ډېره اسماعېل خان

عبدالعلي غورغشتی
دا د پښتونخوا وطن په ختېځ کښې په ۳۴۷۰ مربع مېل مشتمله هغه سېمه ده چې ېو لورې ته ېې دا وخت هغه بلوڅان اوسېږې چې په اوسنې پنجاب صوبه کښې شامل دي. ددې سیمې په سهېل کښې د بلوڅان هغه سېمه ده چې په تارېخ کښې په وادکل ېادېږې او قطب پخوا ېې د بنو سېمه ده. ختېځ ته ېې د اباسېن سېند بهېږې. د پښتونخوا په سېمه کښې تر ټولو زېاته تودوخه ده. په اوړې کښې تودوخه له ۳۵ څخه تر ۴۵ سېنټې ګرېډ ته رسېږې.
ددې سېمې مرکزې علاقه ېعنې د ډېره اسماعېل خان ښار له سمندر څخه ۳۴۰ فټه لوړوالې لرې. پدې سېمه کښې تر ټولو لوړ ځاې د سلېمان د غره څوکه ده چې له سمندر څخه ۱۱۱۰۰ فټه لوړوالې لرې.
د مځکې په طبعی ويش کې دا سیمه د دامان په نامه ده هندې ېعنې وېدې ادب کښې او ېونانې مورخېنو چې د ستاګېر په نامه کومه سېمه ېاده کړې ده. دا د هغې ېوه برخه ده، ۱۷۰۰ ق م کښې د راوې سېند په غاړه د هړپه په نامه یو ښار اباد وو چې د سېند د لرغونې ابادې موهنجوداړ همزولې وه؛ ته به ددې ځاې خلکو مختلف قسم معدنېات او قېمتې کاڼې وروړل او دهغه په بدل کښې به ېې د خپل ضرورت مطابق څېزونه راوړل.
د ډېره اسماعېل خان په خوا وشا ډېرو ځاېونو کښې د لرغونې ابادېو اثار موندل شوې دي. له ښار څخه په ۳۹ مېله شمال خوا ته د کافر کوټ په مقام د یو زوړ ښار اثار ښکاره شوې دي. د اثار قدېمه پوهان دعوی کوی چې دا ښار دری زره کاله پخوا تر مسيح اباد وو او د درابن کښې ېو غونډۍ باندی د هندوانو يوه لرغونې عبادتخانه موندل شوی ده، دی نه علاوه د بنو په روډ د رحمان ډېرۍ په مقام چې کوم لرغونی اثار موندل شوې دي. ددی متعلق د پيښور يونيورسټي د اثار قدیمه ماهر دا دعوې لري چې دا ابادی تر هړپه او موهنجوداړو هم شپږ سوه کاله پخوانۍ ده. ددې ښار خواو شا یو مضبوط فصیل وو او ددې اتلس فټه اوږدوالی او دیارلس سوه فټه سور درلودو. هم پدې ابادی کښې د پنځو زروکالو زاړه مهرونه ښکاره شوې دي چې په هغو کښې مختلف قسم انځورونه جوړ شوې دي. دې نه علاوه د هډوکو جوړ شوې الات, د اوسپنې تبرونه او د غنمو هارونه هم دلته موندل شوې دي، همدې ځای کښې داسې لوښې ښکاره شوې دي چې هغه له غنمو, سرسو, اوربشو, سرو مرچکو او د خټکو له زڼو ډک وو چې لدې دا ثابتیږي چې دا خلک کروندګر وو او دا مځکه زرخیزه وه. تر اسلام پخوا په دې سیمه یوه هندو بادشاه چې بلوټ نومیدو حکمراني وه؛ هغه یوه قلعه هم جوړه کړې وه چې اثار یې اوس هم شته او کشان کورنۍ حکمران چی کله ګندهارا کښې خپل سلطنت قایم کړو; دا سیمه هم ددوۍ په قلمرو کښې وه او په ۲۲۰ ق م کښې دا سیمه ساکاني کورنۍ په خپل سلطنت کښې ګډه کړه چې وروسته هني حکمرانی کورنۍ اوسنې ابدالي؛ دا سیمه په خپل سلطنت کښې شامله کړه.
کافرکوټ
بهلول لودي چې په هندوستان کښې لودي کورنۍ لومړی بادشاه وو مورنۍ ځای یی هم پدې سیمه کښې بلوټ نامې کلی دی او همدا شان د هندوستان یو بل نامتو بادشاه شیر شاه سوري همددې سیمې دی او هم د شیرشاه سوري زوکړه په ۱۴۸۹ کښې دلته په کوهي نامی کلې کښې شوې ده.دا وخت دده پلار حسن د هندوستان په حصار نامې ځای کښې له خپل پلار ابراهیم سوري سره وو چی د سکندر لودهي ملازم وو. ځینې تاریخي کتابونو کښې د شیر شاه سوري د زوکړې ځای روهړې لیک دی، پدی نامه هم دلته یو کلی اوس هم موجود دی.
۱۵۰۴ کښې ظهیرالدېن بابر لومړې ځل دا سېمه په مغلیه سلطنت کښې شامله کړه او بیا له دې ځای د سلیمان غره په لمن کښې دوکۍ «لورالایې» په لور روان شو; د ظهېرالدین بابر له مرګه وروسته د اکبر بادشاه په وخت کښې یو بلوڅ سردار اسماعېل خان ددې ښار بنیاد کېښود او په خپل نامه یې دا ځای مسمې کړو، دا سردار اسماعیل د شیرشاه سوري په نوکرانو کښې وو او وادکل یې په جاګیر کښې ورکړی وو؛ ځکه دې سردار د خپل حکمران همایون د نیولو لپاره د شیرشاه یو سالار خواص خان سره تر سندهـ پورې تګ او ملګرتیا کړې وه؛ وروسته دا ښار د اباسین سیند په طوفاني څپه کښې ټول وبهیدو او نوم و نشان یې پاته نشو ـ
دا موجوده ښار یو سدوزي نواب په بل ځای خو په پخوانۍ نامه بیا جوړ کړو او تر اوسه ددې ښار نوابي هم ددې کورنۍ ده او انګریزانو د ښار د حفاظت لپاره د اباسین په غاړه بند جوړ کړو، ډیره اسماعیل خان د هندوستان او غزني په لرغونې تجارتي او د عسکری قافلو په لار کښې پروت اباد دی. په دره ګومل او دره دربند باندې تګ راتګ کونکي هره قافله به په دې ښار تیریده. ځکه دې ښار خاص تجارتي او فوجی اهمیت درلود.
په ۱۷۲۵ کښې د کندهار حکمران شاه اشرف دا سیمه په خپل سلطنت کښې شامله کړه، ۱۷۳۹ کښې نادر شاه افشار په هندوستان د حملې لپاره دلته راغلو او ددې ځای له حکمران څخه یې یو کروړ باج واخیست او په مخ لاړو. کله چې پښتون افغان اولس د احمدشاه ابدالي په مشرۍ کښې د خپل ازاد او خودمختیار سلطنت بنیاد کښیښود; دا سیمه هم په احمد شاهي سلطنت کښې بې له جنګه شامله کړل شوه او د سیکانو تر راتګه دا سیمه د افغانستان برخه وه. ۱۷۹۵ کښې افغان حکمران شاه زمان مخالف ورور د شهزاده همایون په نیولو باندې دا سیمه محمد خان سدوزي ته په جاګیر کښې ورکړه چې هغه ډیر ژر دا سیمه پخپل لاس کښې واخسته او امن یی جوړ کړو او په مختلفو ځایونو کښې یې چوکۍ جوړی کړې او د ګنډه پور اولس یې تابعدارۍ ته مجبوره کړو. هغه وخت غلام محمد د کلاچې د محمد خان و. سرداري تسلمولو ته نه وو تیار؛؛
معصوم هوتک په خپل کتاب سل پګړی یو پړونې ۴۹س کښې دلته د خان خانان عبدالرحیم هوتک د شازمان لخوا د حکمرانۍ ذکر کړی دی.
نواب محمدخان سدوزی د سیکانو تابعدارۍ منلو ته کله هم نه وو تیار. سیک سردار رنجیت سنګ به کله کله دده په علاقو حمله وکړه او لوټ مار یې وکړو. یو ځل رنجیت سینګ چې د پنجاب دانشوران یې خپل ملي اتل ګڼي’ نو ځکه یې زۀ بابای پنجاب لیکم.
سردارمحمد خان ته خپل د مالیاتو وکیل ورولیږلو چې سردار محمد خان څخه باج واخلي، سردار ورته انکار وکړو او دومره په غصه شو چی بلډپریشر یې لوړ شو او په حق ورسید. د نواب محمدخان نارینه اولادونه وو، دده له مرګه وروسته د سردارۍ په منصب دده په واریثانو کښې اختلاف پیدا شو، د نواب خان ورور خدا یار ځان حقدار ګڼلو او ځینو مشرانو د سردار محمدخان زوم حافظ احمد خان ددې منصب لپاره لایق ګڼلو او په پای کښې مشرانو د جرګو او بحث په نتیجه کښې د حافظ احمد خان زوی شیر محمد خان سدوزی د سردارۍ په منصب وټاکلو.
دسردار شیرمحمدخان په وخت کښې ددې سیمې سیاسي حالت ډیر کړکیچن وو. بلوڅانو د محمد خان جسکاني په مشرۍ کښې بغاوت وکړو چې په ډیره موده په سختۍ سره وټکول شو او بلې خوا ته بابای پنجاب سردار رنجیت سینګ د پښتونخوا ددې سیمې د نیولو لپاره سترګې توری کړې وې او په محمود کوټ باندې یې حمله وکړه او له بلی خوا درابن حکمران عبدالصمد یادوزي بغاوت وکړو، دا هغه وخت وو چې په افغانستان کښې وروڼه په اقتدار د قبضې لپاره په جنګ سره اخته وو. شاه محمود چې په کابل کښې په تخت ناست وو، سردار شیر محمد خان د سردارۍ توثیق یې کړی وو او د شاه نواز خان خطاب یې ورڅخه اخستی وو.
۱۸۱۸ کښې سیکانو ملتان لاندې کړو او له ملتان څخه د سدوزي کورنۍ ټول کسان د پناه لپاره سردار شیر محمدخان ته راغلو.
چووګله، د ډیره اسماعیل خان مرکز دی چیرې چې څلور لوی بازار سره یو ځای کیږي.
۱۸۲۱ کښې بابای پنجاب رنجیت سینګ د خپل سیک سردار کړک سینګ په مشرۍ کښې یو جرار لښکر په ډیره اسماعیل خان د قبضې لپاره راولیږلو؛ مګر کړک سینګ په خپل مقصد کښې کامیابه نشو او یو کال وروسته ۱۸۲۲ کښې بابای پنجاب رنجیت سینګ پښتانه په خپل منځ کښې په اقتدار سره اخته کړو او حافظ احمد خان یی د ډیره اسماعیل خان باجګزار حکمران مقرر کړو؛ د بلوڅانو سردار هم د سیکانو ملګرتیا شروع کړه؛ مګر پښتنو په بکهر کښې بلوڅانو ته په جنګ کښې ماتی ورکړه او هغه سندهـ ته په تیښته مجبوره شول او سیکانو په ډیر چم او مکر اخرکار ډیره اسماعیل خان یعنې د پښتونخوا دا سیمه قبضه کړه او له افغانستان څخه یی داسی بیله کړه چی تر اوسه بیله ده. وروسته انګریزانو د سیکانو ټولې علاقې قبضه کړې او د برټش ایسټ انډیا کمپنۍ په مقبوضاتو کښې دا شامله شوه، دا شان ډیره اسماعیل خان هم د برطانوي په مقبوضاتو کښې شامله کړل شوه او انګریزان تر دې له مخه هم دلته راغلی وو.
يو مشهور عکس او بېل استدلال:
 

دغه عکس په انټرنيټ کي د اسماعیل خان، غازي خان او رحیم یار خان نادره عکس بلل کېږي چي ديره اسمعيل خان، ډيره غازي خان او رحيم يار خان اولسوالۍ په دغو شميرو نومول سوي دي. په هرصورت، د پلټنې په وخت کې، موږ وموندله چې دا ناسمه ده. دا د برتانوي هند د اردو د 15th Lancers د سرتېرو انځور دی. د ۱۸۵۷ کال د پاڅون پر مهال را پورته شوې، دغه قطعه د ۱۸۷۸-۸۰ په دوهمه افغان جګړه او لومړۍ نړیواله جګړه کې د خدمت شاهده وه. دا قطعه یو له واحد ټولګي ریژیمونو څخه و چې ټول سرتیري یې د ملتاني پټان مسلمانې ټولنې څخه استخدامیدل.
منډيګک بنسټ
۱۸۰۹ کښې کله چی د افغانستان له حکمران شاه شجاع سره د لیدو او خبرو اترو لپاره برطانوي سفارتی هییت د الفسټن په مشرۍ کښې پېښور ته تللو’ نو هغه لومړی دلته راغلو؛ دا سفارتی هییت په ښکاره سفارتي وو؛ ملګر په اصل کښې دې هییت د جاسوسۍ کار هم په غاړه درلود. دا هییت ستون نشو او په میاشتو دلته تم شو او د ټولی سیمې حال یې ځان ته معلوم کړو؛ حتی ددې هییت دوه کسان کوه سلیمان ته هم ولاړو؛ انګریزانو په راتلونکې وخت کښې د افغانستان د قبضه کولو اراده وه او په خپل مقصد کښې د کامیابی لپاره د خپلو مروجه سازشونو تحت دې هییت له ځینو کسانو سره اړیکې جوړې کړې چی سبا یې په خپل مقصد کښې پکار راوالې او چی کله دا هییت له ډیره اسماعیل خان نه روان شو. دغه شپه پنیاله ته ورسید او په پنیاله کښې یی قافله لوټ کړل شوه؛ مګر دې هییت دلته هم د خپلو استعماري منصوبو لپاره له ځینو کسانو سره خپل دوستانه تعلقات جوړ کړو چې وروسته دا تعلقات انګریزانو ته په خاص موقع ډیر ښه پکار ورغلو او هم د سیک شاهی په عهد سلطنت کښې انګریزان له سیکانو سره ملګرې وو او په ډیره اسماعیل خان کښې جنرل وین کورین د برطانوي کمپنۍ له خوا ریزیډنټ وو. هغه په خپله نګرانۍ کښې ددې ریاست ټوله مځکه پیمایش ۱۸۴۸ کښې مکمل کړو.
د سیکانو او انګریزانو حکمرانې ددې ځای خلکو کله هم نه وه منله او د خپلې ازادۍ لپاره یې ډیره کلک جنګونه تر پایه جاري وساتلو، حالانکه په ۱۸ س کښې په کابل کښې د افغانستان ناست انګریز ګوډاګی حکمران امیر یعقوب خان د ګندمک په توره لوظنامه کښې دا سیمه انګریزانو ته وسپارله؛ مګر ددې ځای اولس دا لوظنامه د نه منلو اعلان وکړو او دویم افغان انګریز جنګ په دوران کښې ددې سیمې خلکو په ۱۵ جنوری ۱۸۷۹ کښې د انګریزانو په هغه فوځي کیمپ حمله وکړه چې په ټانګ کښې لګول شوی وو، په دې جنګ کښې ۶۵۳ د انګریزانو افسران او سپاهیان قتل شو او ټانک انګریزانو خالي کړو او بیرته ډیره اسماعیل خان ته رالو؛ دلته هم په ویره کښې ډوب انګریزانو باندی حمله وشوه؛ مګر د ځینو خانانو او مقامی مقتدر ملکانو سردارانو په سازش انګریز بچ شو; البته د هغو کیمپ په اور وسوزول شو او الفسټن په مشرۍ کښې راغلې هییت د جاسوسۍ کوم تخمونه دلته کرلې وو هغه فصل پدې موقع انګریزانو ته پکار ورغلو
۱۸۹۴ کښې له وزیرستان څخه سر ډیورینډ په نښته ټانک ته راورسید او د ټانک د قلعې له وره سره ولګیدو ټپی شو او دلته مړ شو، وروسته یې ډیره اسماعیل خان ته راووړ او په چرچ قبرستان کښې یې ښخ کړو.
انګریز افسران په دیره اسماعیل خان کنټونمنټ کې ۱۸۹۰.
په ۱۹۱۹ کښې د افغانستان انقلابي حکمران امان الله خان چې کله د افغانستان د بشپړې ازادۍ او خود مختیارۍ اعلان وکړو، ددی سیمې اولس امان الله سره د هر قسمه مرستې اعلان وکړو او د افغانستان حکمران ته یې د ملګرتیا پیغام ورولیږو؛ بیا کله چې انګریز د افغانستان ددې انقلابی حکمران امان الله خان د سلطنت د ړنګولو لپاره منصوبې او دسیسې جوړې کړې، په دې کښې تر ټولو موثره منصوبه یې دا وه چې انګریزانو خپل یو مشهور جاسوس ډی ای لارنس؛ چې د نړۍ په تاریخ کښې د لارنس اف عربیه په نامه مشهوره دی، واولیږو او هغه دلته په پنیاله نامې کلی کښې چیرته چې افغان کوچیان خصوصا د غلزي قبیلې ناصران ډیر اوسیږي؛ مشته شو او د یو روحاني پیر جامه یې واغوستله او په ځان یې د پیر کرم شاه نوم کیښود.
دې پیر پخوا هم د پښتنو په نورو سیمو کښې د جاسوسۍ په مشن تللی وو، پښتو یې ډیره ښه زده کړی وه، د خلکو د ګمراه کولو لپاره یې پنځه وخته لمونځ ډیر په پابندۍ سره ادا کاوه او کله کله به یې د قران مجید یاد کړې هغه ایاتونه او د هغو ترجمه هم بیانوله چې د جهاد ذکر به پکښې وو او د افغان حکمران امان الله خان خلاف د انګریزانو په سازش بغاوتونه شروع شول او په افغانستان کښې د امان الله خان کافر کیدو پروپیګنډه ویړه شوه.
دې پیر کرم شاه د ډیره اسماعیل خان په پنیاله کښې هغه ټول پیران, خلیفه ګان او تش په نامه عالمان راټول کړل؛ څوک چې له افغانستان څخه د انګریزانو په خوله راتښتیدلې وو او د ۵۵۰ ملایانو, پيرانو په پکښې د کابل شیر اغا, ملاشور بازار او قاضي عبدالرحمان هم وو او بیا یې په ۱۹۲۸ کښې د پیر کرم شاه په مشرۍ کښې جرګه وکړه او دې جرګې د امان الله خان د کافر کیدو فتوا ولګوله او افغان اولس ته یې د امان الله خان خلاف د جهاد د فرضیت حکم ورکړو او هم دې جرګې هغه جعلي انځورونه تیار کړل! چی پکښې د امان الله خان میرمن ملکه ثریا په قابل اعتراض او غیر شرعي حالاتو کښې ښکاره کړې وه او هم ددې فتوي په جاري کیدو افغانستان کښې امان الله خان خلاف اور نور هم تیز شو او ددې مهم د کامیابۍ لپاره ۳۶ لکه روپې ددې مشایخو او پیرانو په ذریعه افغانستان کښې تقسیم کړې او په نتیجه کښې امان الله خان له تخت څخه لرې کړل شو او د افغانستان مشهور ډاکو بچه سقاو په اقتدار کښیناستو او د امیرالمومنین نوم یې اختیار کړو.
د اورګاډي سټیشن، ډیره اسماعیل خان، 1932.
ډیره اسماعیل خان په پښتون وطن کښې هغه سیمه ده چې دلته تر یو درځن زیات قبایل اباد دي. ګنډه پور, نیازي, میاخېل, سوري, کنډې, بابر شیراڼې, خوندې, حلوانې؛ او مروت پکښې مشهوری قبیلې دي. ددې سیمې خلک زیاتره زیارکښ او د خپلې خاورې سره مینه لرونکي دي. انګریزانو چې ددې خلکو له جزباتو کومه ویره درلوده؛ د هغه د سړولو لپاره د مراعات یافته امتیازي مقتدر طبقو په ذریعه دلته اباد مسلمانانو او هندوانو ترمنځ مذهبي اختلافات به تل دپاره وو.
اپریل ۱۹۴۷ کښې د مقامي انتظامیه په سرپرستۍ د مسلم لیګ کسانو په ابادی برید وکړو او د هغو کورونه او دوکانونه یې وسیزل چې په نتیجه کښې د روزمره ضروریاتو سخت قلت پیدا شو او په دې سیمه کښې د قبایلو تر د وروګلوۍ ختمولو لپاره ځینو سردارانو او ملکانو په ذریعه داسې سازشونه وکړل چی د مختلفو قبایلو او کورنیو ترمنځ بدۍ او دشمنۍ پیدا کړې او دی کار ته اوس د پاکستان حکمرانانو هم دوام ورکړی دی.
اباسین سیند په دې علاقه کښې بهیږی، ډیره اسماعیل خان د اباسین په غاړه اباد دی؛ مګر د ځایي خلک د اباسین له اوبو څخه محروم دي.
۱۹۷۲ کښې د اباسین له اوبو یو نهر راوایستل شو مګر هغه نهر دې ټولې سیمی ته د اوبه ورکولو لپاره کافی نه دی او د ګومل سیند چی هغه په دې علاقه کښې بهیږی هغه د ابپاشۍ لویه زریعه ده او اوس د ګومل سیند د تړلو لپاره په ډیم کار روان دی او شیخ ملي روډ باندې په بارانې اوبو چې کومې مځکې اوبیږي. دې ته مقامي خلک مآلې وایې او په زیندی اوبو یعنې د اباسین په طوفاني اوبو چې کومې مځکې اوبه کیږي، هغه ته دا خلک چیک وایې.
دې سیمه کښې غنم، جوار، اوربشې، خورما، خټکې، په ښه مقدار کیږي. چودوان دلته یو کلی دی هغو کښې دا متل دی چې «دلته ښه تورزن زیږی یا ښه خټکی». ددې سیمې آم ډیره خواږه او مشهور دي، رنجیت سینګ به په خصوصي فرمایش لاهور ته دا خوندور آمونه غوښتل. د سلیمان غره په لمن کښې تیل د مځکې پر سر بهیږي او په غیر معیاري انداز مقامي خلک استفاده ورڅخه کوي البته دلته کښې بهترینه کویله او د مختلفو ونو ځنګلونه شته.
بچه سقاوډېره اسماعېل خانعبدالعلي غورغشتیمسلم لیګهندوستان
نظريات (0)
نظر اضافه کول