په آريانا مجله کي، د علامه حبيبي خپرې سوي مقالې

د عاصي په قلم

لوى استاد علامه حبيبي (١٣٦٣ش مړ) له هغو افغاني پوهانو څخه وو، چي تر افغانستان دباندي ئې په اېران، هندوستان، پاکستان او د سيمي په نورو مملکتونو کي هم د پوهي او علميت ازانګې خپرې وې. دغه شهرت او علمي تبحر د هغه خلاق استعداد زېږنده وو، چي خداى پاک پر علامه حبيبي پېرزو کړى وو. علامه مرحوم نه يوازي د يوه لوى عالم او محقق په توګه د افغانستان تاريخ او فرهنګ ته نه هېرېدونکي کارونه وکړل، بلکي د هغوى علميت او پوهي د سيمي د رجالو او اماکنو په روښانه کولو او څېړلو کي هم لويه ونډه لرله.

د دوى دغه ډول تحقيقات او تتبعات د کتابونو او رسالو په شکل تر ١٣٠ ټوکو تجاوز کوي. د دې تر څنګ ئې د زرو په شاوخوا کي داسي نوي تحقيقات او تخليقات د مقالو په شکل وړاندي کړل، چي تر دوى مخکي يا خو کار نه وو پر سوى او که سوى هم وو په نيمګړي شکل. د دوى مقالې نه يوازي دا چي د کميت په لحاظ خورا ډېري دي بلکي کيفيت ئې تر کميت ډېر د ارزښت وړ دئ. د دوى په مقالو کي خورا ډېري داسي مقالې موجودي دي، چي د مقالو تر حوصلې وتلي بل لا د رسالو په شکل دي.

علامه مرحوم پر پښتو او پاړسي سربېره په اردو او عربي هم مقالې ليکلي او د همسايه هيوادونو په موقوتو خپرونو کې خپرې کړي دي. تر افغانستان دباندي د دوى د مقالو زياته برخه د اېران په يغما، سخن، دانش، هنر و مردم او رهنماى کتاب مجلو کي او د پاکستان په سروش، لار او پښتو مجلو کي خپرې سوي دي. اردو هغه ئې په … مجله کي خپرې سوي دي. د افغانستان په تقريباً ټولو مجلو او خورا ډېرو اخبارونو کي د علامه مرحوم پښتو او دري مقالې خپرې سويدي. د مجلو په قطار کي د کابل، آريانا، ژوندون، کندهار، پښتون ږغ، هرات، هرات باستان، کتاب، خراسان، مېرمن، وږمه، ادب، جغرافيا، هنر، لمر، تحقيقات کوشانى، عرفان، او داسي نورو مجلو او د ورځپاڼو په ليکه کي په طلوع افغان، انيس، هيواد، اصلاح، افغان، مساوات، زېري، اتحاد مشرقي، اتفاق اسلام، هلمند او داسي نورو ورځپاڼو او اخبارونو کي خپرې سوي دي.

لوى استاد د خپل مثمر ژوند په اوږدو کي د افغانستان د تاريخ او فرهنګ پر بېلابېلو اړخونو د زرو په شاوخوا کي مقالې ليکلي دي. د دغو مقالو خورا لويه برخه په کابل، آريانا او وږمه مجله کي خپرې سوي دي.

سږکال (١٣٩٣ش) د لوى استاد د مړېني دېرش کاله پوره سول. زه به د هغوى د دېرشم تلين د درناوي په سبب د هغه مرحوم د هغو مقالو فهرست د کندهار مجلې لوستونکو ته وړاندي کم، چي په آريانا مجله کې خپرې سوي دي. خو وعده به مي دا وي چي، د کندهار مجلې په راتلونکو ګڼو کي به د علامه مرحوم هغه مقالې چي په نورو مجلو کي خپرې سوي وي هم فهرست واره درنو لوستونکو ته وړاندي کم:

آريانا مجله د ١٣٢١ش کال د دلو په مياشت کي د افغانستان د تاريخ ټولني له خوا خپره سوه. دې مجلې د افغانستان د تاريخ په باب خورا په زړه پوري تحقيقات او تتبعات په خپلو پاڼو کي خوندي کړي دي. په دې مجله کي ټول خپاره سوي موضوعات د افغانستان تاريخ ته ځانګړي سوي دي. يا په بله ژبه ويلاى سو، چي په اريانا مجله کي د افغانستان د تاريخ خورا لويه برخه خوندي ده. آريانا مجله نه يوازي دا چي د افغانستان تاريخ ته ځانګړې سوې وه، بلکي د سيمي د نامتو رجالو او تاريخي نقاطو د شنني او پلټني له پاره ئې هم غېږه پرانيستې وه. د پاکستان، اېران او هندوستان د مشهورو ليکوالو او پوهانو تحقيقات او تخليقات هم پکښې خپاره سوي دي. د دې مجلې شهرت په سيمه کي خپور وو. ايران په خپلو ډېرو سايټونو کي د دې مجلې کلکسيونونه په پي ډي ايف شکل خوندي کړي دي، د علم او فرهنګ پالني په ساحه کي د هغوى دغه کار د ډېري ستايني وړ دئ.

آريانا مجله لومړى وار هره مياشت خپرېده، خو په ٤٥ – ١٣٤٦ ش کال کي دوې مياشتنۍ سوه. د مجلې تر دېرشم (٥٠ – ١٣٥١) نشراتي کال پوري په هرو دوو مياشتو کي يو ځل خپره سوې ده خو د جمهوريت د راتلو سره سم دا مجله درې مياشتنۍ سوه. دا مجله اوس هم د افغانستان د علومو اکاډيمۍ له خوا خپرېږي، خو د کيفيت په لحاظ اوسنۍ د پخوانۍ په پرتله مځکه و آسمان توپير لري.

په آريانا مجله کي د لوى استاد علامه حبيبي تر ١٤٠ زياتي مقالې خپرې سوي دي. لومړۍ مقاله ئې د “نکات چند در تاريخ و زبان کشور ما” تر عنوان لاندي د لومړي کال په لومړۍ ګڼه کي خپره سوې ده. وروستۍ هغه ئې د څلوېښتم (١٣٦١ش) نشراتي کال په دريمه او څلرمه ګڼه کي د “عياران يا اخيان” تر سرليک لاندي چاپ سوې ده.

په آريانا مجله کي د علامه حبيبي د مقالو تر څنګ د هغه مرحوم ځيني کتابونه هم په قسط واره ډول خپاره سوي دي. لکه: رهنماى تاريخ افغانستان. بل کتاب ئې  “سهم افغانستان در انتقال فرهنګ آسياى ميانه” نومېږي چي د آريانا مجلې د ١٣٤٠ش کال په پرله پسې ګڼو کي خپور سوى دئ (د مجلې په اړونده ګڼو کي دغه مضمون ته د علامه حبيبي نوم نه دئ ليکل سوى، کله چي په ١٣٨١ش کال کي دغه اثر په کتابي شکل خپور سو، هلته هم د دې يادونه سوې نه ده چي دا کتاب لومړى وار په آريانا مجله کي سلسله واره خپور دئ). د دې تر څنګ د علامه مرحوم دوه نور کتابونه لومړى (يک تحقيق نوين دربارۀ کابل شاهان) او دوهم ئې (هفت کتيبه) نومېږي چي لومړى وار په آريانا مجله کي خپاره سوي دي، وروسته ئې لومړى کتاب په اېران کي او دوهم هغه ئې د افغانستان د تاريخ ټولني له خوا په مستقل ډول چاپ سو.

دلته به د علامه مرحوم د خپرو سوو مقالو فهرست د آريانا مجلې د کلونو په ترتيب وړاندي کم. په دې سره به نه يوازي لوستونکي وکولاى سي، چي د هغه مرحوم مقالې په مجله کي په آساني سره ومومي، بل به لا د مجلې په نشراتي تسلسل کي هم مشکل پېښ سوى نه وي. د مقالې تر عنوان وروسته په قوسينو کي لومړى عدد د هغه کال ګڼه او تر هغه وروسته عدد د مجلې پرله پسې ګڼه ښيي.

اول کال (٢١ – ١٣٢٢ش)

  1. نکات چند در تاريخ و زبان کشور ما (١/١).
  2. پټه خزانه (ګنج پنهان) – په دوو برخو کي (٧ – ٨/ ٧ – ٨).

دوهم کال (٢٢ – ١٣٢٣ش)

  1. زرنج (٥/ ١٧).

دريم کال (٢٣ – ١٣٢٤ش)

  1. يک نسخۀ قديم تفسير قرآن عظيم (٦/ ٣٠).
  2. واره (٧/ ٣١).
  3. تصحيح کنيد (٧/ ٣١)
  4. مخزن الانشاء (٨/ ٣٢).
  5. خمار کجا بود؟ (٩/ ٣٣).
  6. دو ماخذ خطى در شرح حال واصفى هروى (١٠/ ٣٤).
  7. از نسخه هاى خطى افغانستان (١١/ ٣٥).
  8. تاريخ مجدول و مؤلف آن (١٢/ ٣٦).

څلرم کال (٢٤ – ١٣٢٥ش)

  1. روش تاريخ نګارى دو نفر مؤرخ (٣/ ٣٩).
  2. بيرون والبيرونى (٤/ ٤٠).
  3. جاى وفات سبکتګين (٥/ ٤١).
  4. مير معصوم نامى (٦/ ٤٢).
  5. توابع کابل در عصر ګورګانيان هند (٧/ ٤٣)

پنځم کال (٢٥ – ١٣٢٦ش)

  1. تګين آباد کجا بود؟ (٦/ ٥٤).
  2. مناطق جنوبى غور (٧/ ٥٥).
  3. جوانمردان و عياران – په دوو برخو کي (٩ – ١٠/ ٥٧ – ٥٨).
  4. ربيعى پوشنګى شاعر آل دربار کرت (١٢/ ٦٠).

شپږم کال (٢٦ – ١٣٢٧ش)

  1. کابل و زابل (١/ ٦١).
  2. تحفة الحبيب (٥/ ٦٥).
  3. حيرت و حسرت (٥/ ٦٥).
  4. وصيت نامه ملک غياث الدين کرت (٦/ ٦٦).
  5. آداب الحرب والشجاعه (٧/ ٦٧).
  6. تعديل در نسب نامه آل کرت (٨/ ٦٨).
  7. يادآوريهاى ادبى (١٠/ ٧٠).
  8. چګونه علماء را قدردانى ميکردند (١١/ ٧١).

اووم کال (٢٧ – ١٣٢٨ش)

  1. حکيم يوسفى هروى طبيب و منشى دربار بابر … (٣/ ٧٥).
  2. پاسخ دوستانه (٤/ ٧٦).
  3. شيخ محمداکرم افغانى (٧/ ٧٩).
  4. نهضت ازادى خواهان افغان – په درو برخو کي (٩، ١١، ١٢/ ٨١، ٨٣، ٨٤).
  5. تخريب بست (١٠/ ٨٢).

اتم کال (٢٨ – ١٣٢٩ش)

  1. ترجمان البلاغه – په دوو برخو کي (٢ – ٣/ ٨٦ – ٨٧).
  2. زمزمه (٥/ ٨٩).
  3. مواضعه احمد ميمندى با سلطان مسعود غزنه (٨/ ٩٢).
  4. نويسنده دبستان مذاهب کيست؟ (٩/ ٩٣).
  5. دو شخص عجيب در کابل (١٠/ ٩٤).
  6. فصلى از کتاب فضايل بلخ (١٢/ ٩٦).

نهم کال (٢٩ – ١٣٣٠ش)

  1. کنجکاويهاى علمى و ادبى (٣/ ٩٩).
اريانا مجله دلته

نونسم کال (٣٩ – ١٣٤٠ش)

  1. مجمع الغرايب مفتى بلخى (١٠/ ٢٢٦).
  2. مذکر احباب نثارى (١١/ ٢٢٧).
  3. دو کلمه هروى (١٢/ ٢٢٨).

 

شلم کال (٤٠ – ١٣٤١ش)

  1. کتيبۀ روزګان (٤/ ٢٣٢).
  2. آيا کلمۀ هزاره قديمتر است؟ (٥/ ٢٣٣).
  3. صنت توپ سازى در دورۀ احمدشاهى (٦/ ٢٣٤).
  4. قديمترين مسافران انګليسى در افغانستان (٧/ ٢٣٥).
  5. اوضاع مالى و اقتصادى افغانستان در قرون نخستين اسلامى (٨/ ٢٣٦).
  6. شاعر ثنا و صفت (٩/ ٢٣٧).
  7. سيرت و ابتکار و آثار شيخ الاسلام خواجه عبدالله انصارى – په دوو برخو کي (١٠-١١/ ٢٣٨ – ٢٣٩).
  8. فيض الله بنيانى مؤرخ، عالم او ليکوال (١٢/ ٢٤٠).

 

يوويشتم کال (٤١ – ١٣٤٢ش)

  1. عجايب الاخبار، د مسعود ګل پېښوري تاليف (١/ ٢٤١).
  2. مؤلف تاريخ و قصص نابى (٢/ ٢٤٢).
  3. زبان درى دو هزار سال قبل – په دوو برخو کي (٣ – ٥/ ٢٤٣ – ٢٤٤).
  4. يک کتاب ګم شده قديم نثر درى پيدا شد (٦ – ٧/ ٢٤٥).
  5. يادداشتها در تاريخ صنايع افغانستان – په پنځو برخو کي (٨ – ١٢/ ٢٤٦ – ٢٥٠).

 

دوه ويشتم کال (٤٢- ١٣٤٢ش)

  1. غرستان (١ -٢/ ٢٥١).
  2. رسايل اعتقادات فرق اسلامى … (٣ – ٤/ ٢٥٢).
  3. زايران چينى در افغانستان (٥ – ٦/ ٢٥٣).
  4. برمکيان بلخى – په دوو برخو کي (٧ – ١٠/ ٢٥٤ – ٢٥٥).
  5. آيا رواق بست در قرون نخستين اسلامى موجود بود؟ (٩ – ١٠/ ٢٥٥).
  6. کارنامه ابو مسلم خراسانى – لومړۍ برخه (١١ – ١٢/ ٢٥٦).

 

درويشتم کال (٤٣ – ١٣٤٤ش)

  1. کارنامۀ ابو مسلم خراسانى – دوهمه او دريمه برخه (١ – ٤/ ٢٥٧ – ٢٥٨).
  2. سهم برمکيان بلخى در پرورش علم و ثقافت (٥ – ٦/ ٢٥٩).
  3. ماثر محمودى (٧ – ٨/ ٢٦٠).
  4. چند کتاب ګم شده عهد غزنويان (٩ – ١٠/ ٢٦١).
  5. تشکيلات عسکرى افغانستان در قرن نوزده (١١ – ١٢/ ٢٦٢).

څليرويشتم کال (٤٤ – ١٣٤٥ش)

  1. امدن رسولان خطا به دربار غزنه (١ – ٢/ ٢٦٣).
  2. از کتابهاى ګم شده (٣ – ٤/ ٢٦٤).
  3. رتبيلان زابلى (٣ – ٤/ ٢٦٤).
  4. قصصص الانبياء پوشنجى (٥ – ٦/ ٢٦٥).
  5. خواند مير هروى (٧ – ٨/ ٢٦٦).
  6. نظريۀ جهاندارى خوشحال خان خټک (٩ – ١٠/ ٢٦٧).
  7. مبادى تاريخى فرهنګ افغانى (١١ – ١٢/ ٢٦٨).
  8. تصحيح (١١ – ١٢/ ٢٦٨).

 

پنځويشتم کال (٤٥ – ١٣٤٦ش)

  1. محقق قندهارى (١/ ٢٦٩).
  2. مولوى عبدالروف قندهارى (٢/ ٢٧٠).
  3. تاريخ وفات مؤلف کشف المحجوب (٢/ ٢٧٠).
  4. فخرى هروى (٣/ ٢٧١).
  5. په اتلسم قرن کي افغاني سفيران (٤/ ٢٧٢).
  6. البيروني او افغانستان (٥ – ٦/ ٢٧٣).

 

شپږويشتم کال (٤٦ – ١٣٤٧ش)

  1. شيخ فقيرالله حصارکى جلال آبادى (١/ ٢٧٤).
  2. يک سند تاريخى (٢/ ٢٧٤).
  3. اهميت افغانستان از نظر تاريخ و باستان شناسى آسياى ميانه – په دوو برخو کي (٣ – ٤/ ٢٧٦ – ٢٧٧).
  4. نيم قرن در آغوش آزادى (٤/ ٢٧٧).
  5. تاري نويسى در افغانستان (٤/ ٢٧٧).
  6. ضياء محمد طبيب غزنوى (٥/ ٢٧٨).
  7. حرکت تنظيم زراعتى (٦/ ٢٧٩).

 

اووه ويشتم کال (٤٧ – ١٣٤٨ش)

  1. تاج کابلشاه در کعبه (١/ ٢٨٠).
  2. استدراک (١/ ٢٨٠).
  3. هفت کتيبۀ قديم (٢/ ٢٨١).
  4. افغان و افغانستان (٣/ ٢٨٢).
  5. لوى ټول مختار سيد نورمحمدشاه صدراعظم دربار امير شېرعليخان – په درو برخو کي ( ٤ – ٦/ ٢٨٣ – ٢٨٥).
  6. د هرات يو مؤرخ او سفير (٤/ ٢٨٣).
  7. د سمرقند سمپوزيوم (٥/ ٢٨٤).
  8. د رشيدالدين وزير او مؤرخ علمي او تحقيقي ټولنه (٥/ ٢٨٤).

 

اتويشتم کال (٤٨ – ١٣٤٩ش)

  1. فضايل بلخ (١/ ٢٨٦).
  2. بيهقى و افغان شال (٢/ ٢٨٧).
  3. بقاياى حکمرانان کوشانى در افغانستان (٢/ ٢٨٧).
  1. مکتب فکرى مولانا جلال الدين بلخى (٣/ ٢٨٨).
  2. اوراق فراموش شده (٣/ ٢٨٨).
  3. بلخى يکى از پايګاههاى علوم اسلامى (٤/ ٢٨٩).
  • تحقيق برخى از اماکن بيهقى (٥/ ٢٩٠).
  1. خط بابرى (٥/ ٢٩٠).
  2. دوبان حکيم کابلى در دربار خليفه بغداد (٦/ ٢٩١).
  3. د تاجر دوې غزلي (٦/ ٢٩١).

 

نهويشتم کال (٤٩ – ١٣٥٠ش)

  1. نکات جديد در تاريخ افغانستان – په دوو برخو کي (١ – ٢/ ٢٩٢ – ٢٩٣).
  2. د جوند شاه مشهد (١/ ٢٩٢).
  3. د عشق پور (شعر) (٢/ ٢٩٣).
  4. معرفى کتب (٢/ ٢٩٣).
  5. بابر و شخصيت علمى و ادبى وى – په دوو برخو کي (٣ – ٤/ ٢٩٤ – ٢٩٥).
  6. انساب محمودى (٤/ ٢٩٥).
  7. مين (شعر) (٤/ ٢٩٥).
  8. محموديان بلخ (٥/ ٢٩٦).
  9. پرسش و پاسخ (٥/ ٢٩٦).
  10. شخصيت سياسى و ادارى بابر (٦/ ٢٩٧).
  11. صفحۀ از تاريخ قضا در افغانستان (٦/ ٢٩٧).
  12. معبد زور يا زون (٦/ ٢٩٧).

 

دېرشم کال (٥٠ – ١٣٥١ش)

  1. تعميرات عصر بابر و اثر آن در هند (١/ ٢٩٨).
  2. دو شاعر صوفى مشرب از يک شهر (١/ ٢٩٨).
  3. رنګهاى جاويد (١/ ٢٩٨).
  4. معرفى کتب (١/ ٢٩٨).
  • وڼيڅي (٢/ ٢٩٩).
  1. معرفى کتب (٢/ ٢٩٩).
  2. مدينة العذراء (٣/ ٣٠٠).
  3. شيخ المحدثين مولانا نصيرالدين کاکړ (٣/ ٣٠٠).
  • معرفى کتب (٣/ ٣٠٠).
  1. بست و لښکرګاه و رواق بست (٤/ ٣٠١).
  2. عبداللطيف عباسى بنيروى (٦/ ٣٠٣).

 

يودېرشم کال (١٣٥٢ش)

  1. اين شعر از کدام بابر است (٢/ ٣٠٦).
  2. روه در ادب و تاريخ (٣/ ٣٠٧).

 

درودېرشم کال (١٣٥٤ش)

  • بلخ کانون فرهنګ (٣/ ٣١٤).
  1. کنشکاه حکمدار بزرګ (٤/ ٣١٥).

 

څلوردېرشم کال (١٣٥٥ش)

  • شيخ الاسلام قسوره ګرديزى (٢/ ٣١٧).
  • اماکن آريانا (٤/ ٣١٩).

 

اووه دېرشم کال (١٣٥٨ش)

  1. پنجشير (٢/ ٣٢٨).
  2. مختصر وافى در علم قوافى (٣ – ٤/ ٣٢٩ – ٣٣٠).
  • شهر فيروزکوه (٣ – ٤/ ٣٢٩ – ٣٣٠).

 

اته دېرشم کال (١٣٥٩ش)

  1. اشتباهات مستشرقين (١/ ٣٣١).
  2. منهاج سراج جوزجانى (٢/ ٣٣٢).

 

څلوېښتم کال (١٣٦١ش)

  1. عياران يا اخيان (٣ – ٤/ ٣٤١ – ٣٤٢).
آريانا مجلهانيسطلوع افغان
نظريات (0)
نظر اضافه کول