله به یې سپکاوی ورته کاوه. پښتنو خانانو، چي ځینو یې د پاینده خان په څېر لیاقت درلود او په توره او هوښیاري کي تر هیچا پاته نه ول، د رحمت الله خان سپکاوی نه سو منلای او بالاخره یې د شاه زمان په مقابل کي د کودتا کولو فیصله وکړه.

انګرېز مؤرخ جان ویلیم کې لیکي چي شاه زمان د خپل وزیر په لاس کي لوبېدی او چي څه هغه ورته ویل هغه یې منل.ص ۱۷ وروسته لیکي”شاه زمان د نورو، تر ده لایقو او بهترو پاچاهانو په څېر، خپل وزیر ښه نه وو انتخاب کړی. د ده د ژوند یوه لویه اشتباه دا وه چي د خپلي امپراطوری د ادارې اختیارات یې وفادار خان ته وسپارل. هغه یو ټیټ او دسیسه کار سړی وو چي د حیثیت او مړاني اثر پکښي نه وو. وزیر، پاچا د ځان کړای سو او د ځان په ګټه یې استعمال کړ مګر وضع خو یې د ځان په ګټه ګرځولای نه سوه. ده، د خپل تېري او استبداد په وسیله، پاچاته، د دراني خانانو وفاداري کمولای سوای، مګر د هغوی قدرت یې نه سو ختمولای. وفادارخان، چي د دراني خانانو له زیاتېدونکي قدرت څخه په وهم کي وو، د هغوی د تباه کولو فیصله وکړه. مګر په دې توګه یې هم ځان او هم خپل پاچا تباه کړ([13]).

په (۱۸۰۰.م) میلادي کي سردار پاینده خان بارکزی، اسلام خان ضبط بیګي پوپلزی، حکمت خان سرکاڼی، د میرهزار خان الکوزي زوی محمدعظیم خان، د قزلباشو د جوانشیر مشر میرارسلان خان، جغرخان جوانشیر، له خواجه غلامانو څخه یوسف علي، شریف خان منشي او نور محمدخان بابر، د میا غلام محمد په خلوت کي، څو ورځي پرله پسې سره وکتل او په قرآن یې سوګند وکړ چي وزیر وفادارخان به وژني، شاه زمان به بندي کوي او د هغه پر ځای به یې ورور شاه شجاع پاچا کوي. د توطیه کونکو څخه یوه تن وفادار خان ته اطلاع ورکړه او هغه شاه زمان ته وویل او هغه ټول خانان یو په یو دربار ته وبلل او ټول یې ووژل. میا غلام محمد درویش د بلوچستان د ډادر سیمی ته وتښتېدی؛ هلته ونیول سو او اعدام سو. تن یې په ډاډر کي ښخ سو او سر یې شاه زمان ته یووړ([14]).

که څه هم چي ټولو قومي مشرانو د شاه زمان په دربار کي، له وژل کېدلو څخه مخکي، شاه زمان ته ویلي وه چي زموږ ټولو شکایت له رحمت الله خان څخه دی، موږ د هغه له سپکاوي څخه تر پزي رسېدلي یو او که تاسي نن هغه له کاره لیري کړی موږ ټول د خپل پاچا تابع یو؛ مګر د شاه زمان قهر او غوسه د هغوی په زاریو سړه نه سوه او ټول یې ووژل([15]).

د سردار پاینده خان مشر زوی فتح خان، چي دا وخت په کندهار کي وو، سمدستي لومړی په هیلمند کي نادعلي او وروسته ايران ته وتښتېدی او هلته له شاه محمود سره، چي دغه راز یوه فرصت ته منتظر وو، یو ځای سو.

شاه زمان لا په کندهار کي وو چي له هرات څخه د خپل زوی شهزاده قیصر، چي دا وخت په هرات کي نایب الحکومه وو، لیک را ورسېدی او شاه زمان ته یې اطلاع ورکړې وه چي د ايران پاچا فتحعلی شاه قاجار د خراسان د ښارونو د لاندي کولو خیال لري. شاه زمان، چي خراسان یې خپل قلمرو باله، طره باز خان پوپلزی د فتحعلي شاه قاجار دربارته واستاوه او د ايران له پاچا څخه یې وغوښتل چي د خراسان څخه پر شا سي او د ايران په نورو ښارونو او ځمکو قناعت وکړي. فتحعلي شاه د زمان شاه د دې لیک په جواب کي ډېر سخت جواب ولیکی او زمانشاه ته یې ولیکل چي “په راتلونکي کي هیڅ وخت د خراسان د ملکیت دعوه ونه کړي او د هغه ایالت په چارو کي مداخلې ته زړه ښه نه کړي؛ ځکه چي زموږ خیال دی چي د ايران خاوره د صفوي دولت عظمت ته ورسوو او مرو، بلخ، اندخوی، شبرغان، بدخشان، میمنه، هرات، سبزوار، بُست، نیشاپور، طبس، کندهار، بامیان، بلوچستان او نوري سیمي، چي په پخوانیو زمانو کي د ايران خاوره وه، بیرته ونیسو”([16])

شاه زمان د فتحعلي شاه قاجار جواب په ډېرو سختو کلماتو ورغبرګ کړ او هغه ته یې ولیکل چي زما او ستا تر منځ به فیصله توره او د جنګ میدان کوي. تا دا خاوره په چم او فریب لاندي کړې ده او زما نیکونو او پلرونو د توري په زور د ځان کړې ده. اوس به معلومېږي چي دا مځکي په حقیقت کي د چا دي([17]).

 

د انګرېزانو د مداخلو پیل:

د تیمورشاه د پاچهي تر وروستیو کلونو پوري، د برټانوي هند د حکومت او د افغانستان د واکمنانو تر منځ اړېکي داسي راغلي وه چي د کابل حکومت په هند کي انګرېزان خپل تابع بلل. د تیمورشاه د هغو لیکونو څخه چي د خپلي پاچهي په وروستیو کلونو کي یې د برټانوي هند د ګورنرجنرال لارډ کورنوالیس په عنوان لیکلي او د هغه له جواب څخه کټ مټ دغه حقیقت څرګندېږي. تيمورشاه د (۱۷۹۰.م) یم کال په هغه لیک کي د غلام قادر یوسفزي، چي په روهیله مشهور وو، له خوا د هند د امپراطور شاه عالم د بندي کېدلو په باب اندېښنه ښکاره کوي او له کورنوالیس څخه په آمرانه لهجه غواړي چي، د نورو اروپايي قوتونو په ملتیا، ژر تر ژره اقدام وکړي او شاه عالم د غلام قادر له لاسه وژغوري او بیرته یې پر خپل پلرني تخت باندي کښېنوي. تیمورشاه کورنوالیس ته امر کوي چي په دې کارکي ځنډ ونه کړي او ده ته ژر تر ژره د اجرآتو څخه خبر ورکړي.”ځنډ ونه کړې، موږ په دې باره کي سخت اندېښمن یو. دا زموږ امر دی، غلام قادر باید له منځه یوسی او په دې توګه زموږ له دربار سره علاقه او شاه عالم ته خپل ممنونیت وښیاست، او موږ ته له خپلو اقداماتو څخه اطلاع راکړی”([18])

لارډ کورنوالیس په جواب کي ورته لیکلي دي چي دی خبر دی چي غلام قادر روهیله له بدو خلکو سره ملګری سوی دی؛ د شاه عالم او د هغه نېکی یې هېري کړي دي او هغه یې له پلرني تخت څخه محروم کړی دی. کورنوالیس تیمورشاه ته لیکي چي لکه څرنګه چي تاسي خپله وظیفه ګڼلې ده چي شاه عالم بیرته پر خپل پلرني تخت باندي کښېني او زما څخه مو غوښتي دي چي له نورو اروپايي قوتونو سره په دې کار کي لاس یو کړم؛ زه هم دا خپله وظیفه بولم او که چېري هغه ژوندی وو نو تخت به بیرته ورتسلیم کړو او که وژل سوی وو نو زوی به یې پاچا کړو وروسته لیکي“ لکه څرنګه چي ستاسي اعلیحضرت سره اندېښنه ده، زه به هیڅ ځنډ ونه کړم بلکي خپل ټول وس او قدرت به په کار واچوم څو ستاسي اعلیحضرت د امر په عملي کولو کي، چي ماته مو کړی او افتخار مو رابخښلی دی، ځنډ رانه سي… ستاسي اعلیحضرت شاهي اوامرو ته درناوی کوم اود هغه ویاړلي خاندان په خدمت کولو، چي تاسي اعلیحضرت د رحم او سخاوت له امله علاقه ورسره لری، زه هم ځان موظف بولم. هیله لرم چي وخت په وخت مي په خپلو شاهانه اوامرو سرلوړي کړی([19]).

تیمورشاه په یوه بل لیک کي په مولتان کي د خپلو بریاوو او دغه راز په ترکستان کي پر دښمنانو باندي د خپل بري په باب اطلاع ورکوي او لارډ کورنوالیس ته لیکي چي دا ستا وظیفه ده چي موږ ته وخت په وخت لیکونه را ولېږی او له خپل احوال څخه مو خبر کړې([20]).

د دې لیکونو څخه داسي ښکاري چي تېمورشاه او له هغه څخه وروسته د هغه زوی زمان شاه دواړه په دې نه وه خبر چي انګرېزان څوک دي، څومره طاقت لري او د هند په خاوره او سیمه کي یې څومره ریښې ځغلولي دي. دوی انګرېزانو ته د خپلو اتباعو په سترګه کتل او هغوی ته یې د اجرآتو له پاره اوامر صادرول. په مقابل کي انګرېزان، چي وروسته څرګنده سوه، په همدغه اندازه د درانیانو د حکومت او طاقت په باب بې معلوماتو وه او د بلي خوا یې سیاست او ډیپلوماسی اجازه نه ورکوله چي په سیمه، او په تېره بیا د هندوستان په ګاونډ ګي، له زیاتو دښمنانو سره، په یوه وخت کي، مخامخ سي، ځکه یې نو د تیمورشاه اوامر منل او د هغه سره د اړېکو په ساتلو یې فخر کاوه. پخپله انګرېزمؤرخ سرجان کې لیکي چي د لوېدیځ پر لور کپټان مالکم له ماموریت څخه مخکي په هند او برټانیه کي د درانیانو د امپراطوری په باب چنداني معلومات موجود نه وه. نه چاته د هغه هیواد د منابعو او طبیعت په باب معلومات وه او نه یې د عسکرو او پاچا د خصوصیاتو په باره کي اطلاعات درلودل([21]).

کله چي د اته لسمي پېړۍ په وروستیو کلونو کي، زمان شاه د دریم ځل له پاره د لاهور او پنجاب پر لور لښکرکښۍ وکړۍ او د برټانوي هند حکومت ته یې اطلاع ورکړه چي هغه د ډهلي پر لور د سفر کولو خیال لري او دغه راز د زمان شاه، ټیپوسلطان، د هند د راجه ګانو، ډهلي دربار، روهیله پښتنو او د انګرېزانو د نورو مخالفینو او دښمنانو تر منځ لیکونه او اړېکي کشف سول نو انګرېزانو خپله چاړه په اوبو کي ولیده او د زمان شاه د مخالفینو او دښمنانو سره یې تماسونه ټینګ کړل. په دې سلسله کي، ډګروال کولینز د سیکهانو مهم سردار رنجیټ سینګه ته، چي په هغو شپو ورځو کي یې نوم ایستلی وو، د یوسف علي په نوم یو استازی واستاوه او رنجیټ سینګه ته یې پیغام ورکړ چي زمان شاه ته په خپله خاوره کي لاره ورنه کړي او د پښتنو په پاچا اعتماد او باور په کار نه دی، ځکه چي هغه د سیکهانو دښمن دی او له هغه سره ملګرتوب به ده ته په سیکهانو کي بدنامي ور په برخه کړي. دغه راز یې هغه ته یو ضمني خبرداری هم ورکړ او ورته وې ویل چي د دوی پوځي قوت تر زمان شاه ډېر زیات او منظم دی او که چېري هغه د انګرېزانو د متحدینو پر خاوره باندي تېری وکړي نو د ټيپوسلطان په سرنوشت به اخته سي([22]).

په دغه وخت کي چي انګرېزان پر هند باندي د شاه زمان پرله پسې حملو او د ډهلي پر خوا د پرمختګ کولو تهدیدونو وارخطا کړي ول او په سیمه کي د شاه زمان پر ضد په یوه قوت پسي ګرځېدل، څو د خپل دښمن پر ضد دښمن پیدا کړي، یوه ايراني اصله لایق ډيپلوماټ مهدي علي خان، د شرق الهند د کمپنی د تجارتي استازي په حیث، د بوشهر په بندر کي ژوند کاوه. مهدي علي خان د تهران دربار ته څو پرله پسې لیکونه لېږلي او په هغو کي یې په لاهور کي له شیعه ګانو سره د سنیانو له بد سلوکی څخه شکایتونه کړي وه. مهدي علي خان د ايران دربار ته لیکلي وه چي که د شاه زمان د ریښو ایستلو له پاره په عمل لاس پوري کړي نو د خدای او خلکو خدمت به یې کړی وي. مهدي علي خان په خپلو هغو لیکونو کي دې حقیقت ته اشاره کړې وه چي ګورنرجنرال پر هندوستان باندي د شاه زمان له حملې څخه وېره نه لري؛ ځکه چي د انګرېزانو سره دومره لوی او عصري طاقت دی چي اوو سوو عسکرو یې د سراج الدوله دریو سوو زرو عسکرو ته ماته ورکړه. مهدي علي خان په (۱۷۹۹.م) کال کي د ايران دربار ته ورغی او د ايران پاچا یې شخصا هرکلی وکړ. څرنګه چي مهدي علي خان ډېر زیات سوغاتونه او پیسې ورسره وړي وې او د ايران په دربار کي یې په پوره سخاوت ووېشلې نو ډېر ژر د شاه زمان پر ضد د ايران د پاچا په لمسولو بریالی سو. وروسته بیرته بوشهر ته ولاړ او هلته یې له کپټان مالکم سره، چي وروسته سرجان مالکم سو، او ايران ته د همدغه مطلب له پاره، د برټانوي هند ګورنرجنرال، لارډ ویلزلي لېږلی وو، مخامخ سو([23]).

سرجان کې د هغه په باره کي لیکي:

 

”په (۱۷۹۹.م) کال کي لارډ ویلزلي هغه د ايران دربارته د استازي په حیث واستاوه. هغه په دې نوې وظیفه کي ډېر ښه وځلېدی؛ ده په خبرو او مذاکراتو کي دونه لیاقت او ډیپلوماټیکه پوهه او هوښیاري وښودله چي د ده د عمر د ځوانانو له پاره چنداني ممکنه نه وه. کپټان ملکم د یوه اسلامي هیواد پایتخت ته د استازي په حیث روان وو او دا داسي وظیفه وه چي تر دغه وخته پوري د برټانوي هند حکومت چاته ته نه وه سپارلې. کپټان مالکم وايي چي دا ماموریت یې په ډېر بریالیتوب سرته ورساووه… د کپټان مالکم ماموریت دا وو چي د ايران پاچا پر هرات باندي حملې ته تشویق کړي او په دې توګه شاه زمان پر هند باندي د یرغل کولو له تهدید څخه را وګرځوي. مګر سرجان کې وايي هغه کار چي په هند کي زموږ د امنیت له پاره لازم وو هغه د ايران دربار ته د کپټان مالکم له رسېدلو څخه مخکي، د ايران پاچا پیل کړی وو، او د شهزاده محمود له خوا بشپړ سو. کپټان مالکم د (۱۸۰۰.م) کال په اکټوبر کي له اصفهان څخه کلکتې ته ولیکل چي تاسي آرام وکړی ځکه چي زمان شاه به د راتلونکي کال د بارانونو د موسم تر پیل کېدلو پوري پر هند باندي حملې کولو ته فارغ نه سي. که دی د دې کار له پاره قوت هم ولري، خو فرصت به پیدا نه کړي؛ او د خدای په توکل به په دې سیمه کي دونه ستونزي ولري چي پر هند باندي د یرغل کولو نیت ته به وخت پیدا نه کړي . البته زمان شاه د خپلي امپراطوری راتلونکي کلونه ونه لیدل”([24])

سرویلیم کې وروسته لیکي؛

”د برټانیې استازي ته واک ورکړه سوی وو چي یا د ايران دربارته د دریو کالو له پاره له دریو څخه تر څلورو لکو روپیو پوري مستمري ومني او یا پاچا او د هغه مهمو وزیرانو ته سوغاتونه ورکړي او خپلي خبري او غوښتني په رشوتونو په ومني. مالکم دا دوهمه لاره غوره کړه. ده د خپلي همیانۍ خوله پرانیستله او په بشپړ سخاوت یې پیسې وشیندلې. په ايران کي د اینګلینډ نوم لوړ سو؛ او د لوی او کم په زړونو کي د حرص داسي لمبه تازه سوه چي بیا به وروسته هر وخت د انګرزېانو د ماموریت نوم یاد سو دوی ته به هغه رشوتونه او سوغاتونه ور په یادېدل. هر څونه چي مالکم په خپل ماموریت کي مخ ته تلی په هغه اندازه د برټانیې سفارت ته توجه زیاتېدله او د دې مسیحي ایلچي نوم وو چي د خلکو په خولو کي ګرځېدی. د انګرېزانو طلاوو ټول هغه مشکلات حل کړل چي مالکم ورسره مخامخ کېدلای سوای”([25])

 

سرجان مالکم د (۱۸۰۰.م) کال د جنوري په میاشت کي د ايران له حکومت سره په پنځو مادو کي یو تړون لاسلیک کړ چي لومړۍ ماده یې د ايران او برټانیې د دوستۍ، درې مادې یې د افغانستان او پنځمه ماده یې د ايران په یوه بندر کي د فرانسې د قواوو د پیاده کېدلو او په مقابل کي یې د برټانوي هند د حکومت د عکس العمل ښودلو په باره کي وه.

دوهمه ماده:

که د افغانستان پاچا پر هند باندي د حملې تکل وکړي، څرنګه چي د هند خلک د برټانیې د امپراطور اتباع دي نو دواړه خواوي موافقه لري چي د ايران مقامات به د افغانستان خاوري ته یو زورور لښکر لېږي او د دافغانستان خاوره به تباه کوي او په هر ځای کي به پر افغانانو باندي حملې کوي او خپل وس به نه سپموي.

 

دریمه ماده:

که چېري د افغانستان پاچا د ايران سره د دوستانه اړېکو ته تمایل وښود او له هغه سره د دوستۍ تړون لاسلیک سو نو په تړون کي به دا ماده شامله وي چي د افغانستان پوځ به هیڅکله پر هند باندي حمله نه کوي او د افغانستان پاچا به هیڅکله پر هند باندي، چي د برټانیې د امپراطوری یوه برخه ده، د حملې پلان نه جوړوي.

څلورمه ماده:

که چېري د افغانستان پاچا او د فرانسې د هیواد کوم مقام له ايران سره د جنګ کولو کوښښ وکړ نو د بر ټانیې حکومت به د ايران حکومت ته هر ډول توپونه او د جنګ لازم وسایل، چي د ايران په بندرونو کي به ذخیره وي، ورکوي([26]).

شاه زمان، شهزاده محمود او وروستۍ پرده:

شهزاده محمود د شاه زمان د لښکرو په مقابل کي د دوهم ځل ماتي خوړلو وروسته د ايران دربار ته پناه یووړه او هلته یې تود هرکلی وسو. هغه په (۱۷۹۹.م) کال کي د ايران له پاچا فتحعلي شاه سره د خراسان په سفر کي ملګری سو او له هغه څخه یې پر افغانستان باندي د لښکرکښۍ کولو له پاره مرسته وغوښتله. فتحعلي شاه دا وخت پر افغانستان باندي د عملیاتو خیال نه درلود او له خراسان څخه تهران ته روان سو. شهزاده محمود، له ډېر زیات تلاښ څخه وروسته، بالاخره د قاین او بیرجند حکمران مهرعلي خان پر افغانستان باندي حملې کولو ته وهڅاووه او هغه له لسو زرو عسکرو سره ورسره ملګری سو. په سبزوار کي د شاه زمان د زوی شهزاده قیصر، چي د هرات نایب الحکومه وو، له قواوو سره مخامخ سو. د شهزاده قیصر قواوو ماته وکړه او هغه په هرات کي قلابند سو. په دې وخت کي وفادار خان د مهرعلي خان په نوم یو لیک واستاوه او په هغه کي یې لیکلي وه چي قیصر پر خپل قرار داد باندي ټینګ ولاړ دی مګر په دې شرط چي ته به محمود نیسې او هغه ته به یې تسلیموې. ایلچي، د وفادار خان له هدایت سره سم، خپل ځان د شاه محمود په عسکرو ګرفتار کړ؛ او کله چي له هغه سره دا لیک پیدا سو نو بې زړه شاه محمود، د مهرعلي خان له خبرولو پرته، له میدانه تېښته وکړه. مهرعلي خان چي د محمود له تېښتي څخه خبر سو پخپله هم بیرته خپلي سیمي ته ولاړ.

شاه محمود بخارا ته وتښتېدی. د بخارا پاچا یې عزت وکړ او کله چي شاه زمان په دې کیسه خبر سو نو د بخارا پاچا ته یې ولیکل چي شاه محمود یو باغي دی او باید چي پاچا یې موږ ته وسپاري. شاه محمود د بخارا پاچا ته وویل چي حج ته د تللو نیت لري. د بخاراپاچا هم د هغه د دې مذهبي اقدام مخه نه سوه نیولای او رخصت یې ورکړ. خو شاه محمود بیرته د ايران دربار ته پناه یووړه او بیا د مرستو په تمه ورته دېره سو. دا هغه وخت وو چي د افغانستان لوی قومي مشران د رحمت الله خان وزیر د دسیسو قرباني سول او د سردار پاینده خان مشر زوی فتح خان د ګرشک او نادعلي څخه ځان شاه محمود ته ورساووه او د فتح خان په ملګري کېدلو سره، د شاه محمود په وجود کي نوې ساه وچلېده. په دواړو یې، له ډېري لږي قوې سره، د افغانستان پر لور حرکت پیل کړ؛ د سیستان له لاري یې ځانونه فراه ته ورسول او د دراني قبایلو ډېر لوی لښکر یې جوړ کړ او کندهار یې ونیوی.

په داسي حال کي چي دا انکشافات روان وه او شاه زمان ته، پر افغانستان باندي، د شهزاده محمود د بیا حملې کولو رپوټونه ورسېدل، شاه زمان پر هندوستان باندي د بیا حملې کولو پر عزم باندي ټینګ ولاړ وو. شاه زمان ایله هغه وخت له درانه خوبه را ویښ سو او خپل عزم یې بدل کړ چي د کندهار له سقوط څخه خبر سو. شاه زمان دا وخت په پېښور کي وو، خپل پلان ته یې تغیير ورکړ او د افغانستان پر لور یې حرکت پیل کړ. شاه زمان، په داسي حال کي چي په ټول تلوار یې د کابل او کندهار پر لور حرکت کړی وای، په دغه وخت کي هم یوه بله لویه اشتباه وکړه او هغه دا چي د کشمیر نایب الحکومه عبدالله خان الکوزي ته یې، چي د شاه زمان دربار ته ورغلی وو، شکنجې ورکړې او په دې توګه یې د هغه ورور سیدال خان، چي دا وخت په کندهار کي وو او یو لوی قومي مشر وو، خوابدی کړ او له هغه سره د کندهار اوسېدونکي الکوزي له شهزاده محمود سره ودرېدل. شاه زمان، د دې پرځای چي له خپلو ټولو قواوو سره د دښمن په جنګ روان سي، پنځه لس زره عسکر، د مُلا احمد او میرویس نورزي په مشری، د کشمیر د اېلولو له پاره واستول. دا قوه لا کشمیر ته نه وه رسېدلې چي په لاره کي ګډه وډه سوه او هیڅ کار یې ونه کړ. دا هغه قوه وه چي شاه زمان باید د محمود د ځپلو له پاره ورسره اخیستې وای. شاه زمان دغه راز خپله ډېره زیاته قوه په پېښور کي شهزاده شجاع الملک ته پرېښوده او له لږي قوې سره افغانستاتن ته روان سو. ده پر محمود باندي ځکه چنداني حساب کړی نه وو چي مخکي یې په ډېرو جنګونو کي ماته ورکړې وه او فکر یې کاوه چي د جنګ میدان ته له رسېدلو سره به محمود بیا ماته وکړي او هر څه بیرته پر لار سي. شاه زمان البته په دې نه وو خبر چي په افغانستان کي، د قومي مشرانو او خانانو له وژل کېدلو څخه وروسته، وضع څومره تغیير کړی دی. له شاه محمود سره د ايران څومره قوه او ملاتړ ملګری دی او یا انګرېزانو په سیمه کي په څه ډول مداخلو او د ده د پرزولو، یا لږترلږه کمزوره کولو، له پاره په څه ډول دسیسو لاس پوري کړی دی.

شاه محمود

کله چي شاه زمان کابل ته ورسېدی نو پوه سو چي وضع د پخوا په څېر نه ده، بلکه د ده په خپلو ساتونکو هم چنداني اعتماد نه سي کېدلای نو هم یې خپل او هم یې د وزیر وفادار خان محافظین دوه چنده کړل. وزیر، چي وېره او بې زړه توب یې هر چاته معلوم وو، تر پاچا ډېر وارخطا وو. پاچا ته څوک ورتللای نه سو؛ او د چا ږغ یې غوږونو ته نه رسېدی؛ پر هر چا بدګومانه وو او ټولي سلا مشورې یې یوازي د خپل غوړه مال او دسیسه کار وزیره سره وې. په ډېر تلوار یې فیصلې کولې او بیرته به یې خپله اراده بدله کړه. دا وارخطايي د دربار شاوخوا کسانو ته انتقال سوه او له هرچا سره د پاچا د نسکورېدلو اندېښنه پیدا سوه. شاه زمان پوهېدی چي د کندهار لوی دراني قبایل او مشران یې، د وروستیو اعدامونو له امله خواشیني کړي دي او نور له هغوی څخه چنداني د خیر هیله نه سي نو یې غوښتل چي له غلجي قبایلو څخه مرسته وغواړي خو دا تصمیم یې هم ژر بدل کړ.

شاه زمان له څو ورځو پرله پسې سلامشورو او فیصلو بدلولو څخه وروسته بالاخره له دېرشو زرو عسکرو سره د شاه محمود په جنګ روان سو. خپل عسکر یې پر دوو برخو ووېشل؛ مهمه او لویه برخه یې د احمدخان نورزي په قومانداني ولېږله او پخپله په لس کیلومیتره فاصله تر شا ورپسې سو. احمد خان نورزی، که څه هم چي ښه جنګیالی وو او په ډېرو جنګونو کي یې خپل لیاقت او موثریت ښودلی وو، خو پر وفادار خان باندي شکمن وو، او په حقیقت کي وفادارخان هم، په وروستیو شپو ورځو کي، د هغه د له منځه وړلو او اعدامولو له پاره دسیسه کوله. وفادار خان غوښتل چي، په دې حساس وخت کي، احمدخان نورزی، د قوماندانی په وظیفه، له ځان څخه خوشحاله کړي. البته احمد خان نورزي په وفادارخان هیڅ ډول باور نه سو کولای؛ او دې کار چنداني اغېزه ونه کړه.

احمدخان نورزی پخپله، د شاه زمان او محمود تر منځ په انتخاب کي، په دوو زړو کي وو. له بلي خوا فتح خان د هغه ورور عبدالله خان، چي په کندهار کي یې په لاس ورغلی وو، له ځان سره ساتلی او احمدخان نورزي ته یې ولیکل چي که له محمود سره ملګری نه سي نو ورور به یې ور مړ کړي. د شاه زمان او محمود پوځونه د مقر او غزني تر منځ سره مخامخ سول او احمدخان د خپلو قواوو سره د محمود ملګری سو. د پوځ لویه او اصلي برخه د شهزاده قیصر تر قوماندې لاندي وه؛ او کله چي د احمدخان نورزي د خیانت اطلاع هغه ته ورسېده نو د پوځ پر عمومي روحیه یې چنداني اغېزه ونه کړه؛ خو پخپله د شاه زمان په کمپ کي یې، چي تقریبا ټول اختیارات یې د وفادار خان په لاس کي وه، ډېره بده اغېزه وکړه. ډارن وفادار خان، سمدستي، شاه زمان ته مشوره وکړه چي کابل او بیا پېښور ته پر شا سي، او د بل جنګ تیاری وکړي. د جنګ له میدان څخه د شاه زمان له تللو سره هرڅه له لاسه ولاړل او د پوځ ټول نظم خراب سو. پوځ، وسلې او وسایل ټول محمود ته په لاس ورغلل او نور نو د جنګ نتیجه معلومه وه.

محمود دوه زره عسکر، د فتح خان په مشری، کابل ته واستول او پخپله سمدستي پسي روان سو. شاه زمان د خپلي بې وخته تېښتي په لاره کي، وږی، تږی او ستړی، د شینواروعلاقې ته ورسېدی. وفادار خان شاه زمان ته مشوره ورکړه چي د هغه د یوه خپل ملاعاشق شینواري په قلا کي تم سي او تر لږ استراحت وروسته به حرکت وکړي. مهرغي خان میرآخور د دې نظر سره مخالف وو؛ خو د هغه پر خبره چا غوږ ونه نیوی. میرآخور یوازي حرکت وکړ او تر ډېرو ستړیاوو او خواریو وروسته صحي سالم پېښور ته ورسېدی. ملاعاشق شینواري د شاه زمان، وفادارخان او د هغه د دوو وروڼو ډېر تود هرکلی وکړ او په عین وخت کي یې دوی تر نظر لاندي ونیول او محمود ته یې احوال ورکړ. شاه زمان پوه سو چي په قلا کي بندي سوی دی او له ملاعاشق څخه یې وغوښتل چي دوی خوشي کړي. خو چي هر څه زاری یې ورته وکړې هغه د چا خبره نه منله او شاه زمان بالاخره خپل ځان قسمت ته وسپاره. شاه محمود، د فتح خان ورور، اسد خان د شاه زمان د ګرفتارولو له پاره واستاوه او له هغه سره یې یو جراح ملګری کړ چي د شاه زمان سترګي ړندې کړي. لېږل سویو کسانو، شاه زمان کابل ته په لاره کي ولیدی او د شاه محمود له امر سره سم یې په سترګو ړوند کړ. وفادار خان او د هغه دوه وروڼه یې ډېر ژر اعدام کړل([27]).

“په دې توګه افغان ټولواک شاه زمان، چي یو وخت یې هند په یر غل کولو تهدیداووه او کلونه کلونه یې د برټانوي هند د حکومت د مشورتي شورا خوبونه حرام کړي ول، له قدرته ولوېدی. هغه تر ړندېدلو وروسته تقریبا پنځوس کاله نور هم ژوندی وو او په لودیانه کي یې د انګرېزانو د یوه له نظره لوېدلي تنخوا خور په حیث شپې ورځي تېرولې. ډېرو لږو کسانو ته به چي د شاه زمان د عظمت شپې ورځي ور په یاد وي، هغه شېبې ور په یادېږي چي د ده نوم به پر هند باندي د وهم او ډار تبه خپره کړې وه او اوس ګوري چي د زمانې بې وفايي او تغیير له هغه څخه څشي جوړ کړی دی. دی په پاخه عمر کي، چي هیڅ وقار او قدر ورته پاته نه وو، مړ سو؛ او چا په یوه دولتي ورځپاڼه کي، د ده د مړیني یادونه په یوه پیرګراف ونه ارزوله. هغه زمانشاه چي د سرجان شور او لارډ ویلزلي د واکمنیو په زمانو کي یې ژوند کړی وو له هغه چا سره چنداني نه مقایسه کېدی چي په نېکمرغي او بدبختي کي د خپل کشر ورور شاه شجاع الملک د اوږو بار او طفیلي وو. شاه شچاع پخپله یو وخت د شاه زمان طفیلي وو او هر ځای به ورپسې وو. دوی ډېر ژر خپل ځایونه سره تبدیل کړل او په داسي یوه هیواد کي چي د وروڼو تر منځ جنګونه استثنی نه بلکه رواج او قانون وي، سړی ویلای سي چي دا دوه وروڼه تر پایه یوه بل ته صادق پاته سول”([28])

 د شاه زمان شخصیت:

شاه زمان خپله د قدرت اته کلنه دوره زیاتره په داخلي جنګونو او پر پنجاب باندي په حملو او لښکرکښیو کي تېره کړه. تاریخي متون د هغه د پاچهي په دوران کي د اصلاحاتو او یا ژورو تغیيراتو په باب هیڅ نه وايي. زموږ ځیني مؤرخین په دې عقیده دي چي شاه زمان د مرکزیت غوښتونکی او د فیوډالي او ملوک الطوایفي نظام مخالف وو. سیدقاسم ریشتیا د شاه زمان په باره کي لیکي چي شاه زمان بېل افکار درلودل او غوښتل یې د هغو قومي مشرانو نفوذ کم کړي چي د ملوک الطوایفي نظام د دوام سبب ول. دی وايي چي په دې جمله کي سردار پاینده خان یو له هغو کسانو څخه وو چي د شاه زمان له نقشو سره مخالف وو او یا یې د هغه پلانونه درک کولای نه سوای. سید قاسم ریشتیا په دې برخه کي دونه مخ ته ځي چي سردار رحمت الله خان، چي د شاه زمان د سقوط د عواملو څخه وو او د تقریبا ټولو تاریخي متونو په اتفاق یو مغرض او خودخواه سړی وو، روشنفکر ځوان او فعال او لایق سړی بولي، چي د زمانشاه له نقشو سره موافق وو او غوښتل یې چي د هغه پلانونه عملي کړي. دی وايي چي شاه زمان یوازي په فتوحاتو بسیا نه وو بلکه غوښتل یې چي له افغانستان څخه داسي غښتلی او متمدن دولت جوړ کړي چي نه یوازي د سیاسي او پوځي قوت نمونه وي بلکه د علم، پوهي، تهذیب او تمدن د مرکز په حیث وپېژندل سي. دی وايي چي شاه زمان د خپل ژور فکر په وسیله په دې حقیقت پوهېدلی وو چي د هغه د نیکه د امپراطوری د کمزوره کېدلو او پاشل کېدلو عمده علت همدغه ملک الطوایفي ده او باید چي هغه له منځه یوسي([29]).

مرحوم غبار لیکي چي زمانشاه د خپل تصمیم، چي په داخل کي د مرکزي دولت تقویه او د انګلیسي استعمار څخه د هندوستان ژغورل وه، په داخل او خارج کي له دښمنانو سره مخامخ وو چي په داخل کي یې لوی دښمن مقتدر فیوډالان ول چي د ملوک الطوایفي نظام دوام یې غوښت… ([30])

سید قاسم ریشتیا په خپل تحلیل کي تر دې اندازې له انصافه لیري کيږي چي په کندهار کي د یوولسو لویو قومي مشرانو اعدامېدل، چي د شاه زمان د سقوط یو عامل یې بللای سو، پخپله د هغو خانانو ګناه بولي؛ چي د رحمت الله خان په څېر یو هوښیار او منور سړی یې زغملای نه سو، او د شاه زمان په مقابل کي یې په تبلیغاتو لاس پوري کړی وو. په داسي حال کي چي په کندهار کي خانان د کوم نظام څخه د دفاع او تقویه کولو په خاطر نه دي وژل سوي بلکه هغوی د یوې څرګندي دسیسې قرباني سول. او شاه زمان د هغو وژل سویو خانانو پر ځای بیرته نور قومي خانان مقرر کړل، او په اداري نظام کي هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی. البته د شاه زمان د علمي او تهذیبي پروګرامونو ذکر خو په هیڅ تاریخي متن کي نه سته. د شاه زمان په زمانه کي نه کوم کتاب چاپ سوی، نه کومه مدرسه جوړه سوې او نه د کوم علمي مرکز په باره کي څه لیکل سوي دي، چي موږ یې د هغه په علمي او تهذیبي پروګرامونو کي وشمېرو. له فیوډالي نظام سره د شاه زمان د ستونزي په برخه کي د مرحوم غبار لیکنه هم د سید قاسم ریشتیا په څېر هیڅ ډول تاریخي استناد نه لري. دغه راز له انګرېزي استعمار سره د شاه زمان د مبارزې او د هندوستان د خاوري د ژغورلو له پاره اقدامات یوازي زموږ د خیال او ذهني تحلیل محصول دي.

شاه زمان به په زړه کي ښايي ډېري لويي هیلي او آرمانونه درلودل، خو له خپل نیکه احمدشاه بابا سره یې نه عقل، نه قومي محبوبیت، نه د شخصیت جاذبه، نه جنرالي او نه زړه ورتوب د مقایسې وړ دی. د شاه زمان د پاچهي تقریبا ټوله دوره په جنګونو کي تېره سوه ؛مګر هغه حتی په جنګونو کي هم چنداني برخه وانه خیستله او معمولا به د لښکرو تر شا روان وو. د شاه محمود سره په لومړي جنګ کي، چي د کندهار د خاکرېز په شاوخوا کي یې وکړ، د خپل پوځ د یوه اړخ ماتي دونه وبېراووه چي د جنګ په میدان کي یې تاج له سره وغورځاووه او په زاریو او دعاوو یې لاس پوري کړ. د شاه محمود په مقابل کي د وروستي جنګ په وخت کي یې، چي د ده له پاره د مرګ او ژوند جګړه وه، تر خپلو جنرالانو او افسرانو، چي د ده له پاره جنګېدل، مخکي وتښتېدی؛ او لږترلږه په تېښته کي یې له تدبیر څخه کار وانه خیست او ځان یې په لوی لاس دښمن ته وسپاره. شاه زمان به ښه سړی وو، ښه زړه به یې درلود، لويي آرزوګاني به ورسره وې، غوښتل به یې چي افغانستان د احمدشاه بابا د وخت عظمت ته ورسوي، خو له بده مرغه، چي د ده د قدرت کلونه د تاریخي او سیاسي اشتباهاتو یوه مجموعه او داستان دی چي د احمد شاه بابا، په تدبیر او زړه ورتوب د جوړي سوي، امپراطوری د سقوط او وروسته راغلو بدبختیو لوی علت یې بللای سو.

په نولسمه پېړۍ کي د انګلستان مشهور مؤرخ سرویلیم کې د افغانستان د جنګ تاریخ په نوم کتاب کي د شاه زمان پر شخصیت باندي هر اړخیزه رڼا اچولې ده او لیکي چي شاه زمان به زیاتره د قرآن په وظیفه لګیا وو او یو معتدل او اخلاقي شخصیت یې درلود. زړه سواندی او سخي وو او د ډېر نرم طبیعت خاوند وو. کې وايي چي شاه زمان په شخصي ژوند کي چنداني فعال نه وو او لا یو څه بې زړه هم وو او د خپل وزیر وفادار خان په لاس کي لوبېدی. ویل کيږي چي په عام دربار کي یې ډېري لږي خبري کولې او چي څه یې ویل نو زیاتره به داسي وه لکه خپل وزیر چي مخکي له مخکي د سبق په څېر ورته ښودلي وي. دی د خپل وزیر د خولې وو او وزیر یې ډېر بد او دسیسه کار سړی وو. کې وروسته لیکي چي شاه زمان یو محبوب پاچا وو او خلک د ده په حکومت کي خوشحاله وه… تاجران او کسبګران د ده د حکومت په دوران کي خوندي ول. په داسي حال کي چي وزیر یې ډېر ټيټ او بې ارزښته شخصیت درلود خو خلکو په خپل پاچا باور درلود او له هغه څخه یې د مرستي غوښتنه کوله. کې وروسته لیکي چي دراني سردارانو د وزیر وفادارخان له لاسه د یاغي شهزاده محمود ملاتړ وکړ او په وطن کي داسي اور بل سو چي د نیمي پېړۍ راهیسي اوس هم لا بلېږي([31]).

د شاه زمان پر ځای باندي شاه محمود قدرت ته ورسېدی او هغه د خپل ورور سره نرمښت ونه وښود او په سترګو یې ړوند کړ. شاه محمود، قدرت ته له رسېدلو سره سم، په عیش او عشرت لګیا سو او د پاچهي ټول اجرآت یې خپل لایق وزیر فتخ خان ته، چي ښايي ډېري لويي نقشې به یې درلودلې، پرېښود. د شاه محمود له پاچا کېدلو سره سم د مقر څخه تر کابل پوري غلجیو قبایلو ښورښونه وکړل. یو ځل د یاغي قواوو شمېر شل زره او بل ځل پنځوس زرو ته ورسېدی خو څرنګه چي نظم او ښې وسلې یې نه درلودلې نو تر سختو تلفاتو ورکولو ورسته یې ماته وخوړه. دغه راز په کابل کي د شیعه او سنی تر منځ داسي جنګونه پیل سول چي د شاه محمود تخت یې نسکور کړ او په نتیجه کي د شاه زمان کشر ورور شاه شجاع الملک قدرت ته ورسېدی.

ايرانی لیکوال او مشهور مؤرخ محمود محمود په دې باره کي داسي ظالمانه قضاوت کوي چي سړی یې تاریخي قضاوت نه بلکه له تعصبه ډکه احساساتي وینا بللای سي. دی د ايران د پاچا له خوا د شاه محمود لمسول او د هغه په زور قدرت ته رسېدل، د افغانستان په چارو کي، خارجي مداخله نه بولي خو د شاه محمود په مقابل کي د شاه شجاع را پورته کېدل او قدرت ته رسېدل د خارجیانو تحریک او دسیسه بولي. “زمان شاه د خپل ورور محمود شاه په لاس، چي د ايران د پادشاه له خوا تقویه کېدی، ړوند کړه سو او شاه محمود د افغانستان امیر سو؛ خو ډېر ژر د شاه شجاع په نوم د هغه بل ورور، د خارجیانو د دسیسو په زور، د شاه محمود پر ضد را پاڅېدی، پر هغه باندي یې غلبه وکړه او د کابل امارت یې ورڅخه لاندي کړ. محمودشاه وتښتېدی او شجاع الملک د شاه شجاع په نوم د افغانستان پاچا سو” ([32])

لوستونکوته به په یاد وي چي د اته لسمي پېړۍ په وروستیو کلونو کي چي د هندوستان راجاګانو، شهزاده ګانو، ټیپوسلطان او روهیله پښتنو شاه زمان ته پر هندوستان باندي د یرغل کولو بلني ورکولې او له انګرېزانو سره یې وېره پیدا کړې وه نو سرجان مالکم یې د ايران دربار ته واستاوه او د افغانستان پر ضد یې یو تړون ورسره لاسلیک کړ، د تړون لومړنې ماده:

د برټانیې او فارس د دوو امپراطوریو تر منځ د دوستۍ دا تړون به تر هغه وخته پوري چي لمر پر دې دواړو امپراطوریو باندي ځلېږي او مځکه روښانوي باقي وي. له دې وروسته به د دې دواړو امپراطوریو تر منځ هیڅ اختلاف او دښمني وجود نه لري.

د دې تړون له لاسلیک کېدلو څخه اته کاله وروسته، وضع داسي راغله چي فرانسې خپل یو پوځي استازی جنرال ګارډان ايران ته واستاوه او په هغه وخت کي پر هندوستان باندي د ايران له لاري د ناپولیون د حملې خطر لیده کېدی نو برټانیې سمدستي خپل استازی مونسټارت الفینسټون د شاه شجاع سره، چي دا وخت په پېښور کي وو، د، فرانسې او ايران پر ضد، د دوستۍ د تړون د لاسلیک کولو له پاره واستاوه. په دومره لنډه موده کي په پالیسي کي دومره ژور تغیير سړي ته دا ورښيي چي د لویو قدرتونو، په تېره بیا د غربي قدرتونو سره، په دوستي او پیمان کي له څومره احتیاط څخه کار واخلي. سر جان کې د دې دوهم تاریخي تړون په باب لیکي:

“موږ د اته لسمي پېړۍ په پای کي کوښښ وکړ چي ځانونه له یوې خوا د افغانستان او له بلي خوا د فرانسې په مقابل کي وساتو، نو مو د ايران سره د دوستانه اړېکو یو تړون لاسلیک کړ. اوس زموږ پالیسي دا ده چي، سره له هغه چي کوښښ کوو په ايران کي خپل نفوذ وساتو، ځانونه د هغه د دښمنۍ په مقابل کي تکړه کړو. او د لوېدیځ په مقابل کي، د افغانستان او سیند څخه د یوه دېوال په توګه کار واخلو”([33])

د کابل له پاچا شاه شجاع سره د مونسټارټ الفینستون تړون د (۱۸۰۹.م) کال د جولای اووه لسمه:

څرنګه چي د فارس دولت د فرانسې سره لاس یو کړی او غواړي چي د درانیانو د پاچا اعلیحضرت پر خاوره او بالاخره په هند کي د برټانیې پر قلمرو باندي یرغل وکړي نو مونسټارټ الفینسټون، د ګورنرجنرال محترم لارډ مینټو له خوا د هغه اعلیحضرت دربار ته د مختار وزیر په حیث واستول سو چي له اعلیحضرت سره د فرانسې او فارس د احتمالي یرغل په مقابل کي یو دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړي…

لومړۍ ماده: څرنګه چي فرانسې او فارسیانو د کابل پر ضد اتحاد سره کړی دی؛ نو که دوی وغوښتل چي د پاچا په خاوره کي تېرسي موږ به د هغوی د پرمختګ مخه نیسو او د هغوی سره په جنګ کولو کي به خپل ټول وس تماموو. دوی به په شا تمبوو او اجازه به نه ورکوو چي د برټانوي هند خاوري ته ننوزي.

دوهمه ماده: که فرانسویانو او فارسیانو د کابل د پاچا پر قلمرو باندي خصمانه تېری وکړ نو د برټانیې حکومت به هغوی په شا تمبوي او د دغو پوځي عملیاتو لازم لګښتونه به، تر خپله وسه پوري، پر غاړه اخلي. تر څو چي د فرانسویانو او فارسیانو تر منځ اتحاد دوام لري نو دغه مواد به پر ځای وي او دواړه خواوي به په هغو باندي عمل کوي.

دریمه ماده: د دې دواړو هیوادونو تر منځ به دوستي او اتحاد تر ابده دوام لري. د دوی تر منځ به د بېلتون پرده لیري کيږي او دوی به په هیڅ ډول د یوه بل په چارو کي مداخله نه کوي؛ او د کابل پاچا به هیڅ فرانسوي ته په خپله خاوره کي د تېرېدلو اجازه نه ورکوي([34]).

البته، پر کاغذ باندي ایله د دې تړون رنګ وچ سوی وو چي شاه شجاع ته د کابل د سقوط خبر ورسېدی او هغه د تقریبا دېرشو کالو له پاره په سرګردانیواو بدبختیو اخته سو او وروسته په لودیانه کي د انګرېزانو تنخوا او سترخان ته کښېناست. انګرېزانو، د خپلو ټولو ژمنو په خلاف، د افغانستان په چارو کي مستقیمي او غیر مستقیمي مداخلې پیل کړې، او زیات و کم سل کاله یې دوام ورکړ.

 

ماخذونه

۱: فوفلزايي، عزیزالدین وکیلی. دُرّت الزمان. کابل مطبعه دولتي، (۱۳۳۷.ش)

۲:فوفلزایي، عزیزالدین وکیلي. تیمورشاه درانی. کابل، انجمن تاریخ (۱۳۴۶.ش)

۳:غبار، میرغلام محمد. افغانستان درمسیر تاریخ. کابل دولتي مطبعه، (۱۳۴۶.ش)

۴: حبیبي، عبدالحی. تاریخ مختصر افغانستان. (۱۳۶۸.ش)

۵: سایکس، جنرال سرپرسي. تاریخ ایران. جلد دوم، تهران چاپ سوم (۱۳۶۶.)

۶: ریشتیا، سیدقاسم. افغانستان در قرن نوزده. کابل دولتي مطبعه (۱۳۴۶.م)

۷: فرهنګ، میرمحمد صدیق. افغانستان در پنج قرن اخیر. جلد اول، پشاور (۱۳۶۷.ش)

۸: درانی، سلطان محمدخان بن موسی خان. تاریخ سلطاني. بمبيي (۱۲۹۸.ش) هجري قمري

۹: محمود، محمود. تاریخ روابط سیاسی ایران و انګلیس درقرن نوزده. جلد اول، تهران (۱۳۵۶.ش)

۱۰: فارسي اخبارات و مراسلات. ډهلي (۱۹۶۶.م)

11: Varma,B. English East India Company and the Afghans 1757-1800 Calcutta 1968

12: Tate, G P. The Kingdom of Afghanistan . India 1973

13: Majumdar, R.C Editor. The Maratha Supremacy. Bombay 1991

14: Kaye, John William. History of the War in Afghanistan. Vol1 India 1999

15: Elphinstone, Mountsuart. An Account of the Kingdom of Kabul Vol2 Karachi 1974

16: Bilgrami, Asghar H. Afghanistan and British India. Delhi 1972

 ([1])مجومدار ص ۴۶۲

 ([2])ورما ص ۶۸

 ([3])اخبارات ص ۴۷۵

 ([4])هغه ماءخذ ص  ۴۷۹

 ([5])غبار ص ۳۸۱-۳۸۲

 ([6])حبیبي ص ۲۷۳

 ([7])ورما ص ۱۵۷

 ([8])کې ص ۳

 ([9])هغه کتاب ص ۱۶-۱۷

 ([10])اخبارات ص ۳۷۲

 ([11])هغه کتاب ص ۳۷۶

 ([12])فوفلزايي ص ص ۷۶-۸۰

 ([13])هغه کتاب ص ۱۸-۱۹

 ([14])ټېټ ص ص ۱۱۲-۱۱۳

 ([15])درانی ص ۱۶۹

 ([16])فوفلزايي  ص ۱۳۹

 ([17])هغه کتاب ص ۱۴۳

 ([18])ورما ص ۱۵۳

 ([19])هغه کتاب ص ۱۵۴-۱۵۵

 ([20])هغه کتاب ص ۱۵۵

 ([21])کې ص ۱۰

 ([22])هغه کتاب ص ۱۵۹

 ([23])سایکس ص ۴۳۵-۴۳۶

 ([24])کې ص ۵-۶

 ([25])هغه کتاب ص ۷-۸

 ([26])بلګرامي ص ۲۷۹

 ([27])الفینسټون ص ۳۲۱-۳۲۵ فوفلزايي ص ۱۷۸-۱۸۱

 ([28])کې ص ۲۳-۲۴

 ([29])ریشتیا ص ۴-۵

 ([30])غبار،ص ۳۸۲

 ([31])کي ص ۱۷-۱۹

 ([32])محمود ص ۱۲۰

 ([33])کې ص ۵۴

 ([34])بیلګرامي ص ۲۸۲-۲۸۴

ټيپو سلطانشاه زمانناپولیونهندوستان
نظريات (0)
نظر اضافه کول