په هندوستان کې د افغانانو/پښتنو اړوند تاريخي کتابونه

په هندوستان کې د افغانانو او په تيره بيا د پښتنو په اړوند ډېر کتابونه کښل شوي دي، ځکه د تاريخ په اوږدو کې ډېر افغانان او له هغو نه پښتانه هندوستان ته تللي دي چې ځينو يې د لودي او سوري واکمنانو په وخت کې لوړ لوړ منصبونه او پوځي دندې درلودلې او ځينو ته د دوی د چوپړونو په بدل کې جاګيرونه هم ورکړل شوي دي. زه دلته د هغو مهمو تاريخي کتابونو نومونه اخلم، ځکه په راتلونکې که زموږ ځوان نسل وغواړي چې د هندوستان پر افغانانو او په تيره بيا پر پښتنو تحقيق او څيړنې وکړي نو با يد چې دا لا نديني کتابونه له پامه ونه غورځوي:
۱- تحفه اکبر شاهي يا شېر شاهي تاريخ:
ليکوال يې عباس سرواڼي دی چې د شير شاه سوري د واکمنۍ حالات پکې راغلي دي٠ دغه کتاب په ٩٩٤ ليږديز کال کې ليکل شوی دی، پښتو ژباړه يې ارواښاد ډاکټر دولت محمد لودين کړې ده او په کال ١٣٥٤ ليږديز کې د کابل په پښتو ټولنې کې چاپ شوی دی٠
کتاب دلته:
تحفه اکبر شاهي يا شېر شاهي تاريخ
۲- واقعات مشتاقي:
ليکوال يې شيخ رزق الله ډهلوي دی او په ٩٨٩ ليږديز کال يې ليکلی دی چې د لودي او سوري پښتنو حالات پکې راغلي دي٠

واقعات مشتاقي په ۹۸۹ لیږدیز/هجري کال دهند ددریم مغولي واکمن جلا ل الدین محمداکبر( 1556 – 1605)دواکمنۍ په وخت کې دشیخ رزق الله دهلوي له خوالیکل شوی دی.دی په دووتخلصونو سره مشهور و، یو تخلص یې ډهلوي او بل تخلص یې مشتاقي و ، نو ځکه یې پر خپل تاریخ د(واقعات مشتاقي )نوم ایښودلی دی.
شیخ رزق الله دهلوي په (۱۴۹۵ ) زیږدیز/هجري ) کال کې زیږیدلی و.دی دشیخ عبدالله زوی ، دملک فیروزلمسی، دملک موسی کړوسی او دملک معزالدین کودی وچې بیا ملک معز الدین دآغا محمد زوی و. مشهور محدث شیخ عبدالحق محدث دهلوي دشیخ رزق الله تره ( کاکا ) و.
شیخ رزق الله دشیخ بدهن شاطري مریدو چې بیا شیخ بد هن شاطري دشیخ حافظ جونپوري له مریدانو نه و. واقعات مشتاقي په(۱۷) څپرکو کې لیکل شوی دی چې پکې په هند کې دلودي اوسوري پښتنو واکمنانو ذکر په بشپړ تفصیل سره راغلی دی .باید وویل شي چې دا کتاب داقتدار حسین صدیقي له خوا په انګریزي ژبې هم ژباړل شوی دی او دعلیګر پوهنتون له خوا چاپ شوی دی.دغه په ز ړه پورې تاریخ په (۱۷) څبرکو کې لیکل شوی دی .
دواقعات مشتاقي دتاریخ (۱۷) څپرکي په لاندې دول دي:
۱- د سلطان بهلول لودي ذکر او یادونه.
۲-دسلطان سکندرلودي ذکراویادونه.
۳- دسلطان ابراهیم لودي ذ‌کر او یادونه.
۴-دهند دمغولي واکمن ظهیر الدین محمد بابرذکر او یادونه.
۵- دنصیر الدین محمد همایون دواکمنۍ ذکر او یادونه.
۶- دجلا الدین محمد اکبر واکمني .
۷-دسوري شیرشاه واکمني .
۸-اسلام شاه سورې
۹- په هند کې دلودي واکمنانو په واکمنۍ کې دنامتو شخصیتونو ذکر او یادونه.
۱۰- داسلام شاه واکمنۍ
۱۱- سلطان عادلشاه سوري .
۱۲- دمالوې واکمنان.
۱۳-سلطان نصیر الدین شاه
۱۴-امین شاه او هوشنګ شاه
۱۵-سلطان محمد خلجی ( غلجی )ذکر او یادونه.
۱۶- د ګوجرات دواکمن سلطان مظفر ، سلطان محمد بهمني او سلطان ابراهیم شرقي .
۱۷-خو رې ورې کیسې .
زما په اند هغه طالب العلمان او زده کوونکي چې غواړي چې دهند پر پښتنو واکمنانو لودیانو او سوریانو تحقیق اوڅیړنه وکړي نو دغه په زړه پورې اثر ددوی سره بشپړه مرسته کولی شي، کتاب دلته:

دهند د لودي او سوري پښتنو واکمنانو په اړوند یو مهم تاریخي کتاب ( واقعات مشتاقي )
۳- شاهي تاريخ:
ليکوال يې احمد يادګار دی او په ١٠٥٤ ليږديز کال کې ليکل شوی دی چې د لودي او سوري پښتنو واکمنانو په اړوند ښه معلومات پکې راغونډ شو ي دي، کتاب دلته٠
شاهی تاريخ
۴- داودي تاريخ:
د دې کتاب ليکوال عبد الله دی چې له اره پښتون و او د مغولي جهانګير د دورې مؤرخ و. په دغه په زړه پورې تاريخ کې د هندوستان د لودي او سوري پښتنو او په بينګال کې کرلاڼي پښتنو په اړوند ښه معلومات شته٠ ما د دې مقالې ليکوال پښتو ته ژباړلی و او په کابل او پيښور کې چاپ شوی دی٠ کتاب دلته
داودي تاريخ
۵- افسانه شاهان هند:
د اهم د جهانګير پاچا په وخت کې ليکل شوی دی٠ ليکوال يې محمد کبير دی، خو د دغه کتاب ميکرو فلمونه د هند د عليګړ په پوهنتون او د لندن په بريټيش ميوزيم کې شته، خو د کتاب په بڼه نه دی چاپ شوی٠ ما دغه اثر د عليګړ د مايکرو فلم نه کاپي کړی او پښتو ته مې ژباړلی، خو لا چاپ کړی مې نه دی٠
۶– پښتون شير شاه:
دغه اثر هندي مؤرخ ښاغلي مظهر انصاري دهلوي ليکلی او د شير شاه بشپړ حالات پکې راغلي دي٠ دغه کتاب په ١٣٦٩ ليږديز کال کې ارواښاد سر محقق عبدالرحيم ځدران په کابل کې د سوري شيرشاه د٥١٠ کليزې د نړيوال سيمينار لپاره له اردو نه په پښتو ته ژباړلی و او د علومو اکيډيمۍ له خوا په کابل کې چاپ شوی و٠
کتاب دلته
۷- خان جهان لودي:
د دغه اثر ليکوال اکبر شاه خان نجيب ابادي دی چې د خان جهان لودي په اړوند ليکل شوی دی٠ جهانګير هغه ته پنځه زريز منصب او د صلابت خان لقب ورکړی و٠ دغه اثر په ١٣٢٦ لېږديز کال کې د ارواښاد مولانا عزيز الرحمن سيفي له خوا په پښتو ژباړل شوی او په کابل کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی و٠
۸- ډهلی دپښتنو په وخت کې:
دا دارواښاد خان غازي کابلي اثردی چې ارواښاد مو لانا سيفي پښتو ته ژباړلی و او په کابل کې چاپ شوی و٠
۹- صولت شير شاهي:
دا د هندي ليکوال سيد احمد مر تضی قطبي نصير ابادي اثر دی چې په ١٣٦٨ زيږديز کال کې ښاغلي فرهاد ظريفي پښتو ته ژباړلی و، خو لا چاپ شوی نه دی٠
۱۰ شير شاه او دهغه زمانه :
دا کتاب هندي مشهور مورخ کالکارنجن قانونګو ليکلی و چې ما په کابل کې په پښتو ترجمه کړ او ترجمه مې د افغانستان د علومو اکيډيمي د پښتو څيړنو نړيوال مرکز ته د چاپ لپاره سپارلې و، خو کله چې ټوپکيان په کابل کې واکمنۍ ته ورسيدل دا کتاب يې سوی و او له سره چاپ نه شو ٠اوريدلي مې دي چې ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد په کاناډا کې په پښتو ژباړلی او چاپ کړی يې دی٠
۱۱-تاريخ خان جهاني يا مخزن افغاني:
مؤلف خواجه نعمت الله دی چې دافغا نانو دانسابو په اړوند هم دلودي او سوري واکمنا نو په اړوند بشپړ معلوما ت لري٠
۱۲-حيات حافظ رحمت خان:-
دغه اثر په هندوستان کې دپير نګيانو د واکمنۍ په وخت کې په ١٨٦٥زيږديز کال کې ليکل شوی او ليکوال يې د رو هيلکنډ دپښتون بړيڅ سردار حا فظ رحمت خان کورنۍ ته منسوب ښاغلی ارواښاد سيد الطاف بريلوي دی٠ بايد زياته کړو چې دغه پياوړي مشر دپاني پت په جګړه کې داحمد شاه بابامرستې ته راودانګل٠ ما دغه کتاب ژباړلی و ،خو دکابل په تنظيمي جګړو کې داور دلمبو ښکار شو٠
۱۳-صولت افغاني:
ليکوال يې زردارخان ناغر دی او په ١٨٧٦ زيږديزکال دهند په کانپور کې چاپ شوی دی چې دپښتنو تاريخ دی٠
١٤-تواريخ خورشيد جهان:
ليکوال يې شير محمد خان ګنډاپوردی چې په ١٨٦٧ زيږديز کال يې ليکلی دی٠
۱۵- حيات افغاني:
ليکوال يې ډپټي کمشنر محمد حيات خان دی ٠ دغه اثر ماددې مقالې ليکوال او ښاغلي فر هاد ظريفي په ګډه له انګريزي او اردو نه پښتو ته ژباړلی ې په کابل او پيښور کې چاپ شوی دی٠
۱۶-براهيم شا هي تاريخ:
د مولا نا محمود اثر دی چې د٩٠٠ ليږديز کال په شا او خوا کې يې ليکلی دی٠ په دغه تاريخ کې دلوديانو او په تيره بيا دسلطان ابر اهيم د واکمنۍ حالات راغلي دي٠
۱۷-مجمع التواريخ:
د احمد خان تاليف دی چې دليکلو کال يې ١٠٢٠ ليږديز دی او دپښتنو تا ريخ دی٠
١٨-رياض ا لسلا طين:
ليکوال يې غلام حسين سليم دی او په مجموع کې دپښتنو تاريخ دی ٠
١٩-خلاصة الا نساب:
د هندو ستان دروهيلکهنډ دپښتون مشر نواب حافظ رحمت خان اثردی چې دپښتنو دانسابو ذکر پکې راغلي دي٠
۲۰-ګلستان رحمت:
د روهيلکهنډ دپښتون نواب مستجاب خان اثراودپښتنو تاريخ دی ٠
۲۱ګل رحمت:
دسعادت يار خان بړيڅ ليکنه ده او دپښتنو دبړ يڅو دقبيلې تا ريخ دی٠
٢٢-تاريخ رو هيلکهنډ:
د نياز احمد هوش اثر دی چې د حا فظ رحمت خان ک وسی و او درو هيلکهنډ دپښتنو تاريخ دی٠
٢٣-تاريخ افغا نستان يا نقش سليماني:
د غه اثر د حافظ رحمت خان دادبي کو رنۍ محمد سليمان خان اسد ليکلی دی او د پښتنو تاريخ دی٠
۲۴-مر ات الا فا غنه:
دخان جهان لودي اثردی او دسلطان سکندر لودي حالات پکې راغلي دي٠
۲۵-مطلع او مقطع:
د حاجي محمد عارف کند هاري اثر دی او دپښتنو تاريخ دی٠
۲۶-اسرارالا فا غنه:
د صابر اثر دی او دپښتنو تاريخ دی٠
۲۷-تورايخ حا فظ رحمت خان: ٢٧
مولف يې پير معظم شاه دی او دحافظ صاحب رحمت خان په غو ښتنه په ١١٨١ ليږديزکال د هندوستان په رو هيلکهنډ کې ليکل شوی دی دغه کتاب د پيښور پښتو اکيډيمي په ١٩٧٣ زيږديزکال کې چاپ کړی دی٠ په دغه کتا ب کې له کند هاره ديو سفزيو مهاجرت ،په کابل کې ددوی ميشته کيدل او بيا پيښور او او سنۍ سيمې ته ددوی دتلو يادونه شوې ده٠ دګګياڼيو او دشيخ ملي او دهغه دويش په اړوند هم پکې معلو مات شته٠
۲۸-دقاسم علي خان اپر يدي تاريخ:
په هند په تيره بيا درامپور او دفرخ اباد دنوابانوتاريخ دی٠
۲۹-تاريخ افغا نستان:
فداحسين يې ليکوال دی چې دافغانانو او انګريزانو جګړې يې پخپلو ستر ګو ليدلي دي او ١٧٩١ زيږ ديز کال کې ليکل شوی دی٠
۳۰-واقع بيان :
دعبدالکريم کشميري ليکنه ده چې داحمد شاه بابا لو مړنی پوځي سفر هند ته بيانوي٠
۳۱-هند ته داحمد شاه بابا تګ :
دغلام حسين تحسين ليکل شوی تاريخ دی چې په ١١٦٩ ليږديز کال يې ليکلی دی٠
٣٢-په پاني پت کې دمر هټه وو دسردار بهاو او احمد شاه دراني جګړه :
ليکوال يې پنډت کاشي رام دی چې دپاني پت دجګړې بيان پکې شته٠
٣٣-اقوام وفر قه های افغان:
محمود الموسوي ليکلی چې دابداليانو،،غلجيانو، برو درانيانو،روهيله وو او يو سفزيو او سوريانو ذکر پکې راغلی دی ٠
۳۴-د کټهير دافغانانو حال:
ليکوال يې شيو پر شاد ی چې په ١٧٧٦ ليږ ديز کال ليکل شوی دی او د هند د اتهراپراديش په ايالت کې دکټهير دپښتنو ذکر پکې شته٠
۳۵-عمدة التواريخ :
د سوهن لال سوري اثر دی چې پر پنجاب باندې داحمد شاه ابدالي د بريدونو ذکر پکې شوی دی٠
۳۶-دنجيب الدوله، علي محمد خان او دوندي خان احوال:
دبهاري لال تاليف دی چې دادرې واړه دروهيلکهنډ او دنجيب اباد دسيمو پښتانه نوابان ول٠ دغه کتاب په ١٢٠١ ليږديزکال کې ليکل شوی دی٠
۳۷طهماس نامه:
دپاني پت دجګړې تاريخ دی٠قلمي نسخه يې د هند دپنجاب ايالت د امرتسر دښار دخالصه کالج په کتا بتون کې شته٠
۳۸-احمد شاهي تاريخ:
هند ته داحمد شاه بابا دسفرونو په اړوند په ١١٦٧ ليږديز کال کې ليکل شوی دی٠
٣٩-تاريخ سليماني: د حاجي نور محمد سيماني اثر دی چې په ١٢٥٠ ليږديز کال يې ليکلی او دافغان وليانو په اړوند په زړه پورې معلو مات لري٠
۴۰-معدن اخبار احمدي:
د احمد بن بهبل تاليف دی ٠ په ١٠٢٨ ليږديز کال ليکل شوی چې په هند کې دلو ديانو او سو ريا نو تاريخ دی ٠
۴۱-چهارګلشن:
د رای چتر من تاليف دی او دپښتنو واکمنانو تاريخ دی٠
٤٢-واقعات دراني :
په ١٢٥٧ ليږديز کې ليکل شوی دی ،چې ددرانيانو دواکمنۍ پيښې يې بيان کړي دي ٠
۴۳-تاريخ افاغنه:
دمحمد شهاب الدين خان ثاقب ليکنه ده چې په ١٩٠٠ زيږديز کې ليکل شوی دی ٠د کتاب متن د افغانانو دنسب او تاريخ په اړوند دی٠
۴۴-اخبار الا وليا من لسان الا صفيا:
دعبد لله خيشکی قصوري چشتي چې عبدي تخلص يې کاوه تاليف دی او دزوکړې نېټه يې ١٠٤٢ لمريز کال دی٠ دی د خپل وخت ستر عارف، صو في او ستا نه تير شوی دی٠ ده د ٧٠ په شا او خوکې کتا بو نه يې کښلي وو٠ دده د مهمو اثارو نه يو هم (اخبار الا وليا من لسان الا صفيا) نو ميږي چې د ١٦٣ تنو خيشکي صو فيا نو تذ کره ده٠
٤٥-فيروز شاهي تاريخ:
چې د ضياؤالدين ضيا برني تاليف دی٠ په ١٨٦٢ کال کې په کلکته کې چاپ شوی دی و په هندوستان ې دغلجي واکمنانو په تيره بيا د سلان علاوالدين غلجي په اړوند ليکل شوی دی و د تغلق شاهانو ذکرم پکې شته٠
نظريات (0)
نظر اضافه کول