پښتو اکبرنامه

اکبرنامه په فارسي ژبه د افغان او انگلیس د لومړي جنگ په جریان کي د غازي محمداکبر خان (۱۲۳۲ – ۱۲۶۳ هـ ق) د مجاهدو منظوم تاریخ دئ چي د کشمیري شاعر حمید نومي له خوا د مثنوي په قالب کي په ۱۲۶۰هـ ق کي ویل سوې ده. دغه منظومه اکبرنامه له فارسي ژبي څخه د پښتو ژبي یوه حقدار شاعر، لیکوال او د دیني علومو ښوونکي ملا جانان کاکړ کندهاري (۱۲۷۵ -۱۳۶۴هـ ش) په پښتو نظم رااړولې ده. د دغي ژباړي دروند کار ئې په ۱۳۳۱ش د وري پر نهمه په کندهار کي پای ته رسولی دئ. د پښتو ژباړي قالب ئې هم مثنوي دئ. پښتو اکبرنامه تر ویلو یو کم شپېته کاله وروسته د ښاغلي ډاکټر عبدالرؤف رفیقي په سمونه، څېړنه په ښکلې قطع او صحافت د ډاکټر رفیقي څېړنیز مرکز (کوټه) له خوا چاپ سوې ده. د دغه چاپ په سر کي د پښتو ناظم تر فوټو او فهرست وروسته ډاکټر رفیقي د حمید کشمیري او د هغه د آثارو او دغه راز د ارواښاد ملا جانان کاکړ د ژوند او آثارو په باب ښه په تفصیل سره آموزنده خبري کړي دي. په پای کي ئې په ۳۷۱مخونو کي اوږده تعلیقات پر لیکلي دي او په هغو کي ئې د اکبرنامې په متن کي راغلي اشخاص او پېښي څېړلي دي. تر تعلیقاتو وروسته ئې په شپږو مخونو کي له متن سره یو شمېر تړلي تاریخي عکسونه راوړي دي او بیا ئې د سړیو او ځایونو نوملیک وراچولی دئ. په پای کي ئې په انگرېزي ژبه د ډاکټر فضل رحیم مروت په قلم یوه لیکنه پر زیات کړې ده.
د پښتو منظومي ژباړي ټول مخونه ۲۲۹ دي.
د دې کتاب یوه نسخه ما ته د ۲۰۱۱ع کال د اپریل پر لسمه په کندهارکي د گران مطیع الله جان روهیال له خوا راورسېده. په هغو شپو کي چي زه په کندهار کي وم، د دغه کتاب مطالعه مي شرو کړه، خو د بشپړولو کار مې په کاناډا کي سر ته ورساوه. زه د دغي لیکني له لاري د هغه زیار او مښود ستاینه کوم چي ډاکټر رفیقي په دې لار کي گاللی دئ. زه د دې اثر د څېړنیزي برخي په باب ډېر نه ږغېږم. صرف دا یوه یادونه د مرحوم ملا جانان اخند د ژوندلیک په ارتباط لیکم.
په ۱۴مخ کي د ملا جانان مرحوم د ژوندلیک په برخه کي راغلي دي: “کله چي په ۱۳۰۰هـ ش کي تجارتي ښوونځۍ لومړي وار په کندهار کي تاسیس سوه، …”.د دغه ښوونځي رسمي نوم “مکتب تجار” وو. په دې نامه ئې ځکه باله چي په تاسیس کي ئې د کندهار تجارو (سوداگرو) لوی رول درلود. د مکتب تجار په باب ما (هوتک) پخپل یو اثر (میرزاعبدالودود هوتک) – ۱۱مخ کي تفصیلي خبري کړي دي. له “تجارتي ښوونځۍ” څخه لوستونکی داسي اخیسته کوي چي په دې ښوونځي کي گویا تجارت لوستل کېدى، یا دا ښوونځى د تجارت له پاره تاسیس سوی وو. له دې یادوني څخه مي مراد یوازي او یوازي د مطلب توضیح ده.
ملا جانان اخند دغه اکبرنامه د کندهار د فرقه مشر محمدعالم خان او د نائب محمدقاسم خان په غوښتنه پښتو ته رااړولې ده. (وگ: اکبرنامه: ۳۷ مخ) محمدعالم خان ستانیزی اصلاً د لوگر اوسېدونکی او په کندهار کي تر ۱۳۲۹ ش کال پوري فرقه مشر وو. د ۱۳۷۲ ش کال په سر کي په ډهلي کي وفات او هورې ښخ سو (وگ: د کندهار یاداښتونه: ۲۳۰مخ).
محمدقاسم خان محمدزی په ۱۳۲۰ش کي د کندهار نائب الحکومه سو. شپږ کاله ئې د کندهار نائب الحکومگي وکړه. یوه شپه ئې په اوبو کي په ناپامۍ سره ژوندۍ ټنډه غالبوزه تر ستوني تېره کړه او ځني مړ سو. تر ده وروسته محمدیونس خان د کندهار د نائب الحکومه په توگه مقرر سو (۱۳۲۶ش).

د کندهار زرغونې انا په لېسه کي د عقایدو استاد او شاعر ملا جانان اخوند

ملا جانان اخند په کندهار کي عام و خاص پېژانده. د کندهار په محافظه کاره ټولنه کي دې منور دیني عالم په زرو، زرو نجونو ته د زرغونې انا په لېسه کي د دین او سواد درس ورکړ. دې کار ورته کله کله ستونزي هم پېښولې خو ده ورته په مېړانه اوږه ورکوله. د کندهار په معارفو کي د لوی خطیب صاحب احمدجان اخونزاده، د هغه د زوی خطیب صاحب عبدالله اخندزاده، ملا جانان اخند او مولوي عبدالرب فیاض هلي ځلي د هېرېدلو نه دي. زموږ تر بحث لاندي، ملا جانان اخند پنځوس کاله د معلمۍ د مقدسي وظیفې له لاري د ژوند اړتیاوي پوره کړې. د اخترو په ورځ به د عیدگاه په لوی مسجد کي د لمانځه د نیت ښوونه د ملا جانان اخند پر غاړه وه. د ملا جانان اخند شعري ژبه د پښتو ژبي د کندهارۍ لهجې په څېړنه کي خورا ډېر ارزښت لري او زه به ئې ځیني هغه لغات او وراشې وڅېړم چي په دغه تاریخي متن کي خوندي دي. ښاغلي رفیقي تر زیاتي اندازې دغه برخه په پام کي نیولې ده، او زیاترو ته ئې په لمنلیکو کي معناوي او توضیحات کښلي دي، خو زه به ئې یو څه نوره هم وپلټم. دا خبره باید هم پر زیاته کړم چي دا اوسنۍ لیکنه زما د هغو یاداښتو ډېره کوچنوټې برخه ده چي ما له چاپي اکبرنامې څخه اخیستي دي.
د ډاکټر رفیقي زیار او مښود د نننۍ زمانې د څېړني پر اصولو باندي له څو محدودو استثناآتو پرته برابر خېژي. زه مبارکي ورته وایم.
هغه ځایونه چي سم نه دي ثبت سوي:
– بدطینته = بدخویه، بدسرشته، بدذاته (غیاث اللغات).
زې ښه پېژنم چي سپی دئ دغه سپی
هــــا بدخــــــــــــــــویه بدطینته بــــدرگی
(د سریزي: ۲۴ مخ)
په چاپ کي د “بدطینته” پر ځای “بدطبیته” راغلی دئ چي پر ناسموالي سربېره ئې په شعر کي سکته هم راوړې ده. د متن په ۹۲مخ کې بیا سم لیکلی دئ.
– د سریزي په ۳۳مخ کي د تهذیب الواجبات یو بیت د “ملي اتل غازي وزیر محمداکبرخان ” د ۷۰ مخ په حواله راغلی دئ:
د بارک او د اڅــــــک د بــــــوډۍ تول دُرویاقوت
چي اکبر او عبدالله ددوی له شهره مونده کوت
د دې بیت سم شکل داسي دئ:
د بــــارک او د اڅـــک د بـوډۍ تول دُر و یاقوت
چي اکبراو عبدالله ددوی له شیره مونده قوت
– په ۴۲مخ کي:
په ارشاد کي رسولان ستر ممتدین
جــــــــز و کل د ده لــــــــه جــــزه آخـذین
ممتدین، دوامداره، پرله پسې، اوږد ته وایي (غیاث). په چاپ کي د “ممتدین” پر ځای”متدین” راغلی دئ چي ناسم دئ.
– لټه پېر = ازدحام، غول ماغول.
بې له دې لانور نامتو وه خورا ډېر
په دې ښار کي هـــــاغټان د لټه پېر
(۵۸مخ)
په چاپ کي د (لټه پېر) پر ځای (لته پېر) راغلی دئ، چي سم نه دئ.
– په ۶۹ مخ کي دا بیت:
چي کاره ئې ورک شـــه مـــــه راکــوه ښــور
چي دماسره کړې جنگ “هی ستا د مور”
د لومړي نیم بیتي اول لغت د فارسي”چه کاره” دئ. یعني ته څوک یې چي زما سره جنگ کوې؟
یا:
لنډۍ راځه جــگړې لره ژر راسه
که مړانه زور لرې نو ئې راباسه
سم شکل ئې داسي دئ:
لنډې دا چي، و جگړې لره ژر راسه
لنډې دا چي = لنډه ئې دا چي، د فارسي (القصه) پر ځای.
– په ۷۰ مخ کي دا بیت:
ټــول لښــــکر او زه لــــه لاري د یسار
کښیښو په پوټګني کي د کوهسار
د دوهم نیم بیتي سم شکل داسي دئ:
“کښېبنو په پوټګنۍ کي د کوهسار”
یعني موږ به د غره په یوه پټ ځای کي ورته کښېنو. د “پوټگنۍ” یا “پټگنۍ” لغت ئې بل ځای هم د “مخفیگاه” له پاره راوړی دئ.
تا ویل پر مځکه ولوېدی آسمان
پټگنۍ څــخه دوږخ شــــو نمایان
(۷۵مخ)
– په ۸۳مخ کي دا بیت:
کل کالي ئې شوه زرین او هم خولۍ
د لالې په څــــېر جــــــــــامې ئې دامري
د دوهم نیم بیتي سم شکل:
“د لالې په څېر جامې د امیرۍ”
امیرۍ جامې د پاچهۍ جامې دي. د کندهار ښځمني په ودونوکي وایي:
چي پر موږ وه، موږ خو وکړه
چي وار پر خېښي راغئ، امیري کارونې وکړه
– په ۸۵مخ کي:
یو شاطر وو په دې ورځـــو کي تېز گامی
سنجوونکی وو هوښیار او خوږ کلامی
“شاطر” ئې په حاشیه کي په “څالاکه” معنا کړی دئ. لغوي معنا ئې رشتیا هم قاموسونو همداسي راوړې ده. مگر دلته له شاطر څخه مراد هغه څوک دئ چي د یوه معتبره سړي تر آس دمخه رهي وي، یا ځغلي. دا دود پخوا رواج درلود.
– په ۹۴ مخ کي دا بیت:
په شرط ؟ چي ښایسته حوري غلمان
د کــــابل ســـــــرې نسبت نه وو کــــــټان
د دوهم نیم بیتي سم شکل داسي دئ:
“د کابل سرې نسبت نه وو کتان”
“کتان” د “قطعاً” عامیانه وینگ دئ. په دغه نیم بیتي کي سرې = سره ئې دئ.
– په ۹۶ مخ کي دا بیت:
چي به لـــــږ څـــــه شـــــوه کاږه هــــغه سپاره
برېښندوکي بې مچلوزي سوې ښکاره
په دوهم نیم بیتي کي “مچلوزي” ما “مچلوغزي” اورېدلی دئ چي په فارسي ئې”فلاخن” بولي. زما په خیال قاموسونو هم د”مچلوغزه” په شکل ثبت کړی دئ.
– په ۱۳۳مخ کي دا بیت:
کالخوالي ئې وه په لاس د وخت د ښکار
د شــــهباز غــــــوندي په لاس ئې اخـــــتیار
سم شکل ئې: کالخوایي = سرښته، انتظام، اختیارداري.
په کندهار کي یوه محاوره سته چي:
“وبه دي پوښتم، کالخوایه به دي نه کړم”.
– په ۲۲۹مخ کي دا بیت:
پټه خوله شو نور ئې هیڅ نه واهه دم
نه اقــــــــــــرار و نه انــــــکار نه لالـــــــغم
د دوهم نیم بیتي سم شکل ئې:
“نه اقرار و نه انکار نه لا نعم”
لا نَعَم = هو او یه.

مخففات:
ډاکټر رفیقي د خپلو خبرو په ۲۰ مخ کي ځیني مخففات راوړي دي چي ده “کندهارۍ اصطلاح” بللې ده. ځیني ئې د اړوند مخ په حاشیو کي تشریح کړي دي. زه به دا څو نور هم پر زیات کړم:
زام = زه چي وایم.
په پنجــــاب کي زام کاختي وه د لـــرگو
چي قسمت یووړې شمشان ته د پردو
(۶۷ مخ)
زې = زه ئې:
زې ښه پېژنم چي سپی دئ دغه سپی
هــــــا بدخـــــــــویه بدطینـــــته بــــدرگی
(د سریزي ۲۴ مخ)
واخي = واخلي:
عجب نه ده مـــــــــــاتې راکـــــــړه پاچــــــــهي
چي خدای ورکړه له هغه بې څوک واخي
(۶۶ مخ)
خداخه = خدای خبر:
د اوبو پر ځای به ویني د زړه خوري
د کارگه ټیکۍ ډوډۍ خــداخه لري
(۱۰۶ مخ)
دغه راز وگورئ: ۱۱۷ مخ.
څې = څه ئې:
هــــري خـــــوا ته چي ته وایې بس رهي یو
څې هغه ځای و څې دا خو بس دستي یو
(۱۶۱ مخ)
گوا = گویا، گواکي:
د اسمان پر لوري شوې خوړسکي دودونه
چي دستور و گوا، تلې اوښکي په رودونه
(۱۷۵ مخ)
کلې = کله ئې:
کلې وواهــــــــه دښــــــــــــــــمن په تبرزین
سر د پښې د آس بې ووړ پر سر دځین
(۱۸۰ مخ)
د کندهار د لهجې لغتونه، وراشې او اصطلاحات:
دا برخه لغتونه د متن ټول لغتونه نه دي. د هغو له پاره باید یوه بېله رساله ولیکل سي.
البوشاکه = نمونه، نښانه، اثر:
د خالق په فضل دوی مړه دښمنان کړه
الـــــــــبوشــــــاکه بــــــه بیا نه وه د اعــــــدا
(۳۶ مخ)
کوبۍ = حباب:
آسمان ستا د صنع سیند ته یو کوبۍ ده
ســـــــــتا انــــــوارو ته د لـمر ټکۍ تبۍ ده
(۳۹ مخ)
په ۴۳ مخ کي کوبۍ د “کبۍ” په شکل راوړه سوی دئ.
کښېناو = کښېناوه:
په وصال کښې داسي کښېناو لوړي خوا ته
چي د قــــاب و د قــــــوسین ځای نه ســـــو پاته
(۴۳ مخ)
څانگي = سوزش، تخنېدل:
دا خــــبري چي مي راغــــــلې په غوږو کي
نو له درده مي سوې څانگي په مغزو کي
(۴۶ مخ)
تیک = سیده، نېغ:
چي د طبع شینکی آس وځغلومه
پر ډگر د جنگ ئې تیک ودرومه
(۴۷ مخ)
سوه (فشار پر وروستۍ څپه دئ) = د آس د پښې نوک چي په فارسي ئې (سَم) بولي. جمع ئې (سوې) دي. مغیره حالت ئې (سوو) دئ.
د کابل ښار ټوله ډک سو په غــوغا
کړئ پایمال سوو د اسانو هم خورا
(۴۹ مخ)
ککڼ = ککړ:
مگر وو چي هغه ځوان په خوی ډېر ښه
کــــکڼ نــــه وو په کــــــــینه ســــــره ئې زړه
(۵۰ مخ)
کیها = له ډېره پخوا:
ستا له لاسه هغه ملک له کیها تللی
چي دوه سوکاله تر مخ ده له ما تللی
(۶۴ مخ)
دې لغت ته ئې په حاشیه کي کښلي دي چي “د شاعر مراد د افغانستان یا پخوانۍ اریانا مځکه ده”.
رخشند = ریشخند، پسخند:
نه کړي خوند چي په مثال ستا بلبل سری
په رخشند کـړي له شـــهبازه سره غــــوری
(۶۷ مخ)
چپلاخه = څپېړه، څاپېړه:
یو ئې وواهه پر غــــوږ په چـــپلاخه
تر غوږو ئې ماغزه وواته، ول آخه
(۷۶ مخ)
مُنگاري = نوکاري، شوکاري:
چي به غشي په گوښو وینې کړې داري
زغري وویل څــــنگه پټي دي مُــــنگاري
(۷۸ مخ)
دا بیت ما ته سم رانقل سوی نه ایسي.
گرد، گرده = ټول:
لاس ئې پرېوله او زخــــمونې وتـــړل
په کوروکښي گردبېغمه کښېنستل
(۸۱ مخ)
“گرد” ویی اوس د کوږک په حوزه کي د “گړد” په شکل ویل کېږي. د (ړ) استعمال ئې ما ته نوی ژبنی انکشاف ایسي. په کندهار کي ئې د “گرد” یا “گرده” استعمال عام دئ.
دړدړه = په ځغاسته، په منډه:
هغه څوک چي شوله خلاص په دا جگړه کښي
تېښـــــــتې وکړله د شــــــــپې په دړدړه کښي
(۸۲ مخ)
خشکیت، خوشکیت، خوشکه = قهر، پر چا باندي غوسه کېدل:
چي دا یو وار اکــــــبر واروېده دا حــــــــــال
له خشکیتې شونډان وچیچل فی الحال
(۸۲ مخ)
له خشکیتې = له خشکیته ئې.
پر خوړه = پر میدان:
داسي وه بې کــــــړه ناره پر قــــــــلا لـــــوړه
چي لښکر د شاه به شو بېهوښ پر خوړه
(۱۰۳ مخ)
پر سپینه خوړه = پر سپین میدان اصطلاح اوس هم د کندهار په محاوره کي سته.
وله ټول = ورله ټول، سره ورټول:
بل ئې وواهه په تېخ داسي پر خول
کړ دوه شکله ئې یو شکل وله ټول
(۱۱۱ مخ)
خپه (د لومړي توري په سکون) = د بدن غړي، اعضا:
بلــــــــــه پــــــــــــلا بیا د کـــابل پهـــــــــلوانــــــانو
پښې کړې ټينگي خپه شوه مړه د دښمنانو
(۱۱۲ مخ)
نږی = ترچی، عطسه:
لوړي خوا ته دونه دږنه ډېرشوله دودان
پر اووم اســــــــمان ئې نــــږی وکړ کـــیوان
غورم ساغ = دله، دیوس:
تورکی لغت دئ. اصل ئې قرمساق دئ.
ورته وې ول اې بدبخـــــــــته غــــورمســـــاغه
دا مي زړه غواړي چي جوړ دي کړم چماغه
(۱۲۱ مخ)
چختاڼ = چیت پیت:
گرفتاره وکاږه ئې په کمــند کړئ
په لغتو ئې چختاڼه د سمند کړئ
(۱۳۵ مخ)
ډم = ډنډ، حوض:
چي یارانو د شاه نطق مو واروېده
تر پراړه لاندي لوی ډم مو ولـــــیده
(۱۶۱ مخ)
وېل = ښکنځل، تر خولې تېري:
په تېره غشي ئې صورت کړ ورغلبېل
کړه هــــډوکې ورمــــیده، ویل ئې وېل
(۱۶۸ مخ)
خوړسکي = گاټه دود، دوړي:
د اسمان پر لوري شوې خوړسکي دودونه
چي دستورو گوا، تلې اوښکي په رودونه
(۱۷۵ مخ)
کوپ = منډه، ځغستا:
په غرږي سره ئې راووړ یو لوی توپ
له هر لوري گوا قیامت کړله راکـــوپ
(۱۸۵ مخ)
بغو= بوغارو، چیغو:
نــر و ښځــــــه له دې بغـو په نفرت شــــوه
لکه مار باندي مرغان په جمعیت شوه
(۲۱۶ مخ)
په خرمندو= خورا ډېر، په پېخر:
په دې گرد رنځ و سختي و اندېښنو
لا زحمت ورباندي وو په خـــرمــندو
(۲۱۶ مخ)
پوړه (فشار پر وروستي سپوڼ) = مطمئن:
که مي زړه لکه د خلقووای پوړه
نو خبر به مي بل ډول وای تــکړه
(۲۶۲ مخ)

ځيني له استعماله لوېدلي لغتونه:
– قنطال:
قنطال د روسيې د یو پاچا نوم وو، چي وایي د سکندر معاصر تېر سوی دئ (دهخدا).
د آبنوسو پر کرســـۍ ئې کـړه اوږه
لکه وو قنطال د روس خولۍ کږه
(۶۰ مخ)
– نه پن = نهه پونډه توپ:
دوه لښکر وه په توپکو په نه پنو
یو له بله وه د لیري په جنـــــگونو
(۷۴ مخ)
پخواني توپونه د هغو د گولیو له مخي نومول کېدل. لکه:
شش پن = چي گولۍ ئې شپږ پونډه وزن ولري.
نه پن = چي گولۍ ئې نهه پونډه وزن ولري.
هژده پن = چي گولۍ ئې اتلس پونډه وزن ولري.
پخوا په کندهار کي د “اژداپن ” لغت د ټولو لویو توپونو له پاره کارېدى.
– بلاغون = د نصوارو کډو:
اروېدله مي چي ها کوچنۍ گـــولۍ
وې په مثل بلاغون غوندي شپېلۍ
(۱۸۳ مخ)
+++++
د عکسونو په دوهم مخ کي د میر مسجدي خان او وزیر یارمحمد خان عکسونه سره الیش سوي دي. یعني هغه چي مسر مسجدي خان بلل سوی دئ، وزیر یارمحمد خان دئ او کوم چي وزیر یارمحمد خان ښوول سوی دئ، میرمسجدي خان دئ.

اکبرنامهعبدالروف رفيقيمعصوم هوتکمکتب تجارملا جانان کاکړ
نظريات (0)
نظر اضافه کول