پښين

صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه؛ له علامه رشاد سره مركې … درېمه برخه

پوښتنه: درنه استاده! كه وواياست، چې د پښين تاريخي بهير له كوم وخته راپيلېږي، ډيره مهرباني به مو وي.
ځواب: پښين د افغانستان خاوره وه او تر هغه چې امير محمد يعقوب خان په ګندمك كې د ګندمك منحوسه تړون له انګليسانو سره نه و لاسليك كړى، پښين د كندهار له توابعو څخه و. كندهار تر ږوبه او تر پښينه پورې او حتى د ابوالفضل په قول تر دوكۍ پورې د شرق خوا ته غځيدلى و.
پښين، د كوږك تر غره، چې ور واوړو، د كوږك د غره په ها خوا واقع دى او د دې سيمې جنوب ته شال پروت دى، چې يو وخت يې شال كوټ باله او اوس يې كوټه بولي، ختيځ ته يې ږوب دى، چې ډير اوسيدونكي يې كاكړان دي، شمال او لويديځ ته يې چې كوم غر دى، اوس يې د كوږك په نامه يادوي او د دغه غره غربي برخه د خواجه عمران د غره په نامه بولي، خو د هندوستان په زړو متونو كې د پښين نوم “په شي نه پربته” راغلى دى او دغه غر، چې يې لويديځ لور ته پروت دى، د دغه نوم “په شي نه پربته” ليكلى دى. پربت يا پروته كلمه په سانسكريتي ژبه كې د غره معنا لري. پخوا تر دې، چې پروت يا پروته كلمه په سانسكريت كې رواج شي، ګېري كلمه په ويدي ژبه كې د غره لپاره كارول كيده، چې د پښتو له ګر و غر سره ارتباط لري. خو دا خبره بايد زموږ څيړونكي په نظر كې ونيسي، چې د پښين په نامه موږ په افغانستان كې دوه ښاره يا دوې سيمې په ۱۲۹۱ كې د امير شېرعلي خان په وختو كې، چې د هغه صدراعظم سيدنور محمد شاه نوميده او اوس دا سيدنورمحمد شاه مېنه، چې په كابل كې ده، دا د هغه په نامه باندې ياديږي، جوړه شوه. خو هغه بل پښين، چې دى هغه په غرجستان كې واقع دى. غرجستان د ميمنې په جنوب كې پروت دى او په اتم قرن كې د ياقوت حموي په مراسدالااطلاع او د منهاج السراج په طبقات ناصري كې دغه غرجستان د غرستان په شكل باندې هم ضبط دى او د غرجستان معنى، چې دوى ليكي هم دكوهستان معنى ځينې اخلي، چې هلته له غرجه څخه د غره معنى اخلي، اما ياقوت حموي په خپل اثر كې ليكلي دي، چې دغه سيمې ته غرستان هم وايي او غرجستان يې هم بولي.

د غرجستان دوه ښاره ډير مشهور وو او دواړه يې د لفظ په لحاظ داسې شكلونه لري، چې هغه بايد پښتو وي، يو له هغو څخه سورمېنه ده، سورمېنه يعنې د سوريانو مېنه، خو دا، عربي جغرافيه نګارانو په خپلو اثارو كې سورمين ليكلى دى، ښايي جې (ن) ته به يې حركت وركاوه، خو اوس هغه حركت نه دى رانقل شوى.

كله كله په ځينو آثارو كې شومېنه هم ليكل شوې، ابن هوقل په صوره الارض كې د باشين كلمه راوړې ده او دا د غرجستان هغه مهم ښار دى، چې د غرجستان پايتخت يا حاكم نشينه ځاى و او هلته يې دا تفصيل وركړى دى، چې باشين د مرغاب د رود په شرقي غاړه كې واقع دى او فاصله يې له مرغابه څخه د يوه غشي د ويشتلو فاصله ده او سورمين، چې دى د دغه باشين په جنوب كې څلور يا پنځه مزله لرې واقع دى، خو د سورمېنه موقعيت اوس موږ ته واضحاَ معلوم نه دى.

د غرجستان د بشين په باب د ناصر خسرو يو بيت را په ياد شو، هغه وايي:

ايستاده بودى به باميان شيرى

بنشسته به عز در بشين شارى

دلته باشين په شعر كې په ډير واضح شكل باندې بشين راغلى دى. بله خبره چې قابل د ذكر ده هغه دا ده، چې ارمني جغرافيه ليكونكي موسى خرني په خپله يوه ليكنه كې دا باشين نه ده راوړى بژين يې راوړى دى.

د باشين كلمه پشين هم ليكل شوې ده، حتى په ځينو عربي جغرافيو كې د افشين په شكل هم ليكلې شوې ده او په ځينو كې بيا د ابشين په شكل هم راغلې ده، خو په صوره الارض كې يې باشين شكل راغلى دى او زموږ د جوزجاني په حدودالعالم كې، چې په ۳۷۲ ق كال ليكل شوى دى، په هغه كې هم باشين ليكلى دى. نو د پشين په نامه يا د باشين په نامه، چې غالباَ باشين به د (پ) په بدل وي پشين بايد وي. په دې شكل باندې نو په دغو دوو ځايو كې د افغانستان پشين موجود و او دغه پشين خو تر اوسه پورې هم د پشين په نامه ياديږي.

د افغانستان د لومړي جنګ د لوى قهرمان عبدالله خان اڅكزي په نامه، د پشين په مدخل كې يوه كلا ده، چې د عبدالله خان د كلا په نامه باندې اوس هم هغه كلا ولاړه ده او حتى ريل ستيشن هم په دغه نامه باندې ياديږي.

د عبدالله خان کلا اورګاډۍ تم ځای ۱۹۳۰ع

لومړۍ برخه

دوهمه برخه

نظريات (0)
نظر اضافه کول