پښتو سل کاله وړاندې څنگه رسنيزه شوه؟

داود جنبش

ټیک یوه پېړۍ وړاندې سراج الاخبار د خپل ژوندانه پر شپږم کال د پښتو منثور متن په خپرولو، په افغانستان کې د پښتو چاپي مقالو بهیر راپیل کړ.

د سراج الاخبار له پاره شپږ کاله، او د معاصر افغان دولت له پاره نژدې دوې پېړۍ ولګېدې چې پر پښتو، لومړنی نثر چاپ کړي. خو تر افغانستان د مخه، د پښتو چاپي آثارو بهیر د انګرېز تر واکمنۍ لاندې سیمو کې پیل شوی و. په دوی کې مخکښه ونډه د پېښور “افغان” ورځپاڼې درلوده چې په اوونۍ کې یو ځل په پښتو او اردو خپرېده.

ددغې ورځپاڼې د یوې پښتو مقالې خبر پخپله سراج الاخبار ورکړی دی. دا د افغان ټولواک حبیب الله خان د هغې وینا متن و چې پر لېبیا د ایټالیا له پوځي یرغل وروسته یې خپل ولس ته د هغه ځای له مسلمانانو سره د مرستې له پاره په دري چاپ او وېشلې وه.

سراج الاخبار د ۱۹۱۲ کال د فبرورۍ پر ۴ (لومړی کال، ۹ ګڼه، ۹ مخ) ددغې مقالې د راوتلو خبر په دې ټکو خپور کړ:

“زموږ ملگرې (افغان ورځپاڼې) چې په پېښور کې خپرېږي دغه وینا زموږ ملي او قامي ژبې پښتو ته ژباړلې چې په رېښتيا سره یې له لوستلو پر موږ خوشحالي راغله.”

امیر حبیب الله خان د ۱۹۱۱ کال د فبرورۍ پر ۲۴ د ایټالیا د یرغل خلاف له لېبیاییانو سره د مرستې له پاره خپل ولس ته وینا خپره کړې وه.

افغان ورځپاڼې ادعا درلوده چې په برتانیا، روسیه، ایران، منځني ختیځ او افریقایي هېوادو کې ګډونوال لري او ټولو دغو سیمو ته منظمه استول کېږي او رسېږي.

خو د سراج الاخبار له پاڼو یې تر دې هاخوا پر نورې ځانګړتیا او نشراتي محتوا نه پوهېږو، ځکه چې د دواړو ملګرتیا ډېره ژر په غلیمۍ اوښتې ده.

ددغې غلیمۍ لامل سم جوت نه دی، خو سراج الاخبار د ۴ کال لومړۍ ګڼه کې (د ۱۹۱۴ کال د سپټمبر ۶) په عمومي ټکو کې لیکلي چې هغې “په اسلامي نړۍ کې بېلتون راوست، مسلمانان یې د هندوانو خلاف لمسول او سرحدي (د اوسنۍ پښتونخوا) پښتانه یې د افغانستان له حکومته لرې کول.”

تر دې ډېر وړاندې، د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې روسانو او په دویمه نیمایي کې انګرېزانو د پښتو په اړه او پر پښتو ځینې آثار، لکه پښتو ګرامر، د انجیل پښتو ژباړه او نور چاپ کړي او ویشلي دي.

پر انګرېز او روسي سیمو سربېره، له عثماني تُرکیې نه هم تر افغانستان وړاندې د پښتو خپرونو څرک رالګېدلی دی. دا مساله هم موږ ته د سراج الاخبار د ۲ کال له ۲۱ ګڼې روښانېږي. په دغه ګڼه کې په تُرکیه کې په پښتو ژبه د یوه مذهبي کتاب د خپرېدو خبر په دې ډول راغلی دی:

“هغه څه چې نوي، او حیرانوونکي دي دادي چې دا رساله زموږ پر ملي او قامي ژبه (پښتو) په استانبول کې چاپ او خپره شوې ده. که څه هم د لیکوال او مولف نوم په رساله کې روښانه شوی نه دی، او د لاسلیک پر ځای یې یوازې (ژباړونکی) کښل شوی، خو څرنګه چې په ډېره رڼه پښتو ژبه لیکل کوي، او د کتاب په سریزه کې یې هم خپل پښتونوالی روښانه کړی، شک نه شته چې افغان دی.”

تر کومه چې د افغانستان په خپلو رسمي چارو کې د پښتو ژبې د کارولو موضوع ده، دا کار د امیر شېرعلیخان له مهاله (د نولسمې پېړۍ ۶۰ او ۷۰ کلونه) د پوځي اصطلاحاتو له پښتو کولو او د پوځي لارښودونو په ژباړلو سره پیل شوی دی.

خو دا یو محدود نوښت و او څرنګه چې د پښتو لیکونکو او لوستونکو شمېر بېخي د ګوتو په شمار و، نورې دولتي ادارې ته و نه غځېد. محمود طرزي پخپله په حسرت او تر څه ځایه په پېغور دغه حالت داسې انځوروي:

“ډېرئ پښتانه وګړي پر عسکري چارو او د ښارونو او سیمو په نیولو او جګړو او ټکولو اخته وو، میرزایي کارونو او د حکومتي چارو کتابت ته یې وخت او فرصت نه درلود، آن دا ډول چارې یې ځانته شرم بللې او په دې ډول سپکوونکو ټکو به یې چې “میرزاګی دی” او “مُلا ګی دی” د لیک خاوندانو ته سپکاوی هم کاوه.” (سراج الاخبار، ۵ کال، ۲ ګڼه)

طرزي د هېواد په اداري سیستم کې د پښتو د ګډولو پر ارزښت ټینګار کاوه او ددې له پاره یې غوښتل چې په حاکم ذهنیت کې د پښتو په اړه جوړ شوی انځور چې ګنې دا یوه “وروسته پاته ژبه ده”، له منځه یوسي. د همدغې موخې له پاره یې “پښتو د ټولو ژبو انا ده” په سرلیک یوه اوږده مقاله خپره کړه.

محمود طرزي پښتو د ټولو ژبو «انا» بلله

په دې مقاله کې، د سیمې د بېلابېلو ژبو د تاریخ او اوسني ځای ځایګي تر ښودلو وروسته، د پښتو پر لرغونتوب او نږه توب خبرې شوي دي.

طرزي پوهېده چې له درباریانو نیولې، تر بازاریانو به یې د دریځ او نظر خلاف درېدا پیلېږي او دی به متعصب بلل کېږي.

له همدې امله، د مقالې په پای کې ګواکې بیاځلي د خپلې طرحه کړې نظریې ارزونې ته ستنېږي او خپلو نیوکګرو ته په خطاب کې لیکي:

“موږ غوڅ حُکم نه کوو چې پښتو ژبه د ژبو انا او پښتون ټبر د ټولو آریان ټبرونو نیکه دی. هغوی به چې زموږ دا خبره قومي تعصب بولي او دغه راز هغه کسان به هم چې پښتانه په بني اسراییلو او یا عربو ورګډوي، زموږ خواته د نیوکو ډبرې راغورځوي. خو هغه څه چې موږ … وړاندې کړل … څېړنه او پلټنه ده چې له لوستلو تر لاسه شوې ده. هر ولس د خپل ملي تعصب او په ملي برم کې حرص ځلولی او اوڅار کړی دی. نو که موږ زیار ایستلی وي چې د خپل ولس د نیکه توب درنښت او پرتم ثابت کړو، ولې پرې څوک خواشینی شي.”

په رسمیاتو کې د پښتو تصادفي ګډېدو لومړی څرک هم د شلمې پېړۍ په همدغو کلونو پورې چې سراج الاخبار په کې چاپېده اړه مومي.

دغه مهال د افغان دولت لومړنی او ښایي تر اوږدو کلونو یواځینی فرمان په پښتو راووت او دا هم د اړتیا له مخې و. اړتیا دا وه چې په خوست او پکتیا کې منګل او احمدزي ټبرونه د حکومت خلاف راپورته شوي او کابل یې له کلکې ننګونې سره مخامخ کړی و.

پاچا د هغوی په نامه یو فرمان (ددې له پاره چې باغیان پرې پوه شي) په پښتو وکېښ او ور وایې ستاوه. د دغه فرمان خپل پښتو متن ما ونه مونده، خو د سراج الاخبار د لومړي کال په ۱۴ ګڼه (د ۱۹۱۲د اپرېل پر ۱۹) یې دري بڼه خپره شوې چې که بېرته پښتو ته واوړي، یوه برخه یې داسې راځي:

“… ستاسې ټول ملکان او د ولس وکیلان دې د حضور له عرض بیگي ملا محمد خان سره حضور ته راشي چې ستاسې پلټنې په سم ډول تر سره شي چې که رېښتیا هم له تاسې سره ظلم شوی وي چې پوښتنه یې وشي او په راتلونکې کې ددې ډول تېریو مخه ډب شي خو هغه څلور پوځیان چې وژل شوي دي د هر یوه پر سر اووه زره کابلۍ روپۍ دیت او جریمه د نور هېواد د قاعدې له مخې چې ټولې اته ویشت زره کابلۍ روپۍ کېږي له تاسې څخه اخیستل کېدونکې دي چې د دیت پیسې به د وژل شویو پاتې کسانو ته ورکړ شي، هغه تاڼه مو چې ویجاړه کړې ده ستاسې پر غاړه ده او پرتاسې بېرته رغول کېږي.”

تر دې هاخوا نور، هم په اداري او هم مطبوعاتي ډګر کې د پښتو څرک نه لګېږي. درباري، حکومتي او نوې پیل شوې ښوونیزې چارې ټولې له پښتو پرته ترسره کېدې.

سراج الاخبار هم د خپل څښتن او چلوونکي له ښکاره “پښتونمل دریځ” سره سره د خپل درېیم کال تر نژدې وروستیو ګڼو پورې ونه شوای کړی هېڅ ډول مانا وال پښتو متن چمتو او خپور کړي؛ دا حالت د درېیم کال له ۲۰ ګڼې وروسته ددې زېري په خپرېدو اوړي:

“څرنګه چې زموږ د پوهنپال پلار (پاچا) هڅې په افغانستان کې پر بېلابېلو دود ژبو، د پوهې او پوهنې د خپرېدو له پاره دي، ځکه نو “سراج الاخبار افغانیه” وغوښتل چې خپله دا ګڼه او راتلونکې ګڼې په خپله ملي پښتو ژبه هم سینګار کړي… له دې وروسته به انشاءالله تعالی هېوادوال وروڼه په “سراج الاخبار افغانیه” کې د خپلې ملي ژبې له لوستلو هم خوند واخلي او خوښ به شي.”

او بیا د همدغې ګڼې پر ۱۱ مخ بې له ځنډه د مولوي صالح محمد یوه منظومه راځي چې څو بیته یې دادي:

“ښه شیرینه پښتو واوره

چې مضمون یې ډېر آسان دی

قلم خپل ژبه مې خپله

شعر ګران او که آسان دی

زه شاعر نه یم دلبره

خاص مطلب زما بیان دی”

مولوي صالح محمد. دا نوم په یاد وساتئ، ځکه چې وروسته پرې لږې نورې خبرې هم لرو. د هغه په دې لومړنی او ښایي ګران ګام پسې، د نورو شاعرانو لار هم پرانېستل شوه او د منظومو بېلګې یې وخت ناوخته پر ورځپاڼه رابرسېره شوې.

خو داسې برېښي، چې د پښتو د دودېدو پلویان، نور په دې کوچنیو ګامونو نه قانع کېدل.

“بویه چې په ملکي ښوونځیو کې ټول علوم په پښتو ژبه تدریس شي او فارسي او عربي او تُرکي د دویمو ژبو په توګه ولوستل شي.”

د “م. الف” په مستعار نامه لیکل شوې دا مقاله (۵ کال، ۱۷ ګڼه) په حقه د پښتو د دودولو لومړنی کوټلی او د ځینو له نظره افراطي پروګرام و.

لیکوال د پښتو د دفتري کولو، د ښوونځي د ټولو مضمونو د پښتو کولو او پښتو ته له بهرنیو ژبو د ژباړو پر ډېرولو ټینګار کاوه.

په هغه چاپېریال کې چې پښتو په کې خپل چاپي توري، د زده کوونکو له پاره لیکلار، او د اداري چارو د سمبالښت له پاره اړوند اصطلاحات نه درلودل، او واکمن یې له خپل ولس سره د غږېدو له پاره ژباړونکو ته اړ وو، په لومړي ځل د ټولو د فتري او ښوونیزو چارو د پښتو کولو غږ پورته کول تش سراب برېښېده.

خو دې سراب په ورته وخت کې د ذهنیت د اوښتو او په پښتنه ټولنه کې د زده کړو لور ته د مینې د ډ‌ېرېدو خبر هم ورکاوه. داسې برېښېده چې یو بدلون پېښېدېدونکی دی.

سراج الاخبار هم هڅه وکړه، دغو زیاتېدونکو غوښتنو ته ځواب ووایي او د شپږم کال له شلمې ګڼې (د ۱۹۱۷ د مې ۲۳) څخه یې د “ملي ادبیاتو” د سرلیک په را ایستلو، پښتو او فارسي، که تش په تورو کې هم وي، د دوو برابرو ژبو په توګه وښودې. ددغه سرلیک پښتو بڼه داسې ده:

تر دې لږ وړاندې (د ۱۹۱۷ کال د اپرېل پر ۸) لومړنی پښتو لیک چې د یوه معلوماتي منثور مطلب په بڼه و، د سراج الاخبار د شپږم کال پر۱۷ ګڼه راووت. دا لیک د دارالمعلمین ښوونکي مولوي غلام محي الدین ور استولی او “افغانستان د سروزرو مرغی دی” نوم ورکړ شوی و.

دا په سراج الاخبار کې لومړنی چاپ شوی پښتو نثر دی

خو هغه څه چې موږ یې په افغانستان کې د پښتو مقالې د چاپ پیل بولو، د شپږم کال د ۲۰ ګڼې پر ۷- ۸ مخونو (د ۱۹۱۷ کال د مې ۲۳) راوتلي دي چې سږ یې ټیک یوه پېړۍ پوره شوه.

دې ته هم د “لیک” نوم ورکړ شوی، خو د مخکني لیک په توپیر دلته پښتو ته د “افغاني ژبې” پر ځای پخپله “پشتو” ټکی کارېدلی دی. د منځپانګې له پلوه هم دا تر هغه مخکني متن خورا ژور دی چې د پښتو د دودولو پر عملي لارو چارو خبرې کوي.

لیکوال یې مولوي صالح محمد دی چې وړاندې مو یې یادونه وکړه.

دا د سراج الاخبار لومړنۍ پښتو مقاله ده چې سږ یې یوه پېړۍ پوره شوه

لیکوال په دې مقاله کې تر هر څه لومړی د پښتو د چاپ تخنیکي ستونزې یادوي:

“دیر افسوس کوم چه پشتو حرفونه نسته! آیا پشتانه به یی څنګه وائی.”

وروسته د پښتو ژبې خوارۍ او بېوسۍ ته ګوته نیسي:

“افسوس چه زموژ پشتنو د لاسه؛ پشتو خواره، داسی متروکه او بی اعتباره لویدلی ده، چه ګویا (یوه مره ژبه ده!)… اوس په هیڅ مکتب کی پشتو نه ویله کیژی، د هیچا په لاس کی پشتو کتاب نه لیدل کیژی! او نه داسی کتاب په پشتو کی سته چی سری یه وګوری !.. مګر یو څو (د شعر دیوانونه دی) هغه هم د معشوق ستاینه او بس!

آه پشتنو ! خپله ژبه مو څنګه بیکاره کره! درست جهان د خپلی ژبی و ترقی ته متوجه دی اِلا تاسی!”

او بیا ددې حالت د اړولو لار ښیي:

“که موژ پشتانه د خپلی ژبی و ترقی ته متوجه سو؛ او په مکتبو کی یه جاری کو، او عالمان مو دین، اخلاقی، کتابونه او رسالی، په پشتو ترجمه او تالیف کی، او یو څو اخباره په پشتو جاری سی، آیا په لژ مده به مو خپله ژبه ترقی ونه کی؟”

مولوي صالح محمد چې په حبیبیې لېسه کې د پښتو ژبې ښوونکی و، د ډېرو له نظره د پښتو د رسمي کېدو او دودېدو غورځنګ سرلاری دی؛ خو دی چې څومره ژبور و، هماغوره نوم ورکی پاته دی.

هغه د روحانیت تر څنګ، ډېر کار د پښتو عامولو ته کړی دی. ده په یوه رسمي غونډه کې چې د پاچا د مشر زوی شهزاده عنایت الله خان په شتوالي کې جوړه شوې وه، ددې بیت په وړاندې کولو (چې یوه شاګرد یې ولوست) د سراج الاخبار په لیکنه (۷ کال، ۷ ګڼه د ۱۹۱۷ کال د اکټوبر ۳) “یو ملي زوږ” را وخوځاوه:

ژبه بنده کړه افغانه، ته له ټکو ایراني

ته ستایه دې خپل پاچا، په نظم و نثرِ افغاني

دغه غونډه د حبیبیې لېسې د ممتازو زده کوونکو د نمانځنې په موخه جوړه شوې وه، او ښایي لومړني مراسم وي چې د فارسي یا دري تر څنګ په کې په پښتو او دغه راز تُرکي (اوزبیکي)، انګرېزي او عربي ژبو هم ویناوې اورول شوې دي.

حبیبیه په افغانستان کې یواځینۍ لېسه وه چې تر پنځم ټولګي پورته په کې لوستونه کېدل. د مضمون په توګه، د پښتو لوستل هم له پنځم ټولګي پیلېدل او زده کړې یې د یاد شوي مولوي صالح محمد پر غاړه وې.

په نصاب کې دا بدلون له هغه وروسته چې شهزاده عنایت الله خان د خپل اکا سردار نصرالله خان پرځای د پوهنې یا معارف وزارت چارې پر غاړه واخیستې، پېښ شو. په دې ډول نوموړي هم د پښتو په دودېدو کې خپله ونډه درلودلې ده.

مشر شهزاده عنایت الله د پوهنې وزیر و چې پر مهال یې پښتو د نصاب برخه شوه

که څه هم سراج الاخبار د “ملي ادبیاتو” د سرلیک تر را ایستلو وروسته څه باندې یو کال نور دوام وکړی شو، خو پیل کړې لار یې وروسته د امان الله خان د سلطنت پر مهال په لا جدیت تعقیب شوه.

د ورځپاڼې څښتن او سرمحرر محمود طرزي د یوه هېوادپال په توګه اما تل د پښتو او دري په سمون او پیوستون باور درلود. دا نصیحت یې ښایي د تکلونو تر ټولو روڼ انځور وي:

“خپله ملي ژبه پښتو سپېڅلې وګڼئ، مینه ورسره وکړئ او په زده کړه کې یې ډېر زیار وکړئ. له خپلې رسمي او سیاسي ژبې فارسي سره هم ډېره مینه کوئ او ښه یې زده کړئ.”

(سراج الاخبار، ۵ کال، ۲ ګڼه).

پښتونخواسراج الاخبارشهزاده عنایت اللهمولوي صالح محمد هوتکمولوي غلام محي الدین
نظريات (0)
نظر اضافه کول