په افغانستان کي دښووني اوروزني لنډه تاريخچه

 

اميرعبدالرحمان خان د ١٩٠١ ع کال داکتوبرپراوله دنقرس ناروغۍ له امله مړسو اوپرځای يې مشرزوی حبيب الله خان دپاچهۍ پرتخت کښېنوست ، چي ځان ته يې سراج المله والدين اميرحبيب الله نوم غوره کړ . اميرحبيب الله خان ته دپلارله خوا يوآرام اوله سرکښانو خالي هيوادپه ميراث پاته سوی و . هغه دولتونه علم او پوهني ته پاملرنه کوي ، چي په خپل قلمروکي دننه ياترهغه دباندي کورني اوبهرني پرابلمونه اوجنګي ونظامي ستونزي ونه لري ، په هيوادکي دننه ورته ثبات او آرامي ميسره وي اوپه ملت کي يې دفرهنګي بدلون له پاره غوښتنه موجوده وي . اميرحبيب الله خان په دغه رازيوه موقعيت کي وﻻړ پاچاو . دی په هيوادکي د مشروطه غوښتني له ژور ملي خوځښت سره مخامخ و اوله دغه خوځښت سره په مقابله کي مجبور و ، چي هيوادته دمدنيت ، علم اوعرفان نيمکښه ﻻر پرانيزي . په دې لړکي نوموړي د دارالعلوم حبيبيه په نامه يوه مدرسه دکابل په چوبفروشي کي په ١٩٠٣ ع کال پرانيستله . دامدرسه زموږ دهيوادپه معاصر تاريخ کي لومړنی عالي مکتب و ، چي وروسته بيادمشروطه غوښتونکو په سياسي مرکزبدل سو اودهغه وخت زياترو منورينو له همدغه عالي مکتب سره اړيکي درلودل . تردغه دارالعلوم دمخه زموږپه وطن کي تدريسي چاري دعنعنوي مدرسوله ﻻري ، چي معموﻻ مسجدونه اوجامع ګاني وې ، سرته رسېدلې . البته دربارونو ځانته شاهي مدارس درلودل چي په هغوکي شهزاده ګانو اودربارته دورڅرمه کسانو اوﻻدونو اوغلام بچه ګانو زده کړه کوله . په دارالعلوم حبيبيه کي چي وروسته دحبيبيه مدرسې په نامه يادېدله ، پرديني علوموسربېره دژبي اوادبياتوتدريس هم کېدی اوپه دې لړکي پښتو ژبه هم په کال ١٩١٥ ع کي ددغي مدرسې په تدريسي نصاب کي شامله سوه . زموږدهيواد زياتره نخبګان په دغه سترروزنځای کي روزل سوي وو . داميرحبيب الله خان دپاچهۍ په اتلس کلنه موده کي پر حبيبيه مدرسې سربېره په کابل کي لومړنی مکتب حربيه ( ١٩١٠ ع ) ، لــــــــــومړنی دارالمعلمين ( ١٩١٣ ع ) او پنځه لومړني مکتبونه( ١٩١٤ ع ) تاسيس سول . د دارالمعلمين اولومړنيو ښوونځيو په جوړېدوکي د ارواښاد مولوي عبدالرب  هلي ځلي ځانګړی مقام لري . نوموړی د دارالمعلمين مدير اودلومړنيو مکتبوسرښته دار و، چي دمرګ تروخته ( ١٩١٩ ع ) پوري يې همدغه وظيفه پرغاړه وه ( ١ ). داميرحبيب الله خان په عصرکي د معارفو نظارت داميردمشرزوی سردارعنايت الله خان پرغاړه وه . دده پـــــه ﻻرښوونه انجمن معارف تاسيس سو ( ١٩١٢ ع ) ،چي مشري يې هم ده کوله . ددغه انجمن له پاره نظامنامه هم جوړه سوه . دغه رازپه کال ١٩١٨ ع کي دافغانستان دابتدايي مکاتبو اودارالمعلمين نصاب ترتيب اوخپورسو .

اميرحبيب الله خان د ١٩١٩ع کال دفبرورۍ پرشلمه نېټه دلغمان په کله ګوش کي ووژل سو اوپرځای يې په کابل کي شهزاده عين الدوله امان الله خان دپاچهۍ اعلان وکړ، چي ډېر ژردسلطنت دبل مدعي شهزاده نصرالله خان اودټول افغانستان دخلکوله خوابيعت ورکړه سو . داعليحضرت امان الله شاه غازي دپاچهۍ اول اقدام داستقلال اعلان و او وروسته يې په هيوادکي د ژوروعرفاني اومدني بدلونونو د راوستلوپه ﻻرکي هلي ځلي وې . نوموړي دافغانستان په تاريخ کي دوهمه منظمه کابينه جوړه کړه ( ٢ )، چي په دغه کابينه کي دمعارفو وزير ، چي په هغه وخت کي يې ورته ناظر معارف وايه ، عبدالحبيب خان وټاکل سو . دمعارفو د وزارت له پاره يې د شهرآرا ماڼۍ وټاکله . ددغه وزارت په لومړيو کارونو کي د (( معرف معارف )) پـــــــــــــه نامه ديوې مجلې خپرېدل و ، چي لومړۍ ګڼه يې د١٢٩٨ ش کال دسنبلې پراوله خپره سوه ( ٢٤ اګسټ ١٩١٩ ) اوپه هغه کي دمعارفودپراختيا پرضرورت باندي اوږده مطالب خپاره سول . په همدې کال دمعارفو د وزارت چاري سردارمحمدسليمان خان ته وسپارلي سوې اودده په ﻻرښوونه دمعارفوپه چوکاټ کي لومړنی علمي انجمن جوړسو ( جوزا ـــ ١٢٩٩ ش ) . په اماني عصرکي دمعارفودپراختياپه لړ کي دغه کارونه سرته ورسېدل :

ـــ داصول دفتري په نامه ديوه مکتب پرانيستل ( سرطان ١٢٩٩ ش )

ـــ په جلال ابادکي دلومړنيو ښوونځيو جوړېدل ( اسد ١٢٩٩ ش )

ـــ په پکتياکي ابتدايي مکتبونه جوړېدل ( عقرب ١٢٩٩ ش )

ـــ په کابل کي د (( مکتب مستورات ))  په نامه د نجونو لومړنی مکتب جوړېدل ( دلوــ ١٢٩٩ ش )

ـــ په کندهارکي د(( مکتب تجار )) په نامه لومړنی مکتب جوړېدل ( حمل ١٣٠٠ ش )

ـــ په کابل کي دمکتب حکام پرانيستل ( سرطان  ١٣٠٠ ش )

ـــ په کابل کي دمکتب قضات پرانيستل ( عقرب ١٣٠٠ ش )

ـــ په کابل کي داعدادي مکتب پرانيستل ( سنبله ١٣٠٦ ش )

اعليحضرت امان الله شاه غازي په ١٣٠٢ ش کال په کابينه کي ځيني بدلونونه راوستل اوپه هغوکي دمعارفو وزارت سردارفيض محمد خان ته وسپارل سو . دده دوزارت په وخت کي د (( معرف معارف )) مجله په (( آئينۀ عرفان )) باندي واوښتله ، چي د معارفو وزارت د دارالتاليف رياست له خــــــــوا خپرېدله . دغه رازله ترکيې او بلژيک سره د زده کوونکو د روزني قراردادونه ﻻسليک سول . په دغو کلونو کي معارفو ته پنځلس ميليونه افغانۍ بودجه ورکړه سوې وه ، چي د هيواد دهغه وخت پــــــــــــــه شرايطوکي يوستررقم و . په دغه وخت کي د حربيې وزارت بودجه څلوېښت ميليونه افغانۍ وه .

په اماني دوره کي له ١٣٠٣ ش څخه تر١٣٠٧ ش کال پوري دټول هيوادپه سطحه کي ٣٢٢ نوي مکتبونه جوړسول . دلومړنيو مکتبو دزده کوونکو شمېريوپنځوس زروتنوته ورسېدی . په دغو څلورو کلونوکي ٤٨٢٣ تنه له لومړنيو ښوونځيوڅخه ، ١٥٨ تنه له عالي ښوونځيو څخه فارغ سول . ١٥١ تنه خارج ته ولېږل سول ، چي ١٧ تنه يې په همدغوکلونوکي دفراغت سند له ترﻻسه کولو وروسته هيوادته راستانه سول . په دغوکلونوکي دمعارفو وزارت ١٣٣ټوکه کتابونه تاليف کړل اوشپږ لکه دري نوي زره پنځه سوه پنځه اوياټوکه يې چاپ کړل . ددغه مدنيت پالونکي پاچا د واکمنۍ دوره دنړيوال استعماري سيسټم په ﻻسوهنه اوپخپله ددغي واکمنۍ دارکانو له خوادځينو ناعاقبت انديشانه کارو دترسره کولو اوځينو نوروعواملوله امله د ١٩٢٩ ع کال په جوﻻی کي پای ته ورسېدله اوپرځای يې دسقاو دزوی توره يوکلنه دوره منځ ته راغله . په دغه دوره کي نه مکتب وجود درلود نه دمعارفو ادارې . بس يوه توره دوره وه ، چي دهيواددوياړلي تاريخ ښکلې څېره ورباندي بدرنګه ښکاري .

داعليحضرت محمدنادرخان دپاچهۍپه څلورکلنه دوره ( ميزان ١٣٠٨ ش ـــ عقرب ١٣١٢ ش ) کي دمعارفو کارونه بيرته له سره پيل سول اوکوښښ وسو هغه نيمګړتياوي اصلاح سي ، چي په اماني دوره کي دښووني او روزني په برخه کي موجودي وې . په دغه دوره کي د معارفوپه برخه کي لومړی کاردعربي دارالعلوم جوړېدل ( ١٣٠٩ ش ) اودمکتب حربيه له سره پرانيستل و . د ١٣١١ ش کال په جوزاکي د افغانستان پوهنتون له پاره يومجلس جوړسو اوددارالامان ماڼۍ يې د پوهنتون له پاره وټاکله اونوم يې دارالفنون پرکښېښوو ( ٣ ) . اعليحضرت محمدنادرشاه د١٩٣٣ ع کال دنومبرپراتمه دعبدالخالق

( ١٠١ )

نامي دتفنګچې په ګولۍ ووژل سو اوپه هماغه ورځ يې زوی د المتوکل علی الله محمدظاهرشاه په نامه پرتخت کښېنوست . دده د پاچهۍ په سرکي دمعارفوچاري دسردارعلي احمدخان پرغاړه وې او وروسته دسردارمحمدنعيم له خواسرته رسېدلې . دمحمدظاهرشاه په دوره کي دعصري ښووني او روزني په برخه کي اساسي ګامونه واخيستل سول . ددغي څلوېښت کلني دورې په اوږدوکي دښووني اوروزني دکاروتفصيل زماددغي ليکني ترحوصلې وتلی کاردئ خو دومره ويلای سم چي د سردار محمد داود دصدارت ترپايه پوري په افغانستان کي دهلکانودښوونځيو شمېر ١٢٤٨ ته ، دنجونو د مکتبو شمېر ١٧٨ ته دهلکانو زده کوونکوشمېر ٢٠٣٦١٢ اودنجونوزده کوونکو شمېر ٣١٦٨٩ ، دنارينه ښوونکو شمېر ٤٨٢٨ اودښځو ښوونکوشمېر ٨٧٠ ته رسېدئ . په هيوادکي د دموکراسۍ اوپارلماني سيسټم اودغه راز د نوي جمهوري نظام په راتګ سره دغه ارقام نور هم څوچنده مخ ته ولاړل چي ماته يې اوس تنظيمول ميسرنه دي . موږ په هيوادکي دعالي تحصيلاتو سترمرکزونه وموندل چي تحصيلي نصاب يې د پرمختللو هيوادوله نصاب سره ترډېري اندازې ورته والی درلود . که څه هم ددغي دورې منقدين دغه اقدامات کافي نه ګڼي خوحقيقت دادئ ، چي افغاني ټولني دپرمختګ پرلوريون پيل کړی و اوکه دروسي ښامار منګولي زموږ د بېوزلي ملت مرۍ ته رسېدلي نه وای ، زمايقين دئ چي افغانستان به په همدغو ورو وروګامونوباندي دنړۍ دملتونوپه کتارکي يومناسب ځای ګټلی وای .

دثوردناولي کودتاه په راتګ سره زموږدهيوادمقدرات د روسپالو ﻻس ته ورغلل . هغوی روس ته دوفادارۍ تراغېزې ﻻندي ، چي دوی ورته (( سوېټيزم )) وايه ، دهيواددمعارفو سيسټم ته درانه تاوانونه ورسول . بېله هيڅ راز منطقي توجيه څخه يې دښووني اوروزني نصاب د شوروي اتحاد له تعليمي نصاب سره يوشان کړ اوهيڅ رازافغاني مميزات يې په پام کي ونه نيول . په تعليمي چاروکي دواکمن ګوند لومړنيوسازمانو دومره ﻻسوهني پيل کړې ، چي اصلا دښووني او روزني کيفيت بل شکل واخيست . دتعليمي اسنادودترﻻسه کولو له پاره معيار پرګوندي فعاليتو باندي متکي سو . دهيوادعلمي کدرته د ګوندي اړيکوپراساس غيرمستحق کسان شامل سول اودې کار دزده کوونکو او محصلينو علمي سطحه له مځکي سره برابره کړه . ان تردې چي اکاډميکي رتبې دسياسي وصلتوپه جهيز کي ورکول سوې . ښوونځي په نظامي بارکونوباندي بدل سول اونور اونور .

دمجاهديندپه واکمن کېدو سره دتنظيمي توپک واﻻوو او روسپالوپه ائتلاف کي دشاملو واکدارانو په ﻻس دهيواددمعارفو بېخ و بنياد وخوت ، چي نتيجې يې موږ اوتاسي ټول وينو . اوس دهيوادپه نهه نوي فيصده سيمه کي دطالبانو واکمني ټينګه ده . امنيت راغلی دئ خودټول هيوادپه سطحه ﻻ جګړه په بشپړه توګه ختمه سوې نه ده . دښووني اوروزني په برخه کي هغه رازاساسي ګامونه چي زموږدعصر له غوښتنوسره موافق وي ، نه دي اخيستل سوي . که زموږ له مقدس هيواده دبهرنيو ﻻسونه قطع سي ، اميدسته چي په راتلونکي کي دي دغه ملي ارزو ترسره سي . اوس خو :

آن قــــدح بشکست وآن ساقی نماند

آنقدرمی ريخت که هيچ باقی نماند

٧ نومبر ١٩٩٨ ع

ټورنټو ـــ کاناډا( ٤ )

*****

**

*

( ١٠٣ )

لمنليکونه

( ١ ) دغه  سترعالم باعمل دمولوي شهيدعبدالواسع کندهاري ورورکېدی . امان افغان جريدې دده دمړيني په مناسبت ليکلي و چي داميرحبيب الله خان په مرګ باندي دسلطنت په مقام کي ، دمولوي عبدالرب په وفات باندي دشريعت په مقام کي اودضيامعصوم نقشبندي چارباغي په مړينه باندي دطريقت په مقام کي ستري خلاوي منځ ته راغلې اوپه يوه واردرې سره مقامه خالي سول . ددغو ذواتومړينه تقريبا پرله پسې واقع سوې ده ( تاريخي پېښليک ـــ ٢٣٠ مخ ) .

خدارحمت کند آن عاشقان پاک طينت را

( ٢ ) لومړۍ کابينه داميرشيرعليخان په پاچهۍ کي دصدراعظم سيدنورمحمدشاه کندهاري په مشرۍ په ١٨٧٠ ع کي جوړه سوې وه .

( ٣ ) دنادرخان په دوره کي ټول هغه ځايونه چي دامان الله شاه غازي په نامه نومول سوي وو ، واړول سول . دامانيه مکتب نوم په (( استقلال )) اود اماني مکتب نوم په (( نجات )) باندي بدل سو .

( ٤ ) دامقاله دهغي غونډي له پاره ليکل سوې وه ، چي په افغانستان کي دښووني اوروزني په باب په ټورنټو ـــ کاناډا کي ديوشمير فرهنګپالو له خوا ترتيب سوې وه او ماپخپله په هماغه غونډه کي ولوستله چي داکاډميکورتبوپرځينولرونکو ښه ونه لګېده او عکس العمل يې څرګند کړ . خودغونډي برخه والو زما په تاييد ويناوي  وکړې .

يادونه :

ددې ليکني عمده ماخذ دعلامه حبيبي اثر (( د افغانستان تاريخي پېښليک )) دئ . ښاغلي رفيع صاحب يووخت راته وويل چي علامه مرحوم په ژوندکي ددغه اثر له چاپي تېروتنوڅخه شکايت درلود . نوکه دځينوارقامو اواعدادوپه برخه کي تېروتني پېښي وي ، هيله ده لوستونکي مي معذور وګڼي .

آئينۀ عرفاند افغانستان تاريخي پېښليکمعرف معارفمکتب تجار
نظريات (0)
نظر اضافه کول