کلات

د کلات (قلات) په نوم یو ځای د ایران په شیراز کې او بل په زابل کې “کلات غلجی” دي. په سیاسي توګه د بلوچو قلات د افغانستان او برطانوي هند لپاره یوه مهمه سیمه پاتې شوی ده.
په بلوچ شفاهي تاریخ کې کلات د راجه، “سېوه” په لاس کې و او په کلا کې دننه د هندوانو یو پخوانی مندر د دې لرغونتوب ښایی. د سېوۍ (سبي) ښار هم له هغه راهیسې پاتې دی. شا و خوا دوه زره کاله پخوا، کلات د خپلواکه “پرت” راجه ګانو ټاټوبی و.
په ۷۱۲ م کې کله چې عربانو د سنده په ساحل حمله وکړه نو قلات ته څېرمه “کچي” پورې لاړل. دا ۵ زره مربع میل دره ده چې پکې د باراني اوبو ډنډونه د زمکې خړوبولو لپاره کاریدل. د بلوڅانو په فولکلور کې د دوی قام د ۱۲ میلادي پېړۍ په وروستیو کې د میرجلال خان په مشري د کردانو له سیمې، مکران ساحل ته کډه وکړه او وروسته بیا د “سراوان” او “کچي” لور ته وخوځیدل. هلته میشت افغان قبایل يې د سلیمان غرونو ته ورتیله کړل. د بروهي یا براهوي قام په اړه وایی چې دوی ” دراوړ” او د هند له مرکز دغو غرونو ته کډه کړې وه.
په ۸ او ۹ پېړیو کې په ایران د عرب حملو په وخت بلوڅ کوچیانو جوپې ختیځ لوري ته وخوځیدل. شا وخوا ۱۰۰ کاله وروسته بروهیانو دغه سیمه کې خپله خانی جوړه کړه. بروهي او بلوڅ، په څو قامونو وېشلي او کلات د دوی ګډه مېنه وه چې یو وخت “کلات نیچاري” (بروهي څانګه) په نوم مشهور و. په ۱۴ پېړۍ کې د امیر تیمور نمسی “پیرمحمد” د سلیمان په غرونو کې افغانانو سره په جنګ بوخت و او ممکن کلات يې په لاس کې و. د پارس صفویانو او د هند د مغلو تر منځ کلات خپلواکه پاتې و.
په ۱۷ پېړۍ کې د میرواني او رند قام په جنګونو کې د کلات مشرعمرخان میرواني ووژل شو. د هغه کونډې د خپل ماشوم زوی بجارو خان سره په مستونګ کې افغانانو سره پناه واخیسته. بجاروخان د یو افغان سردار لور را واده وکړه او د رئیساني قام په ملاتړ له کلات مانډو بلوڅ يې وشړل، لږه زمکه يې د رئیساني قام “سیاهي” ټبر ته ورکړه چۍ تر اوسه ورسره ده. میربجارو یو دیندار کس و او څه موده وروسته له نړۍ يې زړه تور شو نو د کلات نه دشتو ته ووتلو. د ده ځای میرحسن خان احمد زی قمبراني واخیستو او د کلات چاپېره ډېر بلوڅان میشت شول. په ۱۶۶۶ م کې میراحمد، د بلوڅانو یو کنفیدریشن جوړ کړو چې بهرني ځواک سره به يې د واکمن چلن کوو. په ۱۷۴۰ م کې کلات خان د پارس نادرشاه سره لوظنامه وکړه او کچي سیمه يې د شاه له خوا تر لاسه کړه. د بلوڅو کنفیډریشن ختم او احمدزي په بلوڅو کې معتبر او ځواکمن شول. د دوی یو ځوان میر نصیر خان د خپل جنګي ډلې سره د نادر شاه افشار په پوځ کې شامل و. د شاه له وژل کیدو سره میرنصیر خان د کلات خپلواکي اعلان کړه.

د قلات کلا په اتلسمه پېړۍ کي…

احمد شاه ابدالي چې د افغانستان خاوره يې یو ځای کوله، پخپله کلات محاصره کړه. څو ورځو د جرګو مرکو نه وروسته د میرنصیر او احمد شاه ترمنځ لوظنامه وشوه او د نصیرخان ترله تیمورشاه ته يې په نکاح کړه. په ۱۷۴۹ م کې میرنصیر به افغانستان ته هر کال دوه لکه روپۍ او د جنګ په وخت پوځیان ورکول. په ۱۷۶۵ م کې میرنصیرخان پخپله د ۱۲ زره جنګیالو سره پنجاب په جنګ کې د افغان ځواک سره ورغلې و. دی د سیکانو منځ کې وجنګیدو او یو وخت دده پټکی پریوتو نو اوږده ویښته يې ښکاره شول. سیکانو ورباندې د سیک ګومان وکړو او د ده له وژلو يې لاس واخیستو. میر نصیر خان وروسته خپل ویښته پریکړل چې د دغې له کبله زه د شهادت نه محروم شوم.
د کلات اوسنۍ کلا د میرنصیر خان له خوا جوړه شوه چې د دفاعي کلاګانو یوه بې څارې بیلګه وه. دی شا و خوا ۵۰ کاله د کلات حاکم و چې د بلوڅو طلایی دور په نوم یادېږي. هغه د کندهار او هند نه د میوو او نورې غلې تخم راغوښتو او په “کچي” کې به يې کرل. په افغانستان کې کورنۍ جنګونو او د میر نصیرخان له مړینې سره بلوڅ سرداران هم کاواکه شول. په ۱۸۱۰ م کې یو انګریز جاسوس، هنری پاټینګر له بلوچستان تیر شو نو د کلات په اړه لیکي، ” په کلا کې دننه ۲۵۰۰ کورنۍ اوسېږي. د کلا نه بهر ۱۳۰۰ کورونه جوړ و. په کلات کې بروهی، بلوڅ، دیه وار، هندو او افغان وګړي مېشت دي. دوی پخپل وار د کلات د دریو دروازو ساتنه کوي.”
د کلات خان “مهراب خان” د “سراوان” او د “جالوان” لوړې، او د “کچي” دشتې لاس کې لرلې. د مکران ساحلي سیمه هم د کلات په واک کې وه. خو د لسبیله دره او د “سونمیاني” بندرترې خپلواکه و. ددې زیات خلک کوچیان او د کندهار او پارس ترمنځ به يې خپل کاروان سرایونه لرل. هغه وخت د کلات سرحد نه و ټاکل شوې نو ځکه په ختیځ کې د بلوڅ او سندهي سردارانو تر منځ د زمکې په سرجګړې کیدې.

د قلات کلا په شلمه پېړۍ کي…

د افغانستان شاہ شجاع کله چې هند ته په لاره و نو په قلات کې، مهراب خان د ده کوربه و. په ۱۸۳۰ م کې یو انګریز پوځی افسر لیچ قلات ته د دې لپاره لاړو چې د لودیانې نه د شاه شجاع سره بدرګه د پوځ لاره خوندي کړي. مهراب خان نه غوښتل چې دغه پوځ په افغانستان حمله وکړي خو د شخړې زور يې هم نه لرلو. په ۱۸۳۷ م کې، الیګذانډر برنز او موهن لال قلات ته ورغلل. دوی د مهراب خان سره ولیدل او له هغه يې ژمنه وغوښته چې د افغانستان سره په یو ممکنه جنګ کې به د دوی ملاتړ کوي. محراب خان زړه نا زړه ورسره لوظ وکړو چې د انګریز پوځ په مخ به خنډ نه جوړوي.
“برنس” د محراب خان په چلن خوشاله نه و او خپل مشر ته يې ولیکل چې د کلات خان د ده سپکاوی کړې و. په لاره د ده له سامان چا هغه لرګین بکس غلا کړو چې پکې د لوظنامۍ کاپی او ۲۰۰۰ روپۍ پراته وو. کله چې شاه شجاع شالکوټ ته ورسیدو نو انګریز مهراب خان ته د هغه په وړاندې حاضریدو وویل. مهراب خان یو خپلواکه حاکم او دا خبره ورته خپل سپکاوی ښکاره شو نو انکار يې وکړو. د مهراب خان په دربار کې د غلجو او سېدانو ترمنځ رقابت و. ځینو کسانو د انګریز سره لاسونه یو کړل او هغوی محراب خان ته د سزا ورکولو لپاره مټې را ونغښتې.
د انګریز یوه دسته د کابل او کندهار د لارې شالکوټ ته لاړه چې مشر يې بریګېډیر “ولټشایر” و. هغه مهراب خان ته ګواښ وکړو چې که د انګریز سره یو ځای نه شو نو پایله به يې خطرناک وي. مهراب خان د خپل ټاټوبي دفاع لپاره ټولو بلوڅ سردارانو ته د ملاتړ خواست وکړو خو پېسه زوره وره وي. د سراوان خانانو په مستونګ کې د ولټشایر تود هرکلی وکړو او په قلات د حملې لپاره يې ورته اوښان، اسونه او سړي ورکړل. په ۱۲ نومبر ۱۸۳۹ م انګریز پوځ قلات نه بهر کیمپ ولګوو. په بل سهار د دوی د توپو او ټوپکو خلې خلاصې شوې. ټوله ورځ جنګ روان و. اخر د کلا لویه دروازه ړنګه شوه او انګریز عسکر پرې ورننوتل. دوی هغه ماڼۍ (میري) ته مخه کړه چې مهراب خان پکې د خپلو څو ملګرو سره مقابلې ته تیار ولاړ و. تر وروستیو شیبو دوی جنګ وکړو او اخر مهراب خان او ملګرو يې توره په لاس شهادت لاره خپله کړه. په دغه جنګ کې د انګریزانو ډېرځاني تاوان وشو او دوی لیکي چې د غزني په پرتله د قلات دفاع سخته وه ځکه په هر قدم کې ورته مشکلات وو. د مهراب زوی میر نصیر خان(دویم) د څو ملګرو سره غرونو ته ووتلو. انګریزانو د ده یو تربور ۱۴ کلن زوی شاه نواز د کلات خان اعلان کړو. بلوڅ قبایلو د مهراب د زوی ملاتړ کوو او څه مودې له جنګونو وروسته میرنصیر کلات بیرته ونیولو. دی انګریزانو ته د کال ۵۰ زره روپې ورکولو په شرط د کلات خان شو.
په ۱۸۵۷ م کې د ده ۱۶ کلن زوی میرخدایداد خان شو. په ۱۸۶۶ م کې د رابرټ سنډیمن د راتلو نه وروسته د بلوچستان حالت په بدلیدو شو. هغه د خدایداد خان سره د یوې لوظنامې تر مخه شال (کوټه) په اجاره واخیسته. پېسې يې ورته غبرګې کړې، په شالکوټ کې میشت تجاران يې وویستل او خپله پوځي چاوڼۍ يې پکې جوړه کړه. بیا يې د بولان دره ونیوله او قلات يې پخپل حال پریښوده. وایی چې خدایداد خان د خلکو د کارونو لپاره دوه مهرونه ساتلي وو. په یوه مهر يې لیکلي وو. ” خدایداد خان را خدا داده است” او د چا کار چې به يې نه کوو، په هغې به يې ټاپه ولګوله چې، ” خدا یداد ګان را خدا داده است”. دده خلاف په بلوچستان کې پاڅون وشو او تر ۲۱ کاله د جنګونو سلسله روانه وه. د سنډیمن نه وروسته، جیمز براون د بلوچستان مشر وټاکل شو. هغه په ۵۵ کلن خدایداد خان زور راوړو چې د کلات خاني خپل زوی میرمحمود ته پریږدي. دوی سراوان او کچي هم پخپل اختیار کې واخیستل. په ۱۸۷۶ م کې انګریزانو په بلوچستان کې ۴ ریاستونه کلات، لسبیله، خاران او مکران جوړ کړل چې خانان يې د انګریز تر لاس لاندې وو.
په ۲۰ پېړۍ کې د هند د خپلواکۍ په بهیر کې د کلات میر احمد یار انګریز ته د هند سره یو ځای کیدو خواست وکړو خو دا و نه منل شو. بیا ایران او افغانستان سره يې د یو ځای کیدو لپاره هلې ځلې وکړې. خو هلته د انګریز مخالفت ته څوک نه ټینګېدل. د اګست په ۱۱ نېټه ۱۹۴۷ م د کلات خان خپلواکي اعلان کړه چې تر ۸ میاشتو پاتې شوه. درې نورو بلوڅ قامونو د پاکستان سره الحاق غوښتو او محمد علی جناح د کلات خان ته خواست وکړو چې د پاکستان سره یو شي. په ۱۶ دسمبر ۱۹۴۷ م د کلات منتخب استاځو د پاکستان د پارلیمان دا خواست رد کړو. جناح هم هغه وخت پوځ ته امر وکړو چې په کلات دې حمله وکړي. پوځ کلات ته ورننوتو او هلته احمد یار خان ته يې په زوره په هغه سند د دستخط وویل چې کلات به د پاکستان برخه وي.
په ۱۹۵۵ م کې د کلات وروستی خان د پاکستان حکومت له خوا لیرې کړې شو خو د ده اولادونو اوس هم دغه لقب ساتلې دی. اوس کلات د بلوچستان یوه ضلع ده چې آواران، خاران، خضدار، لسبېله او مستونګ پکې شامل دي.
سرچینې
۱.بلوچ قوم-قدیم عهد سې عصر حاضر تک. ډاکټر شاه محمد مری. تخلیقات لاهور. ۲۰۰۷ م.
۲.لیرې پرته مستمره- د بلوچستان تاریخ او سیاست. نینا سوینډلر- اکسفورډ ۲۰۱۴ م
۳. بلوچستان، شخصیات کے آئینہ میں۔ عزیز محمد بگٹی. فکشن ہاؤس.

بلوچستانبلوڅخارانخضدارلسبېلهمستونګ
نظريات (0)
نظر اضافه کول